بیشکیک کې د افغان محصلینو بایسکل ځغلونې کمپاین
د قرغیزستان پلازمېنه بیشکیک کې د منځنۍ اسیا د امریکايي پوهنتون محصلینو د نړیوال تابعیت د بنسټ په نوښت ځینو افغان محصلینو د ککړې هوا د مخنیوي په پار د بایسکل ځغلونې یو کمپاین پیل کړی.
د کمپاین یوه موخه د قرغیزستان ښارونو کې د بایسکل چلولو کلتور ته وده ورکول بلل شوي. د بیشکیک د اوسېدونکو سربېره په سیالۍ کې د منځنۍ اسیا امریکايي پوهنتون افغانې محصلې سیمه فدايي، حزب الله شفق او ځینو نورو محصلینو هم ګډون کړی و.