لنډې کيسې


لارۍ..لنډه کيسه

لارۍ..لنډه کيسه ليکوال..اسدافغان د لاريون كوونكو شمير شېبه په شېبه زياتيدو او د ښار په واټونو او كوڅو كې يې په قهرجن انداز شعارونه وركول،

10.03.2012 اسدافغان

عادت...لنډه کیسه

عادت...لنډه کیسهلیکوال...اسدافغانسړى كوټه كې په مطالعه بوخت ؤ څو پاڼې يې لا نه وي لوستي چې پاڅيد، کړكۍ يې خلاصه كړه او په قدم وهلو ېې پيل وكړ،خو ژر بيرته كيناست،څو شېبې پس يې ريموټ را واخيست تلويزيون باندې د خلكو رنګارنګ څيرې او تاريخي انځورونه ښودل کيدل،ده په ځير ور وكتل،د خلكو او انځورونو په ليدو ېې حال بدل شو او سوچ يې پخوا وختونو ته لاړ................ زرګونه خلكو لوى ميدان كې چيغې وهلي،او داسې شور

16.01.2012 اسدافغان

غیرت...لنډه کیسه

غیرت...لنډه کیسه  

01.01.2012 اسدافغان

پیغور : لنډه کیسه

پیغور : لنډه کیسه لیکوال : اسدافغان د موټر له بریک سره له سرک خړې دوړې پورته شوي او ودرید،څو تنه عسکر چې شاوخوا ولاړ و ترې راتاو شول، فلاینګوچ موټر کې د نننه چوپتیا خوره وه،سپرلیو یو خوا بل خوا مخونه تاوول راتاوول، سیټونه کې بوډاګان ښځې ماشومان او هر ډول خلک ناست ول عسکرو شېبه وروسته تالاشې پیل کړه ټول کسان ېې له نظره تیر کړل،شاته ېې څو غوټې وپلټلې،چت باندې بوجۍ ېې یو خوا بل خوا کړې او

16.11.2011 اسدافغان

کمانډر - لنډه کیسه

کمانډر - لنډه کیسه   لیک ـ اسدافغان   د زغره والو موټرونو كتار د څو كورونو څخه تر تېرېدو وروسته په يوه تش ميدان كې ودريد،كلي باندې خاموشې خوره وه او داسې ښكاريده چې شپه نيمايې ته رسيدلې ده،يوازې د موټرونو غرها ختا او سپيو ورته بې واره غپل،تر لږ ځنډ وروسته د موټرونو څخه په ډول ډول وسلو سمبال بهرني عسكر راښكته شول،دوى په يو ځای باندې تر راټوليدو وروسته سره په خبرو بوخت شول، &nbs

03.09.2011 اسدافغان

جاسوس،لنډه کیسه

جاسوس،لنډه کیسه لېکوال- اسدافغان وربوز وهلو وسلوالو د سړې لاسونه شاته وروتړل او د باغ په طرف يې په ديكو روان كړ،سړي ورته منت زارۍ كولي،ژړل يې، خو وسلوالو له دواړو مټو نيولى په ځان پسي كشولو، سړي ته يې په څادر سترګې ورتړلې وي او په تګ كې به يې كله كله جټكه وخوړه، باغ ډېر لرې نه و،او اوس ورته دوى نېږدې كېدونكې ول، وسلوال كسان همداسې چوپه خوله رو

09.07.2011 اسدافغان

باور،لنډه کېسه - اسدافغان

باور،لنډه کېسه     لیکوال،اسدافغان     نثار د كتابونو له بكسې څخه يوه كتابچه راواخېسته، او په دهليز كې زنګيدلى او بې فكره روان شو،كتابچه يې مخ ته د ببوزې په ډول وهله او پر مخ روان و،په دهليز كې ګڼ شمېر نجونې او هلكان په خپلو منځو كې

14.06.2011 اسدافغان

ټينگ هوډ د برې شرط دى،

ټينگ هوډ د برې شرط دى،ژباړه:اسدافغانپه كوچنېوالې كې مې فكر وكړ چې بايد ټوله دونيا ودانه كړم، خو چې څه وخت تېر شو دا راته ډيره مشكله او لوى كار ښكاره شو،په ځوانۍ كې مې بيا غوښتل چې له خيره خپل هيواد به اباد كړم، خو وروسته راته دا هم لوى كار ښكاره شو او له دې هم تير شوم،چې كله له عمره پوخ شوم، نو بيا مې غوښتل چې خپله سيمه ودانه كړم خو دا مې هم له وسه ونه شوه،كله چې بوډا شوم نو بيا مې غوښتل چې خپل كور اباد كړم ،خو عمر مې تير و او څه مې له لاسه پوره نه ؤ،

24.03.2011 اسدافغان

كانديد - لنډه كيسه-اسدافغان

كانديد - لنډه كيسهليكوال - اسدافغاند لويې ودانۍ مخې ته رنگارنگ موټرونه دريدل،سپاره كسان به ترې ښكته شول او شيبه وروسته به د لوى تالار په پرانيستې دروازه ننوتل،زياتره كسان پلي هم راروان و دوى كې ډيرى ځوانان او د پاخه عمر كسان و،ځينو جامې اغوستې وي او ځينو لوكسي دريشۍ په تن وې،تالار كې د ننه گڼه گوڼه وه،راغلي كسان پكې اخوا ديخوا كي

20.12.2010 اسدافغان

سيالي-لنډه كيسه-اسدافغان

سيالي-لنډه كيسه ليكوال-اسدافغان د ډول له غږ سره سم،د كلا مخې ته رنگارنگ موټر ودريدل،د موټرونو له دروازو خلك ښكته كيدل په دوى كې ډيرې پيغلي،ځوانان،او وړې نجونې وې،شيبه وروسته پيغلي او پخې ښځي په كلا ورننوتې،كلا كې په گډ غږ سره د كليوالي سندرې په بدرگه د دريا غږ پورته شو

02.12.2010 اسدافغان

مينه قربانې غواړې /لنډه كيسه

مينه قربانې غواړې /لنډه كيسه ليكوال/اسدافغاند شپې تورو تيارو شيبه په شيبه خپلې وزرې خورولې،هوا سړه وه،او ورسره نرى نرى باد چليده،باد د ونو نيمه وچې پاڼې ورو ورو ښورولي او يوه نيمه پاڼه به يې له ځان سره په هوا كړه،او د تل لپاره به يې له ونې جدا كړه، كله كله به باد ودريده خو څو شيبې وروسته به بيا باد پيل شو،ابراهي

25.11.2010 اسدافغان

غچ ~ لنډه كيسه

غچ ~ لنډه كيسهليكوال ~ اسدافغان خوستكوټه كې ساړه و، يخنې زياته وهجانان لږ نور هم نغرې ته ورنږدي شو او په خپلو اوږو يې څادر سم كړ،له اور څخه يې لرگى راپورته كړ او د هغه ناسوزيدلې څنډه يې په اور كې كيښوده مور يې چې د نغري يوې خواته په زاړه ټغر ملاسته وه نري نري زگيروي كول او دده په زړه كې نامرائي شانته ويره خوريده،شاته يې وكتل د كړكۍ پلاستيك يې له نظره تير كړپلاستيك څو ځايه سورى و

14.10.2010 اسدافغان

واده،لنډه كيسه- اسدافغان

واده،لنډه كيسه ليكوال، اسدافغان د ماښام تورو تيارو شيب

08.08.2010 اسدافغان

ميراث_لنډه كيسه_اسدافغان

ميراث_لنډه كيسه ليكوال، اسدافغان خوست د ملك د لويې كلا مخې ته څو موټر ودريدل موټر ټول په خاورو ككړ و،زيات گردونه پرې پراته ؤ داسې بريښيده چې له اوږده مزل وروسته راستانه شوى دې ، له موټرونو څخه سپاره كسان راكوز شول په مخونو يې خړې خاورې پرتې وې څيري يې غمجنې ښكاريدې،سپرو كسانو له وروستې موټر څخه د يو وژل شوى ځوان

24.07.2010 اسدافغان

رسواېې-لنډه کېسه-اسدافغان

رسواېې-لنډه کېسه-اسدافغان د هوټل په سالون كې گڼه گوڼه وه ،

10.07.2010 اسدافغان

مجبور: لنډه كيسه ليكوال : اسدافغان

مجبور: لنډه كيسه ليكوال : اسدافغان دا څلورمه مياشت وه چې نجيب په وظيفه پسې سرگردانه گرځيده سهار وختې چې به راپاڅيد نو د يو پنډ اسنادو سره به په ادارو گرځيده،كله به د يوې ادارې مخې ته ولاړ و او كله د بلې، چا به ځواب كړ او چا به هم د اداري له مخه په سپكو سپورو ويلو سره رخصت كړ خو زور او زر يې نه لرل چې وظيفه چا وركړې واي، نن هم نجيب سهار وختې له كوره د وظيفې پيدا كولو په نيت ووتلو كه څه هم سهار وختې و، خ

19.06.2010 اسدافغان

لسگون - لنډه كيسه-اسدافغان

لسگون - لنډه كيسهليكوال-اسدافغان،خوستڅو شيبې د مخه باران شوي وو، ځمكه لنده وه خو اوس لږه لږه ځمكه وچه شوې وه، زړې بوډى زوړ څادر ځانته هوار كړ،ساه يې لنډه لنډه كيده، په زوړ څادر كيناسته بوډى د دنگې ودانۍ د چارديوالۍ دروازې يوې خواته ناسته وه سر يې تك سپين و، زړې جامې يې پر تن وې مخ يې گونځې گونځې و، سترگي يې په مخ كې ننوتلې وې ملا يې كړوپه وه، په څگ

05.06.2010 اسدافغان

تيروتنـــــــه__لنډه كيسه

تيروتنـــــــه__لنډه كيسهليكوال__اسدافغان،خوستد دروازې گړب شـــو،ډنگر ځوان كور ته ننوت ، ځوان خړې جامې په تن وې له څيرې غنم رنگه و خو پر مخ يې د گردونه له لاسه‎ ‎‏ څيره نوره هم توره شوې وه، په لاس كې ورسره څو كڅوړې وې او بل مټ ته يې ټوپك پروت و،ډنگر سړې ته څو ماشومانو ورمنډه كړه ورپسې يې مور هم مخې ته ورته راغله غيږ يې تري تاو كړه څو ځله يې ښكل كړ كڅوړې يې ترې واخيستې مور او زوي يې عبدالله د چوترې په طرف رهې شول

22.05.2010 اسدافغان

زور- لنډه کېسه اسدافغان

زور ، لنډه كيسهليكوال: اسدافغاندښار د مخكمې ودانۍ مخې ته كرولا موټر ولاړ و، نور څوك نه تر سترگو كيدلخو لوړ ځوان موټر ته نږدې ناست و، څو شيبې ووتلي يو نيم كس راپيدا شو چېد ودانۍ مخې ته به اخوا ديخوا كيدل ، لوړ ځوان سپينې نوي جامې  او واسكټپر تن وو، د څيرې نه ډير مغرور مالوميده ځوان څو شيبې همداسې ناست و اوپه سوچونو كې لاهو و، سگرټ يې بل كړ او په سوچ كې لاهو شو،

08.05.2010 اسدافغان

سفر : لنډه كيسه

سفر : لنډه كيسهليكوال: اسدافغانسهار وختې و ,‎ ‎تياره په وركيدو وه پر ښار لږه لږه رڼا راخپره شوه د كوټې د كړكۍ څخه مالوميده چې سهار شويده ،اجمل هم له خوبه پورته شو لږه شيبه پس يې اودس وكړ زړه يې و ،چې جومات ته لاړ شې خو وخت كم و بايد ځان يې زر تيار كړاي واي لمونځ يې وكړ پر كوټه كي پرتې كڅوړې يې سره يو ځاي كړې ځان يې سفر ته تيار كړ،د كوټې څخه د موټرو تمځاي پر لور وخوزيد،

15.04.2010 اسدافغان

ښځه-لنډه کېسه

ښځه-لنډه کېسه لېکوال-اسدافغان شپه نيمايې ته رسيدلې وه. كوټه كې توره تياره خوره وهښځه پر شليدلي كټ اوږده غزيدلې وه. سر يې ببر ؤ، سترگې يې د اوښكو ډكې وې،څيره كې يې د غم نښو ليكې جوړي وې، شونډو يې هم خړ پتري نيولي ؤ ، پهكوټه كې چوپه چوپتيا وه. كله كله به د زانگو څخه د كوچني ماشوم د ژړا غږپورته شو خو ښځې به بيا زانگو وزنگوله.ښځه په كټ كې خواشينې پرته وه، د ښځې او د هغې د زوي څخه پرته نور څوك په كوټه كې نه وٌ، ښځې زيات وهل خوړلې و، ټول بدن يې در

28.03.2010 اسدافغان

فايده څه؟

فايده څه ليكوال: اسدافغان، خوست سپين ږيري سړى پر چوتره غلى ناست ؤ، سپينه تازه لونگۍ يى پر سر وه، سپينېجامې يې چې زړې خو پاكې وي پر تن وې، پر خپلو خوارو گوتو به يې پر لاس كيتسپي ورو ورو اړاولئ ، د تسپو په اړولو به يې شونډي غلې غلې وخوزيدي  دكور په انگړ كې ماشومانو شور جوړ كړي و كه څه هم شور پر سپين ږيري بدلږيده خو ماشومان له ميلمنو سره راغلې و ،د سپين ږيري كورنۍ د ښار په يوهڅنده كي پر كرايئ كور كې اوسيده ، څو مياشتي دې مخه له كلي راكډه و، د

28.02.2010 اسدافغان

اميدواره

آميدوارهليكوال:- اســــدافغان ، خوستاخ مړه شومد ښځې زوروره چيغه  له خولې ووته او پرلپسي زگيروې يې شروع كړل ښځه له ډيره درده سره شنه اوښته،موټر كې چوپه چوپتيا وه چا خبري نه كولې يوازي د ښځي زگيرويو د موټر  په خاموشه فظا كي اوريدل كيده موټر همداسي گړندي روان و، د موټر څخه خړې خاوري باديدي، موټر كي سپاره كسان خواشيني ؤ  په څيرو كي يي د خوشالي نښي نه ښكاريدي سپارو كسانو كي دوه ښځې چې يوه

28.01.2010 اسدافغان

ورور

په ولسوالي كي چوپه چوپتيا وه د وداني دي ننه به كله كله د يو نيم پوليس عږ واوريدل شو مازديگر نږدي و لمر زيړي شغلي غوړولي وي په خپل اطاق كي ناست وم د مازديگر اذان مي تر غوږ شو لږه شيبه پس پاڅيدم اودس مي وكړ او نيع جومات ته لاړم لمونځ مي ادا كړ د جومات نه د اطاق په طرف راروان شوم يوه ملگري راباندي عږ وكړ : -ظابط صيب -مخ مي ورواړو اخمد وو زمونږه كليوال او دلته يى وظيفه راسره يو ځاي وه وي ويل: -پلار دي دا ليك راكړ، -ليك مي جيب ته كړ، -كلي كه څه خبري وي؟ -ك

19.01.2010 اسدافغان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more