عادت...لنډه کیسه

لیکوال...اسدافغان

سړى كوټه كې په مطالعه بوخت ؤ څو پاڼې يې لا نه وي لوستي چې پاڅيد، کړكۍ يې خلاصه كړه او په قدم وهلو ېې پيل وكړ،خو ژر بيرته كيناست،څو شېبې پس يې ريموټ را واخيست تلويزيون باندې د خلكو رنګارنګ څيرې او تاريخي انځورونه ښودل کيدل،ده په ځير ور وكتل،د خلكو او انځورونو په ليدو ېې حال بدل شو او سوچ يې پخوا وختونو ته لاړ................
زرګونه خلكو لوى ميدان كې چيغې وهلي،او داسې شور زوږ ېې جوړ کړی وو چې چا پکې خبره سمه نه شوی اوریدای،دوى قهرجن مالوميدل او له خولو يې داسې ځګونه باديدل چې ته وا همدا شېبه يې چا پلاران وژلې،

بغاوت كوونكې چې ډیری ېې ځوانان او د پاخه عمر کسان ؤ غوښتل د پاچا پر ماڼۍ ورننوزي،د دروازې په طرف ېې زورونه ووهل،او د ننوتو هره ممكنه هڅه يې وكړه خو عسكرو پرې د څو هوايې فایرونو سره په وهلو شروع وکړه.شېبه وروسته دوی د ماڼۍ له مخې وشړل شول او لږ لرې ګډوډ ولاړ و،دوی
چې له ننوتو ناهیلې شول نو د همالته سره راټول شول
يو تنکې ځوان چيغه كړه:
پاچا كافر دى...-
-موږ سرک نه غواړو...
-ملا صاب وايې بيا به پرې د كافرانو موټر راځي
-مونږ كفر نه غواړو.

نورو كسانو هم ورسره خبره غبرګه كړه او شېبه وروسته بل كس چيغه كړه:
-پاچا كفر راوړي.
-مكتبونو كې كفر ويل كيږي،
نه يې غواړو موږ مندرسي غواړو
نه منو كفر،
نورو به هم ورسره شعارونه په لوړ اواز تکرار کړل،او په دې سره ېې د خپلو زړونو بړاس باسلو.ښه شېبه وروسته داسې ښکاریده چې د خلكو نور ستوني وچ شوي،او د ماڼۍ له مخې کرار کرار په روانیدو شول.
د پاچا په غيږ كې كوچنى ماشوم ناست و او د ماڼۍ له وروستې بامه يې روانو خلكو ته كتل،دى خفه او ناهيلی ښكاريدو،د خلکو خبرو ېې په سر کې انګازې کولي.پر مخ يې پريمانه ګونځې شېبه په شېبه زياتيدې،خولو او اوښكو يې زرېنې جامې لا وختې نمجنې كړې وي.
.
سپین ږیري سړي جټكه وخوړه،د سوچونه لړۍ يې وشليده او شاوخوا يې وكتل،كوټه كې څوک نه ښکاریدل او چوپه چوپتیا وه،سړي باندې خولې راماتې شوي او شېبه وروسته يې تلويزيون باندې دوباره نظر پريوت جشن لا پاى ته نه و رسيدلى،هر طرف يې د مرحوم پلار تصويرونه ځړيدلې ښکاریدل،خلكو پسې رنګارنګ ويناوي كولي،چا پسې اوښکې تویولي چا یې ارمانونه کول او ځینو ېې ستاينه كوله،سړي ته زر غوصه ورغله شونډي ېې بوڅې كړي او ريموټ يې راوخيست،په سره بټن ېې زور وکړ او ايله يې د ارام ساه واخيسته.
2012-1-2