واده،لنډه كيسه
ليكوال، اسدافغان
د ماښام تورو تيارو شيبه پر شيبه خپلې وزري غوړولي،
په كلي كې چوپه چوپتيا خپريده كلي ته په غزيدلي خام سرك د زړې كلا خواته دوه كسان ښكاريدل يو كس د سرك په كيندلو بوخت و او بل كس به شاوخوا سيمه څارله،دواړو كسانو مخونه په څادرونو كې پټ كړي و،په تياره كې يې يوازې سترگي لږې لږې ښكاريدې، د ولاړ كس په لاس كې كلاشينكوف و او دويم كس ژر ژر ځمكه كيندله ښه شيبه وخت تير شو،ځوان په كيندل شوي ځاي كې خړه غوټه په اختياط سره كيښوده،ورو ورو يې پرې خاوري ورواړولي په كيندل شوى ځاي يې خاوري ښې سمې كړې،ولاړ كس سيمې تار د زړې كلا په لور كش كړ،دويم ځوان تر يوه ځايه په تار خاوري واچولې،لومړنې ځوان د موټر زوړ ټاير نيمه شوي ټوټه له څادر راوويسته څو ځله يې په كيندل شوى ځاې كيښوده،په ځمكه كې اوس د ټاير نښې نښانې پيدا شوى،
دواړو كسانو اوس خپل كار پاي ته رسولى و،دويم ځوان اضافې خاوري په خپل څادر كې راټولې كړې د خام سرك يوې وړې كندې ته يې ورواچولې او دواړه كسان د كلي په طرف روان شول،،،
په كلي كې چوپه چوپتيا وه، يوازي د سليم خان په كور كې شور او زوږ و ،،د سليم خان د لور غوټۍ واده و،د كور مخې ته د خلكو گڼه گوڼه وه زيات ميلمانه ورته راغلې و،په واده راغلو ميلمنو شور او زوږ جوړ كړي و د ځوانانو د ډول غږ او كليوالي سندرو يې د كلي چوپه چوپتيا ماتوله،څو تنو ځوانانو ډول ته څڼي غورځولي،
كله كله به په واده راغلو كليوالو ښځو د سندرو او دريا غږ د كور بهر راغي،
غوټۍ د سليم خان لور وه،
په ټول كلي كې يې د ښايست اوازي خپرې وې،هر كليوال كوښښ كولو چې غوټۍ خپل زوي ته په نامه كړې،هره ورځ به د غوټۍ غوښتو لپاره د سليم خان كره مركې تلې راتلې،خو سليم خان به د غوټۍ سره تر مشورې وروسته هغوى ته ځواب وركولو،
سليم خان څو كاله په كابل كې دولتې مامور و،زړه يې غوښتل چې غوټۍ بايد په خپله خوښه داسې كس ته واده شي،چې د غوټۍ خوښ وې،د غوټۍ كوژدې دسمال يې اخير په بر كلي كې يو لوستې ځوان ته وركړ،،،،
،،
د سليم خان د كور څخه د ډول او سندرو غږ په كلي كې لږ لږ اوريدل كيده
جبار هم په كور كې چوپ ناست و ،څو كسان ترې چاپيره ناست و د جبار په څيره كې د خفگان نښې له ورايه ښكاريدې،سترگې يې له غوسې ډكې وې، داسې ښكاريده چې يو لوي څيز يې له لاسه وتلى وې
جبار له رنگه تور و خو هډور سړي و د عمر څخه پوخ ښكاريده وړه ږيره او غټ غټ بريتونه يې درلودل
جبار د سليم خان تره زوي و، د زور او زر خاوند و ،مزدوران يې لرل ،وسلوال كسان يې لرل،هر روا او ناروا كار يې كولو له ډيره وخته د اپيمو قاچاقبر و،څو مياشتې د مخه يې غوټۍ باندې زړه بايللاي و،څو ځله يې سپين ږيري په مركه وروليږل خو سليم خان به ورته انكار وكړ سليم خان او غوټۍ د جباراو د هغه د كارونو څخه كركه لرله،
جبار باندي نن ځمكه سور اور شوى وه خوب تري تښتيدلئ و په كور كې اخوا ديخوا كيده،ښه شيبه وخت تير شو اوس شپه نيمايې ته رسيدلې وه په اسمان كې ستورې د سپوږمۍ په ننداره و ټول كليوال په خواږه خوب ويده و،كلې باندي چوپتيا خپلې وزرې غوړولې وې كله كله به د سپيو غپا د كلې چوپتيا ماته كړه جبار هم اوس خوب وړي و،،،
سهار ناوخته و لمر خپلې زرينې وړانگې په غرونو شيندلي وې،
په واده راغلې كسان د روانيدو په حال و موټرونو ته راغلې كسان په منډه منډه وروختل
، د سليم خان په كور كې د هغه د كورنۍ غړو د ژړا غږ اوريدل كيده،غوټي يې يوه گلپوش موټر ته ورپورته كړه د كلي څخه د موټرو كتار ورو ورو روان شو كتار پسې وروستۍ موټر د غوټۍ روان و، موټرونه ورو ورو له زړې كلا تيريدل، د غوټۍ موټر زړې كلا څخه په تيريدو و چې درز شو د سرك څخه
خړه لوخړه اسمان ته پورته شوه،سخت درز ټوله سيمه ولړزوله،د چاودني ځاي باندي د وينو سيلاب روان شو،موټر ټوټي ټوټي هوا ته پورته شو،
سرك باندي د څو كسانو سويي غوښې پرتې وې، د سرك يوې خواته د موټر ټوټو باندې اور لمبې وهلي،
د څو كسانو لاسونه او پښې د سرك شاوخوا پراته و په ټولو راغلو كسانو باندي د غم خبر خور شو....... څو شيبې تيرې شوې
دوه كسان په منډه د جبار خجرې ته ورننوتل ستړي مالوميدل خولې پرې راماتې وې
جبار تري وپوښتل څنگه شو نښه به خطا شوئ نه وې؟
راغلو كسانو وويل:
نه!
جبار راغلو كسانو ته يو يو بنډل پيسې وروغورځولې
او ويې ويل:
د كافر لورې،
چې زما نشوې نو خاورې د شې٠
پاي
اسدافغان خوست
باك ولسوالې خپل كور
٢٠١٠/٨/٦