سفر : لنډه كيسه

ليكوال: اسدافغان


سهار وختې و ,‎ ‎تياره په وركيدو وه پر ښار لږه لږه رڼا راخپره شوه د كوټې د كړكۍ څخه مالوميده چې سهار شويده ،

اجمل هم له خوبه پورته شو لږه شيبه پس يې اودس وكړ زړه يې و ،چې جومات ته لاړ شې خو وخت كم و بايد ځان يې زر تيار كړاي واي لمونځ يې وكړ پر كوټه كي پرتې كڅوړې يې سره يو ځاي كړې ځان يې سفر ته تيار كړ،

د كوټې څخه د موټرو تمځاي پر لور وخوزيد،

ښار كې اوس ښه رڼا وه خو لمر لا نه و راختلاي پر تمځاي كې زيات كسان نه تر سترگو كيدل خو موټروانانو سپرليو ته چيغې وهلي

اجمل هم پر سراچه موټر كې كيناست موټر كه څو كسه نور هم ناست و ، خو يو كس لا نه و پيدا شوي څو شيبي ووتلي بل كس هم موټر ته وروخوت موټر كي د دعا په نيت لاسونه پورته شول،
موټر روان شو ټول پنځه كسان غلې ناست و، پر شونډو يي خړي خاورې پرتي وي داسي ښكاريدل چې ټول به مزدوران وي ، پر پاخه سرك موټر تيز روان و ټول كسان پر سوچونو كې لاهو و ،

اجمل هم نن خوشاله و كور كلي ته روان و دا څو مياشتي په خواري او مزدوري پسي كابل ته راغلاي و ،پر كور كي يي د مور، ماشوم زوي او ميرمن پرته نور څوك نه و، له پلاره يو پيدا و،كلې كې اوسيدل
مور يې ناروغه وه هره ورځ به يې سوچ كولو چې څنگه به وي؟

كوچني زوي يې پرې ډير گران و همدا چې له كوره راتلو نو ښوونځي كې يې داخل كړاي و ،

اجمل هم په دې څو مياشتو كې ډيره خوارې كړي وه لږ كار يې پاتې و
كور ته يې لا د تلو اراده نه وه كړي خو هغه بله ورځ يې كليوال ورته خبر راوړي و چې مور د سخته ناروغه ده ،مور ته يې انديښنه وه پر موټر كي دا مزل ورته دير اوږد شو مور يې ياديده،

ناڅاپه موټر ودريد، خړه سپيره
دښته وه څوك نه ښكاريدل
موټر وان راښكته شو له موټره تاو راتاو شو،څو ځله ورته ټيټ شو خو بيرته موټر ته ورخوت،او ويې ويل:

ورو ورو به ځو اوس خو مسترې هم نشته د موټر بريك سم كار نه كوي،

موټر ورو ورو له پاخه سرك څخه د خام سرك پر لور وخوزيد ښه شيبه يې ورو ورو مزل وكړ له دښتې څخه اوس دغرونو منځ ته موټر رارسيدلاي و ،پر څو پيچومو وخوت ، لاره خالې وه څوك پكې نه ښكاريدل ،د يوې غونډى سر ته موټر ورخوت پرسر يې لا اوښتي نه و،
چې د موټروان پر
زغراوالو‎ ‎‏ موټرو باندي سترگې ولگيدي، د بهرنيانو كاروان ورو ورو روان و،د سراچه موټر څخه كاروان لرې نه و موټروان ته يې د دريدو اشاره وكړه موټروان هم د موټر درولو كوشش وكړ موټر پر ځوړ روان و، ډريور بريك ته پښه واچوله خو كار يې نكولو ډريور نهيلۍ شو
پر سپرو كسانو هم خولې راماتې شوې
موټر كاروان ته اوس نږدي شوي و عسكرو همداسي ورته د دريدو اشارې كولي خو موټر ونه دريد څو شيبې پس پر موټر د ډزو باران جوړ شو د هر طرف پري سور اور جوړ شو، د موټر د شيشو ماتي ټوټي پر سرك تويې شوې ، موټر سورۍ سورۍ شو ،
موټر د كاروان له وروستي زغره وال سره وجنگيد نوره ودريد،

پر غرونو كي د پرلپسي ډزو وروسته اوس چوپه چوپتيا وه د سپرليو ډك موټر د زغره وال پر يوي څنډې پسې نښتى و پر گوليو باندي سورۍ سورۍ و د د زغره وال موټر څخه څو تنه عسكره راښكته شول څو ساعته له موټره لري ولاړ و بيا تري تاو راتاو شول فكر يې كولو چې د چاوديدونكو توكو ډك دي خو پر موټر كې سپاره كسان پر ابدې خوب ويده و ،له موټر څخه نرى نرى وينه څڅيده ،د اجمل هم پر څيره د وينو څاڅكي پراته و ، ټول پر وينو لمبيدلاي و او په ابدې سفر يې سترگي پټي وې٠

پاي
اسدافغان خوست
باك ولسوالې خپل كور
2010-04-15