ستا په جـــدايي كي لا زوندى يمه جانانه
سوى په سكروټو سپېلنى يمــــــــه جانانه


ما به در كتل خـــــــو تا بــــــــــه نه راته كتل
اوس دي په ديدن پسي لېونى يمه جانانه



دا شپې د جــدايي به هم خداى تېري كړي
ډېر دي و ديدن ته ګړندى يمـــــــــــه جانانه



چي تصـــوير دي كړم راپورته ورته وزاړم
ستا له جــــدايي په زړه سورى يمه جانانه
محيب رحمتي