د نړیوال انټرنیټي سایټ کارکوونکو ته سلامونه او احترامات:
د کله راهیسې چې د نړیوال په نوم انټرنیټي سایټ خپل فعالیت شروع کړی،نو هر ورځ يې د نیوکو په برخه کې د خوست په اړه یو مضمون تر سترګو کیږي، پدې نيوكو كې يې پر خوستوالو پسې داسې چټيات او اوتې بوتې ليكلي وې چې هيچاته د منلو وړ ندي، خو معلومه نه ده چې لیکوالان یې مستعارنومونه کاروي او که د خوست مېشتو په خلاف د کوم بل چا تخریبي لاسونه دي، ځکه په دې نومونو لیکوالان هیڅ په خوست کې موجودیت نه لري ، او بیا هم که کوم لیکوال په خوست کې پر کومه اداره انتقاد لري مونږ فکر کوو دا به یې معقوله لار نه وي چې بې لا کوم دلیل څخه دې اوتې بوتې ولیکي او د نړیوال سایټ دې یې نشر کړي . د نړیوال انټرنیټي سایټ څخه د ټولو خوست مېشتو غوښتنه داده چې په خوست کې دې یو نماینده ولري او یا دې هم هغه لیکنې چې د خوست مېشتو په نوم دوی ته رسیږي اول دې يې په دقيقه توگه ولولي او چيك کړي وروسته د يې بیا نشر ته وسپاري . که په دې برخه کې د نړیوال سایت کارکوونکو توجه ونه کړه نو د خوست مېشتو سره به خپل اعتبار وبایلي.

په درنښت...
د خوست ځوانان