چې ستا يادونه راپه زړه شو/زاړه زخمونه مې تازه شو/په وينو سره زما ليمه شو/څوك مې له حاله خبر نه شو/لكه غنم د زړه په سر چاودلي يمه

زړه مې په خپله رضا بيايې/د مينې دشتې راته ښايي/په خوله ده غلي زړه كې وايي/كه زه خبر واي چې تا بيايي/ما به تصوير درته د شپي ويستلاي وونه

زړه دې د غره په شانې بار كه/لكه فرهاد غرونه هوار كه/جوړه د هرچا زړه كې لار كه/ دنيا د يار له سره ځار كه/دنيا به تل وې ياران كله كله وينه

دنيا كي بد ژوند د هجران دي/كه څوک هندو كه مسلمان دي/دا عقيده دا مي ايمان دي/بي د جانانه عمر گران دي/ په دريابونو كرښي چا راښكلي دينه

واوري وريږي موسم يخ دي/چيرته به وي زړه كي مي ښخ دي/زما په دي باندي ډير خوښ دي/ د يار مي چوخي چوخي مخ دي /چي لږه لويه شم غمي به پكي ږدمه


--