لارۍ..لنډه کيسه

ليکوال..اسدافغان

د لاريون كوونكو شمير شېبه په شېبه زياتيدو او د ښار په واټونو او كوڅو كې يې په قهرجن انداز شعارونه وركول،

مرده باد امريكا...

مړه دې وي كفار

او....

رنګارنګ شعارونه يې زياتيدل او د بهرنيو عسكرو لخوا يې قران کريم ته د سپكاوي په خاطر لاريون لا اوږدولو،

دوی ښه شېبه منظم روان ول،امنيتي چارواكو يې شاوخوا ملتيا كوله او لا تر دې دمه يې كنترول كې ساتلې ؤ.

لارو او کوڅو کې به ډله ډله كسان  ورسره يو ځاى كيدل او لاريون لا لويده.

تر څو شېبې تيريدو وروسته لاريون ته د نويو ډلو په داخليدو سره حال بدل شو،لاريون يو نوى رنګ واخيست او داسې په جوش كې شو چې ته وا ټولو کې نوې ساه واچول شوه،

په څو شېبو كې د لاريون مخې ته د اوباما مجسمه او څو بيرغونه ښكاره شول،تر څه توندو شعارونو وروسته يې لومړى د امريكي بيرغ ته اور ورته كړ،شېبه پس  د اوباما له مجسمې هم سري لمبې پورته شوې  او ورپسې نويو لاريون كوونكو په پوليسو او بازار باندې د كاڼو ورولو شروع وكړه.

.پوليسو هڅه وكړه چې دوى تر كنترول لاندې راولي، خو ونشوه او څو هوايې فايرونه يې پرې وكړل،

د ډزو سره لاريون تيت پرک شو او ښار كې يې يو خوا بل خوا منډي کړي، له دې سره د سرك په سر د دیني كتابونو،ميوو او نورو سامانونو ريړې یې چپه کړې او سرك باندې شيندلو سامانونو،دیني كتابونو او ميوو كې لاريون كوونكې وختل،.

دوى كې ځينو يې دوكانونو ماتول،چا د ودانيو شيشې په کاڼو ويشتلې او نورو موټرونو ته په اور ور اچولو شروع وكړه،

څو موټرونو ته قهرجنو كسانو اور ور واچولو،سرې لمبې ترې پورته شوي،او  نور ټول ښار کې هر طرف ډزې اوريدل کيدي،ګډوډې وه او له ښار تور لوګي ختل..

څو لاريون كوونكو په يوه بار وړونكې لارۍ باندې پترول وشيندل، چې ډريور يې چيغه كړه

:

قران ته وګورئ.....

له...... سيټ  .............

خو د لاريون كوونكو شور زوږ كې يې غږ وانه وريدل شو او د سترګو په رپ كې له لارۍ لمبې پورته شوي،ډريور يو خوا بل خوا منډې کړي او د اور مړه کولو هڅه يې کوله.

ښه شيبه وروسته ځينې لاريون كوونكي په ښار كې خواره يو خوا بل خوا تاويدل نور ډيری برخه تښتيدلې ؤ او څه نور هم په منډه ؤ.

د لارۍ ډريور غمجن ولاړ ؤ ،موټر يې سوزيدلی ؤ او له سترګو يې نرۍ نرۍ اوښكې څڅيدي، له لارۍ يې سوزيدلى قران كريم راښكته كړ او په ژړه غونې غږ له ځان سره ګړيده

:

خداى مو تباه كه

غرق مو كړم

ستاسو او د كافر فرق خو نشته..

۲۰۱۲-۳-۱۰

· · · Share · Delete

  • You, Sabawoon Sahar, Pir Ali Shah Olasyar, Riaz Darmal and 13 others like this.

  • 2 shares2 shares

    • Akber Iqbal په زړه پورې اسد جان همداسې تاند اوسې

      Saturday at 10:14am · · 1

    • Mohammad Tanha د دغو کسانو جهالت چې عامه تاسیسات سوځوئ او د هغو کسانو جهالت چې سپیځلی قرآن سوځوئ له یوې چینې اوبه څښئ، د قرآن په دفاع مو غږ پورته کوؤل فرض دي خو لوټماری بیا تر قرآن سوځولو هم بدتره ده. الله ج دې هدایت راته وکړئ.

      Saturday at 10:17am · · 1

    • Asad Afghan اقبال صیب او ډاکټر صیب،مننه ودان اوسئ.

      Saturday at 10:26am ·

    • Shereenyãr Yousafzai مننه ګران اسد افغان ورور! قيصه مې ؤلوستله او لۀ سره پوهه شوم چې دا به پۀ هم دغه لوري ځي.

      Saturday at 11:45am · · 1

    • Shereenyãr Yousafzai د قلم توان دې لا زيات شه.بريالے اوسې.

      Saturday at 11:46am · · 1

    • Abdul Hadi Hadi

      Saturday at 12:32pm · · 2

      ښکلې کیسه ده خو کاشکې د کیسې پای لوستونکو ته پریښودل شوی وای، اصل ستونزه دا ده چې کله د کیسې د لیکلو پر مهال کیسه لیکوال د خپلو عواطفو تر بار لاندې راشي نو بیا کیسې ته په هماغه روال دوام ورکول ګران شي او زما اسد افغان آشنا چې له وطن سره د ل...یونتوب تر کچه مینه لري دلته هم د خپلو انساني عواطفو تر اثر لاندې ښکاري،او د پیغام د لیږد چارې د کیسې هنري برخه تر سیوري لاندې راوستې، که پر همدې تکل یا طرحې یو ځل بیا کار وشي نو تر اوسني حالته ډیر ښکلې کیدای شي، او د کیسه لیکوال باید د کیسې بیا بیا لیکلو ته زړه تنګ نه شي، د دنیا لوی لوی لیکوال خپلې کیسې تر لسو ځلو هم زیات بیا لیکي.زه ډاډه یم چې اسد آشنا زما پر نظرونو نه خپه کیږي ځکه مې د وا وا پر ځای داسې څه ولیکل.See More

    • Muhsen Hotak همداسې ده....... افغان صیب انځور مو ډېر ښه کښلۍ........که مو لارۍ سره د هغو ګرځنده کتاب پلورونکو چې په جاده کې د سړک تر اړخه سیپارې پلوري هم ورکړۍ و لا به ښایسته شوی و........افغان صیب نیوکه نه و زما په زړه هم ډېر داسې تېرېدل......خپه په دې یم چې کوپارو خو راته وسوځاوه موږ هم پرې سرپه نه ده کړې

      Saturday at 1:07pm · · 2

    • Asad Afghan یوسفزی صیب،هادي صیب او هوتک صیب
      ډېره ډېره مننه،زه به کیسه باندې بیا هم کار وکړم،انشاءالله دا کومې خامۍ چې لري نو تر ډیره به ېې سمې کړم.بیا هم ستاسو له نیکو مشورو او نظرونو یوه دنیا مننه.له مرګې هیر شئ.

      Saturday at 2:02pm · · 2

    • Saifullah Maftoon

      Saturday at 4:28pm · · 1

      افغان صيب وايم په ګوتو دي بركت شه خو كاشكي چې زموږورونه ورته متوجه شي چې اخير ددي كارونو پايله څه وي او ايا ددي پر ځاي چ خپل احساسات وښيو خو نور داسي كارونه كيږي لكه تاسو چې ورته اشاره كړي وه دكتابونو حتمن په هغه كتاب كي د الله ج نوم او دحض...رت محمد ص نوم ليكل شوي او يا هم په ډيري كتابونو كي دقران ايتونه ليكل شوي نو كله چې هغه دسړك په سر خواره شي او ورباندي خيږو نو ددي او دقران شريف سوزول څه فرق لري الله دي داسي ځوان تل لري مننه بيا هم كور ودانSee More

    • Zmari Naqashbandi اسد افغان وروره، دا زما په فکر سره که څه هم کیسه لیکوال او شاعر نه یم خو دومره ویلی شم چی کومه کیسه لنډه او مفهوم لرونکی وی هغه زما ډیره خوښیږی او همدا دواړه صفتونه می ستا په پورتنۍ کیسه کښی ولیدل خدای دی کامیابه او سړلوړی لره، د نورو کیسو په تمه
      په پښتنی مینه

      Saturday at 4:28pm · · 2

    • Khairullah Shinwari ښکلې کیسه ده، بلې هو دلته یوه منظمه ډله شته چې لاریونونه په تاوتریخوالي اړوي او خپل چور چپاول ته لار هواروي.

      Saturday at 4:33pm · · 2

    • Hanif Hairan

      Saturday at 4:36pm · · 3

      ډيره جالبه او له تلوسې ډکه کيسه ده ښکلی پای، پلاټ، تلوسه او ټکر لري او اوسني حالات ښه پکې انځور شوي دي، زه يو نظر لرم چې ګران افغان صاحب ته مې په شخصي چيټ کې هم ويل غوښتل زه وايم چې کله دې ځايه وروسته:
      د لارۍ ډريور غمجن ولاړ ؤ ،موټر يې سوزي...
      دلی ؤ او له سترګو يې نرۍ نرۍ اوښكې څڅيدي، او په ژړه غونې غږ له ځان سره ګړيده
      :
      خداى مو تباه كه

      غرق مو كړم
      ستاسو او د كافر فرق خو نشته
      داسې شوی وای چې لارۍ چلوونکۍ نارې کړی وای چې په لارۍ کې مو قران شريف وسېزلو دا به ډيره جالبه وه ځکه چې يوه لوري ته به دې خلکو ته هم يو څه خولې جوړې شوې وې د کيسې پای به هم په زړه پورې راغلی و او دا هم له استدلاله لرې نه د ه چې زيات موتر چلوونکي له ځانه سره په موټرونو کې قران شريفونه ګرځوي.
      See More

    • Ahmadshah Tsawkiwal

      Saturday at 4:41pm · · 1

      ښاېسته کیسه ده
      نن سبا په دې بوخته نړۍ کې د پخوا په شان د وګړو سره د لوست لپاره وخت نه وي یا کم وي
      افغان صیب ستاسو کیسه هم لنډه او ښاېسته ده
      د شېرینیار او هادي صیب او نورو ملګرو په اجازه به زه هم پکې یو څه ووایم ، په لنډو ټکو کې به یې ووایم...

      د کیسې پېل اوږد شوی دی ، په لوی لاس غځول شوې

      داسې مې اوریدلي چې نن سبا په نړۍ کې د لنډې کیسې یو بل ډول ډېر دود شوې چې یواځې درې ، څلور کرښې وي
      که دا کیسه په هغه چوکاټ کې وای نو ښکلا به یې لا ډېره وه
      -
      مننه کوم افغان صیب د وخت د اړتیا سره سمه ډېره ښاېسته کیسه ده
      د لا بریاو په هیله مو یم
      See More

    • سيدكريم خوستى مننه افغان صیب ډیره ښه خوندوره قیصه ده ډیر ښه خداې دې کامیاب او سرلوړې لره رښتیا هم چې دا یوه رښتیا کیسه ده ماته چا وویل چې کوم شخصی موټر په لاریونونوکې وسوزیدل په هغه کې هم قران شریفونه سوزیدلې دي شکر ده زموږ خلک مسلمانان دي او په موټرو کې هم دې ځانو سره قران شریف ګرزه وې نو کیداې شې داسې شوې وې نو بیا د پاره لایون باید دې اسلام او وطن په ګټه وکړو نه دا چې خپلو خلکو ته ضرر ورکړو مننه ګرانه

      Saturday at 4:42pm · · 1

    • Hanif Hairan نه وروره زما په اند کيسه بې ځايه نه ده غځول شوې که غځول شوې هم وي کافره تلوسه له ځانه سره لري لوستونکی تر ګوتې نيولی له ځانه سره بيايي او دا درې څلور کرښې کيسه به ولا نو څه ووايم ځکه چې کيسه خپله محتوا يانې منځپانګه لري، لکه پيل، پلاټ، کرکټر، ټکر، تلوسه،پېغام او غوره مبهم پای او داسې نور نو په څلورو کرښو کې به چيرې داسې وشي.

      Saturday at 4:48pm · · 1

    • Ahmadshah Tsawkiwal

      Saturday at 5:03pm · · 1

      حېران صیب
      دغه لنډکۍ کیسې چې ما درته وویل ما اورېدلی دی ، په بهیر کې مو پرې خبرې هم کړی وی
      د ټولو ملګرو د پام وړ او خوښې وې
      تورمان صیب لکه چې هماغسې کیسې لیکلی او ژباړلی دي
      --
      ...
      او د دې کیسې د پیل په اړه خو ما خپل نظر ورکړو چې کیسه اضافه ټکي لري ، د غضنفر صیب خبره چې په نثر کې اضافه خبرې داستان بې خونده کوي
      د ګوره د کیسې اصل همدا یوه خبره ده . غوټه یې همدا یوه ده
      په لومړې سر کې مونږ پوه شو چې لاریون دی ، د څه په اړه دې په دې هم پوه شو
      خو د دې پرته چې نورې خبرې دي دا ماته اضافه ښکاري
      مننه
      See More

    • Hameed Sherani

      Saturday at 5:51pm · · 1

      asad Afghan saeb manana...shukuley da...@ hadi hadi saeb stasi da comment me...hagha da shuru su tekey walwastal..nor na lowastal kezey...deara bakhshan ghuwaram...khapal nazar darsara sharek kawam...thasi khu mashallaALLAH tol adeban yaste...y...khu za beya bekhey na luwastey yam.....zma pa nazar zuruf fark kawey....zamuz pa tolana key da deara mohema da che khabara pa deara 3am fahma andaz ke washey aw lowastonkey tha...har sa tayar warkrey...zaka che imaginative power dear kam aw dear teet de...deara mananaSee More

    • Wasil Faizi

      Yesterday at 6:04am · · 1

      افغان صیب! نورې خبرې خو پرې ټولو مشرانو وکړې زه به هم پکې یو څه ووایم چې په کیسه کې راغلي:
      ــــــــــــــــــــ
      (د امريكي بيرغ ته یې اور ورته كړ، بيا يې د اوباما مجسمې ته هم اور ورته كړ...)
      ــــــــــــــــــــ
      په پاس جلمه کې (اور ورته کړ)...
      دوه وار تکرار شوی چې دا د کیسې د نثر خوند له منځه وړي چې وړی یې هم دی. لنډه کیسه کې باید د تکراری خبرو له لیکلو ډډه وشي. د کیسې به نثر هم باید کار وشي، نثر یې باید نور هم روان شي او د کیسې حیاجان نور هم ښکلی انځور کړي!!
      نور نو کیسه ښکلې ده.
      ستاسو د لا بریاوو په هیله
      See More

    • Asad Afghan له ټولو ملګرو ډېره ډېره مننه،اباد او خوشاله اوسئ،تر خپله وسه مې پکې سمون راوست بیا یې لوستئ شئ.

      په درنښت

      23 hours ago ·

    • Rahmatullah Afghan زیات په زړه پورې کله چې دې لیکنه په وال راسي لوستل یې حتمي ګنم په ګوتو دې برکت شه

      23 hours ago · · 1

    • Asad Afghan مننه ګران افغان صیب.

      23 hours ago ·

    • ObaidurRahman Musafer مننه اسد افغان صیب ډير ښکلی او با مطلبه لیک مو کړی ده. الله تعلی دی زمونږ او ستاسو دی ناپوهه خلکو ته هدایت وکړی

      23 hours ago · · 1

    • Wahidullah Asrar په زړه پورې ګرانه،