په Windows XP کې د پښتو ليک دود اچول ( Install )

په Windows XP کې تاسې کولای شئ چې په خپل کمپيوټر کې پښتو په ډېره اسانی سره ځای په ځای يا Install کړئ ، او د کمپیوټر په هره برخه کې په خپله مورنۍ ژبه ليکل او لوستل وکړئ ، ددې تر څنګ تاسې کولای شې چې په پښتو بل چاته برېښناليک ولېږې ، او د نورو په پښتو ليکل شوې ليکونه ولولې ، په میسینجر کي د خپلو ملګرو اودوستانو سره په پښتو بانډار وکړئ.او په نورو ډېرو زياتو پرګرامونو کې پښتو ليکل وکړئ . د Windows کارونکي کولای شي په لاندې لارښوونو په ډيره اسانی سره پښتو په خپل کمپيوټرونو کې واچوې.

١ : لومړی تاسې بايد د پښتو Keyboard لاندې خپل کمپيوټر ته کښته کړې

دلته کلیک وکړئ

 ۲: د نوموړې پرګرام تر کښته کولو او Installing وروسته به په خپل کمپيوټر کي د Start Menu په Click سره د خپل کمپيوټر و Control panel (دوينډوز واکمن ځای ) ته لاړ شئ .

 

۵: پنځم په Language کي به د لنګويچ پاڼي ته ورشی او هلته به دراسته څخه  چپ خواته د ليکلود ژبو دوسيي په خپل کمپيوټر کي پرانيزی چي دا کار د نوموړي تشي خانې په نښه کولو سره کيږي

٦ : شپږم داختاري کړکۍ په راتګ سره به د OK په click  سره ستاسي کمپيوټر د دوسيو د پرانيستلو ورسته د سره روښانه شي

۷ :اووم کله کي ستاسي کمپيوټر د سره روښانه شي نو تاسي به بيرته همدغه ځای ته راشی يعني د Start Menu په خوښولو سره به Control Panel ته لاړ شی او هلته به Regional and Language Options ته ورشی او تر هغه وروسته به دLanguage په کليک سره د Language پاڼي ته راشی خو دا ځل به Details کليک کړی

۸: اتم د Details په خوښولو سره به تاسي لاندي پاڼي ته راشی چي هلته به تاسي يواځي انګليسي keyboard وينی تاسي به د ADD پر سر click وکړی تر څو دوهم يعني پښتو keyboard هم پکښي اضافه کړی

۹: نهم دADD په Click سره به تاسي د ژبو د خوښولو پاڼي ته ورشې او هلته به د پاسني ليست څخه Arabic ( Saudi Arabia ) خوښ کړی
يادونه : که چيري په ليست کي عربي ژبي نه وې نو تاسي د راسته څخه  چپه خواته د ليکلو ژبي نه دي پرانستلي وګوری پنځمه لارښوونه

١٠ : لسم د Arabic ( Saudi Arabia ) تر خوښولو ورسته به په لاندني ليست کي Afghan [pashto] پيدا کړي او هغه په خوښ کړی
يادونه : که چيري په دوهم ليست کي Afghan [pashto] په سر سر کي نه و نو تاسي د لمړۍ لارښوني الف برخه خپل په کمپيوټر کي نه ده install کړی

١١: يوولسم د Afghan[pashto] تر خوښولو ورسته به OK کليک کړی او تر هغه لاندي پاڼه کي به د انګليسي پر سرد afghan keyboard برخه هم راشي او تر دې ورسته به نوموړې او نوري ټولي پاڼي ترApply کولو وروسته دOK په click کولو سره وتړی

د نوموړو لارښونو پس ستاسي د کمپيوټر د Windows په Language Bar ( د کړکۍ په چپ خوا کي د ساعت سره ) يو علامه چي EN پر ليکلي دي راپيدا شي چي د هغه په click سره به تاسي پاس دAR په click سره خپل keyboardو پښتو ته اړولای شی او يا هم د خپل keyboard د چپ لاس دShift او Alt په يوځايي کښېکښلو سره هم خپل keyboard پښتو ته اړولاې شی او بيا يي د همدې Shift اوAlt په يوځايي کښېکښولو سره بيرته انګليسي ته اړولای شی

ستاسي د keyboard ډول به په لاندي شکل وي ، تاسي کولی شې چي د لاندي انځور څخه د پښتو توري په خپل keyboard کي پيدا کړی ، چي پاسني ئې د Normal Keyboard توري دي او لاندني ئې هغه توري دي چي د Shift په کښېکښلو سره راځي

 

 

 

له بینوا په مننې