هغه کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو،
Windows 7
که ٧ وينډوز کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:
١. Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.
٢. ورپسې Keyboards and Languages ټب په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٣. پر درېيم ګام Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤. ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه (Pashto (Afghanistan په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٥. د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
اوس ستاسو کمپیوټر پښتو لیکلی شې.
له افغانسافټ په مننې