احمد شاملو، افغانى الاصله ايرانى
 ژباړه: عبدالجبار فراز

 

نوموتى ايرانى شاعر، ليکوال، قاموس ليکونکى، محقق، اديب او ژباړن احمد شاملو د ١٣٠٤ل په لېندۍ کې د تهران د صفي عليشاه واټ په يو کور کې وزېږېد. پلار يې حيدر نومېدى چې ريښه يې د -بې بدله ستاينې- کتاب په يو شعر کې د شاملو په وينا له کابل سره غوټه وه. د مور نوم يې -کوکب عراقي- و. ده د پلار د شغل له امله، چې پوځي افسر و، خپل ماشومتوب په سميرم، اصفهان، آباده او شېراز ښارونو کې تېر کړ. د لومړني ښوونځي دوره يې په خاش، زاهدان او مشهد ښارونو کې تر شا پرېښوده او هماغه وخت يې د ولس د فرهنګي توکو راغونډولو ته ملا وتړله. د تهران په ايرانشهر کې د لېسې د درېيم ټولګي تر پاى ته رسولو وروسته له جرمني ژبې سره د علاقې له امله يې د ميخانيکي لېسې په لومړي صنف کې نومليکنه وکړه.

د شلمې لمريزې لسيزې په اوايلو کې يې پلار د پاشلو پوځي چارو د سمبالولو په موخه ګرګان او ترکمن دښتي ته ولېږل شو. نو شاملو هم اړ و د خپلې کورنۍ ملګرى شي او د لېسې درېيم ټولګى په ياد آيالت کې پاى ته ورسوي. هماغه مهال يې د هيواد د شمال په سياسي کشمکش کې برخه واخيسته او وروسته په تهران کې ګرفتار او په رشت سيمه کې روسي زندان ته واچول شو. تر خوشي کېدو وروسته له کورنۍ سره يوځاى رضائيه -اوس اروميه- ته لاړ او د لېسې وروستى صنف يې شروع کړ. د سيد جعفر پيشه وري او آذربايجان د ډيموکراټ ګوند له واک ته رسېدو سره سم شاملو او پلار دواړه بندي او دوه ساعته د ژبغړاند اور د کرې مخې ته ودرول شول تر څو د چارواکو اوامرو ته غاړه کښېږدي. خو اخير آزاد کړل شو. تهران ته لاړ او د تل لپاره يې له زده کړو سره مخه ښه وکړه.

د نوموړي د شهرت اصلي وجه د ده هغه شاعري ده چې د نوي شعر مختلف ډولونه او هم ځينې زاړه قالبونه لکه قصيده او ولسي ترانې رانغاړي. ده په ١٣٦٤ل کې يې د ايراني آزاد شعر له مخکښ شاعر نيما يوشيج سره وليدل او له هغه څخه په اغېزمنېدو يې نوي شعر ته-چې وروسته نيمايي شعر هم ونومول شو- مخه کړه، خو په لومړي وار يې په -د يوه کميس تر سرې شکوفې پورې- شعر کې وزن پرېښود او د يو سرلاري په توګه يې په معاصر پارسي شعر کې د نوي سبک بنسټ کښېښود. دغه سبک وروسته سپين شعر ، منثور شعر او شاملويي شعر وبلل شو. پاتې دې نه وي چې څو تنه ادبي کره کتونکي نوموړى د منثور شعر تر ټولو بريالى شاعر ګڼي.

شاملو پر شعر برسېره د مطبوعاتو، څېړنې او ژباړې پر ډګر هم خورا پېژندل شوى نوم دى. کوڅه کتاب يې د عام ايراني ولس د کلتور-په تېره د تهران هغه- په باب تر ټولو لوى تحقيقي اثر دى. د نوموړي آثار په انګليسي، سويډني، جاپاني، فرانسوي، هسپانوي، جرمني، روسي، ارمني، هالنډي، رومانيايي، فلنډي، کردي او ترکي ژبو ترجمه شوي دي.

لومړى واده او لومړۍ شعري ټولګه:

نوموړي په دوه ويشت کلنۍ-١٣٢٦ل- کې له -اشرف الملوک اسلاميه- سره واده وکړ چې ثمره يې څلور ماشومان دي. همدغه کال يې د -هېر شوي غزلونه- په نوم اوله شعري مجموعه هم چاپ شوه او ورسره سم يې په خپرونو کې خپل کاري سفر له -هفته ى نو- سره پر کار کولو پيل کړ.

نيونه او زندان:

د ١٣٣٢ل د زمري د ٢٨مې له کودتا او د ايران د سياسي فضا له ترينګلتيا سره سم پوليسو د شاملو -اوسپنې او احساس- شعري غونډ په چاپخانه کې وسوځاوه، دغه راز يې پر کور هم چاپ ووهله شوه او د ده له خوا ترجمه شوي څو آثار لکه: د -سره زر په خاورو کې- د ژيګمونډ موريس ليکنه، -د هغه سړي زامن چې زړه يې د کاڼي و- د موريوکايي اثر، د ده خپلې لنډې کيسې او د -کوڅه- کتاب ټول يادښتونه يې له خاورو سره خاورې کړل.

تر دې پېښې وروسته شاملو وتښتېد، مګر څوومه ورځ د -اطلاعات- ورځپاڼې په چاپخانه کې ګرفتار او د سياسي بندي په ډول لومړى موقتاً د پوليسو د قومندانۍ او بيا د قصر زندان ته واچول شو. هلته يې پر شعر برسېره، د پارسي ګرامر ليکلو ته لستوڼي بډ وهل او تر څنګ يې د -امير ارسلان- او -ملک بهمن- په سټايل يو اوږد داستان هم وليکى چې د پوليسو له قومندانۍ څخه د قصر تر محبسه د ده د لېږدولو پر وخت له منځه لاړ. بالاخره يو کال او څو مياشتې وروسته په ١٣٣٤ل کې آزاد کړل شو.

دويم واده او د -تازه هوا- چاپ:

په ١٣٣٦ل کې يې له طوبې حايري سره نکاح وتړله. دغه واده يې هم د لومړي په شان ډېر لنډمهاله و او يوازې څلور کاله وروسته په ١٣٤٠ل کې د بېلتون سيورى پر وغوړېد. دغه کال د شاملو لپاره له ښو او بدو پېښو ډک و. همدغه کال يې د -تازه هوا- شعري غونډ په خپرولو سره ځان د يو تکړه شاعر په توګه ثابت کړ. په دې اثر کې يې د نوي سبک څرکونه شته او د ده ځينې خورا مشهور شعرونه -پريا او دختراى ننه دريا- هم په کې خپاره شوي دي. همدغه کال يې د حافظ، خيام او بابا طاهر پر شعرونو تحقيقات هم وکړل، همدغه کال يې پلار د آبد لپاره ځنې جلا شو او همدغه کال يې له دويمې مېرمنې څخه تر جدايۍ وروسته د -کوڅه- څېړنيز اثر په ګډون له هر څه لاس واخيست.

سېنمايي فعاليتونه:

په ١٣٣٨ل کې يې د ماشومانو لپاره د -د سرو زرو چرګ د ښاپېرۍ کميس- کتاب پيل کړ. په همدې کال کې يې د ايتال کونسلټ کمپنۍ لپاره د -سيستان بلوچستان- په نوم يو مستند فلم هم جوړ کړ. د ده شخړه پاروونکى سينمايي سفر له همدې فلمه شروع شو. ده زيات کار په فلم او ډايلاګ ليکنه کې کاوه. کلونه وروسته، چې يو نوموتى او مشهور شاعر ځنې جوړ شوى و، بېلابېلو نقادانو يې سېنمايي فعاليت پيکه او کمزورى وباله. خپله شاملو په دې باب ويل:

-تاسې و خداى که به پر هغو شيانو د فلم نوم ږدئ.-

د ده له ځينو نامدارو شعرونو لکه -افسوس چې فقر څومره آسانه فضيلت وژني- څخه هم داسې ښکاري چې سېنمايي کار يې يوازې د پيسو ترلاسه کولو وسيله ګرځولې وه. دى په دې هکله ليکي:

-زما سېنمايي کارنامه د قلم په مټ د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو مجبورانه هڅه وه، چې په بله ژبه يې د قلم مزدوري هم بللاى شو!-

په ١٣٣٩ل کې يې له هادي شفائه او سهراب سپهري سره په ګډه د کرنې وزارت سمعي او بصري څانګه تاسيس کړه او مشر يې شو.

له آيدا سرکيسيان سره آشنايي او درېيم واده:

د ١٣٤١ل د وري پر ١٤مه يې له -آيدا سرکيسيان- سره وپېژندل. دغې ملګرتيا يې پر ژوند ډېر ژور اغېز وکړ. په دغو کلونو کې شاملو د هنري تخليق د تکامل په آسمان کې وزرې ترپولې او له سرکيسيان سره تر يوځاى کېدو وروسته يې ادبي فعاليتونو نوى رنګ واخيست. د ١٣٤٣ل په وري کې يې له آيدا سره د درېيم ګډ ژوند نړۍ ته سر ور ايسته کړ او د مازندران آيالت په شيرګاه کلي کې يې واړول. دوى د ژوند تر پايه يو ځاى سره واوسېدل. د دغې خوږې پېژندګلوۍ تاثير و چې شاملو ته يې د دوو شعري مجموعو الهامونه وبخښل: -آيدا: ونه، خنجر او خاطره- او -آيدا په هنداره کې-. ده پر خپل ژوند د آيدا د اغېز په باب فردوسي مجلې ته وويل:

-هر څه چې ليکم د هغې لپاره او د هغې په خاطر دي... له آيدا سره مې هغه انسان وموند چې په خپل ټول ژوند ورسره مخامخ شوى نه وم-.

همدغه کال يې -آيدا په هنداره کې- او -شېبې او تل- ټولګې خپرې شوې او راتلونکى کال يې هم -آيدا: ونه، خنجر او خاطره!- کتاب چاپ شو. په ١٣٤٥ل کې يې د درېيمې پلا لپاره د -کوڅه- کتاب راټولونه پيل کړه او تر څنګ يې د ايران د ملي ټلوېزيون د ماشومانو د څانګې لپاره د -انا کيسې- په نوم خپرونه هم چلوله.

آيدا شاملو له احمد شاملو سره د -کوڅه- کتاب په څېر ځينو لويو پروژو کې فعاله مرسته کوله او همدارنګه د ده تر مړينې راوروسته د ياد کتاب د خپرولو چارې هم پر مخ بيايي.

په ١٣٤٦ل کې يې د -خوشه- اوونيزې د ادبي او فرهنګې څانګې مشرتوب پر غاړه واخيست، دا کار يې تر هغو دوام درلود چې د ساواک په امر ياده نشريه بندېدله-١٣٤٨ل-. همدا کال يې د ايران د ليکوالو ټولنې غړيتوب هم ترلاسه کړ. په ١٣٤٧ل کې يې د حافظ د غزلياتو او د هغه د وخت د تاريخ څېړنې ته مټي راونغاړل، چې پايله يې د -د حافظ دېوان د شاملو په روايت- خپراوى و چې په پارسي ادبې نړۍ کې يې خورا لوى جنجال راوپاراوه.

د ١٣٥٠ل په کب مياشت کې يې د ژوند تر ټولو لويه هستي يعنې مور هم وبايلله. لږ وروسته د -کوڅه- کتاب د څېړنې او تدوين لپاره د ايران د ژبې فرهنګستان ته دعوت شو. له ياد بنياد سره يې همکارۍ درې کاله دوام وکړ. همدغه کال يې د -پښه لوڅي- ناول ترجمه، چې زاهار ستانکو ليکلى، دويمه پلا چاپ شوه.

بهرني سفرونه:

دى په ٥٠مه لسيزه کې د ايران د شاهي نظام تر چپه کېدو او د سلواغې د ١١مې تر انقلاب درې اوونۍ وروسته ايران ته راغى. همدغه کال يې مازيار خپرندويي ټولنې د کوڅه کتاب لومړى ټوک ور خپور کړ، د ايران د ليکوالو ټولنې د مديره پلاوي غړى شو او په بېلابېلو رسنيو کې يې د سياسي اوښتون او نورو ورځنيو مسايلو په باب مقالې خپرېدلې.

په ١٣٥٨ل کې د -کتاب جمعه- اوونيزې مدير وټاکل شو. دغه نشريه تر ٣٦ ګڼو وروسته ودرول شوه. په دغو کلونو کې يې د -د شوکران-يو ډول بوټى-خاکسار موندونکي- په نوم د سياسي اشعارو ټولګه هم بازار ته راووتله او دغه راز يې پريا، د شرق ترانه -لورکا-، وړوکى مسافر ويل او ښامار مجموعې په خپل ږغ کې ډکلمه او پر کسټونو خپرې کړې.

د ١٣٦٢ل کال په رانوي کېدو سره، چې د ايران سياسي فضا خړه پړه شوه، د شاملو آثار هم ودرول شول. خو خپله دى له کاره ونه لوېد او پر ژباړه، ليکوالۍ، تحقيق او شاعرۍ د پخوا په شان بوخت و. نوموړي د دغو کلونو په اوږدو کې د ماينې آيدا په ملتيا خپل ځانګړى فکري تمرکز -کوڅه- کتاب ته متوجه کړ او تر څنګ يې د روسي ليکوال ميخايل شولوخوف د اوږده ناول  -آرام دن- ترجمې ته هم لاس واچاوه. لس کاله وروسته، چې سياسي وضعيت يو څه مساعد شو، د ده آثارو ته هم د خپراوي يوه د مېږي لار خلاصه شوه.

پر ١٣٦٧ل کال د ادبياتو په دويمه نړيواله کنګره کې د مېلمه ګډونوال په صفت د برخې اخيستنې په موخه لوېديز جرمني ته لاړ. دغې غونډې ته -درېيمه نړۍ: د المان په ارلانګن او ګاونډيو ښارونو کې زموږ دنيا- نوم ورکول شوى و. په دغه کنګره کې، چې د نړۍ لويو ليکوالو لکه عزيز نسين، ډرک والکوټ، پډرو شيموزه، لورنا ګوډيسن او ژوکونډو بلي هم برخه په کې لرله، د شاملو د وينا سرليک -زه مشترک درد يم، ما وژاړئ!- و. د همدې سفر په ادامه يې د مېرمن روترات هاکرمولر په بلنه په اتريش کې شعرونه ولوستل او ويناوې يې وکړې او دغه راز د قلم نړيوالي ټولنې او يوته بوري پوهنتون په دعوت سويډن ته لاړ. د سويډن مېشتو ايرانيانو په غوښتنه يې په ستاکهلم ښار کې شاعرانه شپه رڼه کړه. دغه راز يې همدغه وخت په لوېديځ المان کې دوه ټوکيزه شعري ټولګه هم خپره شوه.

پر ١٣٦٩ل په هغو جلسو کې د مېلمه په توګه د ګډون کولو لپاره امريکا ته روان شو چې په برکلي پوهنتون کې د ايران د مسايلو د تحقيق او ارزونې د مرکز سيرا له خوا تنظيم شوي وې. په دغو غونډو کې د ده ويناوو -د حافظ په غزل کې د رند او رندۍ مفاهيم- او -حقيقت څومره زيانمن دى- چې د -زما اندېښنې- په نوم خپرې شوې، په دنننيو او خارجي پارسي ژبو مطبوعاتو کې د يوه لوى زوږ څپې راپورته کړې.

په بوسټن کې يې غاړه دوه ځله عمليات شوه، خو له دې سره يې په مختلفو ښارونو کې هغه شاعرانه شپې هم په خپل فعال حضور رنګينې کړې چې د ځينو عايد يې د ايران زلزله ځپلو او بېځايه شوو عراقي کردانو ته ورکړل شو.

د دغه سفر په اوږدو کې يې د برکلي پوهنتون ايراني محصلينو ته د مېلمه استاد په صفت يوه دوره پارسي ژبه، شعر او معاصر ادبيات تدريس کړل او په همدې ترڅ کې يې له نوميالي ايراني رياضي پوه لطفي علي عسکرزاده سره هم وليدل.

د ١٣٧٠ل په مرغومي کې يې د يوه رسمي تړون پر بنسټ آيدا سرکيسيان شاملو او ع.پاشايي د خپلو آثارو د خپرولو پر چارو د تلپاتې ناظرينو په توګه وګومارل.

همدغه کال تر يو نيم کلني جلاوطنۍ وروسته ايران ته راستون شو.

وروستي کلونه:

د شاملو د ژوند وروستي کلونه څه ناڅه پر ده په يو ډول تپل شوې انزوا کې تېر شول. له يوه لوري يې له هيواده دباندې تلو ته زړه نه کېده او ويل يې:

-چې رښتيا سي د مسکينۍ پېټى مې تر وس لوړ دى... څراغ مې په همدې کور کې سوځي، اوبه مې په دغه کوزه کې چړپېږي او ډوډۍ مې پر همدې سترخان ده.-

له بلې خوا د هېڅ ډول ادبي او هنري فعاليت اجازه نه ورکول کېده او د -کوڅه- په ګډون يې زياتره آثار کلونه-کلونه بند پاتې وو. ناروغۍ هم ډېر سخت ځوراوه، شکره يې ډېره لوړه شوه، تر دې چې د ١٣٧٦ل د غويي پر ٢٦مه يې پښه په ځنګانه کې ځنې غوڅه کړه او له دې سره يې پر وجود شپه و ورځ درد مېلمه شو. خو هېڅکله يې د ترجمې او خصوصاً د -کوڅه- کتاب له تدوينه لاس وانه خيست او کله ناکله به يې دانه-مانه شعر يا هم مقاله په کومه ادبي مجله کې چاپېدله. په اتيايمه لسيزه کې يې د پارسي د ليکبڼې د اصلاح په شورا کې برخه واخيسته او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره يې خپل ټول نوي او زاړه آثار له زياتونو سره په همدې ليکبڼه بيا خپاره کړل.

بالاخره د ١٣٧٩ل د زمري پر دويمه د شپې پر ٩ بجې، څو ساعته وروسته تر هغه چې معالج ډاکټر يې دى او آيدا د دوى په کور کې يوازې پرېښودل، له دې نړۍ څخه وکوچېد او د کرج کلي په -امامزاده طاهر- کې خاورو ته وسپارل شو.

آثار:

احمد شاملو د يو شمېر نورو ايراني ليکوالو او شاعرانو په شان ډېر پرکاره او نه ستړى کېدونکى قلم درلود، له همدې امله يې د تاليفاتو، ترجمو او تخليقونو لړليک ډېر اوږد او دلته د چاپ نه دى، نو له هرې ډلې څخه يې د نمونې په توګه يوازې پر يو څو عنوانه بسنه کېږي:

١- شعر:

هېر شوي غزلونه

اوسپنې او احساس

قطعنامه

درويشت

تازه هوا

د هندارو بڼ

٢- شعري ژباړې:

لکه ناپايه کوڅه

هايکو، جاپانى شعر

داسې تور لکه زما د خپلې افريقا ژورې -د لنګسټن هيوز اثر-

٣- داستان، رمان او فلمنامه:

د ژونديو لپاره حلوا

د چين لويې دروازې او دېوال

ميراث

٤- ترجمه شوي کيسه ييز آثار:

لومړى مرستيال – رنه بارژاول

د هغه سړي زامن چې زړه يې د کاڼي و – موريو کايي

برزخ - ژان روورزی

آرام دن – ميخايل شولوخوف

٥- څېړنه:

کوڅه کتاب - د لغاتو، متلونو، باورونو، تعبيرونو، ولسي اصطلاحاتو او... دايرة المعارف. د دغه لوى کتاب د ليکنې کار د شاملو پر آثارو د وخت ناوخت بنديز لګېدلو له امله ټکنى و. خو تر ١٣٦٠ل کال راوروسته يې د خپلې درېيمې مېرمنې آيدا په مرسته له سره تدوين کړ. مګر دا چې پر خپرولو يې پابندي ولګېده، نو د ليکوال پام يو ځل بيا ځنې واوښت. د ده تر مړينې وروسته يې مېرمنې د همت ملا ورته وتړله او تر دې دمه يې تر ج توري-يوولسم ټوک- بازار ته را ايستلى دى.