سيدجمال فاطمي
زۀ سيدجمال الدين فاطمي يم د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د تورغر د کلي اوسېدونکی ، د کرنې د پوهنځي محصل ، اوس مهال پۀ ننګرهار ولايت کې د ژوند رنګينې شپې ورځې تېروم .شعر او ادب سره بې کچه مينه لرم او خپله هم شعرونه ليکم .
اسلامي ليکنې
د نوروز لمانځل حرام دي ، نوروز د مجوسیانو اختر دی
(نوروز د شمسي کال د پسرلي د حمل اولې ورځې ته وايي او دا د مجوسیانو اختر دی) د نوروز لمانځل، د
د مولوي هاشمي دوهم بیان
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حضرت ابوذر رضی الله تعالی عنه ته فرما
د مولوي صیب هاشمي لومړی بیان
ګرانو دوستانو! د اسلامي مضامینو او موضوع ګان
اختر څه ډول ولمانځو؟! / شیخ الحدیث مولانا احمد شاه
درنو مسلمانانو وروڼو او خویندو! د اسلا
قرآن کریم په خپل موبایل کې تلاوت کړئ!
که غواړئ چې هر وخت قرآن کریم ته لاس رسی ولرئ، هر وخت او هر چېرې مو چې زړه وغواړي
د کامیابۍ راز / شیخ الحدیث مولانا احمدشاه
د قرآن کریم فضایل :
د روژې شل مسائل / شیخ الحدیث مولانا احمد شاه
اول بحث: د روژې تعریف: (صوم) په لغت کې بندولو ته وايي. روژه په ا
د يو اعرابي او نبي اکرم صلى الله عليه وسلم مرکه «سوال اوځواب»
يو ستړى مساپر نبوي مسجد ته راننوت او مستقيماً د محمد صلى الله
پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام
د انسان ښۀ او بد چلند د هغۀ لۀ اخلاقو سرچينه اخلي ، پۀ دې اساس ويلی شو چې د انسان ښۀ او بد سلوک د هغۀ پۀ زړۀ کې د باطني صفاتو او معانيو څرګندونه کوي ، همدا وجه ده چې امام غزالي د اخلاقو د ارزښت پۀ اړه ويلي دي (د انسان پۀ زړۀ کې چې هر راز حالت يا صفت ظهور وکړي د هغې اغېزې ضرور د هغۀ پۀ ظاهري اعمالو باندې برسېره کيږي تر دې چې د انسان ظاهري اعضاء هيڅ حرکت د هغۀ د باطن يا زړۀ د موافقت څخه پرته صورت نۀ مومي .)
كله چې مې اسلام ومنلو داسې مې حس كړل چې ورك شوى شى مې بيرته لاس ته راغلى وي : اسټائن هو راسټ ( المان)
د المان ( جرمني ) مشهورساينس پوه اسټائن هوراسټ (Astain Horast ) د 1958 ز كال د مارچ د مياشتې په 17 نيټه اسلام ومنلو ، اسټائن د امريكې د تكړه ساينس پوه وارنر بروان ( Warner Brown ) ډېر نږدې ملګرى و ، بروان هغه كس دى چې په لومړي ځل يې مصنوعي سپوږمكۍ جوړه او بيا يې هوا ته پورته كړې ده ، اسټائن د براوان سره په دې پنځ كې ډيره مرسته كړې وه .
د تمباکو څکولو زيانونه / ډاکټر عبدالهادي حماس
پۀ نړۍ کې پۀ هرو اتو ثانيو کې يو کس پۀ تمباکو پورې اړونده ناروغيو لۀ کبله مړ کيږي ځکه خو د غو څېړنو نړۍ وارخطا کړې او پۀ مجلو او ورځپاڼو کې د دغه زيانمن بوټي څخه د ډډې کولو لۀ پاره مقالې چاپ او خپريږي . د يوې بلې پلټنې لۀ مخې څرګنده شوې ده چې (٤٤٠٠
اسلام د امن اوسولې دين دى / مارلس ليز ( فرانسه )- ژباړه : جمعه خان نايل
زه لس كاله مخكې مسلمان شوى يم تر اوسه پورې زه دا دعوه نه شم كولاى چې په اسلامي زدكړو په پوره ډول پوهېږم خو څومره پوهه چې مې ترلاسه كړې ده د هغې له امله مې زړه او روح ډاډه دى . نوم مې مارلس ليز دى،د فرانسې د منځنۍ درجې كورنۍ اوسېدونكى يم ، كله چې په خپل ځان پوه شوى يم ، د هغې ورځې راهيسې مې عيسوي دين ته بلنه كړې ده ، يعنې خپل ټول ځان مې دع
شراب پۀ دماغو اغېزه کوي ، آيا د دغې اغېزې لۀ کبله کومې ټولنيزي ستونزې پېښېدلی شي ؟
اوس راځو دې ته چې : شراب پۀ دماغو اغېزه کوي ، آيا د دغې اغېزې لۀ کبله کومې ټولنيزي ستونزې پېښېدلی شي ؟ پۀ دې باندې به هم يو څۀ وليکو :
قهرمانان / سيف الدين (حسن) ابو ظبۍ
ددغه امت له مشهورو قهرمانانو څخه دمحمد (ص) په امت كې دقهرمانانو شمېر بې حسابه دى خو اصحاب كرام(رضوان الله تعالى عليهم اجمعين) له رسول الله (ص) نه وروسته په ټول امت كې زړه ور او قهر مانان وو لكه چې الله تعالى دهغوى صفت په قرانكريم كې كړى دى :((مُحَمّدٌرَسُولُ اللهِ وَالّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَينَهُم)) [الفتح:29]محمد رسول الله دى او هغه كسان چې ورسره دي پر كفارو ډير سخت اوپخپلو منځونو كې ډېر م
دامريكا مشهور سندرغاړى جرمين جيكسن څۀ رنګه محمد بن عبدالعزيز شو ؟
په 1989 ز كال كې د پاپ موسيقۍ منلى او نړيوال سندرغاړى جرمين جكسن (Jerman Jackson) دخپلې خور سره د منځني ختيځ څو هېوادونو ته ولاړى ، هلته د ده ښه او تود هر كلى وشو ، دكوچنيانو د يوه پلاوي سره يې وكتل، د كتنې پر وخت كوچنيانو ورڅخه ډېرې پوښتنې وكړې په اخره كې كوچنيانوورڅخه د مذهب پوښتنه وكړه ، هغه ورته وويل : ( زه د عيسوي دين پيروان يم ) بيا هغه د كوچنيانو څخه د هغوى د مذهب په اړه پو
د شرابو اوږد مهاله اغېزې / ډاکټر عبدالهادي (حماس)
کۀ چېرې يو څوک د اوږد مهال لۀ پاره شراب وخوري نو ددغه کس پۀ اعصابو او وينه کې دايمي او نۀ جبرانېدونکي بدلونونه منځ ته راولي د کومو پۀ نتيجه کې چې د اعصابو او وينې دندې سختې زيانمنې کيږي او ناروغ تر مرګه رسوي، څومره چې شراب څښونکی د شرابو سره کمزوري خواړۀ خوري پۀ هماغه اندازه زر دغه غړي پۀ ويجاړتيا راولي ، هغه عقيده چې د خلکو ذهن کې پرته ده چې شراب سړی قوي کوي بيخي غلطه ده بلکې د دې سر څېړی سړی کمزوری کوي پۀ بله مانا شراب ه
پۀ اسلام کې د شرابو حکم او د هغوی طبي څېړنه / ډاکټر عبدالهادي حماس
شراب هغه نشه يي توکي دي چې د مايع پۀ ډول وي او څښل کيږي ، شراب هم د نورو نشه يي توکو پۀ څېر پۀ سلګونه طبي زيانونه لري ، خو زۀ نۀ پوهېږم چې نړۍ ولې د هغې لۀ زيانونو نه سترګې پټوي او د نورو نشه يي توکو پۀ لۀ منځه وړلو پسې يې مټې رانغښتې دي او نړۍ پۀ هره سيمه کې يې څاري ، ليکن شراب يې مخې ته ايښي وي . مزه مزه يې تر ستوني تېروي .
اسلام يواځينى دين دى چې انسان د رښتيني ژوند څښتن ګرځوي / وين روډني بينټ ( امريكا )
وين روډني بينټ (Winrodni Bent) دامريكا دتور پوستو اوسېدونكو څخه دى، په 1957ز كال يې د امريكا د فلادلفيا ايالت په يوه داسي كور كې نړۍ ته سترګې وغوړولې چې د ښو او بدو هيڅ توپيرپه كې نه كېده ، پلار، مور، وروڼه او يوه خور ټول يې شرابيان وو او په دې ډول د نورو ناروا كارونو ښكار ګرځېدلي وو .
لۀ پرنجي وروسته د (الحمد الله) پۀ ويلو کې طبي راز / ډاکټر عبدالهادي حماس
تاسې به ټول پرنجی پېژنۍ چې پۀ عربي ژبدود کې ورته عطسه وايي . د اسلام مقدس دين لارښوونه ده څوک چې وپرنجيږي نو دغه کس بايد الحمد الله ووايي کله چې ددۀ غږ بل مسلمان واورېدۀ نو پۀ ځواب کې بايد هغه دۀ ته يرحمک الله ووايي او د دوهم ځل دباره پرنجيدونکی سړی دوهم کس ته بايد د جزاک الله ځواب ورکړي . د پورته خبرو مانا داده چې
د ږيرې خريلو طبي زيانونه / ډاکټر عبدالهادي (حماس)
١: کۀ پۀ رښتياني ډول قضاوت وشي نو د ږيرې خريل سړی بدرنګه کوي ورسره يو ځای د مخ پۀ پوستکي چې کوم داغونه وي ، زخې وي يا تور خاپي وي هغه رابرسېره کوي او د بدرنګۍ لامل ګرځي . ٢: د ږيرې خريلو والا پۀ بېلا بېلو تنفسي ، حساسيتي او مکروبي ناروغيو اخته کيدای شي .
د ږيرې پرېښودو طبي او ټولنيزې ګټې / ډاکټر عبدالهادي (حماس)
ډېرو پخوانيو يوناني طب پوهانو دا خبره کړې وه چې ږيره لاندې ګټې لري : ١: د سړيو لۀ پاره يو ستر زينت او ښکلا ده ! پۀ دې مانا چې کۀ يو انسان ږيره پرېږدي ښکلا يې څو برابره زياتيږي ، ځکه چې دغه د ږيرې ښکلا هغه مهال سړي ته جوتيږي چې کله يو سړی کوڅا (هغه چې پۀ مخ وېښتان نۀ لري) وويني نو ليدونکي ته به جوته شي چې ږيره د نارينه لۀ پاره څو
لۀ بني سعدسره
د عربو د ښار اوسېدونکو خلکو دا عادت ؤ چې خپلو اولادونو ته به يې صحرايي خلکو نه دايي (شيدې ورکوونکې ښځې) نيولې ، تر څو هغوی لۀ ښاري مرضونو نه سالم پاتې شي،اندامونه يې پياوړي،اعصاب يې مضبوط وي او پۀ زانګو کې فیيحه عربي ژبه زده کړي ، نو د همدې عادت پر بنا عبدالمطلب هم د خپل لمسي لپاره دايه لټوله ، او بالاخره يې د بني سعد ين بکر کورنۍ يوه ښځه چې حليمه بنت ابي ذويب نومېده د هغۀ لپاره دايه ونيوله ، د حليمې مېړۀ حارث بن عبدالعزی نومېدۀ ، کنيه نوم يې ابو کيشه ؤ او لۀ ه
نيکمرغه ميلاد
سيد المرسلين حضرت محمد (ص) د بني هاشم پۀ شعب (مېنه) کې ، د دوشنبې پۀ سهار چې د ربيع الاول نهمه نېټه وه نړۍ ته سترګې وغړولې . دغه وخت د فيل لۀ پېښې نه يو کال او د کسری او نوشيروان د پاچايي څلويښت کاله تېر شوي ؤ ، د ستر عالم محمد سليمان المنصور فوري او ملکي محقق محمود باشا د تحقيق پۀ اساس دا تاريخ د (٥٧١م) کال د اپرېل د مياشتې لۀ شلمې او يا دوه ويشتمې نېټې سره سمون خوري .
دفيل واقعه
د دې کيسې خلاصه داسې ده چې ابرهه الصباح الحبشي چې پۀ يمن کې د نجاشي نماينده ؤ ، وليدل چې عرب کعبې شريفې ته د حج لۀ پاره ځي ، نو دۀ پۀ صنعاء کې يوه لويه کليسا جوړه کړه او غوښتل يې عرب هم د کعبې پۀ ځای د دې کليسا حج وکړي ، د ابرهه دا خبره د بني کنانه يوۀ سړي واورېده ، نو د شپې پۀ تيارۀ کې کليسا ته ننوت او قبله يې په مردارۍ ورته ولړله . ابرهه چې لۀ دې پېښې خبر شو ، ډېر پۀ غوسه شو ، شپېتۀ زره پياوړی لښکر يې د مکې پۀ لو