کتنې

کتنې

د قرآن کریم فضایل :

۱:په قرآن کریم پوهه حکمت (جامع علم او عمل) دی (البقره ۲۶۹ آیة) ۲: دا جنت ته نېغه لاره ده (الانعام۱۵۳) ۳:د ا لله تعالی خاص رحمت دی(الاعراف ۲۰۴) ۴: دا د حقیقي خوشحالۍ سبب دی (یونس ۵۸) ۵:د اتحاد، اتفاق او مینې راوستونکی دی (آل عمران۱۰۳) ۶: د دښمنۍ او بد بینۍ  له منځه وړونکی دی (آل عمران۱۰۳) ۷: د ا لله تعالی د برکتونو د نازلېدو سبب دی (المائده۶۶) ۸: په دې کې شفاء ده.(یونس ۵۸) ۹: پوره نصیحت دی (یونس۵۸) ۱۰: زده کړه یې خیر او کامیابي ده (البخاري) ۱۱:د قرآن ماهر به د نېکانوملائکو سره وي (البخاري) ۱۲: ا لله تعالی په قرآن کریم سره قومونو ته عزت وربښي او کله چې (د دې لاره) پرېږدي نو ذلیله کوي یې (مسلم) ۱۳: کوم مؤمن چې قرآن لولي د تُرنج په شان دی چې بوی او خوند دواړه یې ښه دي.

د قرآن کریم آداب او حقوق :

۱: په پوره اودس سره راخیستل  او تلاوت کول. ۲: د تجوید سره زده کول. ۳:عمل ور باندې کول. ۴: نشر او دعوت یې کول ۵:د دې نه دفاع کول۶: په ښي لاس سره یې راخیستل  ۷: تکیه ورته نه کول. ۸: په دې مال خرچ کول .  ۹: پوهه او عمل  یې ډېر لازم دی.۱۰: احترام او عزت او قدر یې ډېر لازم دی.

د قرآن کریم موضوع :

ایمان او توحید دی (د ا لله تعالی په ذات ایمان لرل او ا لله تعالی په ذات، صفتونو، نومونو، کارونو او فیصلو کې یواځې ګڼل او شریک ورسره نه لرل .) دلیل : ا لله تعالی فرمايي: (ولیعلموا انماهو اله واحد) چې دا خلک پوه شي یقیناً ا لله تعالی په بندګۍ او الوهیت کې یو دی. (ابراهیم ۵۲).(شرح فقه اکبر ص ۱۰ مدارج السالکین ج ۳ ص ۴۵۰، مرقات ج ۲ ص ۱۶۸) کې. علماء وایي : چې قرآن ټول د توحید په اثبات او د شـرک په رد کې نازل شوی دی ، وګوره شرح عقیدة الطحاویة صفحه ۸۸ کې.

د قرآن کریم ستر مقصدونه :

۱: ایمان او تـوحید ۲:د رسول ا لله صلی ا لله علیه وسلم د رسالت اثبات ۳: د قرآن کریم د رښتینولۍ اثبات ۴: په اخرت ایمان لرل ۵:- د ا لله تعالی په لاره کې جهاد او قتال کول ۶:- د ا لله تعالی په لار کې د مال لګول ۷: په مؤمنانو کې نظم او اتفاق جوړول ۸: اسلامي احکام، اداب، اخلاق.

په لنډه توګه یې  تشریح داسې ده :

۱:د توحید معنی ا لله یو  وګڼل شي او هیڅ مخلوق (انسان، ولي،نبي، ملک، د دنیا بادشاهان، ونه، ګټه، غوا، لمر، سپوږمۍ، ستوري، پیر، فقیر، بابا، او داسې نور . . .) ورسره د برخې والا و نه ګرځول شي. ۲: د توحید ضد شرک دی چې ا لله  تعالی یې بغیر د توبې څخه نه بښي (النساء ۱۱۶) او په داسې بنده جنت حرام دی (المائده ۷۲) ۳: په دې سره ټول اعمال بربادیږي (زمر ۶۵) ۴: مشرک انسان به د هلاکت په کنده کې غورځیږي(الحج۳۱) ۵: که چا د یوې ذرې په اندازه هم شرک وکړو جنت ورباندې حرام دی (بخاري)

د شرک ځینې ډولونه :

۱: شرک فی العلم: د ا لله تعالی نه بغیر بل مخلوق د غیبو والا ګڼل(چې فلانی پیر صاحب او ولي صاحب په غیبو پوهیږي او فلانۍ ښځې باندې ښاپېري دي او د غیبو شیان معلوموي‏)یوازې ا لله  تعالی په غیبو پوهیږي نه بل څوک (اعراف ۱۸۸)۲: پیریان هم په غیبو نه پوهیږي (سباء ۱۴) ۳: ملائک هم په غیبو نه پوهیږي (البقرة ۳۲) ۴: انبیاء کرام هم په غیبو نه پوهیږي (المائده ۱۰۹) محمد صلی ا لله علیه وسلم هم په غیبو نه پوهېده (الاعراف ۱۸۸) . په دې موضوع تفصیلي بحث په جواهر التوحید، بوراق الغیب او تشیط الاذهان کې وګورئ.۲: شرک فی التصرف: د ې ته وایي چې ا لله تعالی څخه غیر یو مخلوق د الوهیت په کارونو کې د اختیار، قدرت او تصرف والا وګڼي لکه : پیداکول، رزق ورکول، بادشاهي ورکول، عزت او ذلت ورکول، خزانې او داسې نور ورکول یو خاص بنده (پیر، ولي، قبر، بادشاه، ملک، فلانی بابا او داسې نورو . . .) ته ثابتول شرک في التصرف دی. ۱: محمد صلی ا لله علیه وسلم د الوهیت د کارونو واکدارنه ؤ  (الاعراف ۱۸۸- یونس ۱۸۸- جن ۲۱- الممتحنة ۴)۲: هر معبود چې غیر ا لله وي واکدار نه دی (رعد ۱۳ الاسراء۵۶، الفرقان ۵۵، سبا۲۲، زمر ۳۸، فاطر) ۴: هیڅ یو مخلوق د ا لله تعالی په کارونو کې تصرف او واکداري نه لري(که دا مخلوق هرڅه او هر څوک وي (انعام ۱۷، یونس ۱۰۷، احزاب ۱۷، فتح۱۱)په حدیث شریف کې راغلي دي چې محمد صلی ا لله علیه وسلم خپلوانو ته وفرمایل: زه د ا لله تعالی په وړاندې ستاسو له پاره هیڅ واک نه لرم (صحیح البخاري)۳: شرک فی الدعا: دې ته وايي چې ا لله ج څخه غیر یو مخلوق د مخلوقاتو نه داسې مدد په داسې وخت کې وغواړي چې د هغه په وس کې نه وي لکه: ای فلانی قبراو درباروالا، ای فلانی نبي،ای فلانی بادشاه زما حاجت پوره کړه زما مشکل، مرض، غریبي،او داسې نور لرې کړه نو دا شرک فی الدعاء دی او که بنده نه مخامخ چې ژوندی وي او هغه څه وغواړي چې د هغه په وس کې وي نو دا شرک نه دی.

قرآن او سنت د دې تشریح داسې کوي

۱: بلنه د غیر ا لله ارتداد دی (انعام۷۱) ۲: دا کفر دی(مؤمنون۱۱۷، رعد۱۴) ۳: دا شرک دی(فاطر۱۴، الجن ۲۵) ۴: دا ظلم دی (یونس۱۰۶) ۵: دا د حق څخه لرې  والی او ګمراهي ده (الاحقاف۵) ۶: د دې نه ا لله تعالی منع کړې ده(الجن۱۸، یونس۱۰۶، الشعرا ء ۲۱۳، الانعام ۵۶) ۷: د ابن مسعود رضی ا لله عنه نه روایت دی چې محمد صلی ا لله علیه وسلم وفرمایل: لویه ګناه او جرم دادی چې ا لله تعالی سره بل شریک او برخې والا ته رامدد شه ووايي یاعلي مدد یاحــــــــــــــسن مدد یا حسین مدد یا لویه ځوانه راورسېږې یا پیر صاحب رامدد شې. صحیح البخاری، مشـــکوة ج۱ص ۱۷ تفسیر روح  الــــــــمـعاني ج ۱۴ ص ۱۶، ج ۱۷ ص ۲۱۲.۴: شرک فی العبادة: دې ته وایي چې د ا لله تعالی سره په عبادت، محبت او اطاعت کې یو مخلوق د مخلوقاتو (نبي،ولي،پيرصاحب، بابا، ونه، ګټه، لمر، سپوږمۍ او داسې نور برخې والا وګرځولی شي  ۱: غیر ا لله څخه د عبادت منعه، (الانعام۵۶، مؤمن ۶۶) ۲: د غیر ا لله څخه د عبادت نفی او ا لله  تعالی ته یې اثبات (هود۲، ۲۶،بني اسرائیل۲۳، البقرة۸۳)۳: مخلوق ته د غیر ا لله په عبادت هیڅ وجه او جواز نشته(الانبیاء۶۶، یونس ۱۸) ۴: دا بې عقلي ده (الانبیاء۱۱، ۶۷)۵: دا جهنم ته د داخلېدو له پاره سبب دی ۶: معاذ رضی ا لله عنه فرمايي چې رسول ا لله صلی ا لله علیه وسلم وفرمایل: د ا لله تعالی حق په بنده ګانو دا دی چې عبادت خاص کړي ا لله ج لره شرک به ورسره نه کوي(صحیح البخاري) نو لمونځ، رکوع، سجده، فیصلې کول،انحناء یعنې لاس په نامه ښکته کېدل، نذر، اطاعت، محبت،خوف، رجاء، زکات، عشر، و غیره د ا لله تعالی حق دی او غیر ا لله ته نذر او عبادت کول شرک دي او دا د ا لله تعالی حق دي او قطعي حرام دي د سورة کهف اخري ایت.

د غیر  ا لله په نامه نذر:

ا لله تعالی نه غیر د مخلوق (نبي، ولي، پیر، پيري، بادشاه، زیارت،بابا، حاجي . . .) په نامه او تعظیم نذر یعنې (حلوا،پسه، چیلی وغیره ورکول تقسیمول)ته فعلي شرک وایي اوپه شرک فی العبادة کې  هم شاملیږي او دا حرام دی او هغه مالونه چې د مخلوق په تعظیم او نذر باندې حلال کړی شي د هغه ثواب پر ځای عظیمه ګناه ده ، دا کارحرام هم دی اود دغې حلال کړی شوي مالونو  او نذرونو (حلواګانو) خوړل ناروا دي. (البقرة ۱۷۳، المائده۳، الانعام ۱۴۵، نحل ۱۱۵)او په دې هکله د لا ډېرو معلوماتو له پاره احسن الکلام تفسیر په اول جلد (صـــ ۵۶۹ نه تر ۵۷۰) کې د څلورو واړو مذهبونو حوالې نقل کړي دي لکه: (رد المحتار للشامي ج۲صــــ  ۱۲۸ صـــــ ۳۳ ، مکتوبات امام رباني جــــ ۳ صـــــ ۷۱ مکتوب نمبر ۴۱) بحرالرایق ج ۲ ص ۲۹۸ فتاوی عزیزي ج ۱ ص ۳۳.

۵ : به برکتونو کې شرک:

شرک فی البرکات دې ته وايي چې انسان یا پېری داسې عقیده وساتي چې د شیانو پيدا کول او په هغوی کې فایدې اچول د ا لله تعالی نه بغیر د مخلوق یعنې نبي، ولي، تعویذ،کونجکې،بندونه، درهۍ، کوډې، منتر، جادو، بابا، پیرصاحب، د زیارت خورده او داسې نور) هم اچولی شي نو دې ته ځکه شرک فی البرکات وايي چې برکات پیدا کول او ورکول د ا لله تعالی خصوصي صفت دی. په ‎(الاعراف۵۴، المؤمنون۱۴، الفرقان ۱، ۱۰، ۶۱، المؤمن ۶۴ او داسې نور)ایتونو کې یې برکت د ا لله تعالی خاص صفت بللی دی، البته مخلوق مبارک کېدای شي په دې معنی سره چې ا لله تعالی په دوی کې برکت اچوي دلیل یې د بخاري شریف دا حدیث شریف دی : (ما هی باول برکتکم یا آل ابی بکر!)

ژباړه: اې د ابوبکر کورنۍ! دا خو ستاسې اولنی برکت نه دی !؟ چې ا لله تعالی یې تاسې ته درکوي . مطلب دا چې مخلوق  برکتونه نه شي ورکولی اګر که نبي، ولي او یا بادشاه وي البته  ا لله تعالی په دوی کې برکتونه او فایدې اچوي په شرح عقیدة الطحاویه ص ۲۶۳ کې لیکلی چې دعا به په برکت د فلاني سره نه کوې تفصیل یې وګورئ ځکه چې د امام ابوحنیفه رحمه ا لله د مذهب کتاب دی.

۶: شرک فی الحکم :

دې ته  شرک فی الحکم، شرک فی الملک، شرک فی التشریع،شرک فی الاطاعة هم وايي( او دا د شرک فی التصرف یو قسم هم دی) د دې مطلب دا دی چې قانون، شریعت، نظام، حکومت، فیصلې، حلال اوحرام، جایز او ناجایز، روا او ناروا(د دنیا تکویني او تشریعي نظام) دا ټول ټاکل د یو ا لله تعالی نه بغیر د مخلوق (پیر، ملا، شیخ، امام، ملک، خان، بادشاه، نواب، وزیر، بین الملل، مقننه قوه یعنې پارلمان، قومي شورا او داسې نورو . . .) ته ثابتول شرک في الحکم دی ا لله ج په المائده ۴۴،۴۵، ۴۷ یوسف۴۰، ۶۷ القصص ۷۰، المؤمن ۱۲هود ۴۵، التین۸  آیاتونو کې د حکم توحید یې ځان ته ثابت کړی او شرک فی الحاکمیت یې رد کړی ملک او بادشاهي په قرآن کریم کې ۳۷ کرته ا لله ج ته ثابته ده، پاتې برخه بیا . . . نو راځئ ورونوکوم انسانان چې د شرک  د پورتنیو ډولونو نه په هر یوه اخته وي نو هغوی ته د ایمان او توحید بلنه د قرآن او سنت په رڼا کې ورکړوچې د ځان سره هغوی هم همېشه د دوزخ څخه د ا لله تعالی په همکارئ وژغورو(انشاءا لله)  او په دې کار کې د هیچا څخه وېره طمعه او شرم ونکړو او خپل مسؤلیت د ا لله تعالی په وړاندې اداء کړو.

څو نورې لیکنې

د روژې شل مسائل / شیخ الحدیث مولانا احمد شاه

د يو اعرابي او نبي اکرم صلى الله عليه وسلم مرکه «سوال اوځواب»

پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام

اسلام د امن اوسولې دين دى

لۀ پرنجي وروسته د (الحمد الله) پۀ ويلو کې طبي راز

د ږيرې پرېښودو طبي او ټولنيزې ګټې 

تبصره وکړئ!