کتنې

کتنې

اول بحث: د روژې تعریف: (صوم) په لغت کې بندولو ته وايي. روژه په اصطلاح کې د ځان بندول دي د خوړو، څښو او جماع څخه د فجر صادق (سبا راختلو) څخه تر لمر پرېوتلو پورې . فقه السنة زادالمعاد (۱/ ۲۲۶).
دویم بحث: د روژې د فرضیت تاریخچه: د رمضان د مبارکې میاشتې روژه د هجرت په دویم کال د شعبان د میاشتې په دویمه نېټه د دوشنبې په ورځ فرض شوه. فقه السنة ۱/ ۳۸۳، علامه ابن القیم په خپل کتاب زادالمعاد کې لیکي چې رسول الله (ص) «نهه رمضان» روژه نېولې ده، او همدارنګه نوموړي د روژې فرضیت په دریو مرحلو وېشلی، لومړی کله چې روژه فرض شوه: نو انسان لپاره خپله خوښه وه چې روژه ونیسي او که د روژې نیولو په ځای فدیه ورکوي. دویم:په دویمه مرحله کې د روژې فرضیت به د ویده کېدلو څخه پیل کېده، که څه هم یو شحص به د شپې له خوا ویده شو.دریمه مرحله کې د روژې نیول د سبا (فجر صادق) څخه پیل او د لمر تر ډوبېدو پورې دوام کوي، چې د شپې په مهال د انسان لپاره خوراک،څښاک او دخپلې بي بي سره جماع کول روا دي. زادالمعاد کې لیکي د درېمې مرحلې روژه د قیامت تر ورځې پورې دوام لري. په بخاري کتاب کې د براء ابن عازب (ض) حدیث نمبر ۱۹۱۰ وګوره، او د لا ډېرې پوهې له پاره تفسیر ابن کثیر ۱/ ۲۰۲(ط بیروت وګورئ.)
دریم بحث: د روژې حکم د رمضان د مبارکې میاشتې روژه نیول په هر عاقل، بالغ مسلمان باندې فرض عین ده (چې کوم شرعي عذر ونه لري) او منکر ورڅخه کافر دی. الله تعالی فرمايي: یاایهاالذین امنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون (سورة البقرة ۱۸۳ آیت) ژباړه: ای مؤمنانو! فرض شوې ده روژه په تاسو لکه چې په مخکنیو مسلمانانو فرض شوې وه، د دې له پاره چې په تاسې کې تقوا او پرهېزګاري پیدا شي) قرطبي په ۲ جز ۲۱۰ مخ کې لیکي چې په یهودو او انصارو یوه، یوه میاشت روژه فرض وه، خو دوی بیا پکې زیاتوالی راوستو . او د مجاهد څخه قرطبي نقل کوي چې روژه په هر امت فرض وه او تشبیه په نفس فرصیت کې ده قفه السنة ۱/ ۳۸۳.
څلورم بحث: د روژې نیولو د نه نیولو ګناه: هر څوک چې د روژې د فرضیت څخه انکار کوي نو کافر او مرتد بلل کیږي او هغه څوک چې د رمضان روژه فرض ګڼي او نه نیسي نو د د کبیره ګناه مرتکب دی او دغه کار فسق، فجور او معصیت دی. رسول الله (ص) فرمايي: چا چې د رمضان مبارکې میاشتې یوه روژه قصداً او بې له شرعي عذره وخوړله ، نو که چېرې ټول عمر روژه ونیسي نو یوې قضا شوې روژې ثواب نه شي پوره کولی. مشکوة المصابیح (۳۰۱۳) بخاري ترجمة الباب د ابن عباس (رض) څځه په یو روایت کې راغلي چې اسلام په درې شیانو بناء دی یعنې د اسلام اساسات درې دي ، چا چې یو پرېښود نو کافر دی (د مسلمانانو امیر به یې وینه تویوي) ۱: د دې خبرې ګواهي ورکول چې معبود او د عبادت حقدار یوازې الله (ج) دی بل هیڅوک نشي کیدلی ۲: د فرض لمونځ اداء کول ۳: د رمضان د میاشتې روژه نیول. رواه ابو یعلی والدیلمی و صححه الذهبی فقه السنة ۱/ ۳۸۴.
پنځم بحث: د روژې ځینې ډولونه : روژه په څو ډوله ده فرض، لازم (واجب) ، سنت، حرام ، مکروه. ۱: د رمضان مبارکې میاشتې روژه فرض ده ۲: نذري روژه لازم او واجب ده ۳: د عاشورا (دمحرم لسم)، د عرفې ورځ، د دوشنبې او پنجشنبې ورځ همدارنګه د ایام البیض (د هرې میاشتې دیارلسم، څوارلسم، پنځلسم) روژې سنت دي چې په صحیح روایاتو کې یې ذکر راغلی دی. فقه السنة ۱/ ۳۹۷- ۴۰۳ مشکوة المصابیح ۱/ ۶۳۳- ۶۴۰ (ط بیروت) د شوال (وړوکي اختر میاشت) شپږ روژې نیول د ټول عمر روژې نیولو سره برابر دی (ثواب کې) مشکوة ۴: ناروا (حرامه) روژه یانې په دغو ورځو کې روژه نیول الله (ج) حرامه ګرځولې لکه د کوچني او ستر اختر په ورځ روژه نیول، همارانګه د ستر اختر د دویمې درېمې او څلورمې ورځې روژه نیول ناروا دي چې دې ته ایام التشریق وايي. د تل لپاره روژه نیول چې یو ه ورځ هم افطار نه کوي، او دوه درې ورځې پرله پسې روژه نیول چې صوم وصال ورته وايي ناروا دي فقه السنة ۱/ ۳۹۳- ۳۹۷ او مشکوة المصابیح کتاب الصوم.
شپږم بحث: د روژې نیولو اهداف: علامه ابن القیم رحمة الله فرمایي چې د روژې اصلي موخه د الله (ج) سره مینه ، محبت او دهغه رضا حاصلول دي، چې بل روژه د الله او بنده تر منځ یو خاص او پټ راز دی، چې بل څوک پرې نه پوهیږي بې له الله (ج) څخه. چې دغه انسان خوراک، څښاک او جماع نه کول یوازې د هغه لپاره پريښي چې په دې خبره انسانان او بني ادم نه خبريږي ، نو ځکه وایو چې د روژې هدف د خوراک، څښاک او د جماع د شهوت کنترول او برابرول دي چې انسان په دغه میاشت کې د اخرت او جنت د نعمتونو د لاس ته راوړلو لپاره تیاراو وروزل شي ، او د روژې بل هدف انسان ته د وږو، مسکینانو، بندیانو ، مجاهدینو او مهاجرینو د حال یادونه کوي چې پر خپل ځان د شیطان لارې بندې کړي ځکه کله جې خوراک او څښاک کنترول شي نو وینه او د وینې رګونه کنترول او د شیطان لارې بندې او تنګې شي چې په پایله کې روژه د انسانانو لپاره د د شهواتو او شیطان په مقابل کې واګي او ډال ګرځي چې د ګناهونو نه پرې ځان د الله په مرسته ساتي . روژه د نیکانو لپاره د باغچې مثال لري چې یوازې د الله له پاره تر سره کیږي. زادالمعاد ۱/ ۲۲۶. 
اووم بحث: د روژې نیولو پنځوس ګټي او د نه نیولو پنځوس زیانونه، چې دا ګټې انسان له لاسه ورکوي . ۱: د روژې په هر شپه کې الله تعالی ځیې بنده ګان د اور څخه خلاصوي. (مشکوة ۱۷۱)۲: روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بنديږي (مشکوة ۱۷۳) ۳: د روژې په میاشت کې د لیلة القدر شپه شتون لري چې د زرو میاشتو څخه غوره ده ۴: رسول الله (ص) فرمايي: روژه کې نفل عبادت په فرضو قبلیږي او فرض عبادت یو په ۷۰ قبلیږي (مشکوة۱۷۳) ۵:روژه نیوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې ۶: روژه نیوونکي لپاره خوشحالي ده د قیامت په ورځ کې چې د الله (ج) سره لیدنه کوي ۷: د روژه نیوونکي د خولې خوشبويي د الله (ج) په وړاندې د مشکو د خوشبويي څخه ډېره خوښه ده ۸: روژه د شیطان څخه ډال دی ۹: روژه باطلو څخه ډال دی ۱۰: روژه د دوزخ د اور څخه ډال دی ۱۱: روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کیږي ۱۲: روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کیږي ۱۳: روژه نیونکی به جنت ته د باب الریان دروازې څخه ننوځي (مشکوة المصابیح ۱۷۳) ۱۴: د روژې په راتللو سره شیطانان او پېریان تړل کیږي (مشکوة ۱۷۳) ۱۵: د روژې په راتګ سره د جنت دروازې خلاصیږي (مشکوة) ۱۶: په روژه کې د الله تعالی له لورې اعلان کوونکی اعلان کوي چې اې د خیر غوښتونکیه! د خیر غوښتنه کوه او د شرغوښتونکیه! د شر څخه ځان وساته (مشکوة ۱۷۳) ۱۷: د روژې میاشت د برکت او د خیر میاشت ده (چې انسان ته په روژه نیولو کې حاصلیږي) (مشکوة ۱۷۳) ۱۸: روژه د مسلمانانو لپاره سفارش کوي چې الله تعالی دا بنده وبښه (مشکوة ۱۷۳) . «د روژې د پنځوسو ګټو د تفصیل پوسټر د دارالعلوم د ادارې څخه وړیا تر لاسه کړئ» .
اتم بحث: مفطرات ( د روژې ماتوونکي): د بحث د پيل څخه مخکې یوه خبره د یادونې وړ ده چې په روژه کې په سهوې سره خوراک، څښاک او جماع باندې کفاره او قضاء نشته( هدایه ۲/ ۱۰۵) ۱: په جماع کولو سره روژه ماتیږي او کفاره پرې لازمیږي. کفاره د یو مريي یا وینخې ازادول یا هم دوه میاشتې پرله پسې روژه نیسي او یا به هم شپېتو مسکینانو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکوي. ۲: خوراک کول ۳: څښاک کول ۴: قصداً قی کول که په ډکه خوله وي او که نه وي ۵: په ډکې خولې سره قی کول (هدایه ۲/ ۱۰۶، فقه السنة ۱/ ۴۱۲) ۶: استمناء یانې (د خپل بدن څخه مني، نطفه خارجول) که په لاس سره وي، که په شهوت سره نظر وکړي او یا ښځه ښکل کړي او یا یې ځان سره پیوسته کړي او که نطفه ترې خارج نشي نو ءوژه نه ده ماته او قضا هم نشته دی.( فقه السنة ۱/ ۴۱۲) ۷: که انسان به دې ګومان خوراک وکړي چې سبا شوی نه دی خو سبا شوی وي یا لمر ډوب شویدی او هغه نه وي ډوب شوی نو قضا به راوړي چې دا د جمهورو علماؤ ، او څلورو امامانو قول دی. فقه السنة ۱/ ۴۱۲ هدایه ۲/ ۱۳۰ او بل قول د علماؤ کې قضاء نشته دی (فقه السنة)‎ ۲/ ۴۱۲) ۸: بې هوشۍ سره روژه ماتیږي ۹: چې انسان لیونی شي (هدایة ۲/ ۱۲۶ – ۱۲۷) یادونه: په ځینو مفطراتو (روژه ماتوونکو) کې د روژې قضاء او کفاره دواړه شرط دي لکه جماع . او ځینو نورو کې قضاء شته او کفاره یې نشته لکه د حیض او نفاس له امله . ۲یادونه: اهل علمو دا قاعده لیکلې ده چې بدن ته د هاضمې جهاز څخه غذا داخله شي نو هغې سره روژه ماتیږي (هدایة ۲/ ۱۱۵، اعلاء السنن ۹/ ۱۴۶) 
نهم بحث: هغه څه چې روژه پرې نه ماتیږي : ۱: غسل کول او اوبو کې ډوبېدل ۲: رانجه استعمالول ۳: په بدن باندې نکریزې ، دوا او تېل لګول ۴: د خپلې ښځې ښکلول چې د انزال (مني د خارجېدو) ویره نه وي ۵:مضمضه (په خوله کې اوبه اچول) او استنشاق (پوزې ته اوبه اچولو) سره روژه نه ماتیږي په دې شرط چې قصداً اوبه تېرې نه کړي. ۶:خوشبويي (عطر) استعمالول ۷: که په روژه دار انسان د جنابت په حالت کې سبا شي ۸: د ماښام نه تر سبا ختلو پورې د روژه نیوونکي لپاره خوراک او څښاک روا دی ۹: په ښکر لګولو او د بدن څخه د وینې په وېستلو روژه نه ماتیږي ۱۰: د مسواک په استعمال سره. فقه السنة ۱/ ۴۱ – ۴۶.
لسم بحث: هغه کارونه چې په روژ ه کې ناروا دي : ۱- هرډول ناوړه کار فسق. فجور او بدعت تر سره کول ناروا دي ځ:ه د روژې موخه د شهواتو څخه د نفس بندول وي ، غیبت، زنا، فحشا، بد ویل، دروغ ویل، ناروا کتل، بربنډ فلمونه او عکسونه کتل، تلویزیون، سي ډي، انټرنیټ او موبایل ناروا کارول، بې ګټې مجلسونو کې کېناستل، لهو لعب کې وخت تېرول او داسې نور ناوړه کارونه چې مسلمانان باید ترینه ځان وساتي. فقه السنة ۱/ ۱۱ – ۴۵
یوولسم بحث: په روژه مهم عبادتونه: هر مومن باید دغه میاشت کې ډېر عبادتونه او نېک کارونه وکړي په ځانګړي ډول په وروستیو شپو کې . ۱:قرآنکریم تلاوت کول د هغې تعلیم، تدریس او علمونه زده کول او د دې په مجلسونو کې برخه اخیستل ۲: سخاوت کول، رسول الله (ص) به دغه میاشت کې ډېر سخاوت کولو (بخاري) ۳: الله تعالی څخه دعاګانې غوښتل او ذکر کول ۴: رسول الله (ص) به په اخري لسو شپو کې ډېر عبادت کاوه او خپل اهل او عیال به یې د عبادت لپاره راویښ کړل او لنګ به یې وتړلو یعنې جماع او د هغې اسباب به یې بند کړل ۵: په رمضان کې عمره کول د حج برابر ثواب لري (مشکوة) ۶: د کافرانو سره جهاد او قتال فی سبیل الله ځکه چې رسول الله (ص) د بدر غزا د رمضان په اوولسم کړې ده. ۷:د قرآن او سنت دعوت او تبلیغ، خدمت او دفاع کول ۸: د یتیمانو،مسکینانو، بندیانو کونډو سره کومک او مرسته کول.
دولسم بحث: د لیلة القدر بیان: لیلة القدر د هر رمضان میاشتې په اخرو لسو شپو کې شتون لري او دا په طاق شپوکې راځي ، د دې شپې عبادت د زرو میاشتو د عباداتو څخه غوره دی، د دې طلب کولو سره د ایمان او ثواب له امله الله پاک د انسان ګناهونه بښي، نو کوښښ په کار دی چې دا وروستۍ لس شپې په عبادت کې تېرې شي او د لیلة القدر نور تفصیل د حدیثو او تفسیر په کتابونو کې شته دی.
دیارلسم بحث: هغه عذرونه چې روژه ورسره معاف ده : ۱: د داسې کس لپاره روژه خوړل روا ده چې د سختې ناروغۍ له کبله نشي کولی روژه ونیسي، نو که د جوړېدو تمه او هیله یې لرله قضاء به یې راوړي او که جوړېدو هیله یې نه لرله نو ولي او وارث به ترینه روژه نیسي (بخاري) او یا به د هغې روژې په بدل کې فدیه ورکوي (مشکوة، والصحیح انه موقوف علی ابن عمر) ۲: به سفر کې روژه خوړل شته ، خو قضا به یې راوړي ۳: هغه لوږه او تنده چې له امله یې انسان ته د مرګ خطر وي نو روژه خوړل ورته روا دي، او قضا به یې راوړي. فقه السنة ۱/ ۴ – ۲۹. ۴: دهغه شیخ فاني ، بوډۍ او کمزورې ښځې له پاره د روژې خوړل روا دي چې د روژې نیولو وس او طاقت نه لري نو دهغې روژې په مقابل کې به فدیه ورکوي، چې هغه نیمه پيمانه غنم دي. د احنافو علماؤ په نظر چې پاؤ کم دوه کیلو کیږي. ۵: حامله ښځه او شېدې ورکوونکې ښځې چې کله خپل ځان یا اولادونو ته د مرګ وېره ولري نو روژه خوړلی شي او قضا به یې راوړي ۶: ښځه به د حیض او نفاس په وخت کې روژه نه نیسي او وروسته به یې قضا راوړي ۷: هغه بندیان چې کافران او ظالمان یې روژې نیولو ته نه پرېږدي او یا داسې سخت کارونه کوي چې روژه ورسره نشي نیولی نو افطار کولی شي او قضا به یې راوړي. فقه السنة
څوارلسم بحث: د روژې د میاشتې (هلال) د لیدلو حکم: د روژې میاشتې د لیدلو لپاره تقوا دار او دینداره مسلمان شاهدي او ګواهي ورکول پوره دي چې وګور ي، یا د شعبان د میاشتې دېرش ورځې پوره شي فقة السنة ۱/ ۳۸۵ او جمهورو علماؤ په نزد اختلاف مطالع معتبر دی، په دې معنی چې هر هیواد او قوم لپاره د میاشتې لیدل لازم دي او یا به د شعبان دیرش ورځې پوره کوي او د اختر د میاشتې د ثبوت لپاره د ډېرو کسانو ګواهي په کار ده چې کله اسمان ورېځ وي (هدایه کتاب الصوم)
پنځلسم بحث : د رمضان د میاشتې د شپې قیام (عبادت) کول: هر مسلمان باید د رمضان د میاشتې په ټولو شپو کې د تهجد لمونځ په پوره ډاډ خشوع، عاجزۍ، ښایسته تلاوت کولو، تجوید او ښه اواز د قرآنکریم په ویلو سره اداء کړي، د تراویحو د رکعتونو په شمېر کې (۲۰، ۱۲، ۸ تر ۴۰) پورې د علماؤ اجتهادي اختلاف شته دا ټو ل روا دي چې مسلمانان باید ددې اختلاف څخه د اصولو اختلاف جوړ نکړي او پدې موضوع باندې د هر راز جنګ جدال د رامنځته کولو څخه ډډه وکړي. فقه السنة ۱/ ۱۸۲.
شپاړسم بحث: د روژه ماتي بیان: ۱- په روژه ماتي کې مستحبه کلمه دا ده چې لمر ډوب شي او ماښام داخل شي نو سمدلاسه روژه ماتی وشي ۲: روژه ماتی په طاقو کجورو (خرما) مستحب او که خرما نه وي نو په اوبو سره . زادالمعاد۱/ ۲۳۶. ۳: د روژه ماتي په وخت کې دعا او ذکر ښه قبلیږي،د روژه ماتي دعا داده: اللهم لک صمت و بک امنت وعلیه توکلت وعلی رزقک افطرت(ابوداؤد۲۳۸) ۴: محتاج انسان ته روژه ماتی ډېر اجر او ثواب لري . زادالمعاد ۱/۲۳۶.
اولسم بحث: د پېشمني بیان: ۱- د پېشمني کول مستحب دي۲: دا د خیر او برکت کاردی ځکه روژې ته قوت وربښي او روژه اسانه کوي ۳: روژه دار باندې الله پاک رحمت رالیږي او ملائکې ورته دعاګانې کوي ۴: پیشمنی د نیمې شپې څخه تر سبا راختلو (فجر صادق) پورې روا دی او ښه داده چې فجر صادق ته نژدې وي ۶: په دغه وخت کې تهجد،استغفار د الله نه بښنه غوښتل ډېر اجر او ثواب لري فقه السنة۱/ ۲۰۴
اتلسم بحث: د اعتکاف بیان: اعتکاف په جومات کې دېره کېدل د ثواب او الله ته د نزدیکت او دهغه د رضا حاصلولو لپاره دي، اعتکاف نارینو او زنانو ته بې له مسجد څخه بل ځای نه صحیح کیږي رسول الله (ص) او دهغه بیبیانو اعتکاف په مسجد کې کولو(بخاري) د رمضان میاشتې په وروستیو لسو شپو کې اعتکاف سنت دی او د اعتکاف په مهال به انسان ډېر عبادت، ذکر، دعا، صدقه ، تلاوت ، لمونځ او نېک اعمال کوي، د اعتکاف په مهال ډېرې خبرې او بې اړتیا د جومات څخه بهر وتل ناروا دي او د ناروغ پوښتنې او جنازې له پاره د جومات څخه وتل ناروا دي او که په لاره کې یې دا دوه کارونه وکړل نو روا ده ، اعتکاف په جماع کولو فاسدیږي او قضاء به یې راوړي. د اعتکاف د نورو مسایلو او احکامو پوهیدو لپاره د فقهې او حدیثو کتابونه وګورئ. مشکوة المصابیح۱/ ۶۳۳ – ۶۴ (ط بیروت) فقه السنة ۱/ ۴۱۹ – ۴۲۸.
نولسم بحث: قضاء عمري لمونځ کول بدعت او ناروا عمل دی، قضايي عمري لمونځ هغه دی چې د روژې په اخرنۍ جمعه کې د فرضو وروسته څو رکعته لمونځ کوي، د دوی په ګومان ټول قضا شوي لمونځونه را ګرځوي، او د قضا عمري لمونځ رسول الله (ص) صحابه ؤ، تابعینو، تبع تابعینو، امامانو لکه امام ابوحنیفه (ح) امام شافعی(ح) امام مالک(ح) امام احمدبن حنبل(ح) امام اوزاعی(ح) سفیان ثوری(ح) ابن المبارک (ح) امام بخاری (ح) او دوی نه دي کړي او نه یې جواز ورکړی دی ځکه چې دا په دین کې نشته دا چې یو عبادت د رسول الله (ص) او د صحابه ؤ په نزد عبادت نه وي نو عبادت نشي کیدلی نو قضاء عمری لمونځ بدعت او ناروا دی ۲: رسول الله (ص) فرمایلي دي (من احدث فی امرنا هذا ما لیس منه فهورد (بخاري ۲۶۹۷ نمبر کتاب الصلح، مسلم ۱۷۱۸ نمبر) هر هغه شخص چې په دین کې نوی کار، طریقه، عبادت پیدا کړي چې په دین کې نه وي هغه رد او مردود دی. قضاء عمري لمونځ خلکو له ځانه جوړ کړی دی او که څوک دا وايي چې په دین کې شته نو دلیل او ثبوت دې کړي.د ماما، کاکا، لالا، پیر، خواجه، ملا د دوي په په خبرو، قصو، خوبونو ، شعرونو، قصیدو او په کمزورو کتابونو او له ځانه جوړ شوي فتوې ثبوت نشي کیدی په قضا عمري لمونځ باندې محققینو علماؤ رد کړی او دایې ناروا ګرځولی دی، دیو څو علماؤ د کتابونو حوالې ذکر کووم الاثارالمرفوعةفی الاخبار الموضوعة (للعلامة مولانا عبدالحی اللکهنوی المتوفی ۱۳۰۴هـ ق) صلی الله علیه وسلم ۱۵۹ – ۱۶۰ الموضوعات الکبری ص ۲۴۲ (مکتبة غوثیه نمبر ۹۵۳ کط ملاعلی القاري د امام ابوحنیفه(ح) د مذهب عالم لیکي چې دا قطعي او یقیني باطل روایت دی چې د قضاء عمري په اړه خلکو جوړه کړې ده ځکه چې دا د اجماع خلاف او ټکر دی ځکه یو عبادت د بل فوت شوي عبادت په ځای نشي قایم کېدی او نهایه والا او نورو شارحینو نقل ته اعتبار نشته ځکه دوی محدثین نه دي او نه دوی حدیث مسند کړیدی هیچا علماؤ د حدیث ته (دا د عبارت ترجمه ده) الموضوعات لابن الجوزی ج ۲ ص ۱۱۱، ۱۴۶۲ کشف الخفاء ۲/ ۳۵۷ کې هم وايي دا روایت باطل دی دا رنګه په المصنوع ۱۹۱ کې اوالا سرار المرفوعة ص ۲۱۹ کې الاجوبة الفاضله ص ۳۰ قواعد التحدیث ص ۱۸۲ ، ۱۸۳ آسنی المطالب ص ۲۱۹ الفوائد المجموعة ص ۵۴ کې وايي د دې هیڅ اصل او ثبوت نشته دی او دا په صنعاء د یمن کې خلک کوي او داسې خلک دې تباه شي مولانا شاه عبدالعزیز الدهلوی حنفي په الهجالة النافعة ص ۲۴ کې وايي چې د شریعت د قواعدو څخه دا ده چې د عقل سلیم خلاف روایت او خبرې هغه رد او دروغ وي لکه د قضاء عمري لمونځ تفصیل وګوره التبیان ص ۱۹۷ ضیاء النور ص ۴۰۹ المنار المنیف ص ۹۵ ردع الاخوان د مولانا عبدالحی الکهنوی مستقله رساله ده او د قضاء عمري لمونځ بدعت دی د زاهدي صاحب په پښتو کې رساله ده د دې په رد کې.
شلم بحث: د صدقه الفطر (سرسایه) بیان: د اختر لمانځه ته د تللو ته مخکې مسکینانو او فقیرانو ته صدقة الفطر (سرسایه) د خپل ځان او هغه چا له طرفه چې ته یې پرورش او خرچه کوې ورکوه، چې نیم صاع یا یو افغاني چارک غنم یا د هغې قېمت او که مالداره وي نو یو صاع (دوه چارکه افغاني) ممیز یا خرما یا وربشې دې ورکړي او دا به د اختر په ورځ د اختر د لمانځه څخه مخکې ورکوي. زاد المعاد ۱/ ۲۲۲.
دارالعلوم تعلیم القرآن والسنة ، نارنج باغ – جلال آباد.

څو نورې لیکنې

د يو اعرابي او نبي اکرم صلى الله عليه وسلم مرکه «سوال اوځواب»

پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام

اسلام د امن اوسولې دين دى

لۀ پرنجي وروسته د (الحمد الله) پۀ ويلو کې طبي راز

د ږيرې پرېښودو طبي او ټولنيزې ګټې

 

ستاسو نظر!