کتنې

کتنې

درنو مسلمانانو وروڼو او خویندو! د اسلام سپېڅلی دین چې په ټوله نړۍ کې ورته یو پوره دین ویل کیږي، دا دین د انساني ژوند د ټولو خواوو بیانوونکی او څېړونکی دی، په دې دین کې د انساني ژوند پوره او کامل نظام دی چې د هرشي احکام او مسایل پکې شته، نو راځئ چې خپل اختر د اسلام او رسول ا لله (ص) د سنتو په تګ لاره سرته ورسوو.غواړو د مسلمانانو د اخترونو لمانځنې په اړه درسره خپل معلومات شریک کړو او له تاسو ښاغلو خویند ورونو نه مو دا غوښتنه ده چې د اسلام په دې ارونو (اصلونو) راسره د منښتې سر وښوروئ. دا مضمون درې برخې لري : ۱- په اختر کې ناروا کارونه. ۲- په اختر کې روا کارونه. ۳- د امام له پاره د اختر حکم . .

مسلمانان ورونه دې د اختر په ورځ له لاندې کارونو څخه ځان وژغوري:

۱- ږیره کلول (خریل) یا کمول او د سر وېښتان د کافرو په څېر جوړول.۲- د اختر په ورځ او یا د اختر نه مخکې د نارینه ؤ او ښځو هدیرو ته تلل،او هلته د شرک او بدعاتو(نوي کارونه) کول، د دود او دستور په ډول تلاوتونه کول ناروا دي بلکې په دې ورځو کې یادو ځایونو ته په ځانګړې توګه تګ او هلته تلاوت کول ناروا دي. پرته له یادو ورځو نه د بل هر وخت له پاره قبر یا مړي ته دعاء، استغفار او بښنه غوښتل روا دي.هدیرې ته په دې خاطر ورتګ چې خپل ځان ته مرګ او آخرت را یاد کړي روا دي او همدارنګه د خپلو مړو پسې چې د چا په توان پوره وي صدقات کول روا دي.۳- د اختر لمونځ په عیدګاه کې نه اداء کول، چې په دې سره د رسول ا لله صلی ا لله علیه وسلم سنت پاتې کیږي. ۴- د  اختر له لمانځه وروسته ستړي مه شي او مبارکې ورکول چې په مسجد کې یې کوي اګر که مخکې یې سلام اوکلام کړی وي ، د اختر په ورځ د دې دودځانګړي کول ناروا دي.۵- د زنانه ؤ تلل قبرونو، زیارتونو، مېلو او پارکونو . . . ته ناروا دي.۶- جواری (قمار) کول ناروا دي، که هغه هګۍ جنګول وي، په ټوپک ډزې کول وي او که په بنګړیو او بزکشۍ یا کرکټ، ولیبال ، فټ بال سره مال ګټل وي. ۷- همدا رنګه سنوکر کلپ ته تلل ، موسیقي اورېدل او د ګډا، فلمونو او سینما مجلسونو ته تلل ناروا دي. ۸- د اختر په ورځ د مړو  شوو کسانو کورونو ته د دعا له پاره تګ اوهلته زاړه غمونه تازه کول یعنې د مړي لومړی اختر لمانځل او د هغې خوشحالي په غم بدلول ناروا دي، اګر که د مړي کورنۍ درنه په نه تګ خفه هم شي نه به ورځې. ۹- د اختر د لمانځه نه مخکې د خطبې ویل ناروا دي (صحیح البخاري ۹۸۹ نمبر د حدیث دی)د ښځو بې حجابه او بې پردې ګرځېدل ناروا دي .

 یادونه: د هغه بدعاتو (په دین کې نوی کار) کولو او ناروا نه ځان ساتل چې د اختر په ورځ یې یو شمېر خلک کوي لکه: دخطبې نه اورېدل،په ځانګړې طریقه او الفاظو ویلو مبارکي کول او د اختر په ورځ غمونه کول . . .چې د دې بدعاتو څخه یې ۷۴ په فتاوی الدین الخالص ۶ ج۳۰۶ ص څه تر ۳۱۱ ص پورې ذکر شوي دي علماء کرام محترمین دې کوښښ وکړي چې د دې بدعاتو په اړه مسلمانانو ته مسلې وکړي او د اختر د لمانځه ګډونوال دې له دې کارونو نه منعه کړي.

هغه کارونه چې مسلمانانو ته یې د اختر په ورځ کول په کار دي:

۱- خپل ایمان، اعمال، اخلاق، اداب، کړه وړه، د خپلوۍ او دوستۍ اړیکې د اسلام، قرآن او د رسول ا لله (ص) په سنتو برابرول . ۲- صدقة الفطر (سرسایه) ورکول د اختر ترلمانځه د مخه د خپل ځان او هغه چا څخه چې ته یې پالنه او روزنه کوې ، بې وزلو، فقیرانو ته به صدقة الفطر(سرسایه) ورکول. په اوس وخت کې (نیم صاع) یعنې یو افغاني چارک غنم یا د هغه قېمت  به ورکوي. خو که شخص غني (مالدار، پیسه دار) وي نو دوه چارکه ممیز یا کجورې یا هم اوربشې به ورکوي .

یادونه: دغه سرسنایه (صدقة الفطر) د اختر له لمانځه د مخه ورکول کیږي نه وروسته. زادالمعاد ج ۱ ص ۲۲۲

۳- د اختر په ورځ غسل کول(لامبل) ۴- د نامه نه لاندې اود تخرګونو ویښته لرې کول. ۵- ښایسته، ښکلي او پاک کالي (جامې) اغوستل. ۶- عطر او خوشبويي پرځان لګول. ۸- او مسواک وهل(فقه السنة) د لمر ختلو نه وروسته. ۹- عیدګاه (د اختر د لمانځه ځای) ته پلي (پیاده) تلل مستحب او سنت دي (په هغه حالت کې چې څه ستونزه نه وي)  ۱۰- د کوچني (وړوکي) اختر د ورځې په پیل کېدوسره په طاق کجورو (خرما) روژه ماتیکول، چې دا د رسول ا لله (ص) سنت دي (نور خوراکونه بیا وروسته کول) د لوی اختر په ورځ بیا د لمانځه نه وروسته د قربانۍ په غوښه روژهدماتول سنت دي. ۱۱- د اختر د لمانځه له پاره په یوه لاره تلل او په بله بیرته خپل ځای ته راتلل چې اوه ګټې لري:

۱-چې دواړه لارې ابادې وي او پر چا سلام واچول شي. ۲- چې د دواړو لارو خیرونه او برکتونه حاصل شي۳- د دواړو لارو د حاجت والاؤ حاجت پو ره شي.۴- په دواړو لارو کې اسلامي شعایر او نښې ښکاره شي. ۵- بې دینه او منافقان  په دواړو لارو کې خفه شي. ۶- چې د ا لله (ج) د دین کارونه ښکاره شي. ۷- بېلا بېلې لارې او قدمونه د مسلمان لمانځه او نېک کار ته د تلو ګواهي ورکوي. ځکه چې کله کوم انسان عبادت ته په کومه لار ځي نو په هر قدم ایښودلو سره یې اجر دی او په پورته کولو سره یې ګناه معاف کیدل دي. ابن قیم (رح) وايي چې دا ټولې فایدې په دې کې شته . (د زیات تفصیل له پاره زادالمعاد د ابن قیم ۱ ټوک۱۷۹ - ۱۸۲ مخونو پورې وګورئ).

۱۲- د اختر لمونځ په عیدګاه (ډاګ) کې سنت دی او په مسجد کې کول یې د رسول ا لله (ص) د سنتو خلاف دي ابن ماجه په یو کمزوري (ضعیف) روایت کې نقل کړي چې رسول ا لله (ص) د باران ورېدو له امله د اختر لمونځ په جومات کې کړی، اګر که دا روایت ضعیف دی خو دډېر باران له امله په جومات کې د اختر لمونځ کول به جواز ولري.

۱۳- نابالغه (واړه ماشومان ) هلکان ، ځوانان، زاړه، جینکۍ،حیض والا  او پاکې ښځې  هم عیدګاه ته تللی شي خو د حیض او ماهواری ناروغانې ښځې به د عیدګاه د لمانځه نه یو څه وړاندې کیني چې دخیر په دعا  او وعظ اورېدو کې برخه واخلي خو لمونځ به نه کوي. (بخاري شریف)  ځیرنه: افسوس په هغو خلکو چې ښځې یې په ودونو کې ګرځي، قبرونو، زیارتونو، پارکونو، بازارونو، مؤسسو او نورو ځایونو ته ځي او هغه تفریح، خدمت او زده کړه بولي مګر په هغه کار چې د ا لله رسول (ص) پرې امر کړی په خپل ژوند کې ښځو صحابه کرامو (عملي) کړی، خو  زمونږ په ټولنه کې په کولو  یې خلک شرمیږي، بد یې ګڼي او ډول ډول نومونه او بهانې ورته جوړوي. د الله رسول صلی ا لله علیه وسلم د اختر لمونځونو ته د ښځو په تلو امر کړی، په داسې حال کې چې د هیچا ښځې د رسول  ا لله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو نه غوره نه دي. ۱۴- ټول مسلمانان به د اختر په ورځ خوشحالي کوي نه غمونه، ماشومان او ماشومانې به  اسلامي او جهاد ي شعرونه او ماشومانې فقط چمبه هم وهلی شي ، رسول ا لله صلی ا لله علیه وسلم فرمايي چې هر قوم له پاره اختر دی اودا زمونږ اختر او خوشحالي ده. ۱۵- او ځوانان به د نېزه بازۍ او د وسلو د استعمال زده کړه او لوبې کوي ځکه حبشیانو په مسجد نبوي کې نیزه بازي کوله (بخاري)

د امام له پاره احکام او اداب:

۱- امام به د لمانځه نه مخکې نېزه، توره یا امسا عیدګاه  (د اخترلمانځه ډاګ) ته وړي چې هلته ستره شي . ۲- د امام له پاره په کار دي چې د دواړو اخترونو لمونځ په ډاډمنه توګه او عاجزۍ سره تر سره کړي. ۳- امام به دلوی اخترقرباني په عیدګاه کې کوي تر څو د ده قوم دغه  کار په خپلو سترګو وګوري او زده یې کړي . ۴- امام باید  د واړه (کوچني) اختر لمونځ لږ څه وروسته کړي تر څو د صدقة الفطر(سرسایه) ورکولو وخت پکې ډېر شي خو د لوی اختر لمونځ به ډېر نه وروسته کوي ، څو د قربانۍ لپاره وخت زیات شي. (فقه السنة) ۵- امام به د اختر د لمانځه په لومړي رکعت کې سورة (ق) او په دویم رکعت کېسورة (قمر) لولي.(مسلم ۸۹۱) او یا به سورت غاشیه او سورت الاعلی وايي (مسلم۸۷۸) ۶- امام به د لمانځه نه وروسته وعظ او تقریر کوي،امر اونهی به بیانوي، د جهاد له پاره به ډلې لیږي، د صدقاتو ورکولو امربه کوي په ځانګړې توګه ښځو ته به د صدقو (خیراتونو) ورکولوامرکوي چې د جهنم نه خلاصې شي. بخاري ۹۷۸ او مسلم ۸۸۵)۷- رسول ا لله(ص) به د اختر په ورځ د لمانځه نه وروسته دجهادډلې اولښکرې کافرانو پسې لېږلې(بخاري شریف) یادونه:۱- د اخترپه ورځ تقبل ا لله منا ومنک(ا لله دې زمونږ او ستاسې عبادت قبول کړي) جایز دی خو سنت به ورته نه وايي. امام احمد(ح) وايي چې زه ورته ناروا نه وایم، د بل ځواب ورکوم خو خپله یې لومړی چاته نه وایم او د دې نه به دودیزه (رواجي) ستړي مه شي اوکیسې نه جوړوئ. فتاوی الدین الخالص ا ټوک ۳۱۴ مخ او ۶ ټوک۳۱۱ او ۳۱۲ مخ.

 ډېره ګټه: د شوال په میاشت کې (د واړه اخترتر تېرېدو وروسته) شپږ ورځې روژې نیول دومره اجر او ثواب لري لکه چې کوم سړي ټول عمر روژه نیولي وي.(مشکوةالمصابیح)

څو نورې لیکنې

د روژې شل مسائل / شیخ الحدیث مولانا احمد شاه

د يو اعرابي او نبي اکرم صلى الله عليه وسلم مرکه «سوال اوځواب»

پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام

اسلام د امن اوسولې دين دى

لۀ پرنجي وروسته د (الحمد الله) پۀ ويلو کې طبي راز

تبصره وکړئ