کتنې

کنتې

(نوروز د شمسي کال د پسرلي د حمل اولې ورځې ته وايي او دا د مجوسیانو اختر دی) د نوروز لمانځل، د هغې مبارکي ، د نوروز په مناسبت خاص خوراکونه، هفت مېوه تیارول، خاص لباسونه، ډالۍ کول، موسیقي اورېدل، رقص او ګډا کول، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه او کسبونه پرېښودل، مېلو او زیارتونو ته تلل او د ښځو د کورونو څخه راوتل د نوروز له پاره دا ټول حرام دی. ثبوتونه، د کتابونو حوالې او ماخذونه دا دي د قران کریم او نبوي احادیثو او د اصحابو کرامو او د فقهې د کتابونو څخه زیات تفصیل وګوري په الموسوعة الفقهیه ۱۰/۲۹ خلاصة الفتاوي ۳۷۸ / ۴ الفتاوي البزازیة علی هامش الهندیه ۳۳۳ / ۶ مرعاة المفاتیح شرح مشکوة  ۴۴/ ۵ او اقتصاء الصراط المستقیم جلد ۱ ص ۲۲۹، ۲۲۶ – ۲۲۷ او الکامل فی التاریخ د ابن اثیر کې.

مجوسیان هغه کافران دي چې د او په عبادت به یې د نوروز ورځ لمانځله نو مسلمانان به د دوی له اخترونو او له دوی د مشابهت څخه به په کلکه ځان ساتي او دلیلونه یې دا دي : الله تعالی فرمايي په سورة الحشر ۱۹ آیت کې (ولاتکونوا کالذین نسوا الله فاء نسهم انفسهم اولئک هم الفاسقون) ژباړه: او تاسې مه کېږئ په شان د هغو کسانو چې الله تعالی یې هیر کړی دی ، نو الله تعالی له دوی څخه ځانونه هېر کړي دي او دا کسان پوره نافرمانه دي (نو یهودو، نصاراؤ، مجوسیانو او نورو کافرانو الله تعالی هېر کړی دی  (نو ای مسلمانانو تاسې یې مه هېروئ).

۲ – الله تعالی سورة الفرقان ۷۲ ایت کې فرمايي : والذین لا یشهدون الزور. ژباړه: نیکان خلک دروغو او نارواؤ ته نه حاضریږي. تفسیر ابن کثیردویم جلد۴۵۲ ص، په تفسیر قرطبی ۱۳ جزء ص ۶۲ مجموع الفتاوي ۲۵ جز ص ۱۴۷ کې د ابن عباس، مجاهد، ربیع بن النس، ضحاک او احمد وغیره مفسرینو کرامو څځه روایت نقل کړی دی چې مؤمنان دې د مشرکانو او کافرانو اخترونو ته نه ورځي او نه دې پکې برخه اخلي لکه نوروز او کرسمس شو.

۳- سورة المائده ۱۵۱ آیت کې الله تعالی فرمايي: یاایهاالذین امنو لا تتخذوا الیهود والنصاری اولیاء بعضهم اولیاء بعض و من یتولهم منکم فانه منهم ان الله لایهدی القوم الظالمین) ژباړه: ای ایمان والاوو تاسې مه نیسئ، یهود او نصارا دوستان بعضې د دوی نه دوستان د بعضو نورو دی او څوک چې دوی سره دوستانه کوي نو یقیناً دا له هغوی څخه دي او الله تعالی توفیق د هدایت نه ورکوي ظالم قوم ته .

نو الله تعالی دغه ایت کې وايي چې څوک د کافرانو سره والیت، دوستان او مرسته کوي ، نو دا د هغوی څخه دي .

۳ – سنن ابی داؤد کتاب اللباس کې ۴۰۳۱ نمبر حدیث کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: من تشبه بقوم فهومنهم . ژباړه : څوک چې له یو قوم سره مشابهت کوي، نو دا له هغو څخه دی. فتاوی اللجنة الدائمه ج ۳ ص ۴۲۹ کې او شیخ الاسلام ابن تیمیة په اقتضاء الصراط المستقیم جلد ۱ ص ۲۳۱ کې ذکر کړی دی چې مشابهت په عبادتونو، عادتونو او اخترونو کې هم راځي ، نو نوروز لمانځل ځکه حرام دي چې د مجوسیانو او کافرانو سره مشابهت راځي.

۵ -  سنن ابي داؤد کې حدیث نمبر ۱۱۳۴ نسايي ۱۵۵۶ مشکوة المصابیح باب العیدین کې ذکر کړي دي چې د جاهلیت له زمانې څخه خلکو د نوروز او مهرجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائیل چې الله تعالی  د دې دوه (۲) ورځو په مقابل کې تاسې ته د کوچني او لوی اختر ورځ درکړې دي  مرقات شرح المشکاة ۳ جلد ص ۴۹۰ او مرعاة ج ۵ ص ۴۴ کې همداسې لیکلي او وايي چې انبیاء کرامو د دغو جاهلانو حکماوو دغه لمانځنه غندلې او باطله کړې ده .

د نوروز  اخترونو او مېلو ته ورتلل او برخه پکې اخېستل حرام دي

۶ -  بهیقي په سنن الکبری ۱۴ ج ۱۱۳ ص ګې ۱۹۳۷۷ حدیث نمبر په اساس لیکي چې عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنهما فرمايي چې هر هغه شخص چې د مشرکانو په وطن کې ژوند غوره کړو او له هغوی سره د نوروز او مهرجان اخترونه لمانځي او له هغوی سره مشابهت کوي او په دغه ژوند باندې مړ شو، د قیامت په ورځ به هغوی سره را پورته کیږي .

۷- بهیقي په سنن الکبری ۱۴ جلد ص ۱۱۳ کې ۱۹۳۷۴ نمبر روایت په اساس لیکي چې : عمر فاروق (رضی الله عنه) وايي چې د مشرکانو عبادت خانو ته د هغوی د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه چې به دوی د الله تعالی قهر او غضب نازلیږي (دا د ورتلونکو حال دی د لمانځونکو او برخه اخیستونکو به څه حال وي؟).

۸ – بیهقي په سنن الکبری جلد ۱۴ ص ۱۱۳ روایت نمبر ۱۳۳۷۶، ۱۹۳۷۷ کې وايي چې علي (رضی الله عنه) به ویل چې د الله تعالی له دښمنانو څخه ځان وساتئ، د دوي په اخترونو او مېلو کې.

۹ – بیهقي په سنن الکبری ج ۱۴ ص ۱۱۴ روایت نمبر ۱۹۳۷۸ کې لیکلی چې علي رضی الله عنه ته د نوروز په ورځ ډالۍ و ړاندې شوه نو هغه رد کړه او داسې یې وویل چې خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ، هره ورځ نوروز دی د دې حدیث راوي ابو اسامه فرمايي چې د علي رضی الله عنه د نوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم هم نوی ایجاد شوی دی، علامه بیهقي وايي چې د کراهت وجه داده چې شریعت دا ورځ نه ده خاص کړې او دوی یې له ځان څخه خاص کوي .

۱۰ – شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله په مجموع الفتاوی ۲۵ ج۱۴۷ ص کې د عمر رضی الله او عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د روایاتو نه ذکر کولو څخه وروسته لیکلي دي چې څوک نوروز اعمال ترسره کوي نو د الله تعالی عذاب ته ځان وړاندې کوي او بیا یې د مجموع الفتاوي  ۲۵ جز ۱۴۹ ص کې لیکلي دي چې د دغه ورځې په مناسبت چې کومې ذبحې او حلالې کیږي ناجائزه او حرامې دي او د ما اهل به لغیرالله او ما ذبح علی النصب حرمت کې داخل دي نو په دې ورځ غسل کول مېلې او د ماشومانو د لوبو او برخه اخیستل د نوروز په مېلو کې حرام دي بلکې ځینې علماء یې کفر ګڼي ځکه چې په دې کې د کفر د شعائرو تعظیم دی.

۱۱ – د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه د مذهب په کتاب کې ملاعلي القاري په مرقاة شرح مشکوة جلد ۳ ص ۴۹۱ کې لیکي چې ابو حفص الکبیر الحنفي وايي چې د نوروز په ورځ که چا یوه هګۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو دا شخص په الله تعالی باندې کافر شواو ټول عملونه یې برباد شول. حسن بن منصور وايي که چا ددې ورځې تعظیم په خاطر څه واخیستل نو کافر دی او که مقصد یې د رزق پراخي وي نو بیا هم مکروه او حرام دي نو ځکه د کافرو سره مشابهت دی او بیا لیکي چې روافض نوروز د دې له پاره هم لمانځي چې عثمان رضی الله عنه په دې ورځ شهید شوی دی او علي رضی الله عنه ته خلافت په لاس ورغلو.

۱۲ – مرقات شرح مشکوة ۳ جلد ۴۹۱ صفحه کې لیکي چې د نوروز په ځینو لمانځونکو باندې د هغوی ښځې زورورې شي او ورته وايي چې ما ته به دغسې مېلې جوړوې لکه دا نور خلک او کافران یې چې جوړوي، نو دا د هغوی خبره ومني .

۱۳ – د نوروز په ځینو نوروزي کارونو (لکه نوروز ته ښه ویل، چاته ډالۍ کول او داسې مېلو کې برخه اخیستل او په دې خوشحاله کېدل) د کفر فتوې د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه د مذهب کتابونو کې وګورئ لکه : شرحه فقه اکبرص ۲۲۹، ۲۳۰، خلاصه الفتاوي ۴ ج ۳۸۷ ص فتاوي قاضي خان علی هامش الهندیه ۳ ج ۵۷۷ ص ، الفتاوی البزازیه د عالمګیري فتاوي په حاشیه ۶ ج ۳۳۳، ۳۳۴ ص (چاپ مکتبه فریدیه).

څو نورې لیکنې

اختر څه ډول ولمانځو؟! / شیخ الحدیث مولانا احمد شاه

د روژې شل مسائل / شیخ الحدیث مولانا احمد شاه

د يو اعرابي او نبي اکرم صلى الله عليه وسلم مرکه «سوال اوځواب»

پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام

اسلام د امن اوسولې دين دى

لۀ پرنجي وروسته د (الحمد الله) پۀ ويلو کې طبي راز