د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر غني په خورا زرنګۍ داخلي سیاسي عملیات پیل کړي!

حکمت الله رښتین 24.12.2016 15:26

د ښاغلي کرزي صیب په حکومت کې ، د تازه جوړې شوې حکومت ولۍ لپاره نوموړي له هر چا سره سازش او جوړ جاړې کاوه.امریکایان هم پدې باورمند وو چې د افغانانو د خپلولو لپاره باید هغه قومي او حزبي مشران راخپل کړي ، چې د خلکو پر ارادو نسبتا واک لري. ترڅو له یوې خوا د حکومت په چوکاټ کې د بیلابیلو توکمونو او ایډیالوژیو پرمټ وکولای شي ، افغانانو ته وښیي چې موږ ستاسو په ګډون او ستاسې په ارادې د حکومت جوړښت ته په افغانستان کې ژمن یو. او له بلې خوا وکولای شي د همدې حکومت ریښې د خلکو په مرسته د تل لپاره د افغانستان په سیاسي ځمکه کې ښخې کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیاسي چوکاټ د تنظیم او دوام لپاره تل د زهرو جامونه څښل. هغه نه غوښتل چې د افغانستان د سیاسي چوکاټ لوبه وونکي دې هغه څوک واوسي چې د ملي ګټو پر ځای توکمیزو او حزبي ګټو ته ارزښت ورکوي. هغه وخت حامد کرزي په افغانستان کې کومه سیاسي او پیژندل شوې څیره نه وه . له بلې خوا د وخت په تیریدلو سره حامد کزري د سیاسي هویت او په خلکو کې د محبوبیت په لاسته راوړلو سره سره هم ناغیړي وکړه ، تر اخره د افغانستان سیاسي پریکړې یې د څو سیاسي چارواکو په لمن کې کولې. ځکه ښاغلې کرزې یو خان طبعیته او قبایلي فکره انسان وو. هغه ولسمشري ته د کلي د ملکۍ په سترګه کتل.چې د پخواني ولسمشر کرزي دغه ناغیړي د څو سیاسي څیرو د لا برجسته توب او د هغه په وړاندې د ځواکمن بلاک د جوړښت او سیاسي فشار سبب شو. آن له دموکراسۍ څخه دغو څیرو شاهي دموکراسي جوړه کړه.

له دغه وضعیت څخه ډیرۍ افغانان تنګ شوي وو. ولسمشر غني د جنجالمنو ټاکنو وروسته د ارګ په ګدۍ کښیناست. داسې انګیرل کیده چې دغو جنجالونو ټاکنو د ولسمشر غني پر وړاندې د خلکو ، او په قاطع حکومت کولو کې د ولسمشر غني اراده متزلزله کړې . خو داسې نه وه ، ولسمشر تش په نوم سیاسي هوکړه لیک د اجرایه ریاست د منځ ته راتګ او د هغه د طرفدارنو د غلي کولو لپاره یې دغه سمبولیکه هوکړه لاسلیک کړه. ولسمشر غني د ملي یوالي د حکومت د منځ ته راتګ سیاسي هوکړه لیک پر مټ وکولای شول ، له یوې خوا د حکومت ستنې لا پخې کړي ، له بلې خوا یې هغوی ته په نشت حساب شوې واک ورکړ.

ولسمشر د هغوی د لا خاموشه کولو لپاره د اسلامي حزب سره خبرې پیل کړې ، په لمړیو کې له دغو خبرو ،  له ارګ نه بغیر څوک نه وو خبر، هغه ځکه چې د نورو خبرتیا شاید د سولې د خبرو د خنډ سبب شوې وای ، کله چې د سولې هوکړه لیک پایلې ته نږدې شو ، هغه مهال ولسمشر د حکومت دننه او د باندې مشران خبر کړل ، ترڅو د هغوی رضایت هم ترلاسه کړي . خبره خو فیصله وه ، خو د هغوی د خوشحالولو لپاره یې له هغوی نظر وغوښت. چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره ، جمعیت ګوند او نورو ګوندونو یو دم سیاسي ټکان وخوړل ، له ولسمشر سره د هغوۍ د نږدې والي سبب شو.

ښه مثال یې د ښاغلي ولسمشر او ښاغلي استاد عطا محمد نور ترمنځ د اسلامي جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ د خبرو د پیل هوکړه ده ، ولسمشر د اسلامي حزب سره د سولې د هوکړه لیک لاسلیکو ، جمعیت ګوند ته سیاسي ستونزې جوړې کړې ، استاد عطا یې مهار کړ ، هغه استاد عطا چې له پخواني ولسمشر سره یې غړۍ نه وړه. د همدغو خبرو په پیل سره ولسمشر وکړای شول د حکومت اجرایه ریس غلې کړي او له بلې خوا د دغه ګوند په خاموشه مشرتابه کې ټکرونه رامنځ ته کړي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې په غوښتنه هغه وزیران چې تر ټولو کمه بودیجه یې مصرف کړې وه ، له همدغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې یې هماغه وزیران بې له ځنډه ولسي جرګې ته وروپیژندل. خو مهمه خبره  دا ده ، چې ولسمشر غوصه شوو وکیلانو ته په لمړي سر کې ولسي جرګې ته هغه وزیران وروپیژندل ، چې د ولسمشر د پریکړو به څه نا څه خنډ ګرځیدل. ولسمشر د هغوی د ګوښه کولو لپاره موقع کتله ، ځکه یې هماغه کسان په لمړني سر کې ولسي جرګې ته وروپیژندل. له بلې خوا یې د باور د رایې د نه تر لاسه کولو وزیران هم خفه نکړل ، له ارګه یې د ولسي جرګې پریکړه د اوسنیو حالاتو مطابق ونه بلله ، خبره یې داسې وکړه ته به وایې چې ګویا ولسمشر د هغوی سره ډیره خواخوږي لري.

خو خبره داسې نه وه ولسمشر د هغوی د ګوښه کولو لپاره ډير په هوښیارۍ ګام واخیست . ستره محکمه یې د قضیې په حل کې ښکیل کړه . سترې محکمې هم د ولسمشر په سترګک د ولسي جرګې پریکړه ومنله.

دغې پریکې ولسمشر ته بل چانس هم په لاس ورکړ ، هغه داچې هغه ناراضه کسان ، چې د حکومت څخه د باندې پاتې دي ، د هغوی د پخلا کولو لپاره ، د هغوی په حکومت کې ښکیل کولو لپاره یې یو بل چانس هم تر لاسه کړ.

ولسمشر د رایو بانک ښاغلې دوستم هم په سیاسي حالت کې ډير سخت ټپي کړ ، ولسمشر پوهیږي چې  د ازبک وروڼو باسواده او نوې نسل ښاغلې دوستم نه غواړي. د ښاغلي دوستم سیاسي مخالفین هم د دوستم لخوا د هغه پروړاندې سر اوچتولو ته نه پریښودل . له همدې خاطره ، د محمد اکبر بای قضیه ګونګه او خاموشه پرته وه ، د دوستم پر وړاندې د احمد ایشچي او نورو پخوانیو قضیو راپورته کیدلو ولسمشر ته په خلکو کې د لا محبویت تر لاسه کولو او د قومي بلاکونو د ماتولو زمینه برابره کړه. دا چې لا تر اوسه دغه حالت په لمړنۍ مرحلې کې روان دې ، خو د ولسمشر غني لمړني قاطع اقدامات او د څارنوالۍ له خوا د دوستم دفتر ته د جلب د مکتوب لیږل ، د ولسمشر غني د سیاسي ارادې د لا قاطعیت او پخواني حالت څخه د راوتلوښکارندویي کوي.

ولسمشر غني به ډیرو د چارو شنونکو په بهرنۍ پآلیسۍ کې بریالۍ ، خو په داخلي چارو کې په سمون کې بریالۍ نه باله ، خو اوس داسې معلومیږي چې ، د ولسمشر غني دغه سیاسي زرنګ عملیات به د افغانستان د سیاسي هندسې پر بدلون ژور اغیز ولري.د دې ترڅنګ ولسمشر غني د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د غښتلو څیرو په روزلو او د څو کسانو د لاس څخه د افغانستان په ژغورولو کار کوي.

که چیرې ولسمشر غني په نوموړو چارو کې بریالۍ شي ، په راتلوونکو ټاکنو کې لرې نده چې یو ځل بیا به د افغانستان د ولسمشر په توګه واک ترلاسه کړي.