د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاه امان الله او انګلیس ملا

حکمت الله رښتین 20.08.2016 14:52

له هیڅ شک او شبهی پرته ټول پدی باور یو چی د برتانیه د امپراتوری د زوال ټکی له افغانستانه پیل شوی . کله چی انګریزانو په افغانستان کی دری ځلی ماته وخوړه او همدی ماتی ورته د مالی او بشری تاوان ترڅنګ د دوی د مغروری امپراتوری سیاسی حیثیت هم له خاورو سره خاوری کړ. چی دی ماتی هغه هیوادونه چی د انګلیس د امپراتوری تر واک لاندی وو٬ وهڅول ترڅو یی ملتونه پر وړاندی راپورته شي. چی زموږ په تاریخ کی دغه زرینه کرښه ور اضافه شوه چی موږ د نورو ملتونو د خپلواکی اخیستلو د فکر موسسین یو.

سمده چی د امیر امان خان د حکومت  په راپرځولو کی ټولنیزو او کلتوری اړخونو زیات رول درلود خو د اماني دولت د پرځولو د پیل فکر برتانیویانو پیل کړ.

د جنګ د متارکی څخه وروسته د افغانستان دولت د انګلیس لخوا په رسمیت و پیژندل شو خو انګلیسانو چی په افغانستان کی یی سیاسی هویت خاوری شوی وو ٬ کرار پاتی نه شول.دوی د برتانیوی هند ترڅنګ ګاونډی هیواد افغانستان کی د شاه امان الله خان په شان څیری شتون ورته خطرناک ښکاریده. غوښتل یی په برتانیوی هند کی د خپلی امپراطوری د پایښت لپاره د شاه امان الله خان حکومت له منځه یوسی.

د امان الله خان د حکومت ړنګول انګلیسانو ته کومه آسانه خبره نه وه . ځکه هغوی په افغانانو کی حساسیت درلود دلته یی دری ځلی ماتی خوړلی وه کومه ماتی چی د انګلیس امپراتوری مالی ٬ بشري  او سیاسی ستنی یی ورکږی کړی. دا ځل یی ونه غوښتل بیا پر افغانستان نظامی یرغل وکړي بلکه له خپل استخباراتی جال Mi6  او Mi5 څخه یی کار واخیست . د همدی استخباراتی چتر لاندی د انګلیستان د استخباراتو غړي د ملا ٬ پیر او داسی نورو مذهبی څیرو په نوم افغانستان ته راولیږل شول تر څو د کافر انګلیس ملا په خوله مسلمان شاه امان الله کافر او د ممبر له سره پری د جهاد فتوا ورکړي.

چی لمړی ځل یی خپل روزل شوی اجنټ سید حسین چی په نقیب مشهور وو د امیر حبیب الله  خان په وخت کی د برتانیوی هند له خوا نه د جلال آباد د چارباغ سیمی ته راغی چی خلک یی خرافاتو ته رابلل او د چرسو بوټی ته یی د فقیری د بوټی نوم ورکړ تر څو بی روزګاره ځوانان پری اخته کړي. چی ډیری باور لري نوموړی ملا د شاه امان الله خان پرضد د شینوارو به شورش کی هم رول درلود.

د انګلیسانو بله سیاسی څیره توماس ادورا لارنس چی په افغانستان کی په حاجی پیر کرم شاه مشهور وو په ملایی چلونو به یی خلکو ته کرامات ښوول او له دی لاری به یی خلک د شاه امان الله خان د حکومت پر ضد هڅول همدغه لارنس چی په حاجی پیر کرم شاه مشهور وو د ملکی ثریا په زرګونو لوڅ عکسونه چی لاس وهل شوی وو ٬ د خلکو په منځ کی نشر کړل. چی د افغانستان په مشهور جومات پل خشتی کی یی هم لمونځ ورکړی دی.

داسی نور په مستعارو نومونو بی شمیره د انګلیس د استخباراتو مامورانو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی ځای پر ځای شوی وو چی حتی  د خلکو په منځ کی په نور المشایخ ٬ شمس المشایخ او داسی نورو لقبونو مشهور وو. دوی نه یوازی خلک د اماني حکومت پر ضد هڅول بلکی غوښتل یی امانی حکومت په کورنیو جنجالو لکه د قومونو او مذهبونو تر منځ د شخړو په رامنځ ته کولو تورن او کمزوری کړي.

انګلیس استخبارتو په پټ ډول وکولای شو چی د خپلی ماتی غچ واخلي او دا کار یی د هغه چا په لاس وکړ کوم چا چی د شاه امان خان پر ملاتړ له انګلیسانو سره د جنګ ملا تړلی وه . د خلکو عامه افکار یی وپاشل او د امیر امان الله خان مډرنه حکومت یی د ازادی پر لاسته راوړونکو له منځه یوړ.

ربه ته مو سیاسی شعور لوړ کړې

امین