د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څښاک اوبه Drinking water

الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمی ) 06.12.2016 12:40

اوبه دالله ج دسترو نعمتونو څخه دی اوبه دژوندیو موجوداتو اصلی اواساسی منبع ده چی په دورانی شکل په طبیعت کی وی اوبه دتبخیرپه شکل اتمسفیرته ځی اوبیرته دباران په شکل ځمکی ته راځی.
اوبه دانسان دژوند دپاره دمهمواوضروری مرکباتو څخه دی انسانانو دژوند دتامین دپاره دپاکو اوصافو اوبو ضرورت دپخوا حس کړیده اولیه انسانانو داوبو دفزیکی حواسو لکه دسترګو دید ،دژبی حس ، او،بوی ،له مخی سنجش کاوه .اوبه دڅښاک ،کرنی اوپه سفرکی دحمل اونقل دپاره ضروردی بی داوبوژوند ناممکن دی اوبه دژوند په ټولوبرخواوپه ایکالوژی کی تعینونکی تاثیرات لری . لیدل کیږی چی دصناعتی بی درنګه فعالیتونوله امله دڅښاک اوبه ملوث کیدوپه لوری روان دی داوبو دمنابعو حفظ اومعقوله استفاده اودالودګی دله منځه وړلو اوساتلو موضوع ډیره مهمه ده په علمی مراکزوکی څیړنی روان دی چی دڅښاک اوبه دملوث کیدوځینی خوندی کړی اودمصرف اوتهیه کولوتعادل په ایکو سیستم کی ډیر مهم دی چی باید وساتل شی .
په اوسنی عصر کی دصنعت دپر مختیا او دټولنی دنفوسو دبی درنګه زیادښت سره داوبو مصرف لوړشوی اوداوبودموجوده  منابعومصرف دحد نه زیاد لوړشوی اودملوث کیدو په لوری روان دی .
 ملوث کیدل په اوبوکی دفزیکی ،کیمیاوی اوبیولوژیکی تغیراتو څخه عبارت دی چی درنګ تغیر،طعم ،ظاهری شکل دکیفیت تعینول دی .
داوبوچاڼ:
ترامکان حدپوری باید دپاکو ،صحی ،خوږومنبع داوبو څخه استفاده وکړوکه څه هم دانتقال مصرف یی لوړاواوږدوی اکثرآدخمکی لاندی اوبه ښه وی چی اضافی موادنلری خوداپه دی معنی نه دی چی دځمکی لاندی څه نه لری ؟
 اوبه هم کیدای شی جامد محلولونه ،ګاز،اوسپنه ،منګنیز،اومکروبونه ولری چی دچاڼ یو اوږداوپیچلی سیستم غواړی نوداوبودمنابع په لټه اوسو اوباکیفیته ،پاکی ، صافی منبع انتخاب اوداوبوپه توزیع کی هم مطمین اوسوچی داوبودرسولو شبکه سمه ده اودملوث کیدوڅخه عاری دی .

بوتلی اوبه
په ښارونو کی د اوبو دککړتیا له امله ښاری وګړی په دی ورځو کی بوتلی اوبو ته مخه کړی په ښارونو کی د کانالیزاسیون نه شتون دځمکی لاندی اوبو کیفیت خراب کړیدی د صنعتی فابریکو کیمیاوی اوبه د نالیوخرابی اوبه . دټټیواو تشنابو نو اوبه ، دباران اوبه ،د بیرون تګ لاره نلری په مختلفو ځایونو کی ډند دی چه د بدبوی لامل ګرځیدلی او مجبورا په ځمکه کی جذب شی چی دځمکی لاندی اوبو کیفیت د خراب والی له امل پیسه دارو بوتلی اوبو ته بی پیسو غریب کسانو مجبورا همدا ملوث اوبه څښی خو همدا په اصطلاح پاکی او صفا بوتلی اوبه چی ورځی ورځی په سور لمر کی پرتی وی چی ډیری ستونزی هم منځ ته راوړلی شی .
منرال لرونکی اوبهwaters   Mineral :
په غربی هیوادونوکی دڅښاک اوبه دنلونو ځینی نه اخلی اود څښاک دپاره دبوتلی اوبو استفاده کوی ددی دلیل دادی چی دنلونو اوبه ښه کیفیت نلری اکثرآ په هغه ممالکو کی درودله اوبو دنلونو اوبه تهیه کیږی .
دنلونو په اوبو کی په هغه ممالکو کی دتصفیه په لړکی منرالونه له منځه ځی اوبله داچی پاکی او صافی اوبه ورته میسرنه وی یواځی دڅښاک داوبو مطمئن لار بوتلی  اوبه ګڼل کیږی  .
خوزمونږ په هیواد کی دمعدنی اوبوپه هکله څوټکی ولولی اوتوجه وکړی
ټولی بوتلی اوبه منرالی نه دی بلکه دڅښاک عادی اوبه دی چی اکثرا دښاریا اطراف څاه ګانو عادی څاه  اوبه دی چی بوتلونه بسته بندی کوی چی دا سا ده بی منراله اوبه په ښارکی دمنرالی اوبو په نامه خرڅیږی غالبآ په بوتلی منرالی اوبو کی دا عناصر وی. فلزات لکه : اوسپنه  Fe ،منګان Mn
شبه فلرات : لکه باریوم  Ba ، استروسیوم Sr
درانده فلزات لکه : سربpb ، مس Cu ، زنګ Zn ، کاردیوم Cd، کوبالت Co ، نیکل Ni، او ځینی نور مواد لکه نایترت NO2   نایترایت NO3  ،
فلوراید Fluorideیا
          F– + H+ → HF      (Fluorochloro hydrocarbons) FH، بورات Borate یا (Ca3(BO3)2  ( Calcium borate ، فاسفات Fas fat ، او په اوبو کی معلق مواد Suspended solids in water او رادیو اکتیف Radioactive.
مزمن ترین اثردنایتریتو NO3په انسان باندی دخستګی ایجاد دبدن داعضاءو درشد بندیدل دی په نایترایت  NO3 ‎ استعمال په کرنه کی دڅښاک اوبو کی انسان ته ستونزی اړولی شی که دنایترت NO2وی لکه یوریا ستونزی یی کمی دی .
 که مو غوښتی وی چی د بدن د منرالونو کمبود د منرالی اوبو پواسطه پوره کړو دا ناممکنه ده ځکه مونږ باید کم ترکمه د ورځی باید شل لیتره اوبه نوش جان کړو چی اقلا د بدن منرالونو کمبود وشی او بله داچی دا موجود املاح چی کانی اوطبیعی منشاء لری 5%  داکترانو په باور جذب صورت مومی نومونږ ویلی شو چی د منرالی اوبو تبلیغ تجارتی شکل دی او اقتصادی بنست نلری .
منرال لرونکی اوبه که دوامداره وڅکول شی ځینی مشکلا تو باعث ګرځی لکه : دګردو تیګی Kidney stones ، د مفاصلو در د Joint pain او د مفاصلو پرسوب Swelling of joints ، د وینی فشار Hypertension او نور.
په مصنوعی ډول د یو مقدار منرالی تیګو یا منرالی پودر Mineral powder استعمال په اوبو کی ددی باعث دی چی ټول منرالونه په اوبو کی نه حل کیږی یو مقداری چی په اوبو کی منحل هم دی د بدن لپاره مفید نه دی او ‌ډیر ستونزی منځ ته راوړی شی.
۲: پلاستکی بوتلونه سرطان منځ ته راوړی :
تراوسه به مو ډیر لوستلی وی چی په بوتلو لیکل شوی دی چی د ( دلمرله مستقیمه وړانګو ئی وساتی ) تحقیقاتو خودلی ده چی د پلاستیکی بوتلونو ایښودل د لمروړانګو ته د لمرد مستقیمو وړرانګو په اثر پلاستیکی بوتلو کی اوبه د کیمیاوی ترکیباتو په اثر د سرطان ناروغی منځ ته راوړونکی دی تاسوبه لیدلی وی چی دوکانداران دبازارمیندلو په خاطر بوتلی اوبه ،جوسونه ،شربتونه اونور د دوکانو نو  مخی ته ږدی . دلمردمستقیمو وړانګو سره کیدای شی سرطانی ناروغی منځ ته راوړلوسبب وګرځی .
داوړی په ګرمی کی داوبو دیخولو دپاره بوتلی اوبه په یخچال کی ږدی اوبوتلی اوبه په یخ دان کی یخ ووهی دیخ د ایجاد سره  پلاستیکی بوتل ځینی ایجادشوی کیمیا وی ماده (دیاکسین) داوبوسره ګډیږی همدا دیاکسین ماد ه دسرطان په منځ ته راوړلو کی په اثبات رسیدلی دی .
دپلاستیکی بوتلونو دجوړولو دپاره کوم مواد چی راوړل کیږی دصحت دپاره مناسب نه دی دولت دی باید داموضوع تعقیب کړی اود خلکو صحت لپاره لازم هغه مواد چی راتلونکی مشکلات پیدانکړی انتخاب اوکنترول کړی.
په پلاستیکی بوتلونو کی باکتریاګانی :
لیدل کیږی چی استعمال شوی پلاستیکی بوتلونه ځینی خلک په عمومی سړکونو او عامو ځایونو کی اچوی چی بیا دکباړیانو دغونډونکو پواسطه ټولیږی او په همدی زړو بوتلونوکی د نوی کاغذ سره یوځل بیا له اوبو نه ډکیږی اوبازارکی خر څیږی په عمومی لاروکی کوچنیان ماشومان ولاړدی اوله مسافروبوتلی غواړی په دی کارسره چی دیوځل استعمال شویو بوتلونو کی بیا اوبه اچول دمکروبونو انتقال عامل ګرځی .
ښه طریقه داده چی بوتلونه د استعمال څخه وروسته سوری کړی شی او بیا واچول شی ترڅوددوهم ځل دپاره استعمال نه شی .
د کم کیفیت موادو استعمال په بوتل جوړونه کی :
لکه چی د مخه موهم ولیکل چی بوتل جوړونکی د خارج نه جوړ شوی ارزان قیمته بوتلونه واردوی اویا ارزان مواد وطن ته راوړی د ګتود پاره داسی مواد را وړی چی صحت ته مضر تمامیدلی شی خصوصا هغه مواد چی یوځل استعمال شوی وی او دوهم ځل دا ستعمال لپاره پکاریږی تاسو به لیدلی وی کباړیان زاړه بوتلونه جمع کوی او د فابریکو کسان راځی اوهمدا استعمال شوی بوتلونه اخلی میده کوی او د دوهم ځل دپاره جوړیږی اواستعمال لپاره اماده کیږی عام خلک به هم متوجه شوی وی دوهم ځل جوړونه دموادوکیفیت ښه نه وی او بوتلونه بی کیفیت وی .
معدنی بوتلی اوبو مصرف :
معدنی بوتلی اوبه اماده کولو دپاره زیاد لګښت ضرورت لری داوبوتصفیه ،دپودری منرالونو استفاده په اوبو کی دبوتلو خریداری اویا جوړول اوبسته بندی ،انتقال اونور مصارفات که یو شخص دورځی کم ترکمه دری لیتره اوسط اوبه وڅکوی دیوه شخص داوبو مصرف چی دنیم لیتره بوتلی اوبو قیمت په بازارکی که عمده خرید وشی لس افغانی دی دیوی ورځی داوبو مصرف ۶۰ افغانی کیږی کلنی مصرف به یی ۲۱۹۰۰ افغانی وی دافغانستان دکورنیودتعداد اوسط که پنځه تنه وی دیوی کورنی داوبو مصرف ۱۰۹۵۰۰ افغانی کیږی چی دایو لوړمصرف دی .
پلاستیکی بوتلی دماحول ککړونکی دی :
پلاستیکی بوتلی اونور پلاستیکی کڅوړی اوشیان په طبیعت کی ژر نه تجزیه کیږی چی ډیروخت اوزمان ته ضرورت دی چی همدا پلاستیکونه تجزیه شی تر هغه چی تجزیه صورت مومی دماحول دککړتیا سبب ګړځی تاسو به لیدلی وی بوتلی اونورپلاستیکی شیانو دښارپه هربرخه کی مختلف محیطی ککړتیا او ستونزی پیداکړی دی .
صحی پاکی اوبه په نلونو کی :
په ټول هیواد کی دپاکو اوصحی اوبوستونزی شته خو په ښا رونو کی دصحی پاکو اوبو موجودیت هغه څه دی چی باید هغه ته جدی اوخاصه پاملرنه وشی مونږدلته غواړو دصحی پاکو اوبو درسولو پر موضوع بحث وکړو .
دکابل ښار اونورو لویو اوکوچنیو ښارونو کی دپاکو اوبو دنه موجودیت اودنلونو نه شتون پر موضوع تبصره وکړو .
دځمکی لاندی دښاری مناطقو هر منطقه خوږی اوبه نلری دهری سیمی اوبه دبلی سیمی داوبوسره ښکاره توپیر لری ځینی مالګینی اوبیا ځینی مالګینی اوترخی هم وی چی دڅښاک لپاره مناسب نه دی دښاری پلانی سیمو اوغیر پلانی سیمو ستونزی یوشان دی دښاری پلانی سیمی چی ددولت داولیت په پلان کی قرار لری په ډیروسیمو کی لاتر اوسه داوبورسولو دشبکی لولی نه دی راغلی په غیر پلانی سیمو کی خو ددولت پلان هم نه شته .
دښاری ابرسانی داوبودتوزیع سیستم :
یوڅوداوبو ذخیری چی شته که تاسی داوبو ذخیروته ورشی دنږدی په خپلوسترګو ډیری غیرصحی ستونزی به وګوری
    •    دځمکی لاندی اوبه چی په ښارونو کی دمسلسل غیر صحی اوبو دجذب له امله ملوث شوی دی دښاری شبکی اوبه همدا دځمکی لاندی اوبه دی چی مستقیما ذخیره خانوته ځی هیڅ ډول تصفیه نه شته په کال یا په څومیاشتو کی صرف یوځل که کلورین پیداکړی نو په ذخیره خانو کی به چی هغه هم تبلیغاتی شکل دی په شخصی داوبو سیستم کی چی نن سبا د کابل  ښار په غیر پلانی سیموکی رایج شوی یعنی دغرنی سیمو دپاره داوبو رسولو سیستم جوړشوی هلته خو کلورین څوک پیژنی هم نه خوبیاهم دغرنی سیمو خلکولپاره نسبی سهولت پیداشوی دی خو پلانی سیمی خوهمدا نسبی سهولت هم نه لری .
    •    په هغه ځایونوکی چی پخوانلونه تیرشوی دی د زیاد زړښت له امله نلونه په ډیروځایونوکی چاودلی دی اوداوبوشبکی ته دکثیفواوبودورتګ امکان شته .
    •    په کومو ځایونوکی چی دا نلونه شته د ښاری شبکی داوبو وخت په ورځ کی صرف نیم ساعت دی که احیانا په همدی وخت کی چی نل راځی دکورخاوند نه وی بیاوروسته داوبو داخیستلو ځینی مستفید کیدی نه شی .
بوتلی دڅښاک اوبه ایا تصفیه کیږی ؟
دبوتلی اوبو لپاره په هیواد کی دکنترول قوانین وجودنلری دیونسکو دنشریه په استناد       the new courier no.3 , 2002  نه دا چی د بوتلی اوبو په باره کی قوانین نه شته بلکه د بوتلی اوبو تولیدونکی داوبو په انالیز هم قادرنه دی باید هره ورځ انالیز صورت ونیسی اودولت هم باید کلک اوجدی کلک کنترول وکړی مګر ګورو چی دولت د بوتلی اوبو کنترول په کال کی هم یو ځل نه دی کړی اونه یی په فکردی دا ستونزه خو په هیواد کی عادی موضوع ده اوپه ډیروهیوادو کی هم نه شته صنعتی هیوادونو کی هم دا مشکل شته که احیانا کنترول هم صورت ومومی د هغو اوبو څخه نمونه اخیستل کیږی چی بوتلی ډکوی اود ډکو شوو بوتلو اوبه  نه کنترول کوی اوانالیز خونه کیږی اونه کیږی .
په ډیروبوتلی اوبو د ډکولو نیټه اود مصرف کولو نیټه لیکل شوی نه وی .
المانی مشهوری اونیزی (اشترن )په ۲۰۰۳ م کی لیکلی دڅو مشهورو کمپنیو بوتلی اوبه انالیزی ته وړی وو معلومه شوی وه چی په اوبوکی مضر بکتریاوی موجود وی دبلی خوا دپلاستیکی بوتلو مضر کیمیاوی مواد هم په اوبو کی حل شوی وی .
په پلاستیکی بوتلوکی کیمیاوی ماده استالدهید Acetaldehyde په اوبوکی حل کیږی نه یواځی داچی داوبو خوند خرابوی بلکه ویل کیږی چی سرطان ناروغی منځ ته راوړی .
دالمان دمحصولاتو دبرسی موسسه stiftung warentest   اعلان وکړ په ځینو محصولاتوکی داستالدهید مزه اویا بله عجیبه مزه په اوبوکی حس کیده .
دیونسکو دپورته ذکرشوی نشریه په استناد دامریکا په هیواد کی تقریبا ۲۵٪ مستقیما دنل داوبو څخه ډک شوی اووهغه څه چی زیاد دتوجه وړ ګرځیدلی په معدنی اوبوکی رادیواکتیف مواد (اورانیوم ،رادیوم ،اودسرب ایزوتوپ )شته چی طبیعی منشاء لری خو غلظت یی په مختلفواوبوکی مختلف وی چی انسان ته مضر تمامیدی شی په ډیر تاصف چی تر اوسه ددی موادو مجاز مقدار معلوم نه دی اوشرکتونه هم مجبورنه دی چی په بوتلو ددی موادو ذکروکړی څه چی معلوم شوی دی هغه دادی چی داورانیوم غلظت په یولیترکی ۲ مایکروګرام دی .
بله څه چی مهمه ده دڅکولوپه اوبو کی فلورید اوبورات مقدار دی دWHO نړی وال سازمان دفلوراید غلظت په اوبوکی ۱.۵ ملی ګرامه اودبورات مقدار ۱ ملی ګرام په لیترکی توصیه کوی په ګرمو مناطقو کی چی داوبو دڅکولو مقدار زیاد وی دفلوراید اوبورات مقدار هم باید کم وی دفلوراید اوبورات دمقداردزیادښت سره په اوبوکی په غاښونوکی سپینی اونصواری لکی پیداکیږی اود هډوکو د نرمښت سبب کیدی شی .
تحقیقاتوښودلی چی دځمکی لاندی اوبوکی دفلوراید اوبورات مقدار زیاد وی .
  په المان کی دمعدنی اوبودبوتلوپه سر لیکل کیږی چی دفلوراید اوبورات مقدار ۱.۵ ملی ګرام په لیترکی دی .
په هیوادکی دبوتلی اوبو کلتور نوی منځ ته راغلی هغه کسان چی دبهر نه هیواد ته راځی زیاد په بوتلی اوبو تکیه لری حال داچی بوتلی اوبه که په صنعتی هیوادو کی د ساده اوبو څخه ډکیږی په بی قانونه هیواد کی د کوهی یا لښتی داوبو څخه ډکید ی نه شی ؟
تقلب په هره برخه کی شته اوډیر باید مطمین نه اوسو.
په هیوادکی داوبودتصفیه اسانه طریقه:
دځمکی لاندی اوبو،دسطحی لښتیواوبوپه باره کی موولیکل دڅښاک اوبوخوصیات مو یویو په ګوته کړدځمکی لاندی اوبو اودسطحی اوبو دککړتیاله امله دڅښاک دپاره مستقیا لازم او مناسب نه دی په بوتلی ساده اوبو ،په بوتلی منرالی اوبوهم مطمین نه یوچی ایا په رښتیا منرالی دی ؟ اوچاڼ (تصفیه )شوی ؟ ډک بوتلی اوبه هم مفت نه دی نیم لیتراوبه په لس افغانیوکیږی اودانتقال مصرف غواړی دتصفیه جوړشوی ماشینونه چی بازارته راغلی لوړبیعه لری  
داوبو جوش کول اقلادپنځه دقیقودپاره اوبیاسړول دټولونه ښه،اسانه،ارزانه اوموثره طریقه ده .
جوش کړی اوبوته دمزی لپاره هواورکړی اوبه مزه دارکیږی اوبیا یی نوش جان کړی .

اخیستنه :
هاشمی ، دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ، ۱۳۹۳ل ، د څښاک وړاوبه ، د کتاب د چاپ چاری مومند خپرندویه ټولنه ، جلال اباد