د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تبلیغی جماعت ؟

الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمی ) 24.08.2016 12:33

تبلیغې جومات ته د ماښام لمونځ د ادأ کولو لپاره لاړم چې گوندی د اجتماع خبری واورم لمانځه ته پوره پنځه څلويښت دقیقی پاتې وی. د جومات په څو کنجونو کې ډله ډله ، او ډلګۍ ډلګی کسان ناست وو. سپینې خولۍ ګانې ، دوشملې والا لنګوټې یې پر سر وه، د ځینو په ټنډه کې تور خاپ له ورایه معلومېده او ځینو یې پر سپین ساک داره کالیو واسکټ هم اغوستۍ و. د جومات په هره غاړه کی کاسی ،کمپلی او بکسونه ښکاریدل .
زه هم جومات ته د ورتگ په تکل جومات ته د ننوتلو په لار کې د جومات د ننوتلو لار ښود کس هر چا ته لار کې ولاړ وو هرچا ته به یی بیل بیل ځای ښوده مونږ هم دري تنه وو دری واړه دری بېل بېل ځایونو ته ستانه کړي شوو زما په تن کې جامي سپینی وئ سپینه جا لي خولۍ مې په سر وه او سپین نازکه څادر مې په اوږه وو د لارښود په لارښوونه او همکاري جومات داخل ته رهنمایی شوم دوه نور ملګری مې چی اصلی تبلیغیان وو د جومات په صحن کې پاتی شوو نوری خبری به تیری وئ له هر کنج د جوماته ما یوه خبره اوریده چې درې ورځي لپاره اراده وکړی او څلویښت ورځو لپاره اراده وکړی. ...د دوی په عقیده د سختیو زغمل،اخلاقی او رو حانیو خصوصیاتو تقویه کوونکی دی او نور ..... کلنۍ لویه اجتماع وه ، د افغانستان له ګوټ ګوټ نه خلک راغلي وو د جومات نه بهر وړی وړی خیمی وهل شوی وی پهره داران د اوږدو لرګیو سره ولاړ وو، ددی خلکو لویه اجتماع په رائیوند کی چی د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور کی دی له کال ۱۹۴۹ م را په دیخوا کیږی صورت مو می چی وروسته له حج څخه لویه اجتماع ګڼل کیږی خلک په اجتماع کې په ډلګیو ډلګیو ویشل شوی وو او هره ډلګۍ خپلي خبري کولې د دی خلکو په باره کې ډیر معلومات نه لرم یواځی څو خبری می واوریدی او هغه هم بل څه نه وو ، ویل کیده اراده وکړی اراده وکړی ځینو به لاس جګ کړ په مخ کې ولاړکس به غږ کړ جزاک الله نور به یی لاس کوز شو، یوه جالبه خبره خو دا وه سره له دی چی زه د ماښام لمونځ په جماعت کی په اول صف کی وم په لاود سپیکر کی اذان ونه شو او ما ددی جومات د اذان اواز هم اوریدلی نه دی له لمونڅ څخه وروسته می له یوه ملا صاحب نه چې نورو را په ګوته کړ پوښتنه وکړه هغه خپله نا خبری له بل کس څخه وپوښته ایا اذان ونه شو ؟ او دا کس بی له خدای پامانی او نورو خبرو له خبرو لاړ که څه هم ما پری غږ هم وکړ خو نوموړی له خبرو ډده وکړه ، نه پوهیږم د تبلیغیانو په جومات کې به همداسی وی او اراده کول به زما د تحلیل سره سم وی او که نه.. ..؟ و می غوښتل تاسو لو ستونکو ته د (اراده ) کلیمه په علمی ، فلسفی تحقیق تحلیل او وړاندی کړم زما په فیسبوک صفحه او د www.tolafghan .com کی یی لوستلی شي
تبلیغ ته په انگلیسی Advertising وایی چې په اجتماعی ژوند کې ژوره ریښه لري په پښتو تبلیغی جومات په اردوکی تبلیغی جماعت، به عربی کی جماعة التبلیغ وایی ،چی ویل کیږی په کال ۱۹۲۶ م کی له هند څخه شروع شوی ده چی د دیوبند مکتب اصول دی تبلیغ کوونکی یا مبلغ کوښښ کوی چې د خپل عمل پواسطه مقابل لوری وهڅوی او لازمه فردی اګاهی ورکړی چی دا هڅه د ډول ډول کوښښ سره ترسره کوی .
خبرداری (آگهی ) هغه مطلب دی چی د فرد یا دستګاه پواسطه د خلکو د اګاه کولو په موخه اماده کیږی او په چاپی اوپه ژبه وی خو د تبلیغیانو اکهی یوازی په ژبه دی .
تبلیغی جماعت مدعی دی چی هیڅ مذهب ته کار نه کوی خو لمونځ کولو طریقه یی د حنیفیت وه دوی خپل شپږاصول لری په هغه عمل کوی د دی ګروپ د مخالفانو څخه پاکستانی بریلوی ګروپ وایی تبلیغی جماعت د وهابیت او دئوبندی عقیدی ترویج کوونکیدی .
په هرترتیب مونږ دلته یوازی د موضوع یو اړخ څیړو هغه هم د ادی : تبلیغی جماعت چی له هند مملکت څخه شروع او منشاء اخیستی د ه اوس په پاکستان کی یی زور میندلی اوتقویه کیږی لویه اجتماع په رائیوند کې د پاکستانی استخباراتو په مستقیمه او ټولو امکاناتو ، مالی ، ځآنی او نورو امکاناتو کیږی او داسی انګیرل شوی چی ددی ګروپ خلک یوتعداد ناخبره اویوتعداد نوریی شعوری اوس هم د استخباراتی کړیو په لاس کی د ی او په لومو کی بند دی .
الله ج په قران کریم سورة النسا ء ۱۳۵ ایة کې فرمایی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيّاً أَوْ فَقَيراً فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيراً } [نساء:۱۳۵ ایة ]
ژباړه : ای مومنانو ؛په انصاف کلک ودریږی اوباید دالله ج لپاره شهادت ورکړی که څه هم ستا سو دموروپلار اویا خپلوانو پر خلاف وي، هغوی بډای وی که مسکین ځکه چی الله ج تر تاسی پرهغوی ډیرمهربان دی ، نوچی د انصاف تله موپه لاس وه ، نوباید دهویُ اوهوس مننه ونکړئی اوکه په شهادت کې ژبی واړوئي اویا د شهادت له ویلو ډډه وکړئي نوبی شکه چې الله پاک ستاسی له کړوښه خبردی – نساء ۱۳۵ایة
ښه ژوند زمونږ د خپلو هڅو مستلزم دی چی معمولا په قراره او د وخت په تیریدو تر لاسه کیداي شې په خبرو اواعمالو کی د نا سمه کلیماتو ویل او د ناسمو اعمالو اجراء هغه څه دی چی نا خبره د حقیقی ژوند مفهوم په بله خوا ګرځوی باید د خپلو ټولو کردار او ګفتار کلک مراقب اوسو یعنی د ژوند ارزښت د انسان په صالح عمل او نظر کی دي داسی و نه شی چی په لویه لاس نا خبره په لویه ګناه اخته او په لویه کنده کی ولویږو او د حقیقی ژوند له مزایاو څخه محروم شوو .
العیاض باالله