د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ملګري ټولنې په غزني کې خپل فعاليتونه وځنډول

مجيد ژړاند 01.12.2016 13:26

کليوال ملګري ټولنه په غزني کې يوه خپلواکه، ناپېيلې او بې پرې ټولنه ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په غزني کې خپل فرهنګي، مدني او کلتوري فعالیتونه تر سره کوي او له دې لارې يې ډېر فکرونه روزلي دي.
د لېندۍ میاشتې په اوومه نېټه د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په ياده ټولنه تور پورې کړ، چې کليوال ملګري ټولنه د پاکستانۍ ای، ایس، ای منحوسې استخباراتي شبکې سره اړيکې لري.
کليوال ملګري ټولنې د رهبري شورا د پرېکړې سره سم په غزني کې په احتجاجي توګه خپل فعاليتونه ځنډوي او د يادې موضوع د سپيناوي په موخه امنيت شورا، د کورنيو چارو وزات، لويې څارنوالي، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، مدني ټولنو او د بیان ازادۍ له سازمانونو سره په رسمي ډول شريکه کړي، تر څو د يادې موضوع د جدي څېړنې په موخه ګام واخلي.
په کليوال ملګري ټولنې داتورونه په داسې حال کې لګول کېږي، چې د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په امنيت شورا، کورنيو چارواو دفاع وزارتونو باندې د فساد، بډي اخيستلو او درغليو غير مسوولانه تورونه لګولي دي.