د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مورې!

مجيد ژړاند 14.06.2015 12:58

زه درنه څنګه مننه وکړم؟ ستا سترګو ته څنګه وګورم؟ په کومو تورو دې ستاینه وکړم؟ مورې تا خو چې په غېږ کې اخيستلم دمينې درس دې راکول، له تا پرته به يوه شېبه راباندې کال هومره شوه، تا به راته دهمزولو سره دسیالۍ ويل، چې ښوونځي ته لاړشه!
درس ووايه! استاد به دميني توري درزده کړي، تا به دپرمختګ په لاره سم کړي، تا به د ژوند او مينې په ارزښت پوه کړي، تاته به ډېر څه درزده کړي.
مورجانې! ستا سپېڅلی زړه، ستا سپېڅلې هيلې مې په ياد دي، خو څه وکړم؟ نن د پاڼ او پړانګ تر منځ يم، نه پوهېږم، ولې ستا د هيلو خلاف شوم، هغه استاد چې ګواکې ماته به قلم په لاس راکوي، ماته يې ټوپک رازده کړ، زما په وجود يې ګردني را وتړله، هو همدا يوه خبره راته کوي، چې اوس دجهاد وخت دی،اوس دزدکړې وخت تېر شوی دی، چې په هيواد کې شرعي نظام حکيم شي، نو بیا به ستاسو دزدکړو لپاره لاس په کار شو.
مورې! زموږ ښوونکی يواځې دوژلو او وېره خپرولو درس راکوي، زموږ ښوونکی راته وايي، هوښ کوه، چې دچا په خونه کې لګېدلی څراغ پرې نه ږدې.
زموږ ښوونکی راته وايي، چې په وژنه کې ثواب دی، مورجانې! ستا او دښوونکي دخبرو تر منځ زيات توپير دی، تابه راته ويل له لارې اغزی لرې کړه، ثواب به دې وشي، خو ښوونکی صيب! راته وايي چې لاره ورانه کړه، همدې کې ثواب دی، ښوونکی مې حقدار دی، تابه له همزولو سره دمينې راته ويل، خو ښوونکی صیب! مې دکرکې سپرغۍ تازه کوي، تابه دهمزولي سره دمرستې راته ويل، خو ښوونکی صیب! وايي چې له هيچا سره مرسته مه کوه، موږ چې دې په کوم لورې برابروو، له هغې لارې به يو خوا او بل خوا نه ګورې.
زموږ ښوونکی هم زيات مهربانه دی، هره شېبه راته له بازاره نوي جنګي فلمونه راوړي، چې دیرغلګرو په شوبلو داور لمبې تاوېږي، ماته يې ښکاره کوي، چې مغز مې ارام شي.
مور جانې! ته مې هېره وي، زه مې دخپل استاد په نغوته عمل کوم، استاد که دچا دمرګ راته ووايي، نو هغه شېبه مې بيا له تنه سر غوڅ کړی وي.
خو ناڅاپه ! هو ناڅاپه نن له هغه وروسته بېرته ستا دهغې مينه ناکې غېږې په لټه کې يم، چې راته دې دمينې درس راکول.
نن زموږ ښوونکي ديو ځوان دوژلو امر راباندې وکړ، زه هم لاړم او داستاد غوښتنه مې پرځای کړه، خو لا څو قدمه وړاندې نه وم تللی، چې يوه مېرمن لوڅ سر او لو څې پښې له کوره راووته کريږو يې زما په زړه اغېز وکړ، هغې دخپل ځوان زوی جسد په غېږ کې ونيو، په چيغو، چيغو يې ژړل ظالمانو ته يې ښېراوې کولې، دلوی څښتن دربارته يې لاسونه لپه کړل، چې ایې لويه خدایه! سلګيو دخبرو ځواک ترې واخيست، په بدن يې لړزه خوره شوه، زه ډېر زړور وم، له ډېرو یرغلګرو سره مې جنګ کړی دی، خو نن چې مې ددغه مور حالت وليد، زما زړه يې دموم په شان نرم کړ، ما ته ښوونکي صیب! وويل چې موږ او تاسو خپل خوېندو ته پړوني په سر کړو، خو ما نن مور سرتوره کړه، ما نن يوه خور دغم په ټغره دورور جسد ته کېنوله، ما نن يوه ورېندار دژوند له مينې بې برخې کړه، ما نن يو ماشوم بې پلاره کړ، ما نن څو کورنۍ دوير په لمڅي کېنولې.
اې ربه! تا ته څنګه خپل لاسونه لپه کړم؟ لويه څښتنه څنګه مې دمور هيلې دکرکې په اور کې لولپه کړې؟ اې ربه! زه خو دبښلو نه يم، ته راته دمينې دروازه پرانيزه زما زړه کې دانسانيت ډېوه روښانه کړه، زما زړه ته مينه راستنه کړه.
مورې ! ستا هيلې مې نيمګړې کړې، ستاسو له سترګو مې اوښکې وبهولې، لويه ربه! موږ ته هدايت وکړې، زموږ په هيواد کې دسولې ډېوه بله کړه، لويه څښتنه پرموږ رحم وکړه، موږ دخپلې ټولنې په پرهرونو مالګينې اوبه تويې کړې، نور خو مې دظلم او زياتي له صف څخه جلا کړه.