د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لايق محصل ته

دلاور پردېس 26.11.2016 14:21

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ښه محصل د ځانه سره ښه کوي
خپل د خوښي وړ مطالعه کوي

خپل د ټولګیوالو لاس نیوی کوي
زده کړه په سپېڅلې اراده کوي

نه د ډارمې کتلو وخت لري
نه د ډرامې چا ته کیسه کوي

نه يې ځانه ته مفتي نمرې خوښي دي
نه له استادانو نه ګیله کوي

ښه محصل په دې باندي پوهیږي چي
موږ څه، د نړۍ وګړي څه کوي؟

زده يې وي د درس او د لکچر مفهوم
نور نو دی پرې خپله تبصره کوي

خپل پر استعداد باندي باور لري
ځکه امتحان کي نقل نه کوي

ښه ځانګړتیا دا ده د فعال محصل
سخت درس ته هم زغم او حوصله کوي

درس به يې پردېسه ډېر بې خونده سي
څوک چي فارغ نه وي او کوزده کوي