د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې، د افغانستان د استقلال ياد

سيدجان کارواني 17.08.2016 23:19

په لندن کې، د افغانستان د استقلال ياد
ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنی ټول غړي او رهبري هيئت دنيمګړي افغانستان د استقلال د ياد ۹۷يمه کليزه، په افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان، سيمه او نړۍ کې، ټولو افغانانو ته نيکمرغه، بختوره، پخپلوکې د روغی جوړی لارښود، په نه پخلا کيدونکي دښمن باندی د ماتوونکي سرتاسري افغاني هجوم محرکه، د پوره افغانستان د پوره ازادۍ او د ورور بلوچستان د ازادانه برخليک د ټاکنی دپار د الهام څريکه او منبع غواړو.

د نيمګړي افغانستان د استقلال د ياد سږنۍ لمانځنه په داسی حال کې کيږي چې د جان کیري په لاس د افغانانو د ملي بیلوالي په منظور جوړ شوی څوسری، څولاری اوڅومنزلی حکومت د خپل دوه کلن ننګين عمروروستۍ جنجالي شپې ورځی لنډوي. د افغانانو د ملي مرکزي حاکميت د تباه کوونکي ويش متضادی خواوې د خپل استعماري صانع د خچنو او ناجایزو ګټو دپاره، هره ورځ تربلی زيات، هم ځانونه او هم د افغانانو وياړلی او تاريخي هيواد، ګران افغانستان، د ورکی د پاڼ څنډی ته ورنږدې کوي.
له يوې خوا د افغان ولسونو د تاريخي ملي يووالي د کمزورتيا د هڅو ګړنديتوب او له بله پلوه د هیواد په سياسي، اقتصادي او کلتوري شريانونو کې د هیواد د شتون د دښمنانو د نفوذ وفور د افغانستان او افغانانو هست وبود ته د رښتيني خطر د ګونګړي زنګ دی. .

موږ د افغانانو په ولسي اتحاد، ملي هوښيارۍ، تاريخي درايت او د پايښت او ملي بقاء دپاره د خدای (ج) ورکړي قابليت او بې ساري ملي استعداد په اتکا او د لوی خدای په فضل او کرم دا هيله او توقع لرو چې د افغانانو لوی او پياوړی ملت به ډېر زر د يوه لوی سرتاسري جوړوونکي مصلحت په زور او برکت د خپل ملي – دولتي حاکميت دا موجود، د لويو شيطاني ځواکونو په ګټه او امر مغرضانه، ناسوري او بدرنګ تقسيم ختم کړي، نوي، په خپله ملي اراده جوړ کړي، واحد ملي – دولتي حاکميت ته به د وطن نه د ټولو دښمنانو د لاسونو د لنډولو او د هيواد د بنيادي ابادۍ څرګند لوری او عملي پروګرام وټاکي او وطن او وطنوال به ددې جاري شرم، فقر، درد، رنځ، ځوَر، بې وسۍ او ورکی د خطر نه وباسي..
ومن الله توفيق،
په درنښت
د ټولنی د رهبري هيئت له خوا



د ټولنی مشر
سيدجان کارواني
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفون:
02089938168