د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې د لوی اختر لمانځه خبرتيا!

سيدجان کارواني 01.10.2014 18:58

د لوی اختر د مبارکۍ پيغام
او
په لندن کې د لوی اختر لمانځه ته خبرتيا!
په بريتانيا کې د ميشتو افغانانو ټولنه د سپيڅلي لوی اختر په مناسبت ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو وَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي
د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو، په کوز او پاس کې، په لسګونو لسګونو مېليونونو، تاريخي قدرمنو افغانانو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه تر ادا کولو وروسته زموږ په محبوب تاريخي هيواد، لوی افغانستان کې ددې روان، بلچا پنځَوَلي، ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هيواد د سرتاسري بيا وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د ايجاد او تائمين او ولسي ښيرازۍ دپاره دُعا وکړئ .
د اختر لمونځ د اکټوبر په څلرمه نيټه ، په شنبیِ ، د اختر په اوله ورځ، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څير، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي . تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته د ځوانانو د ميلو،ساتيريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي . دټولنیِ پته
: West Acton Community Centre Churchill Gardens London W3 0JN
02089938168
سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د ميشتو افغانانو د ټولنیِ مشر