د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تروريزم پديدې ته ځغلنده کتنه

ډاکټر لمر 27.07.2016 14:09

په نړۍ کې د تروريزم پديده نوې نه ده، چې له زرهاوو کلونو را پر دېخوا د يو او يا بلې ډلې، حکومتونو او استخباراتي سازمانونو لخوا هلته او دلته پټ يا بربنډ ترور تر سره کېږي، چې بنسټیزه انګېزه يې د خپل نامشروع واک تثبيتول، اقتصادي بري ته په نا مشروع ډول رسېدل او د نورو کاوړيو ټبرونو لاندې کول او د هغوی د شتمنيو غلا کول دي. همدا ډول استخباراتي موسسې هم د تروريزم پديده روزي او د مشخصو موخو لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې تروريستي بريدونه په نېغه او يا هم د خپلو اجنټانو په مټو تر سره کوي. يو شمېر پټ ټولنيز سازمانونه او يا هم ګوندونه د خپل رقيب، چې کېدی شي سياسي واک، مافيايي ځواک او يا هم اقتصادي اهداف يې تر شا پټ وي، نو خپل سيال په تروريستي اعمالو ځپي، خو کله کله اشخاص د اينتريګو، سايکو ترور او شانتاژ قرباني کېږي او د تروريزم په لومه کې نښلي.

د نړۍ د ټولو مودو تروريستي اخوډبونه نشو کولی د يوې ليکنې په اډانه کې راغونډ کړو، خو ځينو بربنډو او پټو پېښو ته به يوه ځغلنده کتنه وکړو، چې د نړۍ د دغه ستر فلاکت، چې ټول بشر ورسره لاس او ګرېوان دی، خو قرباني يې د هر ملت، هر مليت او هر قوم بې وزله خلک ورکوي، خو د مظلومو ملکونو، مظلوم چارواکي هم لکه وربشې د تروريستانو لخوا رېبل کېږي، خو بيا يې خپل خلک د خپلو رهبرانو پر وينو لاړې تو کوي، ډولکونه ورته وهي، انځورنه يې پرې کوي او نڅاوې ورته کوي، چې په دې برخه  کې د افغانستان د سرې واکمني، شنې ملکولطوايفي، سپين امارتي او ننني تکنوکراتي ترويزم هم يوه ښه بېلګه ده.

د دولتي تروريزم مشخصه غميزه کله په يو لوی بشري ناورين اوړي، چې يو دولتي سيستم او يا هم يو لوی ټبر د ټبرونو د لاندي کولو او د خپلې خاورې د پراختيا لپاره نور دولتونه او ملکونه تباه کوي او خلک يې له تېغه تېروي. له بده مرغه کله نا کله دا ډول پراختيا پالنه او دولتي ترويزم د نورو ټبرونو په جينوسايد يا توکموژنه پای ته رسېږي.

په دې برخه کې به د نړيوال جينوسايد (توکمنوژنې) يو څو بېلګې يادې کړم. د تېرې پېړۍ په پيل کې لومړۍ نړيواله جګړه تر سره شوه، چې روسيې، جرمني او يو شمېر نورو ملکونو او همدا ډول تورکيې هم پکې ګډون درلود، چې پايله يې د تورکيې د دولت دړې وړې کېدل شول او د يو ميليون  ارمنيانو په توکموژنه پای ته ورسېدله. په آسترليا کې بيا د چينيايي مهاجرو کارګرانو شمېر د سيمې د انګرېزي اشغالګرو لپاره، چې تر ننه يې آستراليا کابو کړې، يو ټولنيز ګواښ شو، نو د يوې اونۍ په ترڅ کې يې تر یو لکو شل زره چينايي کارګران له تېغه تېر کړل، چې تر ننه يې د توکموژنې مور نه دی پرې لګولی. د آسترليا خونيان نه يوازې چې د انسانانو ترور هغه مهال کړی، بلکې د شلمې پېړۍ په پای کې يې تر شپږ ميليونه افغانالاصله دښتي اوښان سټ کړل، ځکه د آسترليا خاورې او ځنګلونو ته ګواښ ول، مګر آسترياليايي انګرېزي مستعمرانو کولی شوی، دغه اوښان نورو ملکونو ته انتقال کړي وی او يا دا چې حلال يا ضبحه کړي وی او غوښه يې غريبو او بېوزلو ملکونو ته هديه کړې وی.

بايد ياده شي، چې «توکموژنه» يوازې د تېرې پېړۍ يا د چنګېز خان په حُکمرواييو کې نه ختمېږي، ليا د شلمې پېړۍ په پای کې هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې توکموژنه تر سره شوې ده، چې په آسيا کې د شريلانکا د نظامي ځواکونو لخوا د تمېل د خلکو توکموژنه، په افريقا کې د رواندا او په اروپا کې د سېربيانو لخوا د مسلمانانو ژونوسايد ته نغوته کېدلی شي او نن سبا د سوريا، عراق او ليبيا د وګړو وژنه هم توکموژنې ته ورته کېږي او افغانستان کې خو دا دي د څو لسيزو په بهير کې په ميليونونوافغانان وژل شوي دي، چې پرته له توکموژنې بل تعريف نه لري!  

انګرېزي، جرمني او روسي پراختياپالنې اروپا او نړۍ په دويمه نړيواله جګړه واړوله، چې د اروپايي ملکونو تر څنګ د شرقي آسيا جاپان او د لوېديز انګرېز او امريکا هم پکې ښکېل شول، چې د څوکلنې جګړې په ترڅ کې تر ۵۶ ميليونه خلک پکې ووژل شول، چې د سابقه شوروي د وژل شويو وګړو شمېر يې تر ۲۶ ميليونه او د جرمني دووژل شوي شمېر يې تر ۱۸ ميليونه خلک تخمين شوي دي، چې جګړې د پاڼو پر مخ او په عملي بڼه د یهودانو د توکموژنې په نامه او د انګرېزي امپراتوري په دړې وړې کېدلو پای ته ورسېدله، خو د نوي دولتي او پراختياپالنې د «سړې جګړې نړيواله پاڼه يې پرانيستله»، چې ډېر ملکونه ليه تر ننه د سړې جګړې قرباني ورکوي.

د سړې جګړې په بهير کې د دولتي مشرانو د قربانيو شمېر له لسهاوو اووښتی دی، چې امريکايي استخباراتي موسسو لکه «سي آی اې» او کېدی شي همدا ډول «اېف بي آی» د کيوبا د فيډل کاسترو د وژنې تر ۷۰۰ پلاونونه جوړ کړي ول، خو فيډل کاسترو ژوندی ترې وخوت، خو پاتريس لومومبا د سړې جګړې په تر څ کې سر پکې وخوړ، ڼايريګو پکې عمرقيد شو او زموږ په ملک کې حفیظ الله امين د شوروي د «کې جې بي» او يا هم د «ګې اېر او يا ګرو» په مټه د الفا ګروپ په نظامي مداخله کې له منځه يووړل شو او د مرګ نه مخکې يې هم ورته ګڼ پلانونه جوړ کړي ول، چې په کوکاکولا کې ورته د زهر ورکول او يا هم د دېمزنګ په لاره د سنايپر «نشان زن» په مورچل کې کېنول هم د يادولو وړ دي، چې د روسانو دغه تروريستي پلانونه په ناڅاپي بڼه شنډ شول، خو حفيظ الله امين هم خپل معنوي پلار او سياسي سيال نور محمد تره کی د انکرو منکر ميلمه کړ.

وروسته له دويمې نړيوالې جګړې ګڼشمېر ملکونه خپلواک شول، چې هندوستان هم په ۱۹۴۷ کال خپله خپلواکي تر لاسه کړه، خو د افغانستان تر څنګ پاکستان هم لکه يو سيمه ييز ناسور را منځه ته شو، چې تر ننه د افغانستان خلک ترې کړېږي او د ډيورند کرښه د افغان ولس د پښتنو پر زړه راتېره شوې ده، چې وروڼه قومونه يې سره بېل کړې دي او دا دي په وروستيو ۴۰ کلونو کې کله د مجاهد، کله د طالب او کله هم د داعش په نامه يو شمېر جګړه پال افغانستان ته رالېږي او نننی اوږدمهاله ناورين يې رامنځ ته کړی، خو په افغانستان کې دننه هم له بده مرغه کله د روس مريان، کله د پاکستان جهاديان، د ايران پاسبانان او کله هم د امريکا غلامان د واک پر ګدۍ ناست دي، چې افغان ملت يې هم اغوا، هم غافل او هم يرغمل کړی دی.

له بده مرغه د نړۍ حُکمروايي هم د وحشي حيواناتو د ځنګل په بڼه ده، چې زور بالای زور دی! د نړۍ لویو اقتصادي موسسو لکه د تيلو کانسرنونه (شېل، برېتيش پطروليم، لوکايل، ګلف او ګڼشمېر نور)، د مخابراتي انترنيټي او د ميکرو تکنالوژي د نړيوالو موسسو لکه مايکروسافټ، اّپل، دېل او نور، چې د نړۍ ۸۰ سلنه سرمايه يې په لاس کې ده، چې په نړۍ کې يې مستعمراتي يوه نوې اقتصادي امپراتوري رامنځ ته کړې ده، چې هم بزګر، هم کارګر او هم ډغر يې له آيفونه را نېولې تر آيپد او تابليته پورې اخلي، چې په غير شعوري ډول د همدغو اقتصادي کانسرنونو د پياوړتيا او د مظلومو ملکونو د کاوړتيا او بې وزلتيا سبب ګرځي، چې تېل، طبيعي زېرمې، ځنګلونه يې پرته له پوښتنې يرغمل کېږي او خلک يې د غلامي په ذهنيت کې روزل کېږي.  

وروسته له دويمې نړېوالې جګړې د شوروي اتحاد په نظامي ماشين سوسياليستي تروريزم رامنځ ته شو، چې روسانو ورته د سوسياليستی سيستم نوم ورکړ او په وچ زور او سياسي تروريزم يې ګڼشمېر ملکونه په سوسياليستي سيستم کې ورګډ کړل او سړه جګړه يې يو نوي پړاو ته ورسوله، چې بل اړخ ته يې د ناټو نظامي جوړښت او امپرياليستي تروريستي استخبارتي موسسې پياوړې شوې، خو د زور آزمايي ډګرونه يې بېوزله ملکونه شول.

د روسانو او امريکایانو په ناورين کې ډېر ملکونه په دوو برخو ووېشل شول، چې لکه بېلګه کولی شو، يمن، ويتنام، کوريا، آلمان او ګڼشمېر نور ياد کړو. افغانستان هم د شمال او جنوب په ذهنيت کې رانغښتل شوی وو، چې په مزار شريف کې د روسانو په نوښت د شمالي افغانستان د دولتي ماکېټ جوړېدل، چې په ۱۹۹۲ لمريز کال کې وروسته د مرکزي دولت له نسکورېدلو نه د افغانستان واکمني په جهادي ملکولطوايفي وواښته او د روسانو خوب او خيال په واقعيت وانوښت، مګر افغان ولس يې په خپلمنځيو جګړو کې ښکېل کړ او تر ننه قرباني ورکوي.

د دولتي تروريزم بېلګې همدا ډول په امريکا کې د جي اېف کينېډي وژل، د رونالد رېګن وېشتل او د نيويارک د تجارتي مرکزونو نړېدل، ټول د همدغه دولتي تروريزم يوه نه بېلېدونکې سلسله ده، چې د کېنيډي په پلمه اسولد ووژل شو او د رېګن په جرم يو تن له ماشينداره سره ونيول شو، مګر د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱ نېټې په پلمه يې په ټوله اسلامي نړۍ د تروريزم تور پورې کړ او د ملګرو ملتونو د منشور پر خلاف يې په ګڼشمېر ملکونو بربنډ تېري وکړل، چې بېلګه يې افغانستان، عراق، ليبيا، سوريه، يمن، سعودي، فلسطين، ماليا، سوماليا او د فيليپين ابو سياف کولی شو ياد کړو.

د تروريزم وراشه تل د سياسي او نظامي اهدافو لپاره د خپل مخالف پر ضد کارول شوې ده، چې په دويمه نړيواله جګړه کې د جرمني فاشيستانو هم خپلو ټولو مخالفينو ته د تروريست خطاب کولو، روسانو بيا د انقلاب ضد يا کونترورولوسيون يا انتيسويتيست «انتيسووېتيکوس» وارشه کاروله او امريکايانو بيا د کمونيست په نامه هر څوک ځپل، خو په افغانستان کې بيا شمالي ولايتونو کې د باسماچ او په مرکزي او جنوبي برخو کې د اشرار وراشه خپلو مخالفينو ته کارول کېدله، چې نن سبا بيا هر افغان د طالب، داعش او تروريست په نامه وژل کېږي.

د سړې جګړې په پايله کې، چې د وينو ډک ډګر يې افغانستان وو، د شوروي اتحاد په نامه یو ساختګي مملکت ټوښټوک شو او شوروي سوسيساليستي جمهوريتونو په خپلو کې سره وخوړل، چې په روسيه کې بيا د چېچن، داغستان، ابخازيا، غُرجستان، دنيپروپيتروسک او نن سبا د اوکراين او کريم ناورينونه د پام وړ دي.

روسانو د تروريست تر نامه لاندې په چيچينستان، غُرجستان، داغستان او نور سيمو باندې ماتم او پر اوکراين يې تورتم جوړ کړ. د چېچينستان منتخب رئيس جمهور جهار دودايف يې د موبايل تليفون په ليکه ترور کړ او مسخادوف يې د سولې د خبرو په پلمه له خپلو ټولو ملګرو سره ترور کړ او په چېچينستان يې بربنډ يرغل وکړ. د نننۍ مُډرنې روسيې د سياسي ترور قربانيان ډېر دي، خو په لندن کې د پولونيوم په مرسته د ژورنالېست ليتوننکو وژنې او په ګردن بند د بېرېزوسکي ځندۍ کېدل او په ايماراتو کې په کمپيوټري بمونو د چېچني ولسمشر ظالمبايف بربنډ ترور او په مسکو کې د نېمڅوف ترور ته نغوته کولی شو.

امريکايان هم په خپل وار د ترور لمنه پر ټوله نړۍ خپره کړې ده، خو خپل مخالفين په ډېره ډنډوره او بې آبي وژني، چې د بېلګې په توګه د صدام حسين، معمروالقذافي، پاتريس لومومبا، چايوسيسکو او نورو ته نغوته کېدلی شي. افغانستان هم د روسانو او امريکايي تروريستي پاککاريو مستثنا نه دی، ځکه د روسانو په نغوته مير اکبر خيبر ترور شو، چې پايله يې سره غميزه شوه، بيا د روسانو په دسيسو کې نور محمد تره کی او بيا حفيظ االه امين ترور شول او ببرک کارمل يې د افغانستان نوين واکمن کړ! او ډاکټر نجيب يې د سوسياليستي آرمانونو قرباني کړ.

افغانستان نن هم د تروريزم او لاسپوڅو واکمنيو قرباني دی، يو ورته غل کړي او بل ورته بَبو کړي، چې قرباني يې بيا هم افغان ولس دی. په افغانستان کې د امريکايي يرغل ۱۵ کال پوره کېږي او افغان ولس په بربنډه د امريکايي ډروڼي ترور قرباني دی، ځکه له څو زرو ترور شويو څخه کېدلی شي لس تنه يې د افغانستان د تحميل شوې جګړې د وسلوال مقاومت يو شمېرغړي وي، مګر اکثريت يې افغان ملکي وګړي دي. لکه لوټر کينګ به ويل، چې «I have a dream!»، خو اوباما بل تورپوسستی بيا وايي «I have a Drone!»، چې د امريکايي ترور دولتي ميکانيزم ته نغوته کوي. بل پلو ته د اسلام تر نامه لاندې عربي ملکونه يا بډای شېخان هم خپل غچ له امريکايانو د افغانستان په خاوره کې اخلي او د جګړې تود او له وينو ډک ډګر يې بيا هم د افغان ولس خاوره ده، چې وايي «خاوره هغه سوځېږي، چې اور پرې بلېږي!».

 

د ۱۳۹۵ کال د زمري مياشتې په دويمه نېټه د کابل په ښار کې يوه مظاهره وه، چې د يو شمېر شارلتانانو لخوا، د خلکو د احساساتو څخه د منفي ګټې پورته کولو په موخه رابلل شوې وه، چې بل پلو ته د قومي جګړو شمله دارانو پکې انتحاري بريد وکړ، چې قرباني يې بيا بېوزلو وګړو ورکړه، مګر پروني ډنډوره چيانو او نننيو مخکښانو يې ځانونه ښوی له موضوع تېر کړل، خو پوښتنه دا ده، چې ولې د افغانستان وګړي د احساساتي خبرو قرباني کېږي او د يو شمېر سياسي شارلتانانو په تبليغاتو تېر وځي.

د هزاره وروڼو په وينه محقق، کريمي، بهزاد او داسې نور د واک تر ګدۍ ورسېدل، ځمکې يې غضب کړې، شهرکونه يې ځان ته آباد کړل او له شريعت سره يې سم  چا دوې، چا درۍ او چا هم تر څلورو پېغلې سوروۍ کړې! خو هغه د باميان غريب، بېوزله، بې سواده، ناروغ او ټوښټوک هزاره په ژوند کې په دغو ۱۵ کلونو کې کوم مثبت تغيير راغلی دی!

ازبک وروڼه هم د يو شمېر سياسي شډلانو لخوا يرغمل شوي دي، چې د دوی ليډران هم په قصرونو کې  ژوندونه کوي او په هر ولايت کې د يوې ماڼۍ خوبونه ويني! يو شمېر به د سرتېر او يا ملېشې په نامه له ننګه ډک شنه ډالر تر لاسه کوي او د خپلې سيمې افغانان به ځپي، مګر د ازبکو اکثريت قوم هم د دغو سياسي شډلانو له لاسه قرباني ورکوي.

تاجک وروڼه هم کوم خاص ژوند نه لري، نه بدخشان، نه تخار، نه بغلان او نه هم مزار و سمنګان کرار دي، کُندُز خو نن طالبان نيسي او سبا يې حکومتيان! کله يې يو او کله يې بل د سيمې خلک وژني، خو سياسي، معنوي او اقتصادي ګټې بيا همغه د ګوتو په شمار سياسي خډلان تر لاسه کوي، خو خپل خلک له نورو سره جنګوي.

پښتانه هم په خېل او زيو سره وېشل شوي دي، څوک د لوی کندهار، بل د لوی ننګرهار او نور بيا د لويې پکتيا ټټر وهي، خو په لويو لارو به يې د رفعالحاجت لپاره يو خاکانداز هم نه لري، جومات او هوټل خو بيا څه کوې! په همغه راده کې چې استنجا وهي له همغه راده بيا اوبه څښي! مګر لاپو او پټاکو ته به يې د دوبی بُرجالخليفه هم نه ټينګېږي. د پښتنو پر سر هم د شډلانو، خډلانو او بېکارانو خپسکه سوره ده، چې هم يې په درانه خوب خوبولي او هم يې د ستوني سا پرې بنده کړې ده.

د دېمزنګ د وروستۍ مظاهرې په ترڅ کې د تروريستي پېښې په درشل کې، ښاغلي اشرف غني د «غازي عبدالوکيل خان نورستاني» د دېمزنګ ترافيکي چوک، د شهدا د چوک په نامه فرماني کړ، چې د هزاره قوم يې په خپل ذهني ترور، کېدلی شي خوشاله کړی وي، خو د افغان ولس بل ټبر «نورستانيان» يې د وېر په ټغر کېنول، ځکه دغه چوک د غازي عبدالوکیل خان نورستاني د هېوادپالنې په شګوم کې د هغه په نوم ياد شوی دی، نو اشرف غني د کوم حق او د کوم صلاحيت په ترڅ کې د افغانستان تاريخي ارزښت ته سپکاوی کړی دی او د دغه فرمان حقوقي او تاريخي بنسټ څه دي! يا دا چې دا هم د شنو ډالرو وټې دي، چې هر څوک خپلې ملنډې پرې وهي.

له بده مرغه وروسته له سرې غميزې کمونيستانو د جلال آباد ښار په تړون ښار، نادريه لېسه يې په عمر ليسه او د پوهنتون سړک يې د «جاده سه عقرب» په نوم واړول او په نورو سيمو کې به يې هم سوسياليستي بدلونونه رامنځ ته کړي وي او مجاهدينو هم ډېر څه جهادي کړل او د امريکايي تيکنوکراتانو په لاسپوڅي کې هم د «خواجه رواش نړيوال ډګر» د کرزي په نامه، د تعليم و تربيې پوهنتون د رباني او حربي پوهنتون د فهيم په نامه ونومول شول، چې بېلګې يې په نورو ولايتونو کې هم ډېر دي.

د کاذبي نومونو په مقابل کې افغان ملت خپل ملي ذهنيت لري، نو پخپلو کې هېڅکله هم دغه پورته بدلونونه نه مني او حتی په خپلو ليکنو او خبرو کې جلال آباد تل جلال آباد یادوي، د کابل هوايي ډګر، نادريه لېسه، حربي پوهنتون، تعليم و تربيه پوهنتون ټول په خپلو اصلي ولسي نومونو يادوي، نو نه به دېمزنګ شهدای صالحين شي، نه به خوشال مېنه، شېر پور شي او نه به شاه دو شمشېره فخرالدين شي، ځکه نو نننی دولت هم بايد خپل سياسي شېطانت ته د پای ټکی کېږدي، ځکه ملت په دې څو لسيزو کې هسې هم ډېره قرباني ورکړې ده.

وروسته د شوروي اتحاد له ټوټې کېدلو په نړۍ کې له بده مرغه يوه نوې لوبه رامنځ ته شوې ده، چې يو پلو ته د امريکا يکه تازي او بل پلو ته بيا د روسانو او اروپايانو ترپېدا ده، چې له امريکايي امپرياليزمه ځان خلاص کړي، خو له بده مرغه چې دغه ټول ځبرځواکونه خپله زورآزمايي په وروسته پاتيو ملکونو کې کوي، چې د يو او يا بل ملک وګړي د خپلې پراختياپالنې قرباني کوي.

په عراق کې يې يو مضبوت دولتي سيستم له منځه يووړ، چې عراق يې په شيعه، سوني او کوردي واړولو او د داعش حبا يې ورته جوړه کړه. په ليبيا کې يې هم داسې ناورين رامنځ ته کړ، چې خپل سفير يې لوڅ کونی ورته وځړولو. په سوريه کې يې هم د حلوي، حنفي، شافعي او وهابي تبۍ په وينو سره کړه، چې روسانو هم بې پوښتنې بمبارۍ پرې وکړې، چې نه يې کلی او نه هم کور ورته پرېښود او خلک يې د روسي بمونو قرباني کړل.

د افغانستان حالت خو ټولو ته څرګند دی، چې د ۱۵ کلونو په ترڅ کې په لکهاوو خلک ووژل شول، په ټولنه کې يې واک يو شمېر شډلانو او قومي خډلانو ته ورکړ، چې چا بنګلې جوړې کړې، چا فابرېکې روغې کړي او چا هم بندېخانې پکې تآسيس کړې، چې د ملت په ځپنه کې يو له بل سره مرسته وکړي! افغان سياسون هم د دغه ټولنيز انارشي څخه په پراخه پيمانه ګټه پورته کوي او ملت نور هم د يو او بل پر ضد پاروي، که داسې نه وي، نو ولې د افغانستان تاريخي ارزښتونه او ملي هويتونه له منځه ځي او د هېواد خلک په لوی لاس يرغمل کېږي.   

پايله

څرنګه چې وينو، افغانستان خو هسې هم د نړيوال تروريزم په لومه کې نښتی او قرباني ورکوي. د افغاني تلويزيونونو د راپورنوپر بنسټ د ورځي تر ۱۵۰ يا ۲۰۰ شهيدان ورکوي، نو وړانديز دا دی، چې افغانستان يو «شهيد پرور» ملک دی، نو د «شهيدستان» نوم ورته ښايي او له بل اړخه هر ورځ د ماشوم، د ځوان زاړه، مېرمنې، پېغلې او زړې وينې پکې توييږي، نو د «خونستان» نومونه به د فعلي تاريخي پړاو سره ډېره مناسبه نومونه وي. همدا ډول د افغانستان خلک شعر او شاعري سره علاقه لري او «پرنيان» هم دي، نو د نومونو په برخه کې هم بايد د شهيد له توازن سره سم نومونې تر سره شي، چې يو شمېر بېلګې يې په دې ډول دي:  د ښو شهيدناو لپاره: د شهدايي صالحين تر څنګ، د شهدايي مسلمين، شهدایي عزيزين او د نا اهلو لپاره يې د شهدایي منکرين، شهدای منافقين، شهدايي ملحدين او داسې نور وټاکل شي.

د «نوې لوبې» د مبارزې شرايط او توکې هم توپير موندلی دی. دويمې نړيوالې جګړې وښودله، چې قرباني يې د دوی د ملکونو خپل خلک دي او لګښت يې هم پر دوی اوړي او د خسارو مصارف يې هم بايد دوی پخپله پرې کړي، ځکه نو اوس هم امريکا، هم روسيه او هم عربي ملکونه او په سيمه کې هم هندوستان، هم پاکستان او هم ايران او هم شغالان خپله زور آزموينه په بېعقلو، وروسته پاتيو او په قومي نفاق کې ښکېلو قومونو کې تر سره کوي.

د روسيې او امريکا په سړه جګړه کې افغانستان په سره لمبه شو، د پاکستان، ايران او هندوستان په اخوډب کې هم په افغانستان کې نيابتي جګړه تېرېږي او د امريکا او عربي، داعشي او القاعديي په ترينګړتيا کې هم افغان ولس قرباني ورکوي او روسان هم له دغه حالته سؤ استفاده کوي، چې له امريکا خپل غچ واخلي، خو کلاپوشان يې بيا افغانان دي.  د دغه نيابتي تحميلشويو جګړو توګې له راډيو اکتيف تروره نيولې، تر بازاري انتحاريانو پورې دي او د دهشت او وحشت له لارې تر سره کېږي، چې نه د جګړې اصول پکې شته او نه د انسانيت منشور، بس موخه د يو او يا بل سيال ناکامي ده، چې د نورو په وينو او مېنو تر سره کېږي.

 

د يو په پوهې سمبال افغانستان په هيله

ومن الله التوفيق