د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اعلیحضرت ظاهر شاه واکمني ته لنډه کتنه

ډاکټر لمر 21.07.2016 14:12

افغانستان در پنجاه سال اخير

د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه واکمني ته لنډه کتنه

«افغانستان در پنجاه سال اخير» د هغه کتاب نوم دی، چې ما دوې لسيزې مخکې ناڅاپه له يوې کتابفروشي په آمستردام کې  تر لاسه کړ. يو خدای بښلي ملګري مې زه د افغاني مغازې په نيت د يو افغان دوکان ته بوتلم. د خبرو په ترڅ کې ياده شوه، چې دغه افغان کتابونه هم د خرڅلاو لپاره لري. د مغازې په لومړي پوړ کې يې ډېر کتابونه د خرڅلاو لپاره لرل، خو لومړی يې ما ته د مرحوم نور محمد تره کي يو کتاب، چې زما په ګمان «د بنګو مسافري» نومېده راکړ. زما سترګې د «افغانستان در پنجاه سال اخير» پر کتاب ولګېدلې او دغه کتاب مې ترېنه واخيست، چې نن يې منځپانګه د پي ډي اېف په بڼه له هېوادوالو سره شريکوم. بايد ياده کړم، چې د پي ډي اېف چارې يې ښاغلي سيدعبدالله ولي زي تر سره کړې دي، خو ما دغه څو کرښې پرې تورې کړې دي.

تاسو به ډېر څه اورېدلي وي او هرو مرو لوستي به مو هم وي، چي د ملت بابا لږ تر لږه ۴۰ کاله په افغانستان کې ټولواک وو، خو له بده مرغه چې د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه په اړه هغه اړين، ريښتني او بې پلوه څرګندونې لږ تر سترګو کېږي. له يو پلوه په اعلیحضرت محمد ظاهر شاه باندې د خپل تربور او اوښي شهيد محمد داود خان لخوا کودتا وشوه او له واکه لېرې کړی شو او له بل پلوه وروسته له سرې، شنې او سپينې غميزې د همايون محمدظاهر شاه فکري، قومي او اېديالوژيکې مخالفين واکمن شول. د وروستيو ۴۰ کلونو په اوږدو کې يې خپل تبليغاتي ماشين تر وروستي برېده د مرحوم محمد ظاهر شاه پر ضد وکارولو، چې نن سبا يې په ځوان نسل کې هم يو تبليغې غبار د مرحوم محمد ظاهر شاه د واکمني په اړه په اړو دوړو کې پياوړی ساتلی دی.

له نننه لږ تر لږه پنځه لسيزې مخکې ظاهر شاهي ضد غبرګونونه په ننني افغانستان کې رامنځ ته شول، چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کې د کندهار د کرزيو، د جلال آباد د مومندو او د شمالي د اخواني غورځنګونو پاڅونونو ته کېدلی شي نغوته وشي، خو په ټولنه کې يې هرومرو د ټولنيز پرمختګ د ډپ کېدو پيالامې رامنځ ته کړې، چې د چپيانو په مرسته د مرحوم ظاهر شاه تربور شهيد داود خان کودتا پرې وکړه او د افغانستان اوسنۍ اوږدمهاله بدمرغې يې رامنځ ته کړه، چې هم وچ او هم لومد پکې سوځي.

د افغانستان په بدمرغيو کې د داخلي فکتورونو لکه قومي، ژبنيز، سليقوي، آيديولوژيکي او حرصي غوښتنو تر څنګ د نړيوال ځبرځواکونو تبليغي، نظامي، پولي او مستعمراتي ذهنيت هم بايد له پامه و نه غورځول شي. له دويمې نړيوالې جګړي مخکې افغانستان د سوسياليستي روسيې او انګريزي امپرياليزم تر منځ پنجې نرمولې او وروسته له دويمې نړيوالې جګړې افغانستان د سړې جګړې د شوروي او امريکا د ګواښونو د آزموينې ډګر شو، چې پايله يې د روسانو بربنډ يرغل او د امريکايان ټغن مقاومت شو، چې افغان ولس يې دا دي د څو لسيزو په ترڅ کې قرباني ورکوي.

په افغانستان کې د څو لسيزو په ترڅ کې بېلابېل افغاني نسلونه په پرديو ملکونو کې وزېږېدل، وروزل شول او لوی شول، چې نن سبا يې يو شمېر په نړيوال اسلامي بنسټپالنه کې آخته دي، يو شمېر يې د شيعه او سوني په تله کې ځان تلي او نور يې بيا د روشنګري تر پلمې لاندې د پنډېو په لوڅولو او د څڼيو په غوړولو لګيا دي. د افغانستان د خلکو نه درد، نه يې درمل او نه يې هم خيال ورسره شته، نو په داسې حالت کې ما ته هم اړينه وبرېښېدله، چې د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمني په اړه يو کتاب، چې عُمر يې زما له عُمر سره برابر دی او په هغه کال خپور شوی، چې ما په دغه کرغېړنې نړۍ کې سترګې پرانيستې دي، د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د تلين په درشل کې يو ځلې بيا وګورم. پر ځای ګڼم، چې زموږ وېشل شوی افغان ولس دغه کتاب يو ځلې تر سترګو تېر کړي، چې د دې توپير وکړي، چې ټولنيز پرمختګ يعنې څّه؟ او د هېوادپالنې جوهر په څه کې نغښتی دی! ځکه يو شمېر ډالري ليکوالان او په شنو پړسول شوي افغانان، د دې هڅه کوي، چې د ولس سترګو ته خاورې وروشني او په تبليغاتي ماشين کې د ملت سترګې ړندې کړي.

له بده مرغه ډېر ليکوال په دې استدلال کوي، چې په وروستيو څو لسيزو کې نه سرو، نه هم شنو او نه هم سپينو د دې امکانات تر لاسه کړل، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي. کمونيستان په خپلو تبليغاتو کې هڅه کوي، چې اشرار ګرم وګڼي، مجاهدين بيا پاکستان ملامتوي، خو له هېره باسي، چې دوی ټول په همدغه پاکستان کې روزل شوي دي او همدا ټول ننني لشمک تکنوکراتان بيا پړه پر کلاشينکوفي طالبانو اچوي، مګر ملت له ټولو کړېدل، ربړېدلی، ځورېږي او ليه نن هم قرباني ورکوي.

په ۱۳۵۲ لـمريز کال شهيد محمد داود خان د چپيانو په مټه کودتا وکړه او افغانستان يې د شوروي خولې ته ورنېژدې کړ، چې بيا کمونيستانو سوسياليستي کومې ته ورټېل وهلو، چې د افغانستان ۱۴ کلنه سره غميزه يې رامنځ ته کړه او بيا پاکستاني او ايراني مجاهدينو افغانستان د ملکولطوايفي ډګر وګرځولو، چې د امريکايي بربنډ يرغل ته يې زمينه برابره کړه، چې دا دي ۱۵ کاله پر افغان ولس بمونه ورول کېږي او په خپلو درو او رغو کې ويشتل او وژل کېږي.

کله چې جمهوري نظام رامنځ ته شو، نو تبليغات يې روان ول، چې افغانستان د ولسواکي پړاو ته ورننوتلو او د موډرنيزم پر لور روان شو، خو برعکس د داود خان په ۶ کلنه واکمني کې داسې عامل منفعه پروژه تطبيق نشوله، چې د يادولو وړ وي، پرته له هغه يو شمېر پروژو چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کې پلان شوې وې، چې ښه بېلګه يې د مخابراتو د وزارت نوی تعمير، د افسوټر او مکرويانو پراختيا ته نغوته کېدلی شي. د کمونيستانو په واکمني خو پر ښاري او لويو لارو هم دقريزي سړکونو پر سر هم د قيري يا کانکرېټې پولو بندښتونه (جمپونه) جوړ شول، چې موټر په سرعت له پوستو تېر نه شي او مجاهدينو بيا ورته پاټکونه پر همدغو پوستو کې واچول، چې دغه د غلې، فساد، درغلي، دروېزه ګري او بېکاري ذهنيت، نن هم په يو شمېر افغانانو کې شين شوی دی، چې د غربت خښته يې همدغو سرو کمونيستانو کېښودله او مجاهدينو بيا پسې رونق ورکړ او غربي تکنوکراتانو بيا بېساري عوج ته ورسوله.

پوښتنه دا کېږي، چې ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی او بيا د ديموکراتيک جمهوريت او اسلامي جمهوريت په اخوډب کې وران شوی وی، چې هم يې هېواد برباد کړ، هم يې خلک وکړول، هم وينې تويې شوی او هم ټول له سره نيولې تر شنه او سپينه ټول بهر ته مهاجر شول او افغانستان يې له فساد، غربت او بدمرغيو سره لاس او ګرېوان کړ.

که نړۍ ته په لنډه توګه ځير شو، نو وينو چې د انګرېز شاهي دولت دا دی ۵۰۰ کاله د يوې کورنۍ په واک دی، چې وروستي شپیته کاله ملکه اليزابت د واک پر خره سوره ده. په عربستان کې د وروستيو څو سو کلونو په اوږدو کې شاهي حُکمروايي ده، چې د السعود ډله د وروستيو ۲۰۰ کلونو يکه تاز پاچاهان دي، هم د وهابيزم او هم د سلفيزم بټۍ توده ساتي، چې نن يې نړيوال تروريزم د داعش په لمن کې رامنځ ته کړی دی. د شاهي کورنيو بېلګې هم په اسلامي نړۍ کې او هم په نورو ملکونو کې ډېرې دي، چې د لوېديزوالو بېلګه به يې د هالنډ، دنمارک، سويدن، بلجيم، انګرېز، او نور، د اسلامي نړۍ بيا د مراکش حسن زاده، د بهرين ملکزاده او د عربستان سعود زاده او د بوديستانو جاپانيان کولی شو ياد کړو، مګر شاهي او جمهوري ټولنيز لابراتوار او دذهني شخړو ډګر يې بيا افغانستان شو.

اوس مهال هم د افغانستان ګڼشمېر ليکوال يا د تېرې مشروطه خواهي بټۍ تودوي، يو شمېر بيا د جمهوريخواهي ډنډوره غږوي او نور بيا ظاهر شاه يا بل متدين ټولواک ته د سپکو سپورو شپلۍ وهي. د افغاني نننيو ليکوالو فکري سوژه هم په ډنډورو، د ماجرا جويي پېښو او ما ويل تا ويل کې نغښتې ده، مګر د افغانستان د اداري سيستم، ټولنيز پرمختګ، اقتصادي، علمي پروژو او د ژوند د هوساينې کوم څرک نه پکې ليدل کېږي. د نامه تر مخ به يې د اکاډيميسن مختاړی او يا د پوهاند منځتاړی وي، خو ليکنې به يې په ما ويلي او تا ويلي کې نغښتې وي، چې نه ذهني تنده پرې ماتېږي او نه د هېوادپالنې فکري غوښتنه پرې تر سره کېږي.

د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په څلوېښت کلنه واکمني کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمتونه شوي دي، چې د ترانسپورت په برخه کې له کابله تر کندهاره، بيا له کندهاره تر هراته او له هراته تر ميمنه او بيا تر مزاره او له مزاره بيا تر کابله د ۲۰۰۰ کيلومترو حلقوي سړک جوړېدل او په ۱۹۶۳ کال د سالنګ د تونل پرانيستل او له پلخمري تر تالقانه د سړکونو غځول، د يادولو وړ دي. همدا ډول د افسوټر کمپنۍ، د آريانا ملکي هوايي شرکت، چې هغه مهال يې د نورو الوتکو تر څنګ درې د بوينګ الوتکې هم درلودلې او تر ۲۰ زياتو ملکونو ته يې الوتنې کولې، خو کمونيستانو بيه د کشتمند په لاسليک د افغانستان يوه ډي سي ټېن بوينګ «DC 10» الوتکه په نيمايي بيه خرڅه کړه، خو مجاهدينو بيا د افغانستان د وسلوال ځواک نظامي الوتکې هم له ټانګونه سره يو ځای، پسې کباړ کړې.

د هېواد د اداري سيستم په جوړونه کې د ظاهر بابا په موده کې،  د افغانستان واکمني د ۲۸ ولايتونو په اډانه کې رامنځ ته کړه، چې د هر ولايت د ادارې تعميراتي جوړښتونه يې ورغول. په هر ولايت کې د ولايت مقام، محکمې رياست، امنيې قومانداني، مستوفيت او نور اړين تعميراتي واحدونه يې را منځ ته کړل، چې د ننني افغانستان د اداري جوړښت بنسټ يې مضبوت کړ. په هر ولايت کې د ښاري سړکونو او کوڅو په پخېدو کارونه پيل شول، چې د کابل تقريباً ټول سړکونه او کوڅې په قير وپوښول شوي او یا هم کانکرېټي جوړې شوې، مګر نن په کابل کې د سړکونو په ډنډو کې د هېليو تر څنک واړه او زاړه دروېزګر لامبو وهي او موټر پکې ډوبېږي.

د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ کار شوی، چې د کابل پوهنتون، د ننګرهار پوهنتون، د کابل پوليتخنيک پوهنتون، د کابل د طب پوهنتون او ګڼشمېر نور د لوړو زده کړو موسسې لکه دارالمعليمينو، د بيداکوژي انستيتوتونه او ثانوي تخنيکونه په يو شمېر ولايتونو کې جوړ شوي وو، چې د هېواد ډېر مسلکي کدرونه پکې وروزل شول. له سرې غميزې مخکې د مير غلام محمد غبار په حواله، په ټول افغانستان کې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ ښوونځي فعال ول، مګر په ۱۹۹۰کال کې د کمونيستي واکمني د ښوونې او روزنې د هغه مهال وزير ښاغلي بشرمل په خپله مرکه کې ياده کړې وه، چې په ټول افغانستان کې تر ۵۰۰ ښوونځي فعال دي او بيا د بي بي سي د راپور سره سم د مجاهدينو په ملکولطوايفي کې په ټول افغانستان کې نور ښوونځي هم له منځه ولاړل، چې په ټول افغانستان کې د مجاهدينو په انارشي کې له ۱۵۰ ښوونځيو څخه لږ ښوونځي فعال ول، چې د افغانستان بربادي ته په کمونيستي او جهادي واکمنيو کې نغوته کوي.

زما پلار تجارت پېشه وو، نو د شهيد داود خان په واکمني کې هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي ته د تذکرې اخيستلو لپاره تللي وو، چې له نېکه مرغه هم مهال مې د کجکي برېښنايي بند هم وليد او د هلمند د لشکرګاه وړه امريکا مې هم له سترګو تېره کړه، بيا څه موده وروسته د کُندز او تالقان په لوري روان شولو، چې خپلې ځمکې وګورو، نو د شېر خان بندر تر څنګ مو د دغو ولايتونو او نورو سيمو د پرمختګ نښې او نښانې وليدلې. د وردګو د چک بند خو مو په خپله سيمه کې وو، نو کله به چې کوترې ته ولاړلو، د چک د راده پر اوبو به مو د چک بند ته سترګې رڼې شولې.

د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کې د برېښنا په برخه کې هم ډېر کار تر سره شوی وو، چې د کابل په راده لږ تر لږه د دماهيپر، درونټې، سروبي او نغلو بندونه د پام وړ دي، چې د کجکي، چک او جب السراج بندونو تر څنګ يې د خلکو کورونه رڼا کول. په ميمنه، شبرغان او نورو ولايتونو کې د تيلي يا ډېزلي برېښنايي جنريترونو فعالول يې بله بېلګه ده، چې د مازديګر له ۶ بجو د بيګاه تر ۱۲ بجو به يې د خلکو تيارې کوټې رڼا کولې او په مرازشريف کې د کوډ برق فابريکه فعاله وه او په پلخمري کې افغاني سمټ توليدېدل، خو جمهوريخواهانو د افغانستان ټولې شتمنۍ او ارزښتونه په اوبو کې لاهو کړل، مګر لاپو او پټاقو يې ټولې برېښنا پانې لړلې دي.

وروسته له شير علي خانه، بيا ظاهر بابا د افغانستان د نظامي او امنيتي سيستم په برخه په پراخبنسټه کار لاس پورې کړ، چې په مهتاب‌قلا کې يې حربي ښوونځی او په پلچرخي کې يې حربي پوهنتون جوړ کړ، د پوليسو د اکاډمي بنسټ يې کېښود، فرقې او قول‌اردو ګانې يې جوړې کړې او د امنيت اداري او تعميراتي واحدونه يې رامنځ ته کړل، چې دافغانستان په متوازنه پرمختګ او ټوليز امنيت کې يې اساسي رول ولوبلو او افغانستان وکولی شول، د يو اوږده مهال په ترڅ کې خپله بې پلوي وساتي او د خپل مملکت د پرمختګ جوګه شي.

کمونيستي شډلانو او جهادي خډلانو د همدغه افغاني اردو او پوليسو د يو شمېر ناهلو په مټه لومړی خاديستي ذهنيت او بيا جهادي برادريزم رامنځ ته کړ، چې هم يې خپل سر وخوړلو او هم يې افغانستان تباه کړ. زموږ لوستی جنرال له عسکره مخکې ليه له روسيي اروپا ته ورسېدل او بيا امريکا ته ورتېر شول، چې خپل مسلکي ځای يې نننيو ماشيني جنرالانو او ټولنيزو جنجالانو ته پرېښود، چې نه بيا ارودو اروده شوه او نه پوليس پوليس شول، ځکه نو په وروستيو څو لسيزو کې يا د قومي مليشو غوجل دی او یا هم د سیميزو ګلمجمانو غوبل دی، چې پر ولس تېرېږي.

پايله

درنو افغانانو! په دې هیله چې تاسو دغه په ۱۳۴۷ لمريز کال کې په فارسي خپور شوی کتاب، چې زما همزولی دی، په غور ولولی، چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د څلوېښت کلنې ټوالواکي يو څرک درته ولګېږي او تاسو ته د دې ذهنيت پيدا شي، چې په څه ډول خاموشه هېوادپالنه په ځان کې وروزی او له خپلې وسې، پوهې او امکاناتو سره سم د  خپل هېواد د پرمختګ او د خپلو خلکو د هوساينې په اړه يو جوت نظر ځان ته جوړ کړی او د افغانستان د متوازن پرمختګ او توليدي پروګرامونو په اړه سوچ درته پيدا شي، چې په تاسو ځوانانو کې د اتفاق ولولې د هېواد د شېرازي لپاره رامنځ ته شي او نور د ايديالوژي، ديني، قومي او ژبنيزو ډنډورو ښکار نه شی. د سياسي مخکښو او اداري چارواکو لپاره کېدلی شي په دغه کتاب کې د پټو او بربنډو پروژو څرک ولګېږي، چې کېدی شي د افغانستان په ټولنيز پرمختګ کې رغنده رول ولري او يا د افغانستان د بيا رغونې په راتلونکو پلانونو کې ورته پام وشي.

یادونه تاسې کولای شئ دا کتاب د ټول افغان د کتابونو له برخې په لاندې لینک پرانیزئ او ښکته کړئ.

http://www.tolafghan.com/download/AfghanistanLast50Years.pdf

و من الله التوفيق

ډاکټر لمر