د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چین پر نړیوالو ږغ کړی چې د پاکستان د ازادۍ او خاوري دتمامیت احترام وکړي

بخت الرحمن بخت 11.06.2016 14:54

هانګ لي زیاته کړه افغانستان کي داږدمهال امن او سولي لپاره څلور اړخیزي غونډي او هڅي ښه پرمختګ وو، باید جاري وساتل شي.
له افغانستان سره پولي ته څیرمه دبلوچستان نوشکي سیمه کي چې کله دامریکایانو دبي پیلوټه الوتکي په برید کي دافغاني طالبانو داسلامي امارت امیر ښاغلی اختر محمد منصور شهید شو، له هغه څخه وروسته دپاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوې دي.
دتیري میاشتي پر ۲۱ نیټه دبلوچستان په نوشکي ولسوالۍ دکوټي او ډالبندین ترمنځ لویه لاره باندي دامریکا يی بي پیلوټه الوتکي په برید کي دولی محمد په نوم یو کس شهید کړل شوی وو، چې هغه کس وروسته د افغانستان داسلامي امارت دامیر په نوم وپیژندل شو.
دامریکا یانو له لوري په بلوچستان ایالت نوشکي سیمه کي له برید څخه وروسته دپاکستان حکومت سخته خواشیني څرګنده کړي وه او دغه برید یی دپاکستان پرارضي تمامیت باندي دامریکایانو له لوري تیری بللی، او ګواښ یی کړی وو چې نوريي زغم ختم شوی، دارنګه بریدونه به خپله خاوره باندي ونه زغمي.
دپاکستان دفوځ لوي درستیز راحیل شریف هم په راولپندۍ کي یوي حکومتي غونډي ته دوینا پرمهال وویل دهیچا له لوري به دپاکستان پرخاوره باندي تیری ونه مني، نوموړي زیاته کړه طالبانو مشر وایران، دبۍ او بحرین ته سفرونه کړي، امریکایانو ولي نوموړی په دبي، ایران او بحرین کي نه په نښه کاوو.
داسي فکر کیږي چې یواځی دډرون برید نه دي چې دپاکستان حکومت یی ډير غوسه کړی، ځکه له دي څخه وړاندي هم پاکستان کي دننه دامریکايي بي پیلوټه الوتکو له لوري بي شماره دډرون بریدونه شوی او یو دوه واره خو بیخي په پاکستان کي دننه امریکا یانو فوځي مداخلې کړي، چې یوځل یی په ایبټ اباد کي داسامه پرودانۍ باندي فوځیان کوزدي کړي اوبل ځل یی دپاکستاني عسکرو یوه پوسته باندي برید کړي چې له ۳۰ دیرشو تنو څخه زیات پاکستاني فوځیان یی وژلي او پاکستان یی په وړاندي دلږ وخت لپاره احتجاج کړی، خو وروسته خبره ډيره ژر سړه شوي وه.
داځله پاکستان له څو اړخونو څخه په نښه شوی، په سوداګریز ډګرکي دچابهار بندر دي چې پاکستان یی له اندیښنې سره مخ کړی، دچا بهار بندر دهندوستان، افغانستان او ایران ترمنځ دسوداګریزو موخو لپاره پرانیستل شوی، چې کیدای شي دبلوچستان دګوادر بندر باندي به مستقیما اثر واچوي، او دچین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز په نوم ستره پروژه چې ګوادر او کاشغر به سره وصل کوي او دچین هیواد له لوري د ۴۵ بلیونو ډالرو په ارزښت پیلیږي هم زیانمنه کړي.
اوبل دي وروستیو کي دامریکا او هندوستان اړیکو پاکستان سخت خواشینی کړی، دري ورځي وړاندي دهندوستان لومړي وزیر نریندر مودي امریکا ته سفر کړی، دامریکايی چارواکو له لوري دنوموړي تود هرکلی شوی، دنوموړي دخپل سفر پروخت له امریکا سره ځینی مهم امنیتي او ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي، دامریکا و ګانګریس ته دوینا پرمهال نریندر مودي امریکا په سیمه کي خپل نژدي دوست او ملګری بللی.
نوموړي زیاته کړه هند او امریکا په منطقه کي مشترکي ګټي لري دواړه هیوادونو دخپلو ګډو او مشترکو ګټو لپاره په هم اهنګې سره کارکوي، نوموړي دخپلي وینا پرمهال افغانستان ته هم اشاره وکړه او زیاته یی کړه په افغانستان کي زمونږ ددواړو هیوادونو ګټي یو شانتي دي او دغه هیواد کي به دخپلو ګټو دساتلو په موخه دپرامن اوسولیز افغانستان لپاره یوځای کارکوو.
دامریکا و کانګریس دهندوستان دلومړي وزیر له وینا څخه وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو سلاکار وزیر ښاغلي سرتاج عزیز دیوي خبري غونډي پرمهال رسنیوته ویلي امریکا باید په سیمه کي په خاصه توګه سویلي اسیاکي دځواک او قوت توازن په نظر کي ونیسي.
دغه خطه کي دهیوادونو دځواک او قوت دعدم توازن په صورت کي کړکیچ رامنځ ته کیدای شي او دسیمي امنیت له ګواښ سره مخ کیدلای شي.
هند هڅه کوي سږکال د(این ایس جي) دنړیوال ایټمي امنیتي ګروپ غړیتوب ترلاسه کړي، چې چین او پاکستان یی مخالفت کوي، نړیوال ایټمي امنیي ګروپ چې تراوسه پوري ۴۸ هیوادونه ددغه ګروپ غړیتوب لري، اوپه نړۍ کي دایټمي وسلو او هغه موادو چې ایټمي وسلو جوړولو کي ورڅخه ګټه اخیستل کیږي دپراخلوالي مخنیوی کوي.
دتیري پانج شنبي په ورځ په ویاناکي ددغه ګروپ دغړو هیوادونو له لوري یوه غونډه رابلل شوي وه، ددغي غونډي برخه والو هیوادونو څخه ځیني هغه هیوادونه چي وړاندي یی دهند هیواد دغړیتوب مخه نیولي وه نرمي ښودلي، که څه هم تراوسه پوري دهندوستان هیواد دایټمي وسلو دنه پراخوالي پر قراراداد باندي لاسلیک نه دي کړی، چي دنړیوال امنیتي ګروپ یا (این ایس جي) غړیتوب لپاره ددغه قراردار لاسیلیکول هم رول لري، بیا هم داسي نښي نښاني لیدل کیږي چي دهندوستان هیواد دي دنړیوال ایټمي امنیي ګروپ غړیتوب ترلاسه کړي کوم چي پاکستان او چین دواړه هیوادونه یی سخت مخالفت کوي.
تیره ورځ دترکي، سویلي افریقي، او نیوزیلنډ په شمول ځیني نورو هیوادونه ویلی وو هغه هیواد چي دایټمي وسلو دپراخوالي دمخنیوي قراردار یا (این پي ټي) یی نه وي لاسلیک کړی کولای شي چي دنړیوال ایټمي امنیتي ګروپ یا (این ایس جي) غړیتوب ترلاسه کړي، چي داخپله دځیني هیوادونه له لوري هغه ډول څرګندونې دي کوم چې دهندوستان لپاره لاره هواره وي چي د (این ایس جي) غړیتوب تر لاسه کړي.