د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که دایران او سعودي ترمنځ جنګ واقع کیږي نو څه به پیښیږي

بخت الرحمن بخت 08.01.2016 12:11

۲: ایران سني مذهبه لږکي مسلمانان لري خو دسعودي دلږکیو شیعیه ګانو په پرتله دایران لپاره ډير خطرناک نه دي، ځکه دسعودي شیعیه ګان له عراق سره پرپوله باندي پراته دي او عراق له وړاندي امریکایانو دایران په واک کي ورکړی، دوهم دسعودي عرب دتیلو زیاتي او مهمي زیرمي ددغه هیواد په شیعیه میشتو سیموکي واقع دي، او ددغه ځاي شیعیه ګانو مخکي لا دسعودي حکومت په خلاف بغاوت اعلان کړی.
کچیري دغه جنګ خداي دي نکړي چې رامنځ ته شي، ځکه دغه جنګ به په سیمه کي دمسلمانانو لپاره ډیري بدي پایلي ولري، بدي او ناوړي پایلي به یی دشیعیه ګانو په پرتله سني مسلمانانو ته زیات نقصان واړوي..
۱: که څه هم امریکایان په ښکاره دشیعیه ګانو مخالفین ښکاري، حقیقت کي داسي نه ده بلکي امریکایان په سیمه کي دسنیانو په مقابل کي دشیعیه ګانو پوره ملاتړکوي او یو په بل پسي سیمي کي دایران نفوذ ته لاره هواره وي.
۲: امریکایانو لا له وړاندي په عراق کي دایران په ګټه او سعودي په نقصان ماحول رامنځ ته کړي دي.
۳: یمن چي له ډیر وخت څخه دسعودي عرب نزدي دوست هیواد ګڼل کیدی، شیعیه حوثي ملیشو هغه هیواد کي حکومت ونړاوو، ټول هیواد یی ترخپلي ولکي لاندی راوستی دهیواد مشریی سعودي عرب ته تیښتي ته مجبورکړ، دغه هیواد چي یو وخت دسعودي عرب نزدي ملګري هیواد بلل کیدی، اوس له سعودي عرب سره په جنګ اخته دي سعودي عرب یی له سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړي، هره ورځ له یمن څخه وسعودي عرب ته توغندۍ راغورځوي چي تیره ورځ یی دسعودي عرب دجیزان په ولایت کي دري واړه ماشومان وژلي دي او له دي څخه مخکي یی دیمن پولي ته څیرمه ښارونو او ښارګوټوباندي توغوندیز بریدونه کړي چې مرګ ژوبله یی اړولي ده.
خو ایران بیا دسعودي په خلاف خپله پوله باندي له عراق سره نه یواځي زاړه مشکلات حل کړو بلکي هغه هیواد یی ترخپله نظامي اوسیاسي ولکی لاندي راوستی، تیره ورځ داسي خبرونه خپاره شوي وو چي ایران دعراق سني میشتو سیموته ایرانیان لیږي هلته یی ابادوي ترڅو ددغو سیمو ډیری سنیان په لږکیو باندي بدل کړي.
۴: دسعودي عرب شیعیه ګان له عراق سره پوله لري هروخت دسعودي لپاره خنډونه رامنځ ته کولای شي او په ډیره اساني سره دایران مرستو ته ځانونه رسولای شي.
۵: دسعودی عرب دتیلو ډیري زیرمي په شیعیه میشتو سیموکي قرار لري، دایران او سعودي دټکر په صورت کي ددغه ځای شیعیه په ډیره اساني سره دغو زیرمو ته نقصان پیښه ولای شي او حتی کچیری سعودي عرب په سخت جنګ کي راښکیل شي کیدای شي ددغه ځای شیعیه ګان له عراق سره دیوځای کیدو کوښښ وکړي، څنګه چې عراق دایران له لوري په پوره ډول یرغمال شوی، ایران په ډیره اساني سره کولای شي دسعودي دطبعي زیرمو ډکه شیعیه میشته سیمه هم ترخپلي ولکه لاندي راولي.
۶:بحرین هیواد کي که څه هم حکومت دسنیانو په لاس کي دي او دسعودي حکومت دهمکاري او مرستوڅخه برخمن دي او له دغه هیواد سره زړه دوستي لري، خو له وړاندي لا شیعیه ګانو هلته دسني حکومت په خلاف لاریونونه او مظاهري پیل کړي دحکومت په خلاف یی دبغاوت اعلان کړی نړیواله ټولنه هم ددغه هیواد حکومت له شیعیه ګانو سره دبد چلند له امله پړوي او دشیعیه ګانو په مقابل کي ددغه هیواد دحکومت کړنې او سیاستونه غندي له دي څخه مخکي په ۲۰۱۱ زدیږ کال کي ددغه هیواد ډیری شیعیه ګانو دحکومت په خلاف په پراخ بغاوت باندي لاس پوري کړ نزدي وو چې دبحرین سني حکومت راوپرزوي چې وروسته دسعودي حکومت دغه هیواد ته ځواکونه ولیږل هلته یی شیعیه پاڅون کونکي وځپل او دبحرین سني حکومت ته يي دشیعیه پاڅون کونکو په مقابل کي نجات ورکړ.
دایران او سعودي عرب ترمنځ دشخړي په صورت کي ایرن په ډیره اساني سره کولای شي چې دغه هیواد کي دسعودي لپاره مشکلات رامنځ ته کړي ځکه بحرین کي ۶۵سلنه شیعیه وګړي اوسیږي او په تیرو څو کلونوکي ددغه هیواد دحکومت له لوري سخت ټکول شوي صرف یو حرکت ته اړتیا لري چې کله هم په بغاوت لاس پوري کړي ددغه هیواد په وس کي نشته چې مخنیوی یی وکړي..
۷: پاکستان او ترکیه:
پاکستان هغه هیواد دي چې له ایران سره پراخه پوله لري او ډیری وکړي یی سني مسلمانان دي څرنګه چې پاکستان دسعودي عرب ډیر نزدي ملګري هیواد پاته شوی دپاکستان له جوړیدو څخه بیا ترنن ورځي پوري دغه هیواد سره سعودي عرب بی شماره مالي کمکونه کړي، هرمشکل ګړي ورسره ډیر نزدي پاته شوی او همیشه یی دخپل وجود یوه برخه ګڼلی، اوس به وګورو چې دایران په مقابل کي پاکستان دسعودي عرب څومره مرسته کوي.
خوفکر نکوم چې دایران او سعودي عرب ترمنځ دشخړي یا جنګ په صورت کي دي پاکستان دسعودي عرب ملګرتیا وکړي، ځکه پاکستان د غرب له اثر څخه نشي وتی، پاکستان مستقیما دغرب تراثر لاندي دي او لویدیځ نه غواړي چې دسعودي او ایران دجنګ په صورت کي دي پاکستان دسعودي ملګرتیا وکړي.
۲: دپاکستاني شیعیه ګان لا له وړاندي دسعودي له حکومت سره سخته کرکه لري او دسعودي عرب حکومت دنفرت په سترګه ګوري، همیشه یی دغه هیواد کي دایران په پلوي او سعودي عرب په خلاف مظاهري او احتجاجونه کړي، دري ورځي مخکي چې دسعودي حکومت یو وتلی شیعیه مذهبي مشر نمبر باقر النمر اعدام کړ، له ایران څخه دباندي پاکستان دوهم هیواد وو چې شیعیه ګانو یی دسعودي حکومت په خلاف مظاهري وکړي، ددغه هیواد له لوري یی دشیعیه رهنما نمبر باقر النمر وژنه په سختو ټکو وغندله.
او ددغه هیواد دحکومت دري مخالف اومهم ګوندونه لکه دپاکستان دخلګو ګوند (PPP) متحد ملي غورځنګ ( MQM) اوپاکستان تحریک انصاف (PTI) دري سره هغه ګوندونه دي چې ددغه هیواد حکومت په سیمه کي دسعودي عرب په پلوي باندي تورنوي، او دپاکستان دحکومت دسعودي عرب پلوه سیاست مخالفت کوي.
۸: ترکیه چي سیمه کي ډیر مهم هیواد دي دغه هیواد له ایران سره ۵۶۰ کیلومټره ګټه پوله لري ددغو دوو هیوادونه ترمنځ دغه پوله ۴۰۰ کاله مخکي ټاکل شوی دواړه هیوادونه پرپوله یو له بل سره کومه ځمکنیزه شخړه نه لري، څرنګه چي دترکیي وګړي تقریبا ټول سني مذهبه مسلمانان دي او دغه هیواد له ایران سره په منځني ختیځ کي څه نا څه مشکلات لري نو ځکه دایران په مقابل کي دسعودي عرب لپاره ډیر ستراتیژیک اهمیت لري که څه هم ددغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردګان په وار وار ویلي چې دایران ناوړه او کرغیړن سیاست دي ته اړ ایستی چې دسوریې او عراق په جګړه کي ځان ورښکیل کړي خو دلته یو ځل بیا ګمان نکوم چې دایران او سعودي دجنګ په صورت کي دي ترکیه دایران په خلاف دسعودي عرب ترشا ودریږي.
۱: ترکیه په سیمه کي له سعودي عرب سره دملګرتیا نه بلکي دسیالۍ سیاست پرمخ بیایی، ترکیه په منځني ختیځ کي له سعودي عرب سره په سیالي اخته ده.
۲: ترکیه دناټو غړو هیوادونو غړی هیواد دي ناټو به هیڅ کله ترکيی ته اجازه ورنکړي چې دایران او سعودي عرب دجنګ په صورت کي دایران په خلاف دسعودي عرب ملګرتیا اختیار کړي.