د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانسان د مغزو لس ځانګړتياوې

ساحل منګل 18.01.2016 11:25

ژباړه/ساحل منګل
د انسان ماغزه  او د هغې د پيچېدګيو پيژندل دبشر لپاره يوه جذابه موضوع ده .انسان يو حيرانونکې نمونه ګڼل کيږي او دده په اړه ډير شيان لاهم ناويل شوي پاتې دي.په دې مطلب کې هغو لسو ځانګړنو ته اشاره کوو ،چې دانسان مغز ېې لري ،تر څو په دې اړه مو معلومات څه ناڅه زيات  شي.
په  مغزو کې ۱۶۰،۰۰۰ کيلومتره دوينې رګونه  موجود دي .
دا په دې معنی ده که دمغزو دوينې ټول رګونه يو په بل پسې کيږدی تاسو کولای شی ،چې ۴ څله دځمکې د کرې څخه تاو شي .
دمغزو فعالیت دغذا په ډول پورې تړلی دی .
دسالمو او قوي خوړو څخه په ګټې اخيستنې سره کولای شی ،چې خپل هوش ته زياتوالی ورکړی .په نيويارک کې ديوې موسسې له خوا په شوې څيړنې کې ښودل شوي ،چې تاسو په سهار ناشته کې داسې څه وخورئ ،چې هيڅ ډول مصنو عي مواد ونلري  دIQ  په ټسټ کې ۱۴ سلنه خلکو ښه پايله ورکړې وه ،دغه پايله ډيره په زړه پورې وه او ددې ښکارندويي کوي ،چې دمغزو فعاليت دغذا په ډول پورې تړلی دی .
دمغز ډيره برخه اوبه جوړوي او دمغز جامده برخه له غوړو څخه جوړه شوې ده.
زيات خلک دافکر کوي ،چې ماغزه  په مکمل  ډول  جامد دي .مګر دغه خلک اشتباه کوي .۷۵ سلنه ماغزه اوبه تشکيلوي .دمغز جامده برخه  هم  دغوړو برخه ده او تقريبا له ۱۰ څخه ۱۲ پورې دمغز برخه جوړوي او دمغز پاتې برخه له پروټين ،هايدرو کاربن او مالګه ده.
ستاسو مغز له ۱۰ څخه تر ۲۳ واټه بريښنا توليدوي .
دغه ځواک د دو ګروپونو د روښانه کولو لپاره بسنه کوي .د مغز له خوا ددې ځواک د توليد څخه داعصابو او دبدن نورو غړو تر منځ  په اړيکو نيولو کې ګټه اخيستل کيږي .
دپيچلو چټکو کارونو يادول پر مغزو باندې ډير مثبت اثر لري
.پيچلي او چټک حرکات ددې لامل کيږي ،چې دمغزو ځانګړې برخې ورسره وده وکړي .نو داعصابو اتصال پر مغزو ښه تاثير کوي او همدارنګه پيچلي مسايل او کارونه کولای شي ستاسو دمغز دپرمختګ لامل وګرځي.
هر فکر ،چې تاسو ېې کوی ستاسو په مغزو کې يوه نوې عصبي اړيکه رامنځ ته کيږي .
ماغزه دوخت په تېرېدو بدلون کوي .که تاسو همداګړۍ ديوې نوې موضوع په اړه فکر کړی وي ،ډاډه اوسئ ،چې ستاسو په معزو کې په همدې وخت کې يوه عصبي اړيکه رامنځ ته شوې.
يو عادي انسان په ورځ کې ۷۰ زره فکرونه تر سره کوي .
تاسو هميشه دفکر کولو په حال کې ياست او يو معمولي انسان هره ورځ ۷۰ زره فکره کوي او شايد ددې اندازه له دې څخه هم زياته شي.
دخندېدو په وخت کې دمغزو له پنځو برخو څخه ګټه اخيستل کيږي .
خندېدل دخندا خبره نده.دغه عمل دمغزو زياتې برخې په بر کې نيسي .خندېدل دمغزو دفعالېدو لپاره ډېر موثره دي او ستاسو په بدن کې دخندېدو په وخت کې کيمياوي مواد خوشې کيږي .څيړنې ښيي  هره ورځ  دڅو دقيقو لپاره خندېدل ستاسو دروحي وظعيت دښه والي او په تاسو کې دخلاقيت دزياتوالي لامل ګرځي .
ماغزه په هيڅ صورت کې د درد دزغملو توان نلري.
ماغزه دخپل ځان د درد په حس کولو قادره ندي او يوازې کولای شي دبدن دنورو برخو درد پيدا کړي .په واقیعت کې مغز په خپله درد نه کوي .
دانسان مغز ۹،۳ سانتي متر لوړوالی لري
ماغزه له هغه څه څخه ،چې خلک ېې تصور کوي کوچني دي .دمعز اندازه ۹،۳ سانتي متره او وزن ېې ۱.۳ کيلو ګرامه دی .په همدې ۱،۳ کيلومتر کې ۲۰۰ مليونه عصبي حجرې(هورمونونه) موجود دي.
Sahilmangal39@gmail.com