د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيا: دنښتر دوديزې مشاعرې لسمه کليزه ولمانځل شوه.

ساحل منګل 22.08.2015 12:23

په دې مشاعره کې دپکتيا ولسواليو سربېره دکابل ،ننګرهار،لوګر،ميدان وردګ،خوست او يو شمېر نورو ولايتونو شاعرانو او اداب مينه والو پکې برخه اخيستې وه.
دغه مشاعره چې دپکتيا ولايت مقام او دپکتيا فرهنګيانو سره په ګډه جوړه شوې وه،دګردېز دنوي ښار دجرګو په تالار کې دجمعې په ورځ سهار په نهو بجو پيل ،چې دماسپيښين تر يوې بجې پورې ېې دوام وکړ.
دغونډې په پيل کې دقران کريم تلاوت او دافغانستان ملي سرود واورول شو،چې ورپسې دپکتيا والي نصرت ارسلامېلمنو ته دښه راغلاست تر څنګ  وينا وکړه او له هغوی څخه مننه ووکړه ،چې دلرې ولايتونو څخه دې مشاعرې ته راغلي او خلکو ته دسولې پيغام اوروي .
نوموړي وويل ،چې تر خپل وسه پورې به لاهم په راتلونکي کې داډول ادبي پرګرامونو ته دوام ورکوي .   .
 ورپسې داطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني پيغام واورول شو،په لېږل شوي پيغام کې دنښتر مشاعرې دلسمې کليزې مبارکي ويل شوې شوه او د داډول مشاعرو دارزښت په اړه ېې خبرې کړې وې .
په پيغام کې راغلي وو،چې شاعران او ليکوالان دخلکو او ټولنې په راويښولو کې ستره ونډه لري او په تېرو څوکلونو کې ېې دخپل ژبې او کلتور په بډاينه کې زيات کار کړی دی .
مشاعرې ته راغلو شاعرانو تر ډيره بريده هنري او دحالا تو سره سم دخلکو دويښوالي په تړاو شعرونه واورول،چې دخلکو دخوښي وړ وګرځېدل.
په مشاعره کې دغزلونو تر څنګ ،ترنم ،طنزي شعرونو اونورو برخو ته پکې ځای ورکړل شوی و ،چې غونډې ته ېې ښکلا وروبښله.
دکابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وويل :په تيرو لسوکلونو کې دپکتيا په  شان يو شمير سيمې وي ،چې ډيرې د ادب په ډګر کې نه وې ځلېدلې خو خوشبختانه دغه سيمې هم په دې ډګر کې ښې وځلېدې.
نوموړی وايي سږنی دنښتر مشاعره ډيره با نظمه او راغلړ ګډونوالو ېې ښه هنري شعرونه واورول.
دنښتر کلنۍ مشاعرې بنسټ لس کاله  وړاندې  دپکتيا دفرهنګيانو او د ادب مينه والو له لوري  په پکتيا او د جرمني  هيواد  د مونشن  په ښار کې کېښودل شو ،چې هر کال دنورو ولايتونو دفرهنګيانو  په ګډون په دوو هيوادونو کې په پرلپسې ډول لمانخل کيږي.
ددې مشاعرې مالي لګښت دولايت مقام ،ملي سوداګرو او دادب دمينوالو له  لوري ورکول کيږي .ديادولو ده ،چې ددنښتر مشاعره دنورو کلونو په شان د جرمني هيواد کې هم ولمانځل شوه.
البته په جرمني کې دغه مشاعره دښاغلي  محمد امين بسمل او د ملګرو په زيار سره جوړيږي .