د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمعیت اصلاح او موسمي بریدونه

مدثر اسلامي 05.01.2016 11:54

جمعیت اصلاح افغانستان د تاسیس له ورځې (نږدې یوولس کاله وړاندې) په هیواد کې د یو دیني مدني حرکت په توګه هیواد او اسلامي امت پورې اړونده مسایلو ته پوره اهتمام کړی او د هیواد په مادي او معنوي بیارغونه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي.
د عامو افغانانو دیني پوهاوی او اسلامي احساس پیاوړي کول، زرګونو هلکانو او نجونو ته تعلیمي او تحصیلي فرصتونه برابرول، بې وزله او مصیبت ځپلو کورنیو سره مادي او مالي مرستې، د ځوانانو روزنه او تنظیم، د ښځو تر منځ د اسلامي لارښوونو عامول او په ښځو کې د اجتماعي فعالیت او خیریه رضاکارانه کار روحیه ایجادول، د حشرونو په ډول د چاپیریال او ښار پاوکونې دود کول، د تاریخي شخصیتونو او تاریخي پيښو په اړه د علمي او تحقیقي کنفرانسونو او سیمینارونو له لارې هیوادوال له خپل تاریخ سره تړل، په ټولنه کې له وطن سره د مینې او وطن جوړونې احساس راژوندی کول او ټولنې ته د یوه اسلامي مدني حرکت نمونه وړاندې کول د جمعیت اصلاح د کلونو کلونو کار وړې نمونې دي.
طبیعي ده، چې د نړۍ په هر هیواد کې داسې حرکتونه، چې غړي یې یواځې د دیني روحیې او اجتماعي مسئولیت له مخې دومره خدمتونه وړاندې کوي، کله د کینې او کله د ناپوهۍ له امله تورنیږي. ډیری وخت دا تورونه دومره بې اساسه او سطحي وي، چې تر یوې اونۍ هم دوام نکوي. له یوې دوه ورځو وروسته بیا تورنو ته د ویلو هیڅ نه وي پاتې او حرکتونه خپل کارونه کوي.
د جمعیت اصلاح د یوه غړي او د "مجمع عمومي علمای افغانستان" مشر شیخ القرآن مولانا عبدالصبور یوه ویډیو، چې پکې یې څو کاله وړاندې په هیواد کې په حکومتي کچه د بې حجابۍ تاریخچه څیړلې او پدې اړه یې امان الله خان د بې حجابۍ لومړی موسس بللی، پدې وروستیو کې سیکولر، نشنلست او کمونستو (ډیری) پښتنو ته په جمعیت اصلاح د تورونو لګولو بهانه جوړه کړه. پدې ترڅ کې ځینې عام افغانان هم د دې ډنډورو تر اغیز لاندې راغلل او له تاریخه په ناخبرۍ یې په جمعیت اصلاح پسې بډې ووهلې.
دا لومړی ځل ندی، چې جمعیت اصلاح د ځینې معلومو اشخاصو له لوري په بیلا بیلو بهانو تورنیږي؛ باور مې دی وروستی ځل به هم نه وي. پدې ترڅ کې واقعیت دا دی، چې جمعیت اصلاح د یوه دیني حرکت په توګه هر ځل لداسې ازموینو لا بریالی راوتی؛ زه له تور لګوونکو مننه کوم، چې زمونږ پیاوړتیا ته ژمن دي.
په همدې حال کې په پښتون نشنلست او ناخبره احساساتي ځوان غږ کوم، چې خپله کرښه له ‏کمونستانو‬ بیله کړي. کمونستان که په هره لار هڅه وکړي، پدې ولس او ټولنه کې ځان ته ځای پیدا کړي، دا کار شونی ندی. کمونستانو لدې هیواد او ولس سره د تاریخ تر ټولو لویه جفا کړي، چې د ولس تل پاتې کرکه به لدوی څخه د دې ناروا، باج اخلي.
ياتې شوه د نشنلست خبره، زه او ته لدې هیواد سره د مینې شریکه ادعا لرو؛ تا ته کیدای شي دا چاره یو فکري ذوق او تنظیمي مجبوریت ښکاره شي، زه یې د دین بر خه بولم. توپیر دا دی، چې ستا له پاره د وطن او وطنولۍ خبره لوی کار دی او ما د وطن جوړولو ته اصلي کار ویلی دی.
د وروستۍ پیښې په غبرګون یو ځل بیا د جمعیت اصلاح غړو او پلویانو د نظر اختلاف ادابو ته په پام په لومړي سر کې د جمعیت اصلاح او مولانا عبدالصبور دفاع وکړه او وروسته، چې د جمعیت اصلاح غړو د تور لګوونکو ادعاوې په علمي او تاریخي ډول رد کړې او د هغوی ارزښتونه یې  تر پوښتنو لاندې راوستل، هغوی ته د ویلو ډیر څه نه و پاتې. همدارنګه مولانا له خورشید تلویزون سره په مرکه کې تیره ورځ وویل، چې هیڅ چا ته یې کافر ندي ویلي او د "بې دینه" اصطلاح له کارولو یې منظور فاسق، فاجر، ګناهکار او سیکولر و.
شیخ القرآن مولانا عبدالصبور په افغانستان کې د جمعیت اصلاح په ابتکار جوړوو شوو "قرآن پوهنې" دورو موسس دی، چې په بیلا بیلو ولایتونو کې یې دورو ته په لسګونو زره سړي او ښځې کیني. مولانا اوس مهال همدارنګه د قرآن کریم پښتو ترجمه او تفسیر کوي، چې غږیزه بڼه یې له اصلاح غږ راډیو هره شپه خپریږي.