د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نجم درې کلن شو!

مدثر اسلامي 10.03.2015 21:18

درې کاله مخکې مو د داسې یو مبارک ټولګي بنسټ کیښود، چې خیر یې ډیر ژر د هیواد اوږده او ساره ته ورسید. د حوت ۱۹مه وه، د جلال اباد ښار امام ابویوسف د ناستو په تالار کې د هیواد له ګوټه شاوخوا ۵۰ ژمن او مخلص ځوانان راټول شوي وو، تر څو د ځوانانو د تنظیم او روزنې لپاره داسې چاره وسنجوي، چې د هیواد ځوان نسل د ټولنې په مثبت بدلون او ملي پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.
له اوږدو بحثونو وروسته پدې سلا شوو، چې د ځوانانو ټولنه رامنځ ته کړو؛ د ټولنې نوم مو د جهاد د مهال "جوانان مسلمان" د کارنامو د یاد او تسلسل په موخه "نهاد جوانان مسلمان" غوره کړ. وروسته د ټولنې د نوم لنډیز (نجم) ډیر مشهور شو.
نجم د تاسیس په لومړیو درې کلونو د هیواد پر فضا داسې وځلید، لکه د تیارې شپې رڼا ستوري، چې لار ورکي مسافر ته د مسیر د پیدا کیدو زیری ورکوي.
هو، زمونږ له ځوانانو لار ورکه وه؛ د راتلونکي لپاره فکر یې له سره الوتی و؛ د هوا او هوس غوښتنو دومره بوخت کړي وو، چې د ځان له خوشالۍ پرته د ټولنې او هیواد غم یې له ذهنه کډه کړې وه؛ د ډیموکراسۍ او بې ګټې ازادۍ له برکته یې نږدې ټولو دیني ارزښتونو ته شا شوې وه؛ د هیواد ځوان کهول په اخلاقي بدیو کې تر ستوني ډوب وو؛ ټولې سترګې داسې یو لوري ته غړیدې، چې ځوانان لدې مصیبتونو خلاص کړي او لدې پیاوړي قوت نه د هیواد په جوړولو کې کار واخلي.
په همدې مهال کې نجم ډګر ته راووت؛ ځوانانو ته یې لار وښوده؛ د راتلونکي لپاره یې هیله من کړل؛ له ولس او هیواد سره د مینې تخم یې کیښود او ځوانان یې د وطن جوړولو ته وهڅول؛ په ځوانانو کې یې د تعلیم او تحصیل احساس بیا ژوندی کړ؛ د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د عامولو او پیاوړي کولو هڅې یې پیل کړې؛ ځکه د ځوانانو ډلې ډلې ورسره شوې؛ مشرانو د ملاتړ او همکارۍ لاسونه وروغځول او میندو او خویندو ورته د دعا لپې خلاصې کړې.
نجم اوس په ۲۵ ولایتونو کې فعالیت کوي؛ شاوخوا ۱،۰۰۰ تنه داوطلب غړي لري؛ په منځني ډول یې په پروګرامونو کې ۱۰،۰۰۰ تنه برخه اخلي. تربیتي اجتماعات، لویې او وړې دیني او علمي ناستې، علمي او فرهنګي سیالۍ، ورزشي لوبې، لاریونونه، سترې غونډې، هنري او تفریحي فعالیتونه او لنډ مهاله او اوږدمهاله تعلیمي کورسونه یې د کارونو ځینې نمونې دي.
نجم سره لدې، چې په درې کلونو کې لویې لاسته راوړنې کړي، خو کار لا پای ته ندی رسیدلی. که څه هم پر لاره ستونزې او خنډونه پراته دي، خو د نجم د منسوبینو پیاوړی عزم، اوسپنیزې ارادې، خالص نیت او ژمن فکر د ښې راتلونکې زیری ورکوي.
د نجم کاروان به ورځ تر بلې غزیږي او کارونه به یې د هیواد هر کلي او بانډې ته رسیږي. مونږ به د هیواد نن او سبا دواړه جوړوو او راتلونکو نسلونو ته به د سولې، هوساینې او پرمختګ هیواد پریږدو. ان شاءالله