د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه ، او هغه کار او ښار پرېښود

یوسف هېواددوست 24.12.2015 12:53

(( ستا له لاسه ما خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړه ...)) ، جمال د دې خبرې په کولو سره د بي بي ګلې بغارې او رمباړې پورته کړې : (( کومه کورنۍ ...په دې کورنۍ راټوله وه ...ما یې د جوړ او ناجوړ پوښتنه کړې ...زه خدای ووهلمه چې ددې کور ناوې شومه ...دوي څه بې عزته خلک دي ...دوي  خپل لیدلي و او د نورو نه ...ما سره ځان وهي ! له خپل یو تار وېښته سره بې  دا ټوله  کورنۍ  دې برابره نه کړم ...ته هم هماغسې ترنګړ یې لکه خپله کورنۍ دې ... نور ، نو ما ته داسې خبرې و نه کړې ... پوه شوې ؟ )).احمد په پوره حوصلې سره د بي بي ګلې دا  او دې ته ورته نورې خبرې ، هره ورځ اورېدلې ...او پرته له دې چې  ځان بې واکه  او بې ځواکه احساس کړي ، نور یې څه د لاسه نه کېدل .د بي بي ګلې به له لرې او نږدې وروڼه ، خویندې ، خپل خپلوان هر وخت دوي کره راتلل  او ښه تود هرکلی به یې کېده .احمد خوارکی هم مجبوره و چې د هغوي خدمت وکړي او که به بي بي ګلې د ده په مخ کې له خپلو مېلمنو سره د ده د کورنۍ په باب هرڅه غیبت کاوه ، نو احمد به هم له ناچاره ورسره سر ښوراوه او یا به بلې کوټې ته لاړ او له ځانه څخه د راتاو کړې  ، یوې کمپلې له لاندې به یې هڅه کوله د دوي غږ وا نه وري .هغه نشوای ویللای چې له دې دومره ډېرو مېلمنو او له دې دومره ډېرو غیبتونو ستړی شوی .د بي بي ګلې خپلوان به تل د دوي کره هوسا ول ، خو که د احمد به څوک راغلل ، هغه هم په کال کې کوم وارې ، نو بیا به خدای شاهد دی چې د بي بي ګلې له کوره به په سپکو ـ سپک ووتل .پروسږکال د احمد کشری ورور  د بېکارۍ له امله  د یو څو میاشتو لپاره دوي کره راغلی و، په خدای باور وکړئ په هماغه  دویمه اوونۍ کې اړ شو ، په هغه دوکان کې  یې چې ځانته کار موندلی و ، همالته د شپې هم ویده شي .احمد پخوا ښه دنده درلوده ، د برېښنا د موسسې مامور و .په دې کار کې یې ښې ډېرې پیسې پیدا کړې ،کورونه یې په کې واخیستل او د نمرو خاوند شو ، خو ټولې دا پیسې او شته به بي بي ګلې په خپلو وروڼو او خویندو خوړلې او احمد له ډاره څه نشوای ویلای ، ځکه بي بي ګلې به احمد وېراوه چې (( په ورونو به مې تا دانګې ـ وانګې کړم .ته خو هسې هم څوک نه یې او نه څوک لرې او ها بې غیرته وروڼه دې جراُت هم نه لري چې ما خوا ته ، لا وګوري او دا نور خو هسې هم ستا تربرونه دي ...تربرونه ...)).احمد به ورته ویل (( تا زما په زهیرې  مور او سپین ږیري پلار لاس پورته کړ، له ورونو او خویندو سره ، دې راته بې آبي وکړه ...د تره اولادونو ته  تربور وایې ...تربور خو دښمن ته وایي ...ته ولې داسې د دښمنۍ او کرکې خبرې کوې ، د تره ځامن خو وروڼه یې ...تا ځان څخه څه جوړ کړی ...هر چا ته خوله وراچوې ...ټول دې له موږ نه خپه کړي ...))، خو بی بي ګلې به لا نورې سپکې ـ سپورې هم پرې ورزیاتې کړې او داسې کنځلې به یې کولې چې نارینه یې هم په ویلو شرمیږي .څه موده مخکې د دوي په کلي کې سېلاوونه راغلل او له دوي هم کور کلی پاتې شو او له خپل دار و نه دار سره  بل ښار ته په کډه شول .په هغه نا آشنا ښار کې د دوي له کور ـ کلي یو خپلوان اوسېده .هغه هلته ډېر مخور و .دوي هم همالته ورغلل .بي بي ګلې به تل د هغه په مخ کې  د هغه او د هغه د کورنۍ صفتونه کول .د احمد دغه خپلوان  له دوي سره ډېرې مرستې وکړې ، اصلا همدغه ښار ته ده وروغوښتل او هلته یې هم ورسره د ژوند کولو پر لارو چارو ورته ډېرې ښې مشورې ورکړې .د دوي دغه خپلوان هم احمد او هم د احمد بچیانو ته  کارونه پیدا کړل .بي بي ګلې به تل داحمد د دغه  خپلوان د مېرمنې تعریفونه کول چې (( دا خو ډېره ښه ښځه ده ، ډېره مهربانه او اصلا له زموږ ورینداره نه چې ، هغه زموږ  خور ده ، خور ...)).یوه لنډه موده  یې د احمد له دغه خپلوان سره ښې اړیکې وې ، خو همدا چې ، بي بي ګله دې ښار کې د ژوند او کار په لارو چارو پوه شوه ، نو یو ناڅاپه یې د احمد د خپلوانو په کورنۍ پسې مټي راونغښتې او له یوې میاشتې ناندریو ، ګیلو، غیبتونو  او کیسو ، آن احمد هم د خپل همدغه یوازیني خپلوان په کورنۍ پسې بد ـ رد ویلو پیل کړل.د احمد بچیانو به چې لارو کې د هماغې کورني بچیان ولیدل نو مخ به یې ترې اړوه .خپلو ـ پردیو پرې تبصرې کولې ،  او په پای کې د احمد دغه خوارکۍ خپلوان  دې ته اړ شو  چې هغه کار او هغه ښار پرېږدي .  پای