د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه ،‌ د هومر په قبر ګل

یوسف هېواددوست 15.12.2015 11:20

(دغه کیسه د (هانس کرستین اندرسن ) څوک و؟ له کتاب څخه چې پښتو ته ژباړل شوی اخیستل شوې)
                              
لیکوال : هانس کرستین اندرسن  
 پښتوکوونکی : یوسف هېواددوست
د ختیځ شعرونه له سورګل سره د بلبل د مینې ، له انګازو ډک دي .په چوپتیا کې ، له رڼو ستورو سره ، په روښانه شپو کې ، کوچنۍ مرغۍ دغه شان خپلې مینه ناکې سندرې، ګل ته وایي . د( ازمیر) ښار ته نږدې ،تر لوړو چنارو لاندې سوداګرو خپل له بار څخه ډک  اوښان وچلول او ستړو اوښانو ، همدا چې دغې سپېڅلې ناپېژانده خاوره کې خپل ګامونه کېښودل ، خپلې اوږدې غاړې یې په غرور سره لوړې ونیولې .دلته ما ، د غوړېدلو سرو  ګلانو بوټي ولیدل .ساراني کوترو په  هسک کې د ونو د ښاخونو  تر مینځ الوتنه کوله او وزرونه یې د لمر تر وړانګو لاندې لکه مرغلرو ځلېدل .  د دغه ګل بوټي ، یو ګل له هغه بل ګل څخه ډېر ښایسته ښکارېده  او بلبل د مینې او خوښۍ له امله ، هغه ته نغمې بوللې ، خو سورګل ... غلی و ،او آن پر ګلپاڼو یې د خواخوږۍ د اوښکو په نامه د پرښې کوم څاڅکی هم نه لیدل کېده .ګل خپل سر د هغې څانګې اړخ ته د ډبرو پر خوا  کوږ کړی و چې په هغې باندې نښتی و ، او له ځان سره یې وویل : (( دلته ترټولو ستر سندرمار پروت دی .زما خوږ بوی به د هغه د قبر ګردچاپېره راونغاړي او کله چې باد ، ما پاڼې پاڼې کړي ، زما ګلپاڼې به د هغه پر قبر پرېوزي .هغه شاعر چې ( الیاد ) یې ووایه .هغه تېرېدونکې نړۍ خاوره شوه چې زه ترې راپورته شوم .زه د ( هومر ) د قبر پر سر ګل یم ، په دغه شان سپېڅلتیا سره څنګه کولای شم یو ناڅېزه بلبل ته وغوړېږم ؟! ))او بلبل دومره نغمې وویلې چې په پای کې مړ شو .له هغه ځای څخه  له بارونو او تورپوستو مریانو د ډکو اوښانو کاروان تېرېده .د اوښبنو یو هلک ،د کوچني سندربول مړی د ستر هومر په هدیره کې خاورو ته  وسپاره ، او سورګل له باد څخه په رپېدو شو .لویديځ مهال ، سورګل خپلې پاڼې راټولې او په خوب ډوب شو ...په خوب کې یې یوه ښایسته ورځ ولیده  چې د لمر له وړانګو ځلېده ، او یوه ډله فرانسویان یې ولیدل چې هومر ته د درناوي لپاره د هغه د قبر پر سر راټول شوي و.د هغوي په مینځ کې یو تن له شمال څخه ، د شمال د سپوږمۍ او رڼاګانو له ټاټوبي څخه راغلی و .همدی و چې ګلان یې راټول کړل او د خپل کتاب په پاڼو کې یې کېښودل ، او د نړۍ په ها بله خوا کې، خپل هېواد ته یې یووړ.سورګل دکتاب په پاڼو کې  له غمه زمول شو ، خو ځوان سړي به په پرله پسې توګه ، هغه خپلو مېلمنو ته ښوده او ویل به یې : ((  دلته یو ، سور ګل دی ، د هومر له قبر څخه )) .
له هغې وروسته سور ګل په خیال کې له خوبه راپاڅیږي .د سباوون له وږمې څخه ورپېده او له ګلپاڼو څخه یې د پرښې یو څاڅکی د هومر او بلبل پر قبر ولوېد .لمر راوخوت .ورځ راورسېده او ګل له پخوا نه ډېر ښایسته په خپله توده اسیایي خاوره کې وغوړېد . د ګامونو غږ یې واورېد ...فرانسوي مساپران راتلل ، د هماغو سړیو ډله چې هغه په خوب کې لیدلي و ، او له هغوي سره د شمال د سیمو یو شاعر هم .
شاعر سور ګل راټول کړاو له ځان سره یې د شمال د سپوږمۍ او رڼاګانو سیمې ته یووړ. د سورګل وجود ،د ( الیاد ) په کتاب کې ، لکه  مومیایي  شو ، کټ مټ لکه خیال.ګل د ځوان شاعر غږ اورېده چې کتاب به یې پرانیست  نو مېلمنو ته به یې ویل : (( دلته یو سور ګل دی ،  د هومر له قبر څخه)). پای