د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هانس کرستین اندرسن څوک و ؟ دویمه برخه

یوسف هیواددوست 20.09.2015 22:54

د اندرسن کورنۍ
Hans Andersen

پلار : هانس اندرسن ( ۱۷۸۲/۱۸۱۶) د ډنمارک د  اودنسې د ښار د( روروپ) په کلي کې زېږېدلی او له هماغه ماشومتوبه  ډنګر خو څه د پاسه ۱۶۵ سانتي مترو قد په درلودلو سره هر چا له لرې پېژنده .هغه یو هوښیار ، پوه ، ځیرک او لوستونکی انسان و ، په دې مانا چې د کتاب ، ورځپاڼو او مجلو لوستلو سره یې زښته زیاته مینه وه .هغه په دې باور و چې دوي د ډنمارک د اشرافو او لوړو کورنیو له ډلې څخه دي او دا خبره یې له خپل پلار نه ډېر ځل اورېدلې وه . خپل ځوی اندرسن ورته ډېر ګران و، او په دې ګروهه وو چې د ده ځوی باید په خپل ځان متکي وي او له شرابو او قمار څخه لري ژوند وکړي (۱) دی د یو کمزوري اقتصاد خاوند و چې د موچي په توګه یې په خپل کلي کې ژوند او کار کاوه .هغه له ناچارۍ نه پوځي خدمت ته ملاوتړله او په فرانسه کې د دواطلب سرتیري په توګه یې کار وکړ ، ځوی یې دا وخت اته کلن و . لږ وروسته  د جسمي کمزورتیا له امله دی ناروغه شو او ډېر ژر د ناپلیون  له لښکرو رابېل او خپل کور ته راغی. د اندرسن پلار  تر بل هر چا له خپل ځوی سره ډېره مینه درلوده او هڅه یې کوله هغه د یو لوړ نوم او نښان ځوان په توګه وروزي .د اندرسن پلار د ادبیاتو له لوستلو سره ځانګړې مینه درلوده .هغه به تل د ډنمارک او د اروپا د نورو سترو لیکوالو ، ډرامه لیکونکو او شاعرانو آثار لوستل او خپل ځوی  یې هم د نړۍ د مشهورو ډرامه لیکونکو  له آثارو لکه( زر او یو شپه )او داسې نورو په زړه پورې داستانونو سره آشنا کړ . په خپله اندرسن د خپل پلار په هکله لیکي چې :  له ما سره د ګرانښت یوه نښه یې دا وه چې د اودنسې په ښاروالۍ کې زما لپاره  یې یو لوی جشن جوړ کړی و ، او په هغه ورځ دومره خوښ و چې ما ویل له خوشۍ مړ نه شي...(۲). هانس اندرسن یوه موده د اودنسې د ښار په یوشمېر هنري مرکزونو کې د موسیقۍ درسونه وویل ، فلوت  او ډول  یې ښه غږاوو .دغه راز هغه د کاغذونو د برش او پرېکولو او له هغو څخه د ښکلو انځورونو له جوړولو سره هم زیاته مینه درلوده .هغه یو منطقي او هوښیار انسان تعریف شوی . په اودنسه کې هغه له خپلې مېرمنې او ځوی سره چندان ښه ژوند نه درلود ، ځکه بیکاري او کمزوری اقتصاد  د دوي د  ستونزو لا امل ګرځېدلی و ، نو ځکه خو دی اړ شو چې د سربازۍ خدمت ته مخه وکړي (۱۸۱۲ز)او لکه څنګه چې مخکې مو یاده کړه د ناپلیون  له پوځ سره د یو څو غیرانو د ګټلو لپاره یوځای شو .دی له عسکري خدمت نه له دې امله معاف وو چې کمزوری او  ان د ښار په دروازه کې له بد اقتصاد سره پروت و خو ، د هغه همت دا اجازه نه ورکوله چې په کرار کیني او ځکه خو عسکرۍ ته لاړ(۱۸۱۲ـ۱۸۱۵ز)  .کله چې دی له جګړې وروسته بېرته کور ته راغی( د ۱۸۱۵ز کال د مارچ میاشت ) نو نه یوازې له  جسمانی چې له روهي آرمتیا څخه هم بې برخې شوی و .دا یوه سخته او ځورونکې ناروغي وه . پلار ډېره موده ناروغه پروت و، او د اندرسن مور دلته او هلته ورته د تداوۍ لارې چارې لټولې ، خو د خوارکي اندرسن پلار وروسته له ډېرو کړاونو  د ۱۸۱۶ز کال د اپرېل په میاشت کې مړ  شو او د هماغه ښار د کنولس دکلیسا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. په خپله اندرسن د خپل  پلار په هکله یو بل ځای داسې لیکي : (( ... پلار مې په مینه  ورځپاڼه کې لوستل چې  جګړه په ښه زور  جرمني کې روانه وه ،ناپلیون د هغه اتل و ،چې فرانسه یې یو موټی کړې وه د هغه پر وړاندې ، هغه نشوای کولای دلته کور کې پاتې شي ، ډېر لیوال وو چې ناپلیون وګوري ، هغه غوښتل په جګړه کې و اوسې ، هغه داوطلبانه لاړ او دا داسې وخت وو چې زه ننکۍ ( چیچک ) ناروغي نیولی ووم او خوله مې ټوله زخمي وه ....ما خپل پلار په پوځي کالیو کې له ټوپک سره ولید ...په دې توګه جګړه پای ته ورسېده ،لښکرې شا ته ووېستل شوې او زما پلار راستون شو خو خپله سلامتیا یې له لاسه ورکړې وه ،هغه ځورېده ، یوسهار    وختي هغه تبه درلوده ...له ډېرو هلو ځلو وروسته هغه جوړ نه شو او درې ورځې وروسته ومړ... )). (۳)                                                                                                                                                   

Anne Marie Andersdatter (1774-1833) مور:
انه ماري اندرس ډیته،  یوه هوښیاره ، کاریګره او د بزګرۍ په چارو کې تکړه ښځه وه . تل به یې د غاړې دسمال او  ګلداره خولۍپر سر وه .دهغې رڼې غټې  سترګې  وې  او د اودنسې د ټاپو په شمالي سیمه د بوګینسي په کلي کې زېږدلې (۱۷۷۸ز).هغه د ۱۳ یا ۱۴ کلونو وه چې د ښار په ښاروالۍ کې راجستر شوې ده  او د لومړي ځل لپاره د یو شتمن د کور خدمتګاره ښودل شوې چې راسموس ایبسن نومیده .هغه یوه زیارکښه نجلۍ وه چې شپه او ورځ به یې کار کاوه .هغه یوه دیني معتقده پیغله وه چې د ښار د دیني څانګو لخوا په زیاترو سترو دیني تولنو کې یې برخه اخیسته .هغې د کلیسا د ښځینه برخې د چارو یوه کارکوونکي هم وه . اندرسن د خپلې مور د اغېزې لاندې ډېرې دیني زده کړې هم وکړې . انه ماري په یوې داسې کورنۍ کې وزېږېده او بیا د یوې داسې کورنۍ ناوې شوه چې له ناوړه او کمزوري اقتصاد څخه برخمنې وې ، له همدې امله او په تېره بیا چې مېړه یې فرانسې ته لاو او بیا لږ وروسته ناروغ او ومړ ، انه له بېشمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان وه . هغه په وروستیو کې الکهولیسته شوه ، ډېر سګرټ به یې څکل . که څه هم اندرسن له خپلې مور سره د خواړو و کالیو او پیسو څه مرسته هم کوله خو دا ناوخته وه ، خکه هغه نور  له سختیو سره آشنا مېرمنه وه .انه ماري دویم ځل له  نیلس سورنسن ګونډیرسو ، سره واده وکړ، له دغو ستونزو سره سره او  سره له دې چې هغې لیک لوست نه وو زده ، بیا هم مصممه وه چې دځان دژوند بار خپله یوسي او د خپل ځوی د نیکمرغیو شاهده و اوسي .د ژوند په وروستیو وختو کې هغه ړنده شوې وه او د شرابو څښل یې زیات شوي وو او دا هغه وخت دی چې اندرسن له مور سره خپه وو .په پای کې هغه د ۱۸۳۳ز کال د اکتوبر پر اوومه نېټه مړه شوه او د خپل ځوی په زړه کې ابدي داغ پرېښود ، داسې چې اندرسن په خپلو ډېرو آثارو او اشعارو کې خپله مور یاده کړې ده .اندرسن ډېر ځله دا ښودلې چې مور یې د یوې فقیرې کورنۍ وه او دی یې هم په بېوزلی کې رالوی کړی ، خو انه ماریه ډېره مهربانه او  زړه خوږې مور وه .د هغې دواړه مېړونه د هغې له مړینې مخکې مړل شوي وو او پرته له  اندرسن نه  یوه میره لور یې  هم درلوده . انه ماریه له هماغې پيغلتوب نه  ډېر مذهبي افکار درلودل .هغې کله د خرافاتو تر کچې هم  په یو شمېر ناچلو خدایانو باور درلود، خو د وخت په تېرېدو سره هغې عیسویت ته عقیده پیدا کړه چې بې له شکه  دغه افکار یې خپل ځوی ته هم ورولېږدول .خپله اندرسن په دې باب لیکي : (( زه په دغه شان خرافاتو کې رالوی شوم )) (۴). اندرسن د عیسویت ترڅنګ  دا نور دینونه هم لمانځل،  خو ده زیاتره  په دې مادي نړۍ ګروهه درلوده ، او مور یې هم په وروستیو وختونو کې همدا شان فکر کاوه .انه ماري او د هغه ځوی په دې پوهېدل چې په اودینسه کې د خرافاتو  پریماني ده او هلته خلک په دې عقیده دي چې دلته  دځمکې لاندې دېوان ، پریانې او نامعلومه ویرونکي موجودات د شته او داسې یو موجودهم شته چې اوماندو نومیږي او هغه ډېر پیاوړی او قوی موجود دی چې هر کال لا اقل یو انسان ځانته ورکاږي ، د اندسن مور په دغه شان یو چاپیریال کې را لویه شوه ، خو اندرسن یې د دغه شان خرافاتو په زنځیرونو ونه تړه ، هغې د خپل ځوی  له آزادو افکارو ملاتړ وکړ .

په دغه انځور کې د اندرسن مور د  دوبي په توګه ښودل کیږي
Anders Hansen Traes د اندرسن نیکه او، انا :  اندریس هنسین ترایس      

۱۷۸۸،ز کې د اودنسې ښار ته کډه وکړه او هلته یې د موچي په توګه کار پیل کړ ، خو کار یې چندان  نه چلېد او داسې ستونزې پرې راغلې چې  هغه لیونتوب ته نږدې شو ، داسې چې د  کور ـ کلي د ماشومانو د خندا شو.د اندرسن په وینا : هغوي ترټولو ډېر ښه وول په تېره بیا له خپلې نیا څخه زیاته یادونه کوي چې د آلمان د سترو کورنیو څخه وه .د اندرسن نیکه او انا په لومړي سر کې  نورمال او ښه ژوند درلود ، خو یو ناڅاپه داسې یوه غمیزه په دوي راغله چې کور او کلا یې اور واخیست ، غوا او غویي يې له مینځه لاړل او د بېوزلۍ داسې کچې ته راټیټ شول چې د سهار او بیګاه یې نه درلودل ، نو ځکه اړ شول چې د اودنسې ښار ته کډه وکړي ، او هلته دوي لا پسې فقیر شول . نیکه په خپل کلي کې یو تکړه بزګر و  او لا هماغه وخت بېوزلۍ  غیر نورمال چلند ته اړ کړی و .دوي خپل کور نه درلود او د بل چا په کور کې په مزدورۍ پراته وول .د ښار په راجستر پاڼو کې د اندرسن د پلار زوکړه همدې کور کې ښودل شوی ( ۱۷۵۴ز) ،خو دا نده څرګنده چې د کور له اصلي اوسېدونکو سره د دوي اړیکې  پر کوم اساس وې .موُرخین وایي چې د فون د ښار دراجسترپه زړو کتابونو کې د فون د ښار د ګیلستیل تاروپ په کلي ۲۱ نمبر کور کې د اندرسن نیا او نیکه اوسېدل چې په لاندې نقشه کې  لومړی د ۱۵ او بیا د ۳۰ شمېرې ورکړل شوي .په همدې کور کې د اندرسن پلار هم زېږېدلی چې د مُورخینو په وینا د ۱۷۸۲ز کال د دسامبر په ۲۲ نېټه د همدې ښار په کلیسا کې پرېمینځل شو .(۵)

د اندرسن د نیکه کورنۍ د سیمې بسیا بزګران وول ، ګوزاره یې سمه کېده خو  وروسته له یو لړ ستونزو سره مخامخ شول چې مخکې مو ورڅخه یادونه وکړه.څېړونکی جینسن کانګ لوکین د ۲۰۰۹ز کال د  ګېل ستیل په مجله کې په دې باب لیکي : د ډېرو تاریخي آثارو له څېړنې وروسته ویلای شو چې : (... د شاعر اندرسن پلار د آلسبو په ښار کې زېږېدلی او نیکه یې اندرسن هانس(۱۷۵۴ز، زوکړه) او انا ،یې  کاترینه (۱۷۴۵ز ، زوکړه) په همدغه آلسبو کې سره یو ځای اوسېدل وروسته بیا د ګېل ستېل تاغوب  سیمې ته په کډه شول (۱۷۸۸ز) او وروسته بیا اودنسې ته لاړل ...)(۶). د اندرسن انا څه د پاسه لس کاله له خپل مېړه مشره وه ځکه یو ځای داسې لولو چې :(د ۱۷۸۷ز کال سرشمېرنه داسې ښیي چې  موچي ۳۱ کلن اندرسن هانس له ۴۴ کلنې  کاترینه نومنستېټه سره واده وکړ او پنځه کاله وروسته یې کور کې یو ځوی وشو...) (هماغه منبع).په هغو کور کې چې دغه ماشوم وزېږېد د دوي  خپل کور نه وو  یا په بله وینا  دوي د شخصي کور خاوندان نه واو دوي له نور سره اوسېدل ، دا چې دغو کورنیو خپلو کې څه رابطه درلوده ، دا سمه نده څرګنده . ( نور بیا )