د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هانس کرستین اندرسن څوک و؟

یوسف هیواددوست 16.09.2015 12:52

Hans Christian Andersen

هانس کرستین اندرسن د ډنمارک د کلاسیکو ادبیاتو غوره استازی ، لیکوال ، کیسه کښونکی ، د ماشومانو د لاسي کارونو نوښتګر ، د تیاتر لوبغاړی ، ډرامه لیکونکی ، سندربول او لنډه یې، سراسر یو بشپړ فرهنګي شخصیت د ۱۸۰۵ز کال د اپریل پر دویمه نېټه  د ډنمارک د اودنسې په ښار کې وزېږېد . په ډنمارکي ژبه ویکيپیدا کې په دې باب داسې لیکل شوي :(( د سنکت هینس ښار د کلیسا په راجستر کتاب کې لیکل شوي چې  په همدغه سیمه کې د ۱۸۰۵ز کال د اپریل د میاشتې پر دویمه نېټه د شپې دوه بجې هغه زېږېدلی ...)). ویل شوي چې اندرسن د یوې بډایې کورنۍ ماشوم و چې په بیخي تنکسیا او بې وزلۍ کې رالوی شو .ښایي له دې خبرو به دا مانا وي چې کرستین  په یو شمېر روایاتو کې د شاهانو د کورنۍ  ماشوم ښودل شوی چې  د یو موچي پلار په مېنه  اود یوې دوبي مور په مهربانه غیږ کې رالوی شو .په هغه کور کې چې دی اوسېده هلته پلار یې  د موچي ګرۍ او مور یې د نورو د کالیو د پرېمینځلو له لارې د ژوند ناوړه اقتصادي شپې او ورځې تېرولې . کرستین په دغه شان یوې کورنۍ کې رالوی شو او له هماغه ماشومتوبه خدای ورته دومره لوړ او هوښیاره ذهن ورکړی و چې ډېر ژر نه یوازې په همزولو چې د سیمې ، بیا په کلي او ورپسې په ټول ډنمارک او دا دی نن په ټوله نړۍ کې د یو غوره ، بشرپاله او نوښتګر لیکوال په توګه مشهور شو . کرستین له ماشومتوبه له کیسې ، داستان ،انځورګرۍ او ټوکو ټکالو ، تیاتر او تمثیل سره او ورسره جوخت د موسیقۍ له زړه وړونکو موجونو سره روږدی رالوی  شو .اندرسن د خپل ظریف استعداد له امله په ډنمارک او ټوله نړۍ کې د یو منلي شاعر په توګه پېژندل شوی .هغه په ماشومتوب کې ډېر ناارامه و ، تل مدام به یې بغارې وهلې ،لا د دوه ورځو نه و چې د ده د  زړاګانو په بګروند کې د هغه پلار ورته په لوړ غږ کتابونه لوستل او ورته یې ویل : اوس ښه ته چې ته ویده شې او څه نا څه لږ آرام وکړې .موږ یې هم د ده له ډېرو چیغو په عذاب شوې وه آن کله چې یې هغه ته په کلیسا کې د ۍپېحلتیا غسل ورکاوه نو د ډېرو چیغو نه یې د کلیسا  کشیش نا آرامه شو او د هغه پلار ته یې وویل : ځوی دې لکه پیشو چیغې وهي . په اصل کې هانس کرستین اندرسن له هماغه ماشومتوبه د ځان او کورنۍ د بسیا کولو لپاره جبرا کارکولو ته اړ شوچې وکولای شي ځان او خپلې کونډې مور ته یو،نس ډوډۍ برابره کړي کرستین لا یولس کلن وو چې د زده کړو ټول بار ورپه غاړه شو .دغه یوولس کلن یتیم  کوچنی د  پلارله مرستې پرته دېته  اړ شو چې خپل راتلونکی برخلیک وټاکي او لکه څنګه چې څرګنده ده دا امر په ښه توګه ترسره کړ ،  داسې چې د پلار نیکه نوم یې هم تلپاتې کړ او هم یې  د ډنمارک د غوره  ادبیاتو انګازې تر ټولې نړۍ ورسولې او هغه یې تلپاتې کړې  .د اندرسن خوږو او زړه راښکوونکو کیسو د ټولو ډنمارکیانو زړونه یو په بل پسې راخپل کړل.دهغه کیسې د نړۍ د ترټولو په زړه پورې کیسې شوې  او، ورسره جوخت  د هغه نوم د نړۍ د ماشوم  د ادبیاتو یو له غوره نومونو شو ، همدغه ښایست او پایښت ، دغه راز دده غوره کیسو او د هغه فعاله ورځنۍ ونډه  ، یو شمېر ناپاک لاسونه او خیرن زړونه هم د هغه خوا ته د دښمنۍ او تخریب لپاره ور اوږده کړه او هغه ته یې ډېر سرخوږی پیدا کړ .هغه کوم فقر ، بېوزلي او نابرابري چې اندرسن په خپلو کیسو کې  ښودلې ، هغه اوس هم زموږ په نړۍ کې د ډېرو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی : (( نه وو نه وو په تېرو وختو کې ، د دې نړۍ په یوه ګوښه کې ، د ژمي په یوې سړې او واورینې شپه کې ، یوه بې وزلې نجلۍ وه د ، اورلګید خرڅونکي نجلۍ  په نوم . « یوه ورځ » هغه وخت چې « د نوی کال شپه » وه ....)) هو ! هماغه درد چې دوه سوه کال مخکې هغې نجلۍ زغمه ، نن هم داسې ډېرې ماشومې نجونې او  هلکان زموږ په نړۍ کې شته چې د دغو توپیرونو په اور کې سوځي او دا دردونه او ناخوالې یوازې هغه تکړه لیکوالان کولای شي انځور کړي چې خپله یې دا شان دردونه لیدلي وي ، اندرسن له همدغه تولګي څخه دی ، له همدغه دردمندو او ځورېدلو ماشومانو چې د یتیم په نوم او د فقر او بېوزلۍ په نامه یې د استبداد او ناروا ، څپېړې پر مخ خوړلي ، خو دهغه توپیر له موږ سره په دې کې دی چې هغه دا ټول دردونه کښلي ، کیسو کې یې ښکاره کړي ، هلته یې خپل دردونه د خپلې کیسې اتل ته ورکړی او کیسه  یې تر ما او تا رارسولې چې د اندرسن ټول دردونه حس کړو او غمونو کې یې غمجن شو او د اندرسن  بېوزلیو ته  اوښکې تویې کړو، په چیغو چیغو وژاړو ، او اندرسن ته ووایو: ته نه یوازې پرون چې نن هم د کمپیوټر او پرمختللې تکنالوژۍ او د په اصطلاح بشر دوستۍ د زمانې د بېوزلانو ترجمان هم یې . اندرسن خپل ځان او خپل ژوند د خپلو کیسو د اتلانو په وجود کې څرګندوي .هغه د « زما د ژوند کیسه »کې خپل ځان ښیي  او موږ داسې فکر کوو چې اندرسن زموږ مخې ته ولاړ دی .اندرسن یوه داسې ورځ په دې کیسه کې یو ځای انځوروي چې دی او د ده مور د لویو ځمکه والو  او اربابانو د قمچینو څخه تښتي ، مور یې ، اندرسن او د کلي نور بېوزلان تښتي چې لکه زموږ د هېواد د ملکانو ناظران یې قمچینو لاندې ورته ډډې ور شنې نه کړي :« هغه ما ولید چې له یوې سترې قمچینې سره زموږ خوا ته را روان و .زما مور او ټول خلک په تېښته کې وول ، له ډېرې وارخطایۍ د لرګو بوټونه ( په افغانستان کې کڼاوې ) مې له پښو ووتل  او رانه ورک شول ، وروسته بوټونو او ازغیو مې پښې داسې زخمي کړې وې چې له منډو ولویدوم او سړی راورسېد او قمچینه یې پورته کړه چې ما پرې ووهي ....» او په دې توګه اندرسن د خپلې زمانې تاریخ لیکي او څرنګوالی یې تر موږ رارسوي ، خو دی ښه پوهېده چې د ده څخه مخې نسلونو له ده نه زیاتې ناخوالې لیدلي .خپله مور یادوي ، دردونو ته یې ژاړي او په سرخاورې بادوي .د خپلې مور کیسه کوي چې څنګه د هغې مور او پلار د ګدایۍ لپاره له کوره وېستله،یوه ورځ چې تش لاس راغله، ټوله وخت چېرته ګوښه کې ناسته وه او ژړل یې ...»ښایي هماغه  اورلګید خرڅونکي نجلۍ د اندرسن مور وي چې اندرسن دې کیسه کې د بل چا په نوم انځور کړې . د اندرسن د کیسو ځانګړنه دې کې ده چې د کیسو  پیل او پای او د کیسو اتلان په خپله د ده د کلي او هېواد خلک او پېښې دي .کټ مټ هماغه شان چې لا تر اوسه یې نښې  د ډنمارک په ټولنه کې ښکاري . اودنسه هغه ښار دی چې اندرسن هلته اوسېده ، تل به د  سیند پر غاړه او یا د لویو ویالو  په ننداره اخته وو ، طبعیت یې خوښ و او هلته په پراخ او بډای طبعیت کې کوم څه شي پسې ګرځېده .لالهانده وو ، او د هغو کیسو  او تمثیلي نندارو ټکي  وریادېدل چې پلار به يې ورته لوستل . هو ! اندرسن لا کوچنی وو چې پلار یې ورته د نړۍ یو شمېر مشهورې کیسې  لکه ( زر او یو شپه ) او داسې نور لوستل او کوچني اندرسن هغه حافظې ته سپارل . هانس کرستین اندرسن په دغه شان ناخوالو  ، خو د ډنمارک په دغه شان ښکلي طبعیت کې د خپل پټ بډای استعداد  په غوړېدو پسې ګرځېده ، او چېرې به چې د ده د افکارو د څرک امکان و هلته به دی حاضر و . که څه هم ډېرو حسودو کسانو به د ده هرې خوا ته لاس اچونه نه شوای زغملای  خو د ده دغه شان یون  اندرسن د تیاتر خوا ته یووړ ، هغه په کوپنهاګن کې کلونه کلونه مشقت او زیار  تېر کړ چې د تیاتر لپاره د لیکوال په توګه یا د ممثل او یا د بالت او ډرام دنڅاکوونکي په توګه ومنل شي ، هغه یو مصمم او ژمن هنرمند و ، نو ځکه یې وښوده چې ( تصمیم د بري لومړی شرط دی ) او  ثابته یې کړه چې مصمم انسان د هیلو لوړو مدارجو ته رسېدای شي  ، د اندرسن په باب هم همداسې وشوه . په پای کې  داسې ورځ هم راغله چې نوموړی د ډنمارک د تیاتر ستوری شو.اندرسن د نړۍ د ملیاردونو وګړو او په تېره بیا د ملیونونو کوچنیانو د هیلو ، غوښتنو او پوښتنو ترجمان شو . هغه په خپلو بې جوړې  آثارو کې هغه دنیا انځور کړه ، هلته چې توپیرونه نه شته ، هلته چې مور او ماشوم د ناهیلیو سره مخامخ نه دي ، هلته چې ماشوم د کورنیو ناخوالو او کمزوریو له امله د یتیمۍ څپېړې پر مخ نه خوري ، هلته چې د دربارونو په بزم کې عزتونه نه لوټیږي او بې هویته ماشومان له چا څخه نه زېږیږي .هو ! د اندرسن دنیا له توپیرونو خلاصه دنیا ده  ، د پرېمانۍ دنیا .د کورنۍ د مینې پرېماني ، د ټولنیزې برابرۍ پرېماني ، د ماشوم د غرور د ساتلو اوسالمې روزنې پرېماني . همدغو داستانونو او همدغو شعرونو اندرسن  له شاهانه دربار نه نیولې بیا د شتمنو او مالدارو تر  ښایسته صالونونو ، انبارونو ، زېرمتونونو ، د میخوارانو تر کابارو او بارونو ، د فقیرانو تر جونګړو ، د بزګرانو تر درمندونو ، د کارګرانو تر کارخانو، د روحانیونو تر کلیساوو ، د ماشومانو تر ښوونځیو ، د ځوانانو تر پوهنځیو ، د لیکوالو تر غونډو ، د شاعرانو تر بزمونو ، د سندرغاړو تر ترنم، د تیاتر تر ستیژ ، د سینما تر پردې ، د ډرام او داستان تر انګازو ، د ښکلو تر بنګلو ، د ناروغانو او په زړه ماتو تر زړونو او په پای کې د سیمې او نړۍ تر ډېرو مشهورو هنرمندانو او فرهنګیانو ، ور ورساوو ، او په دا ټولو ځایونو کې دی د زړونو محبوب  شو . هغه لکه د خپل داستان اتل (د هیلۍ بد رنګه  بچی) ، له غمونو ډک ماشومتوب تېر کړ ، او لکه د  بل داستان قهرمان  ( امپراتور ته نوي کالي )د بېوزلۍ په لومو کې را ایثار ژوند تېر کړ ، خو لکه د خپلو داستانونو قهرمانان ، هماغه شان له یوې روښانه راتلونکې برخمن شو . اندرسن لا د تنکی ځلمیتوب  په نازولې دوره کې و چې نور نو د دوي د کوچني کلي او د هغه ښار چاپیریال ورته تنګ شو ، هغه ښارچې دی په کې زېږېدلی او هلته راستر شوی و . څوارلس کلن و چې کوپنهاګن ته ولاړ او د کوپنهاګن کوڅو او پس کوڅو له هماغه اندرسن نه یو سترګه ور ځوان جوړ کړ چې په کلي کې   له خپل لوړ استعداد سره سره بیا یې هم سترګې پټې وې او له ډېرو هغو ناخبره و چې د ده په هېواد کې ول.کوپنهاګن  هغه ته یوه نوې نړۍ وروښوده .اوس هغه د خپل هېواد د پلازمېنې تر ټولو لوړو او شتمنو کسانو او څانګو سره بلدتیا ومونده .ده اوس د خپل هېواد  له تر ټولو لوړو هنري ، ادبي او علمي مرکزونو سره اړیکه ټینګه کړه خو په هره شېبه کې یې د هماغه خوار ډنمارکي ماشوم سودا په سر کې وه چې یا به وږی ویده شوی وي ، یا به په پنځه کلنۍ یا شپږ یا اوه کلنۍ کې جبري کار ته اړ او  د هغه د خوښیو خوبونه  به یې ورڅخه اخیستي وي ،  او یا خو، به  دومره کمزوری اقتصاد لري چې د خپلې ناروغۍ یوه  ارزان بیه ګولۍ هم نه شي اخیستی . اندرسن اوس دا دی په کوپنهاګن کې د ښکلاوو او برېښناګانو په دغه ښار کې د معتبرو تیاترونو د ستیژ پر سر راښکاره کیږي او ډرام یې ورته لکه معشوقه داسې ښکاري .دلته یې مدرسې او ښوونځي ولوستل ، لوړې زده کړې یې وکړې ، بیا نو دغه ځوان لیکوال  په دې اند او فکر کې شو چې ډنمارک  زموږ په دې نړۍ کې چېرې پروت دی ؟ او شا اوخوا یې دا نور ولسونه څنګه  ژوند کوی ؟ .هغه  نږدې هېوادونو او د اروپا لرې نورو ملکونو ته سفرونه پیل کړل او خپل استعداد او پوهه یې له ټولو نړېوالو سره شریکه کړه . ګورۍ ! هغه خپل کور کلی  د پلازمېنې په نامه پرېښود او بیا یې ډنمارک د نورې نړۍ په نامه پرېښود پرته له دې چې دلته یا هلته کوم ځای ولري .د نړۍ له یو شمېر غوره فلاسفه وو او لیکوالانو لکه ویکتور هوګو، بالزاک  او یو شمېر نورو سره یې پېژندګلوي پیدا کړه .هغه په یوې ورکې پسې  له خپله کوره ، راووت ، یوه ورکه مینه ، یوه ناڅرګنده معشوقه او یوه نا معلومه لاره ، کټ مټ په هغه کیسه کې چې ( د سیند پري ) په همدغه شان یو برخلیک اخته وي . خو وخت وښوده چې ، نه واقعیت داسې نه وو ، اندرسن  لا له هماغه ماشومتوبه خپله لاره ټاکلې وه .له ځان نه د باندې چاپیریال راخپلول ، او په پای کې نوموړي  دا ستر امر د، یوې سپېڅلې هیلې په توګه  ترلاسه کړ .  کله چې  لا ژوندی و نو  نړېوال شهرت یې  وموند ،هماغه وخت د ډنمارک دولت هغه ته د ملي شتمنۍ په سترګه کتل او هره میاشت به یې په همدې درناوي هغه ته اضافې معاش ورکاوه .  نن په ډنمارک کې هر ځای ددغه ستر انسان پژي او مجسمې ولاړې دي ، یو شمېر  لارې او کوڅې ، ښوونځي او پوهنځي د ده په نوم دي ، موزیم یې لکه یوه ملي شتمنۍ   ،ښه سرلوړی ولاړ دی او نن ورځ د ماشوم د ادبیاتو لپاره د هانس کرستین اندرسن په نوم یوه  نړېواله جایزه نومول شوې چې په هرو دوو کالو کې په دې برخه کې غوره آثارو ته ورکول کیږي  . اندرسن د خپل هېواد ملي شتمني او د نړېوالو لپاره د بشرپالنې غوره فرهنګیالی ګڼل کیږي .اندرسن یو ځای د خپل یو شعر په یوه  برخه کې ځان او چاپیریال داسې راښيی:            
دلته ما له خپلو کڼاوو سره منډې وهلې
اویو خوار ښوونځي ته تلم
نړۍ له ما داسې راچاپېره ده
لکه زما چین داره لمن
نه ! زه یو بېوزلی ځوان نه یم
او نه مې پلار بېوزلی
هغه ما ته ټولې کیسې کړي
او دا دی اوس یې زه راوي یم