د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ړوند او شل له پنډه ډکه کیسه

عطا محمد میاخېل 11.05.2015 22:05

ژباړن :عطا محمد میاخېل
  دوه بې وزله کسان، چې یو یې ړوند او د بل یې دواړه پښې شلې وې، یو ځای ژوند کاوه. هغوی په همدې حال کې خپلې ورځې و شپې تېرولې، څو مودوه وروسته هغوی وږي شول او لوږې پسې واخیستل. ړوند فکر وکړ او وې ویل : په ښکار پسې به لاړ شو، کېدای شي د خوړولو له پاره څه پیدا کړو. هغه له ځان سره وویل : زه خو ړوند یم، نو څنګه به ښکار وکړم؟ خپل شل ملګري ته یې وویل : راځه چې یو ځای ښکار پسې لاړ شو. شل وویل : څنګه ؟ زه نه شم کولای چې خپلو پښو ته ټکان ورکړم او ته هم ړوند یې او لاره نه وینې. ړوند وویل : زما په اوږو سپور شه او ماته لارښوونه کوه، تر څو له کوم شي سره ونه لګېږم. هغوی په دې خبره سلا  او په ښکار پسې لاړل .
  کله چې د ښکار سیمې ته ورسېدل، نو د شل سترګې په یوې هوسۍ ولګېدې، چې دواړه پښې یې ماتې شوې دي او نه شي کولای، چې وتښتي، هوسۍ یې ونیوله او کباب یې کړه . کله چې خواړه چمتو شول، نو شل ولیدل، چې یو مار، ملګري ته یې نیږدې کېږي، نو د مار مخه یې ونیوله او په یوه کاڼي یې وویشته، مار مړ شو. شیطان په ناڅاپي ډول د شل په زړه کې وسوسه پیدا کړه او له ځان سره یې وویل : د هوسۍ غوښه به یوازې وخورم او له غوښې به یې خوند واخلم او د مار غوښه به دې ړانده ته ورکړم، تر څو یې وخوري، هغه په خپل هوډ باندې ټینګار وکړ، کله چې مار پوخ او د هوسۍ غوښه کباب شوه، نو مار یې ړانده ته ورکړ، تر څو چې شل د هوسۍ د غوښې خوند څاکه، ړوند موړ شو، د مار د غوښې څه غوړ، چې په لاسونو پورې یې نښتي وو په خپل مخ او سترګو پورې وموښل او وې ویل : د الله (ج) ډېر شکرونه ادا کووم، چې زما نس یې را موړ کړ، په ناڅاپي ډول د مار د غوړیو په وسیله یې سترګې روغې شوې، ګوري چې د مار پوستکی یې په لاسونو کې دی او د مار سر ته یې وکتل، چې تر څنګه یې پروت وو، هغه خپل شل ملګري ته وکتل، شل په دې باور نه کاوه، چې د ړانده سترګې دې جوړې شوې وي .
  ړوند چې خپلې سترګې یې بېرته تر لاسه کړې وې، په ډېرې غوسې خپل ملګري ته وکتل او وې ویل : آیا دا ستا ملګرتیا وه، چې غوښتل دې ما ووژنې، خو الله (ج) زه ترې وژغورلم، ړانده په ډېرې غوسې خپل ملګري ته کتل، هغه له ونې څخه یوه لښته را پرې کړه او د شل په وهلو و ډبولو یې پیل وکړ، تر دې چې شل د ډیر درد له امله وغوښتل چې له خپل ځای څخه پورته شي او وې کولای شو، چې په خپلو پښو باندې روان شي.
دا د دې لامل شو، چې دواړه یو ځل بیا سره خواږه ملګري شول .
   هغه څه چې له دې کیسې څخه تر لاسه کېږي، دادي چې انسان نباید له څه شي څخه ناهیلی شي، ځکه چې له ناهیلۍ سره ژوند شتون نه لري او له ژوند سره ناهیلي .