د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان بانک

عطا محمد میاخېل 07.04.2015 12:38

  د افغانستان بانک، مرکزي بانک د دندو د پر مخ بیولو په خاطر په 1318ش کال کې د 120ملیونه افغانیو په لمړنۍ پانګه پرانیستل شوی دی . د بانک پرانیستل په لومړیوکې د هغې یوه اندازه پانګه د ملي بانک لخوا ورکړل شوه ، چې له یوې مودې وروسته د ملي بانک ونډه دولت په غاړه واخیسته ، دافغانستان بانک د تاسیس له پیل څخه موخه داوه چې دا بانک دمرکزي بانک دندې پر مخ بوځي خو په عمل کې د افغانستان بانک د لومړني قانون تر تصویب د 1382ش کال د سنبلې 27 مې پورې د مرکزي بانک د دندو د پرمخ بیولو تر څنګ دیوه تجارتي بانک په توګه هم عمل کړی دی .
  تصفیې او د داخلي او بهرنۍ سوداګرۍ معاملې یې تر سره کړي ، خصوصي او دولتي پس اندازونه یې منلي او دولت ، بانکونو ، بیلابیلو تصدیو او انفرادي وګړو ته یې د لنډې او اوږدې مودې پور ورکول هم پر مخ بیولي دي . د افغانستان بانک د اساسنامې او کړنلارې سره سم د پیل له وخته دنده درلوده ، بانکنوټ خپور کړي ، په دوران کې یې واچوي ، او په موجودو قانوني وسایلو د افغانۍ د ارزښت ټینګښت تامین کړي . د افغانستان بانک ، د افغانستان دپیسو او بانکدارۍ د قانون تر تصویب ، د 1377ش کال د لړم د میاشتې شپاړسمې پورې د حقوقي هویت یوې دولتي موسسې په بڼه عمل کړی دی په 1377ش کال کې ، د 1354ش کال تصویب شوې د پیسو او بانکدارۍ قانون لغوه او دپیسواو بانکدارۍ نوی قانون د رسمي جریدې د 16ر8ر 1377ش کال په 770 یمه ګڼه کې خپور شو . 1382 ش کال د سنبلې د میاشتې په 27مه د 1382 ش کال لومړني پولي ریفورم ته د چمتوالي په درشل کې او مرکزي او تجارتي بانکونو د دندو د جلاکولو په خاطر ، په یوه وخت کې د افغانستان بانک قانون او د افغانستان د بانکدارۍ قانون تصویب او خپاره شول .
دافغانستان بانک قانون په څوارلسو څپرکو ( فصلونو) او څلور دیرشو مادو کې تدوین شوی او په هغه کې د مرکزي بانک په توګه ، د افغانستان بانک واکونه او صلاحیتونه، دندې ، د ادارې او رهبري ارګانونه د کړنو حدود ثبت شوي دي په لومړۍ ماده کې داسې راغلي دي :
د افغانستان بانک ، د افغانستان مرکزي بانک دی ، دافغانستان بانک ، د حکمي شخصیت په توګه د بشپړو قانوني واکونو لرونکی دی ، کولای شي اړوند قرار دادونه عقد ، منقول او غیر منقول مالونه تر لاسه ( حصول ) یا پریږدي ، اړوند بها لرونکي سندونه صادر او پورونه په بیلابیلو بڼو تر لاسه او دحقوقي دعواوو اړخ واقع شي .
په دوهمه ماده کې یې په لاندې شرحه موخې او دندې قید شوي دي :
دافغانستان بانک ستر هدف د کورنیو قیمتونو د ثبات او ټینګښت تامینول او ساتل دي .
د افغانستان بانک نور هدفونه چې دهغه د لومړنی هدف تابع دي ، له سیاست ( نقدینه ګي ) د پورونو د ورکړې له قابلیت ، د بازار پر اقتصاد د ولاړ ثابت مالي سیستم له اغیز ناک فعالیت څخه ملاتړ او مصوون ، سالم او اغیزمن ملي سیستم له پیاوړتیا څخه عبارت دی .
د افغانستان بانک د خپل لومړني هدف په پام کې نیولو سره د دولت د کلي اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي او دوامداره اقتصادي وده پیاوړې کوي .
د یوه مسول بانک په توګه د افغانستان بانک دندې داسې ټاکل شوي دي :
د افغانستان د پولي سیاست طرح کول ، تر لاس لاندې نیول او اجراء .
د افغانستان د بهرنیو اسعارو د ارزې سیاست او ترتیباتو طرح کول ، تر لاس لاندې نیول او اجرا کول .
د افغانستان د بهرنیو اسعارو د رسمي زیرمو ساتنه او اداره کول .
د افغانستان د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول ضربول او خپرول .
د دولت بانک لرونکی ( بانکدار ) سلاکار او دمالي استازي په توګه د دندو سرته رسول. د جواز صادرول یا ثبتول ، تنظیم ، او پر بانکونو ، د اسعارو پر صرافانو د پولي خدمتونو پر وړاندې کوونکو ، د ورکړې د سیستم پر مجریانو ، د بها لرونکو سندونو د خدمتونو پر وړاندې کوونکو ، دبها لرونکو سندونو د لیږدونې د سیستم پر مجریانو او نورو هغو اشخاصو باندې څارنه چې د افغانستان بانک کولای شي د قانون له حکمونو سره سم څارنه وکړي .
د هغو قیمت لرونکو سندونو د ورکړې او لیږدولو له پاره د اغیزمن او سالم سیستم جوړول ، ساتنه او وده چې د دول یا افغانستان بانک لخوا صادر شوي وي او د ورکړییز (پرداختي) معاملو او هغو معاملو د حساب تصفیه او تسویه چې په دغه ډول قیمت لرونکو سندونو کې صورت مومي همدارنګه د تشکیل او ادارې پع باب په شبږمه ماده کې داسې راغلي دي :
د افغانستان بانک د عالي شوری ( دتصمیم نیونې او سیاست ګذارۍ د لوري مرجع په توګه ) د ټولورییس د ( دافغانستان بانک د ادارې د مسول په توګه ) د ټولو ناظر ( د افغانستان بانک د کورنیو عملیاتو د څیړنې او بر رسۍ د مسؤول په توګه ) او د نورو اړوندو کار کوونکودی .