د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حج او عمرې شرعي احکام

پښتون زوی 07.08.2014 12:46

د حج او عمرې ټولو مينه والو ته زيری ورکوو چي د محترم مفتي عبدالرشيد'سعيد'د حج او عمرې د مسائلوکتاب
 (المناسک الشرعية في احکام الحج والعمره (د حج او عمرې شرعي احکام)چاپ سو..
نوموړی کتاب چي پر ۳۸۲ مخو او ۹۵۲ مسئلو وېشل سوئ  د شيخ الحديث او د درالافتا د رئيس مولوي عبدالحکيم صاحب تر څارني لاندي وليکل سو،چي کره کتنه يې د شيخ صاحب تر څنګ  د دارالعلوم الشرعية نورو مفتيانو کړې.
کتاب د سوال او جواب پر بنسټ په سوچه او اسانه کندهاری لهجه ليکل سوئ.
کتاب د حج او عمرې پر اړينو او عصري مسئلو د حنفي فقهي په رڼا کي د باوري فتاواوو او مناسکو څخه ليکل سوئ،چي په هره مسئله کي دهغه ماُخذ مخ او ټوک لمبر،او هم عربي متن سته،تر څنګ د حرمينو شريفينو او شاوخوا سپېڅلي ځايونو اندازه په کلوميټر ښوول سوې او که د ځينو ځايونو په نامه کي بدلون راغلی وي او یا هم له مينځه تللئ هغه ته هم اشاره سوې ده.
مينه وال کولاي سي چي له ليکوال سره په دې شمېره اړيکه وه نيسي.00923013766742