د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اتصالات د کار زده کولو ملي پروګرام

نعمت الله ظفرزی 21.01.2014 21:17

د اتصالات د کار زده کولو ملي پروګرام، د یو عصري افغانستان لپاره د بري کیلي ده
کابل، د جنوري ۲۱مه ۲۰۱۴
د افغانستان اتصالات په اوږدمهاله توګه د بشري مهارتونو، د افغان کارکوونکو او په ټوله کې د افغانانو د مهارتونو لوړولو او پرمختګ ته ژمن دی.
زمونږ د ستراتیژیک پلان د یوې برخې په توګه، د افغان  ځوانانو د استعدادنو پرمختګ زمونږ له هیلو څخه دی، چې پدې اړوند اتصالات د هیواد د غوره پوهنتونونو سره لکه د کابل پوهنتون، اقتصاد، بریښناییزې انجینري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو، د کابل پولیتخنیک او ICTI انسټټیوټت سره د کارزده کوکو ملي پروګرام په لاره واچوو. ددې پروګرام په لاره اچولو موخه داده ترڅو افغان کارکوونکي په یوه مخابراتي  نړیوال شرکت کې کاري تجربه ترلاسه او  یو غوره مسلکي کارکوونکي شي.
ددې پروګرام له مخې به ۲۸ کارزده کوونکي د ۱۰ اونیو لپاره د اتصالات مخابراتي شرکت سره په بیلابیلو څانګو کې په کار وګمارل شي.د ویلو وړ ده، چې دغه کارزده کوونکي د هغوی د پوهې کچې ته په کتو  سره د کابل پوهنتون اقتصاد، بریښناییزې انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو، د کابل پولیتخنیک او ICTI انسټټیوټ څخه غوره شویدي.
په اداره کې د ۱۰ اونیو په دوران کې به دوی په مستیمه توګه د کارکولو مهارتونو ترلاسه کړي، چې  د دوی د د کاري استعداد په پرمختګ کې به له دوی سره ډیره مرسته وکړي. پردې برسیره یوه اندازه میاشتنۍ معاش هم دوی ته د اتصالات لخوا په پام کې نیول شوی دی.
د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر ښاغلی احمد الحسنی وايي، په نني پرمخ روان کاري چاپیریال کې مونږ باوري یو، د غوره کار زده کوونکو پیژندل او ګمارل له غوره پوهنتونونو څخه  له ننګونو سره  مخ وي، دا د  اتصالات لخوا د  افغان مهارتونو د پرمختګ لپاره یو غوره ګام دی. دا زمونږ لپاره یو غوره موکه ده، چې د تکړه محصلینو لپاره د کاري تجربه او مالي ملاتړ زمنیه برابره کړو. مونږ د زده کړي د پروګرام له لارې د بشري منابعو د پرمختګ لپاره غټه پانګونه کړې، ترڅو د اتصالات او د یو نوي افغانستان لپاره د افغان ځوانانو د استعدادونو څخه په ګتې اخیستنې دوامداره بریالیتوب ته لاسرسی ومومو.
د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ