د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اتصالات لخوا د قرآن عظیم الشان اوومه کلنۍ سیالي پیل شوه

نعمت الله ظفرزی 16.06.2014 12:18

د جولای ۱۵مه نیټه ۲۰۱۴

 د افغانستان اتصالات لخوا د قرآن پاک د حسن تلاوت ۷مه کلنۍ سیالي د جون په ۱۶مه نیټه د افغانستان په ۵ زونونو کې پیل شوه. پدې دوران کې به ګډونکوونکي د ټاکونکي پروسې له مخې بل پړاو ته ځي او یواځې غوره قاریان به کابل کې د دوهم پړاو سیالیو کې ګدون کوي.

د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر ښاغلي یاسر ابوالعمام وايي، دا زمونږ لپاره ډیر د خوښۍ ځای دی، چې د قرآن پاک سیالي د نوي امکاناتو او ګټونکو ته د ۷۰۰،۰۰۰ افغانیو د جایزې په ورکولو سره پیلوو.

په کابل ښار کې د قاریانو ټاکل به یوه ورځ وروسته یانې د جون په ۱۷مه نیټه پیل شي. کله چې په ۵ زونونو کې د غوره قاریانو ټاکل پای ته ورسیږي. بیا به قاریان کابل ته د سیالۍ لپاره غوښتل کیږي او د کابل سیالۍ به یوه اونۍ وخت ونسي او په پای کې به غوره ۵ قاريان اعلانیږي.

رسنیز همکار اریانا ټلویزیون به ددې پروګرام کوربه وي او دا پروګرام به د روژې په میاشت کې د روژه ماتي څخه مخکې کتونکو ته خپروي.
ښاغلي ابوالعمایم وايي، د یوې اسلامي کمپنۍ په توګه، اتصالات په بیلابیلو اسلامي پروګرامونه سره مرسته کړي او په هیواد کې تعلیمي څانګو سره په بیلابیلو برخو کې د زړه له کومې کمک کړی دی، ترڅو اسلامي دود ته پراختیا او وده ورکړي. مونږ افغانانو ته ډاډ ورکوو، چې اتصالات یواځې تاسې ته مخابراتي خدمتونه نه وړاندې کوي، بلکې تاسې ته د زده کړې، پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره موکې برابروي، تر څو خپل هیواد یو روښانه راتلونکي په لور بوځئ.

ابوالعمایم زیاته کړه، ددې پروګرام موخه داده، ترڅو په ځوان نسل کې د قرانکریم حسن تلاوت او اسلامي دود ته وده ورکړو.
د قرآنکریم سیالي یو اسلامي پروګرم دی، چې هر کال د اتصالات لخوا په لاره اچول کیږي. په لومړي ځل دا سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې په لاره واچول شوې، چې ډیر ژر د افغانانو په مینځ کې په یوه وتلي پروګرام بدل شو. هر کال د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونه قاریان  پدې ځانګړي او مهم پروګرام کې د ګډون لپاره کابل ته راځي، د سیالۍ غوره قاران صاحبان د حفظ، تجوید او حسن قرات د ښه والي له مخې ټاکل کیږي.

د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.
پای