زموږتعلیمي نظام اودجهادي کتابونولړۍ
18.05.2013 19:03دیوه هیواد اویوې ټولنې پرښوونیزنظام باندې غږیدل نه تمامیدونکې اونه زړیدونکې خبره ده، هرکله باید دوخت له غوښتنوسره سم دملي اوهیوادنیوګټوپه پام کې نیولوسره خبرې پرې وشي اواړین بدلونونه په کې راوستل شي.
ددې خبرې کول ببا یبا اړینه ګڼم چې په ټول کې زموږښوونیزنظام نیمګړی دی.په رسمي اوغیررسمي چاپیدونکوموادوکې ډیره سلنه داسې شیان ماشوم ته،نوي نسل ته اودټولنې راتلونکوومسولینوته په لاس ورکول کیږي چې هغه شیان نه یوازې ټولنه اونوی نسل دزمانې له نویوغوښتنواوپوښتنوسره نه شي برابرولاي،بلکې داسې حالت ته یې رسوي چې دنوي وخت پر ضد یې دروي.
په افغانستان کې دننه په ښوونځیوکې کوټې نیګړتیاوې شته چې باید نه وای،خوله هیوادنیو رسمیاتونه دباندې کړۍ کې بیا بل څه روان دي.هغه څه چاپیږي اوزموږنوي نسل ته په لاس کې ورکول کیږي چې زموږ دټولنې اوخلکودتباهۍ سبب شوي،کیږي اوددې وطن اوخلکوددښمنانو غوښتنه ده.
په افغانستان کې دننه اوله افغانستان څخه دباندې دافغانانودژوند هره پاڼه چې راواړول شي،له نیمګړتیاوو اوستونزوډکه وي.هغه نیمګړتیاوې چې ډیری یې باید اوس زموږپه مخ کې نه وای،موږهرکله ورسره لاس ګریوان یواوکړې تیروتنې بیا بیا تکراروو اوملامتیا یې هم په شرایطو،تیروواکدارانواوجګړې باندې ورتپوو.ښه مې په یاد دي چې رحیم الله یوسفزي په یوه مرکه کې دطالبانو په برخه کې دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و:« دچا په نس هم که درد شي ،وايي چې دا دطالبانوله لاسه...» اوس له بده مرغه که دچا په خپل کورکې له خپلې ښځې اوکوچنیانوسره اړیکې خرابې شي،نو وايي دا دوخت اوشرایطو،جګړې او... له لاسه.
دامریکايي دیموکراسۍ په دایره کې،دکرزي دواکمنۍ په لومړۍ دوره کې،په تیروتنه اونه پوهیدنه کې دوطن یوعالم اوبا درکه اوبادرده شخصیت دښوونې روزنې داداري ( دښوونې اوروزنې وزارت ) مسول شو،امین یادوم،رسول امین.دی هم په تیوریکي ډول اوهم په عملي ډول دښوونې روزنې متخصص و،ده په همدې څانګه کې لوړې زدکړې درلودې اوعملآ یې دښوونکي یا استاد په ډول کارکړی و.دا د اوریدلو یا لوستلو اودروایاتوخبره نه ده،ماخپله کله چې دکابل پوهنتون دادبیاتوپه پوهنځی کې زدکړې کولې ،دشاګردۍ ویاړ یې راپه برخه شوی دی.ما په عملي ډول دی ولید چې ده څومره له وطن اوخلکوسره مینه درلوده اوپه ښوونیزنظام باندې یې عقیده درلوده اودزړه له کومې یې کارورته کاوه؛خوله بده مرغه چې له څه لنډې مودې وروسته له کارنه لرې کړای شو،ښايي چې دحاکم نظام دټوپکوالویوخصلت به همداوي چې کارپوه خلک نه غواړي،ځکه چې دټوپک وال له عالم اوقلموال سره نه وي جوړه.
داستاد شپون په یادداشتونوکې داسې راغلي دي چې:« ... دکرزي په دربارکې یوه ورځ مارشال فهیم دټولو وزیرانوپه شتوکې،مخامخ ودرید دکرزي میزته یې په سوک ګزار ورکړاو وې ویل:« میخواهي که یک قفاق بزنمت؟» ولسمشر ورته ترې ترې کتل.چې مارشال ووت،نوکرزي له امین صیب نه پوښتنه وکړه،که ته زما په ځای وای څه دې کول؟ امین ورته وویل:« ریس صیب که زه وای اول مې مټې ورته شا ته تړلې،بیا مې په وهلوله ارګه ایسته چې بادیګردې خوا رانه شې.» (۱)
ښايي کاڼه ارګمشرته دښوونې روزنې ددې زړه سواندي همدا مصلحت به وچې نوریې کار ته پرینښود اوداسې یو څوک یې دهغه پرځای وټاکه چې نه یوازې په ښوونې روزنې خبرنه و،بلکې ټول کړه وړه یې دوطن اودوطن دتعلیمي نظام پرضدو.دنورودلایلوترڅنګه،دغسې دلایل دي چې تعلیمي نظام موتراوسه همداسې ګډوډ اوضد ملي دی اودملي مسایلوپرځای په کې شخصي ذوقي اوتنظیمي شیان تدریسیږي.
دذوقي شیانوپه ډله کې یې لویه نمونه په تعلیمي نظام کې داړینومسایلو(اساسي قانون،ترافیکي قانون،ملي ترمینالوژي،لومړنۍ طبي مرستې،دوطن پالنې روحیه او...) پرځای دکرکټ شاملول دي چې کوم ښاغلي به دمهاجرت په دوران کې یوڅو ورځې په پاکستان کې دکرکټ په میدانونوکې منډې کړې وې او اوس یې دخپل ذوق له مخې چې دده خوښیږي او واک هم لري نویې تعلیمي نظام کې دملي مسایلو پر ځای دکرکټ دځای پر ځای کولوهڅې پیل کړې.(۲) زه دهیڅ ډول سپورت مخالف نه یم،خونه داسې چې دډیرو اړینومسایلودزدکړې اوتدریس بودجه او وخت دې په هغه ولګول شي،هیله ده چې دکرکټ مینه وال او- په تیره زما دډیرې خوښې وړ کالم لیکونکی،چې زه ورته داوسني زمانې دمسجع نثر مخکښ لیکوال هم وایم ـ مطیع الله عابد له ما نه خوا بده نه کړي.
په ۱۹۹۲کال کې چې جبراً په پیښورکې لنډ مهالی استوګن وم،په افغانستان کې ګډوډیو،ټوپکسالارۍ،چورتالان اوناخوالوداسې سربداله کړی وم،چې حتی له مطالعې نه مې هم زړه تورشوی و،خودیوې مجلې پرمخ مې پام داسې یوسرلیک ورواړاوه چې نه مې شول کولای چې ویې نه لولم.« ما له کلمه نه راځي» دا دنورالبشرنوید په قلم دهغه افغان ماشوم ریښتینی انځورو،چې پلار یې داسلام دګټلوترنامه لاندې خپل سرخوړلی و،اوماشوم دخپلې موراوله پلارنه پاتې ماشومانودساتلوپه خاطرسپیلني لوګي کولوته اړشوی واودجهادیانواوداسلام دمدعیانوپه غیږکې اوددوی ترږیرې لاندې په لویدو لویدویې،سوادڅه چې کلمه یې هم نه وه زده.
دمضمون په لوستلوسره مې سترګې نمجنې شوې،خوداوښکودکوربه توب توان مې نه درلود،ځکه چې زه خپله نا بللی میلمه وم.یوڅویادداشتونه مې په خپل زخمي ذهن او کاغذ باندې ولیکل،اوهغه وخت مې سره له دې چې ذهن اوګوتې دڅه لیکلوله پاره وتخنیدې ،خوشرایطواوزما ذهني حالت داسې نه وچې څه پرې ولیکم.
موږلکه وچې پاڼې دسرو اوشنوبادونوڅپوپسې واخستواوچیرته لرې یې په یوه پردي پردي وطن کې وروغوځولو.په ماسکو کې چې بیرته قلم اوکاغذ دپخلاینې موسکا راته وکړه،بیا نوپه پیښورکې دهغه ماشوم دسپلنولوګیواو په مسکوکې دآواره افغان ماشوم داسې حالت چې له خپلې مورنۍ ژبې اوکلتورسره دپردیتوب په لوري روان و،دې ته اړیستلم چې د«پردی چاپیریال اودکوچنیانودزدکړې مسأله» ترسرلیک لاندې دمقالو سلسله راپیل کړم.هلته مې دنورالبشرنوید همدا کالم«ماله کلمه نه راځي» داستناد له پاره رانقل کړ.(۳)ډنمارک ته په راتګ سره مې دافغان کوچنیانوپه روزنیزحالت کې دنورونیګړتیاوواوناخوالوپه لیدلوسره دغه لړۍ پسې وغځوله.
اوورسته له څومره کلونودادی بیانوید صاحب دافغان کوچنیانودزدکړې په برخه کې یوې سترې ستونزې ته دیوې عیني اوژوندۍ خاطرې په لیکلوسره اشاره کړې ده.دبي بي سي په پښتو ویبسایت کې دنوید دکالمونو په سلسله کې د۲۰۱۳ کال دمی په ۱۲ مه نیټه د « دجهاد په کتاب پسې یو لیواله ماشوم »(۴) یوکالم راغلی دی.په دې کالم کې دهماغې کیسې بله برخه راغلې ده،چې په ۱۹۹۱کې چې نوید دیوه افغان ماشوم د دودغړن ژوند انځور په کې ایستلی و.په دې توپیرسره چې په ۱۹۹۱ م کال کې افغان ماشوم دورونواوموردنس مړولوله پاره منډې وهلې،خودا بل ماشوم جنت ته دتللوپه خاطردجهاد کتاب لټوي.
دا ماشوم ښايي دهغه کتاب په لټون پسې راوتلی وي چې حقاني شبکې د« نظامي درسونه » تر سرلیک لاندې چاپ اوخپورکړی وچې پرته له معلم اوتریننګه نه یې دجهاد طریقه ښووله.(۵) دغه « ماشوم ته خپل استاد ویلي وچې دجهاد کتاب وګوره.څه ظالم،قاتل استاد دی چې خپل شاګرد ته هغه لارښیي چې په خپله پرې دتلو جرات نه شي کولای.»(۴)
ځینې سیاسیون اودنظرخاوندان لا په دې نظر دي چې نقص په نظام کې نه دی.له نن نه دوه درې ورځې مخکې ښاغلي مسکینیارپه خپل تلویزیون کې دخپلوسیاسي تبصروپه لړکې په زغرده وویل چې:نیمګړتیا په نظام کې نه ده،نظام باید بدل نه شي،نیمګړتیا په کرزي کې ده اودکرزي په کاري ټیم کې ده،دوی باید بدل شي.
زه داسې فکرکوم چې ترټولوستره نیمګړتیا په نظام اوسیستم کې ده.په سیاسي اوښوونیزنظام کې.موږباید دشخص یا اشخاصودبدلون نه مخکې دنظام اوسیستم دبدلون په فکرکې اوسو،دټولنې طرزتفکرباید بدل کړای شي،دټوپک پرځای باید ماشوم ته قلم اوکتاب په لاس کې ورکړواوکتاب ته موپام وي چې کوم کتاب په لاس کې ورکړو،هغه کتاب په لاس کې ورکړو چې ددنیا اوآخرت دسمیدو رازپه کې نغښتی وي،نه داچې یوازې جنت ته دتلو په پلمه ددنیا او آخرت دبربادۍ او دنوي نسل څه چې لا دڅونسلونودتباهئ راز په کې پټ وي.
همدا جنت ته دتګ دمنفي اوبدوتبلیغاتووجه ده چې زموږډیری کوچنیانوته،زموږګلانوته ویل شوي دي چې:
ټوپک دځوانانو؛ګاڼه ده.
خوتر نن پورې نه دي ورته ویل شوي چې:
قلم دنوي نسل ګاڼه ده،
زدکړه اوپوهه دنوي نسل زیوردی،
کمپیوتردنوي نسل دوړاندې تګ اودعلم اوپوهې دزدکړې اولاس ته راوړلوښه وسیله ده.
دتیارې داستازومشرانواورهبرانوپه لوړآوازپه خپلوخبروکې ویلي دي:
ګورئ!
پام کوئ چې فیسبوکي ځوانان موچپه کوي.
دوی دخپل ژوند داوږدولوله پاره له رڼا (پوهه) سره مخالفت کوي .دا ستره او دپام وړ خبره ده چې :
ترټولوستره ګناه ،سترخیانت اوستره جفا دا ده چې نوی نسل له حقایقولرې،له پوهې اوتکنالوژۍ څنګ ته،په تیاروکې وساتل شي.
موږ له بده مرغه دخپل افراط اوتفریط دناوړه عادت له مخې یو وارهرڅه سره کړل اوبیا مو ورپسې له هغه نه په افراط سره شنه کړل اوسپین بادونه موداسې پسې راوالوزول چې نوی نسل څه چې،نوي نسلونه یې په تیاروکې مخ په ښکته ټیل وهل،حتی ښوونه اوروزنه.
دباندې له افغانستانه که دښوونې اوروزنې سلسله تعقیب شي له دې نه بد افراط په کې شوی دی.په هغوکتابونوکې کې چې په لومړي ځل ماشوم ته « الف - ب » ورزده کوي،ولیکل شول:
ت= توپک
ټ = ټانک
ج = جهاد
و= وژل
م= مرګ
ک = کمونست
او...
داسې کتابونه اوداسې تعلیمي نظام کوچنیانوته،نوي نسل ته کرکه،جګړه او وژل ورزده کړي او ورزده کوي یې چې دا دی ترنن پورې یې پور همدا افغانان پسې ادا کوي.
موږځان څه چې،حتی توري مونوم بدي کړل.
همدا توري موداسې هم کارولای شول:
و= وطن
م= مور
ک= کرل
او ...
له بده مرغه په افغانانوکې خو اول سواد عام نه دی،بیا چې دسواد خاوند شو ملا صاحب؟مولانا صاحب جهادي صاحب اوافراطي صاحب؟ او پلانکی صاحب ورته دجهاد کتابونه چاپوي او په لاس کې یې ورکوي،ورته وایي چې ددې لوستل تاته دجنت دروازې خلاصوي،دا ولوله،بیا لاړشه خپل وطن وران کړه،په اورکې یې وسوځوه او ...
په مډیا کې به ډیرلږداسې خبرواورې چې دنوي نسل دروزنې په برخه کې دې سړی ورته په تمه شي.ښځې مودلنګون په وخت کې لومړی خپل ماشوم له لاسه ورکوي اوبیا خپل ژوند.ناروغان موپیسې روا ناروا ګټي اوتداوئ له پاره پاکستان هند او... ته روان وي اوهلته پرته له دې چې ناروغ پوه شي یا تداوي شي،یوپوښتورګی یې ورنه ایستل کیږي،اودې ته ورته نورې ډیرې ستونزې.ددغوستونزوترټولولوی عامل دسالم ښوونیزنظام نه شتون دی،دیوې عادي ډاکتر،روغتون اونرسې نه شتون دی چې ښځه ماشوم اونورناروغان دلنګون اوناروغۍ په وخت کې ژوند له لاسه ورکوي.
داسې خبربه په میدیا کې ډیرلږوګورې چې لیکلي یې وې دنرسنګ کورس نه یوه، دوې، لس، شل او... تنه فارغانې شوې او په کوم صحي کلنیک کې یې په کارپیل وکړ.یا دنرسنګ کوم کتاب یا دنوروټولنیزوخدماتولارښود کتاب له چاپه راووت،خودا خبرونه یوځل نه څوځلې میدیا په ډیرکش اوځیږوتوروسره خپروي چې:
ـ ۱۶طالبانوته دفضیلت پګړۍ وروتړل شوې.(۶)
ـ پرتقوا ولاړه کورنۍ ګټوراسلامي کتاب له چاپه رووت.(۷)
ـ ددرنوشاعرانواونعت ویونکودپام وړ... ټولنې دحمدونواونعتونویوه ټولګه(المزمل) خپره کړه.(۸)
ـ حقاني شبکې جنګي کتاب خپورکړ.
حقاني شبکې دجنګیالیودجذبولواوروزنې له پاره د« نظامي درسونه » په نوم کتاب خپورکړچې ۱۶۰ مخونه لري... (۵)
ـ او ...
دا جګړه او ددیني مسایلوتبلیغ اوزدکړه،هغه هم په غیرعلمي اوغیرمعیاري ډول،زموږدپلار نیکه میراث دی که څنګه؟موږباید دینداري وکړو،خودژوند دنورواړینومسایلوزدکړه هم باید هیره نه کړو.دې ستونزې ته ما په تفصیل سره په ۲۰۱۰ کال کې دسویدن په مالمو ښارکې دجوړشوي سیمینارکې په خپله مقاله ( اور او ګلان ) کې اشاره کړې ده.(۹)
په اوسني وخت کې دا زموږ ښوونه اوروزنه ده اودا زمودرسي کتابونه دي.ولې دنرس قابله ګۍ کورسونه نه جوړیږي،چې دارالحفاظونه جوړوي اوبیا دفضیلت پګړۍ ورتړل کیږي.خپلې ښځې دمرګ ترپولې وهوچې ولې زوی نه زیږوې،خوچې په اولاد تکلیف ورته پیښ شوبیا نرس اوډاکتردرک نه لري چې دزیږون لارښوونه اومرسته ورسره وکړي،پګړۍ والا اوفضیلت والا بیا په داسې حالاتو کې څه مرسته کولای شي؟
دا هماغه دچرچرک اومیږي کیسه ده،چرچرک دکاروخت کې سندرې ویلې میږي کارکاوه کله چې ساړه شول سخت ژمي سره سختي راغله،بیا چرچرک دیوې دانې له پاره میږي ته عذرونه کول.موږهم همداسې یو.سیاست،اقتصاد،علم،هنراو...رانه پاتې دی،یوازې نعتونه وایواودفضیلت پګړۍ تړو،دوبی اوسعودي ته دولوردګټلوله پاره ځو،نورخلک پرمخ تللو هیوادونوته دعلم په زدکړې پسې ځي،اوکله چې زموږماشوم اوزموږخویندې میندې مریضانې شي،بیا پردیو ته لاس غځوواویا یې دغیرت ترچترلاندې په کورکې ساتو،دمرګ ترپولې رسوواوپردیوډاکترانوته یې هم نه ورښیو،ځکه چې غیرت موداغداره نه شي.
اوس هم ناوخته نه ده،موږباید داستادګل پاچا الفت دا توصیه تطبیق کړو:
« کوچنیان باید په علم پسې ولاړشي اودعلم رڼا له ځان سره راوړي »
مأخذونه:
1-http://www.taand.com/news/id-29759/cid-53/
html.زړور _امین _خوله _ور _ امین _د _استاد _سعدالدین _شپون _لیکنه
2- http://www.bbc.co.uk/pashto/sport/2012/01/120124_hh-cricket-in-curriculum.shtml
3- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha-PDF/bahand_ase_prade_chaperyal_aw_de_mahagero.pdf
4- http:/www.bbc.co.uk/Pashto/interactivity/2013/05/130512_ss-nawed-jihad-book.shtml
5- http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=31248
6- http://www.larawbar.net/32071.html
7- http://www.taand.com/news/id-39599/
html.پر_تقوا_ولاړه_کورنۍ_ګټور_اسلامي_کتاب_له_چاپه_راووت
8- http://www.larawbar.net/32148.html
9- http://www.tolafghan.com/posts/19791