د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اجمل تورمان لیک او د کوچنیانو ادبیات

پوهندوی آصف بهاند 26.06.2015 12:26

د کوچنیانو ادبیات
تاریخي پس منظر، اوسنی حالت
څوارلسمه برخه
د ۲۰۱۵ کال د جون په ۲۵ نیټه مې د ډاکتر بهیج عثماني له برکته د مخکتاب پر پاڼه دا جمله تر سترګو شوه:
«د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ته سر خلاصی لیک:»
 کابینې ته د باري جهاني غوندې یوه مسلکي شخص په نوماندیدو سره، خبرې ببرې شوې او له ډیرو بهرنیو او کورنیو مزاحمتونو او د خبرو له ځیږ والي او ببر والي سره سره جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته بریالی شو. د همدې ببرو خبرو اړو  دوړ مې لا له ذهن څخه نه و پاک شوی نه و چې د جهاني په آدرس او نامه یو لیک  میډیا له کړکۍ سر را ښکاره کړ.
زه تر ټولو مخکې له ډاکتر بهیج عثماني نه مننه کوم چې د ده د ښه ذوق او لوړ همت له برکته، په کابل او افغانستان کې د کوچنیانو ادبیاتو د خوار او زار وضعیت په باب، د تورمان صاحب له دې دلسوزانه، عالمانه او ښه لیک نه خبر شوم.
زه باري جهاني له نږدې پیژنم. په کابل او اروپا کې مو څو ځلې په شخصي، علمي او رسمي محافلو کې د ګډون پرمحال لیدلي دي او سره غږیدلي یو، خو اجمل تورمان یوازې د میډیا د سخي او مهربانه پاڼو له لارې پیژنم او په لیدلو یې خدای تر اوسه نه یم ویاړ من کړی.
دغه لیک چې دلته خبرې پرې کوم، مطرح فرهنګي شخصیت ښاغلي اجمل تورمان لیکلی دی او داسې یوې موضوع ته یې د ښاغلي وزیر پام ور اړولی دی چې په عام ډول په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې یو له اړینو او د نوي نسل په روزلو کې تر ټولو اړینه مسآله او بنسټیزه موضوع ده.
دا دی د لیک بشپړ متن:
«د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ته سر خلاصی لیک:
جهاني صیب، سلام!
وزارت دې درته مبارک وي، په دفتر کې دې اېښې په مبارکیو کې راغلې د ګلانو ګېډۍ ګردجنې مه شه !
جهاني صیب! دا خبرې مې له ډېرې مودې راپه دې خوا په زړه کې وې، خو اورېدو ته یې څوک نه و. ښايي د لږې ډېرې پېژندګلوی له امله چې له تاسې سره یې لرم درته به بې ارزښته نه وي.
د ماشوم ادبیات او دوی ته رسنیز کار په افغانستان کې ډېر خوار او زار دی. له کومه چې زه د ماشومانو لپاره یوه ـ نیمه لیکنه کوم او په لسګونه کلونه ورنه اوړي، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له ادرسه په دې برخه کې هیڅ ډول عملي کار نه دی شوی.
هو، اوریدلي مې چې د کمکیانو انیس میاشتنۍ مجلې نوم په انیس کودک واوښت، دا لوی نوښټ او ابتکار د پخوانیو مسوولینو و، البته اوس خبر شوم چې دغه میاشتنۍ مهالنۍ شوې او چې خپګان تر منځ وتلی وي نو کله په دې او کله په هغې نوم خپرېږي.
تاسې یې یو ځل پوښتنه وکړئ، کیدای شي ماته راغلي راپورونه ناسم وي. که ناسم وي نو له مسولینو یې بخښنه غواړم.
جهاني صیب! لرې به نه ځو یو ځل خو په ګوګل کې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې د ګاونډ هیواد ایران کار ته تم شئ، وګورئ چې هغوی د خپلو ماشومانو لپاره څه کړي دي؟
 مونږ یې ولې نشو کولای ؟
 ایا اړینه نه ده چې مونږ خپلو ماشومانو ته یوه نه بلکې څوـ څو دولتي نشریې ولرو او په خپل وخت په منظم ډول چاپ شي؟ حال دا چې انیس، هیواد ، اصلاح دا ټول تر ډېره په عین مطالبو سره په لوی تیراژ هره ورځ له چاپه راوځي.
تاسې یو ځل د ملي تلویزیون د ماشومانو خپرونې خو وګورئ، ایا دغه خپرونې تر کومه ماشومانو ته دي؟
 کلونه وړاندې مې په همدغه تلویزیون کې د ماشومانو په خپرونه کې د ریس رشوت خور په نوم یوه تمثیلي ټوټه ولیدله، چې یو ماشوم مامور او بل ریس وي او د کار د اجرا په بدل کې ورته رشوت ورکوي، ایا د ماشومانو په خپرونو کې باید همدا مطالب خپاره شي؟
 جهاني صیب! د وزارت ټول زاړه اسناد رابرسیره کړئ، وګورئ چې د ماشومانو د ادبیاتو او د دوی د رسنیز کار په برخه کې کومه لازمه هڅه شوې ده ؟
 یو مهال چې ما په پوهنې وزارت کې کار کوو او تر ډېره په ښوونځیو کې د ادبي ټولنو د جوړولو دنده راتر غاړه وه، لیدل به مې چې زمونږ ماشومانو په څومره مینه له ایران نه ماشومانو ته مرسته شوي د شعرونو او کیسو کتابونه لولي.
ولې ایا مونږ ماشومانو ته لیکوال نه لرو، پروین پژواک، خالده تحسین، اناهیتا روهي، احمد تکل، اجمل اند او نور، ایا کله مو د دوی له وړتیاوو د استفادې هڅه کړې؟
 څو پورې به پردیو کتابونو ته ناست او بیا کلونه ورسته به د فرهنګي یرغل خبره مطرح کوو؟
 جهاني صیب! تاسې وزارت ته نوي راغلي یاست، هسې دا خبرې مې تاسې ته ولسي جرګې ته د باور رایې تر اخیستلو یوه ورځ مخکې هم کړې وې. د چارواکو کارونه ډېر او ډېری ترینه هېر وي، نښه یې لا دا چې د شیدو پیاله هم رانه په میز واوښته.
بیا مې غاړه خلاصه کړه، مسوولیت مې و، تاسې دې راته ژوندي وئ!
زړه خو مې دا وايي چې د لیک لاندې ولیکم، کاپي : د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غصنفر ته.
په درنښت
 اجمل تورمان»
https://www.facebook.com/ajmal.toorman?fref=nf
په دې کې خو شک نه شته چې په افغانستان کې د ټوپک د شپیلۍ له سُر کیدو سره او د ټوپکي شپیلۍ د خاوند له واکدار کیدو سره سم، پرته له ټوپکوال نه، هر څوک او هرڅه په بنسټیزه ټوګه زیانمن شول، چې په هغو کې لومړی ماشوم، کوچنی او د دوی ادبیات او نور لومړني حقونه یې وو.
ښاغلي تور مان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته په خپل لیک کې چې څه لیکلي دي، دا ټولې زما د زړه خبرې دي. دا خبرې باید ما لیکلې وای. خو زه هم آرامه نه یم ناست، تر خپلې وسې مې خپل کار کړی دی. ډیر لرې نه، څه لنډه موده پخوا (۲۰۱۵/۰۴/۰۷) په خپلې یوې مقالې «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت، نهمه برخه» کې
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_kochnian9.pdf   
 په افغانستان کې د ننه او د باندې له افغانستان څخه د کوچنیانو له پاره په تلویزیونو کې د خپرونو په باب ټولې ستونزې، د حل لارې او خپل نظر لیکلی او نشر کړی دی، خو څوک به یې ولولي او څوک به غوږ پرې وګروي. زه خپله همدومره کولای شم، له دې ور آخوا نه کوم ګوند لرم، نه جنګیالي اونه هم کوم قهرجن لښکر، چې پرې ور مارش یې کړم. په یوازې تن مې د قلم په توره او د لغاتو په لښکر دغومره کړي چې یاد مې کړل.
 خو اوس چې ښاغلي اجمل تورمان خبره له اشارو او مقالو ور تیره کړه او مخامخ لیک کې یې د خپل زړه وینا، زما د زړه او یو شمیر نورو قلموالو د زړه خبره؛ د ټولو قلموالو او فرهنګیانو په استازیتوب وکړه، نه یوازې خپله غاړه یې خلاصه کړې ده، بلکې د یوه اړین فرهنګي مسولیت خبره یې کړې ده. دا چې ښاغلی وزیر به د خپل صلاحیت، مسولیت او امکاناتو په چوکاټ کې څه وخت څه وکړي، دا په ده پورې او د اطلاعاتو او کلتور په وزارت پورې اړه لري، خو زما خپله عقیده دا ده چې د جهاني صاحب زدکړو،پوهې، تجربو، وطن او خلکو سره مینې ته په کتو سره زه ډاډه یم په دې برخه کې څه چې د ده له لاسه وشي، وبه یې نه سپموي.
 د ټولو دې پام وي چې دا وروستۍ خبره نه ده، د غاړې خلاصول او د کارونو پای نه دی.«دمینې لار اوږده ده په ورورو به سره ځو ...» ماشومان، کوچنیان او نوی نسل له موږ نه ډیر څه غواړي او حق یې هم دی. له شخص نه نیولې تر کورنۍ پورې، له وړکتون نه نیولې، بیا تر ښوونځي او پوهنځي او ټولنې پورې، له شخصي فرهنګي آدرسونو نه نیولې تر رسمي او دولتي موسسو پورې، دا حق څوک، چیرې، څه ډول ادا کوي، دا د دوی کار دی، خو دا دې ټول په یاد ولري چې:
 موږ د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل ډیر پور وړي یو باید ادا یې کړو.
زه داسې فکر کوم: دا مهمه نه ده چې ډیوه د چا په لاس کې ده، مهمه دا ده چې لار روښانه شي. دا مهمه نه ده چې دا خبره چا وکړه، زما له نظره مهمه دا ده چې دا خبره وشوه، مطرح شوه او هغه هم د یوه لوړ دولتي مسول مقام په آدرس.
شپون صاحب یو وار اشرف غني ته د خبرو د نه رسیدو په اړوند د « ولسمشر اشرف غني او د غوښو دیوال» تر سر لیک لاندې لیکلي وو چې له رییس جمهور نه را تاو خلک د غوښو د دیوال حثیت لري، نه څوک ور پریږدي او نه د چا خبره ور رسوي او ...
http://www.taand.com/archives/32001   
 و به لیدل شي چې له جهاني نه هم د غوښو کوم دیوال را تاو دی او که خبرې او لیکونه ورسیږي.
و به ګورو چې وزیر صاحب ته دا لیک د لوستلو له پاره ور رسیدلی دی که نه؟ او وزیر صاحب د خپلې پوهې، تجربې او د موضوع د مهم والي په رڼا کې د خپلو امکاناتو او صلاحیت په دایره کې څومره او څنګه قاطع پریکړه ا و کار کوي . او د دې په څنګ کې قلموال او په تیره د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې متخصصین او عملآ فعاله قلموال څه کوي او ښاغلي وزیر ته څومره وړاندیزونه او لیکلي او تخلیق کړي آثار د چاپ له پاره وړاندې کولای شي؟
د وزیر صاحب دې، دې ته هم پام وي چې د خپل وزارت له واک او امکاناتو نه په استفادې سره څومره کسان د کوچنیانو د ادبیاتو د زدکړې له پاره بهرنیو هیوادو ته لیږلی شي او څومره کسان په لنډو سفرونو کې د کوچنیانو د روزلو او له هغو سره د برخورد او هغو ته د یو څه تخلیق او ژباړې له پاره په لنډو بورسونو کې د لنډو زدکړو له پاره بهر ته استولی شي، څو هغو ی د یوې تشې د ډکولو له پاره په بیړه یو څه زده کړي او د وطن له هغو کوچنیانو او د هغوی له میندو پلرونو سره یې شریک کړي چې وړکتون، ښوونځي، کتاب، مطالعې ، رادیو او تلویزیون او د میډیا نورو ډولونو ته لاسرسی لري.
سره له دې چې د تورمان صاحب لیک او خبرې یوازې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي باري جهاني په آدرس لیکل شوي دي، خو زه یې داسې انګیرم چې د تورمان صاحب لیک ټول هغه قلموال هم په نظر کې ولري چې د ماشوم او کوچني د پاللو، روزلو او زدکړې په ارزښت پوهیږي، په تیره هغو  قلموالو ته چې د کوچنیانو له پاره یې هستونې کړي او کوي یې او یا ژوندي روزنیز پروګرامونه چلوي.
ما د کوچنیانو له پاره نه شعر لیکلی دی، نه مې کومه کیسه لیکلې ده او نه مې تر اوسه څه ژباړلي دي، خو له څه د پاسه دیرش کاله را په دې خوا د موضوع د مهم والي په درکولو سره مې د کوچنیانو د ادبیاتو په تیورکي او تحقیقي برخه کې د خپلو زدکړو، پوهې او تجربې په رڼا کې کار کړی دی او اوس هم په همدې کار لګیا یم.
تور مان صاحب په خپل لیک کې په کابل کې، په اوس مهال کې د  کوچنیانو خپرونو ته اشارې کړې دي او د نشراتو خوار او زار حالت یې د مثال په توګه ښاغلي وزیر ته مخ کې ایښی دی او ...  د دې موضوع مهم والي ته په پام سره، د ځپولو څیړنو په لړ کې د کوچنیانو ادبیاتو ته د شوو کارونو د څیړنې په برخه کې کله چې په کابل کې یا په افغانستان کې د شوو کارونو او روانو کارونو د څیړلو برخې ته ورسیدم، نو ما سره په اروپا کې د قحط الکتاب او قحط المواد په دې چاپیریال کې، هغه مالومات چې ما غوښتل، نه وو راسره. د موضوع د روښانتیا له پاره مې  ځان سره و ویل چې له کابل میشتو یارانو نه مرسته وغواړه چې که چاپ شوي مواد نه شي را پوست کولای، لا اقل دومره مالومات خو را ته پیدا کړي چې کومه خپرونه یا خپرونې د کوچنیانو له پاره همدا اوس چاپیږي ؟ آیا د افغانستان د لیکوالو ټولنې په تشکیل کې چې پخوا د کوچنیانو د ادب څانګه وه اوس هم شته که نه؟ او څو نورې پوښتنې.
ما په اول ګام کې له دغو ښاغلو نه په دې ډول د دې مالوماتو غوښتنه وکړه:
ــ د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په شپږمه نیټه مې ښاغلي ضیا بومیا ته داسې ولیکل:
سلامونه او درناوی!
یوه څیړنیزه مقاله باندې کار کوم، دهغې مقالې په ترڅ کې د دغو پوښتنو ځواب ته اړتیا لرم:
په کابل کې د افغانستان د لیکوالو ټولنه فعاله ده که نه؟
که فعاله وي، آیا د هغې ټولنې په تشکیل کې د کوچنیانو د ادبیاتو څانګه شته که نه، که وي کوم فعالیتونه یې کړي دي؟
په کابل کې د کوچنیانو له پاره کومې نشرېې خپرونې کوي؟
آیا په مجلو او اخبارونو کې د کوچنیانو د ادبیاتو له پاره لکه پخوا کوم ځانګړی ستون یا پاڼه شته که نه، که وي لیکوالان یې څوک دي؟
له همکاریو نه مو مخکې له مخکې مننه کوم.
البته هر څه به لنډ راته لیکې چې ډیر په زحمت نه شې.
خو تر نن پورې یې ځواب ته لارې څارم.
ــ د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په یولسمه نیټه مې ښاغلي عبد الواحد تابع ته داسې ولیکل::    
زما له کابل نه یو څه مالومات په کار دی، که وکولای شې چې په لنډ ډول یې را ته پیدا کړې.
توکل په خدای تاسوخویی ووایاست چی له وسی می کیږی؟ یانی کولای یی شم که نه؟
په پخواني رژیم کې د دولت په تشکیل کې د لیکوالو ټولنه وه اوس هم شته که نه؟ که وي آیا د کوچنیانو د ادبیاتو څانګه په کې فعاله ده که نه؟
آیا د کو چنیانو له پاره کومې مستقلې دولتې یا غیر دولتي خپرونې شته که نه؟
په ټول کې په افغانستان کې د کوچنیانو ادبیاتو ته څومره پاملرنه کیږي او څّه حال لري؟
که مو وکولای شول دا پوښتنې به ډیرې لنډې راته ځواب کړې. له مرستې به دې منندوی اوسم. او په بریښنا لیک کې راولیږه.
انشاالله
بس زه سترګې پر لاره یم .
نور دې په خدای سپارم
تربیا
څو ورځې يې پته و نه لګیده، بیا مې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په نولسمه داسې ور ته ولیکل:
تابع صاحب سلامونه! آ زما غوښتی مالومات دې لکه چې یا هیر دی او یا دې نه دی پیدا کړی، که څنګه؟
له لږ څه سوا ځواب نه  وروسته پوه شوم چې نه کیږي، نو بیا مې څه ور ته ونه لیکل.
ــ ښاغلي غفور لیوال نه مې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په یولسمه نیټه، داسې غوښتنه وکړه:  
لیوال صاحب سلامونه او درناوی!
که مو دغه مهرباني وکړه، نو زما له پاره به یوه لویه ډالۍ وي او دغه راز که مو وخت پیدا کړ دا پته به را ته ولګوئ:
د کوچنیانو له پاره په کومو خپرونو کې ځانګړې مخونه شته او په څه ډول؟
آیا د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې د کوچنیانو د ادبیاتو څانګه شته که نه، که وي کوم فعالیتونه یې کړی دی؟
په رادیو او تلویزیون کې د کوچنیانو له پاره څه شته که نه؟
 او نور مو داسې څه که د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې له نظره تیر شول ، نو که زحمت نه کیږي د ایمیل له لارې مې ورباندې خبر کړه.
یو خو زما هغه کتاب(د کوچنیانو ادبیات) و چې په ۱۳۶۶ کال کې خپور شوی و، دا اوسنۍ څیړنه مې کاملآ نوې ده او ستاسو مرستې ته اړ یم.
خو ده په اول کې ما ته یوازې دا جمله ولیکله:
استاده مننه ، زه به خپله ټوله هڅه وکړم
او کله چې د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې زه کابل ته تګونکی شوم او له ده نه مې د ده د تیلیفون شمیره وغوښته، لیوال صاحب د تیلیفون د شمیرې د رالیږلو سره یو ځای د غوښتي مالوماتو په برخه کې داسې را ته ولیکل:
سلامونه قدرمن بهاند صاحب
زما لپاره به دا ویاړ وي، چې له تاسو سره خبرې وکړم ...
بله خبره دا ده ، چې د (( مطیع الله ویسا ) په نامه یو ځوان دی، چې غواړي دکلیوالو ماشومانو لپاره یوه مجله خپره کړي، ماستاسو دهلو ځلو یادونه هم ورته کړې وه نو که څه لیکنې مو ورکولې دلته به ډيرې ګټورې وي
جوړ او خوشاله اوسئ
کابل کې د شته ستونزو او د هر چا رسمي اوشخصي کارونو ته په پام سره زه له یادو ښاغلو ګیله نه کوم، خو که څه په لاس راغلي وای، ما به لا هماغه وخت یادونه کړې وای.
اوس به وګورو چې د ښاغلي اجمل تورمان په لیک د ماشونو او کوچنیانو د ادبیاتو د انځور شوي خوا ر او زار حالت ته څوک پام کوي که نه؟
پای