د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تر څو پورې به داسې يو؟؟؟

روئيد همت 06.01.2013 11:32

نه پوهيږم چې خبره له کوم ځای نه شروع کړم مانه خو بيخي لاره خطا شوې ده هر وخت په هر لور داسې خبره اورم چې ټوله ورځ راته په ذهن کې ځاله وکړي ټوله ورځ راته د ژوند روانې چارې ټکنۍ کړي خيال مې هره شېبه د همغې خبرې په مدار څرخي را څرخي ماغزه راته په درد کړي د نوي فکر او پرمختګ لپاره سوچ کول راته په تيغ ووهي خو چې سهار له کوره د کار په لور روان شم نو د شخص، راډيو ، انټرنېټ ، تلويزيون او نورو مختلفو رسنيو څخه بس هر وخت همدا خبرې او خبرونه اورم چې په پلاني ځای کې بمي چاودنه وشوه دومره پکې ووژل شول او دومره پکې ټپيان شول ، پلاني ولايت کې په ماشوم باندې جنسي تېری تر سره شو، پلاني ځای کې ښځې سره د تاوتريخوالي له امله ښځې ځان وژنه وکړه ، پرون په پلاني سړک سر پرې شوی مړی وموندل شو او دې ته ورته نورې ډېرې پېښې چې ورځ تر بلې زياتيږي او خپريږي، ښه نو انسان به په داسې حالاتو کې څه رنګ د نوی والي او پرمختګ فکر وکړي ماغزه خو همدومره وي چې د داسې پېښو په اورېدو سره اوبه، اوبه شي ولس هم د دغو پېښو په ډېرو اوريدو سره په ذهني ناروغيو اخته شوی دی ټول عمر يې د ښې ورځې په انتظار ژوند تېر کړ خو دا ورځ ترې هره ورځ په تېزۍ سره منډې وهي دا ورځ ولې ورته په لاس نه ورځي ځکه چې په خپله د ژوند د سمون او سکون لپاره عملي ګامونه نه پورته کوي ولس ټول دې ته انتظار باسي چې ځه که خدای کول نو د دې ولسمشر نه وروسته به يو بل زيارکښ ولسمشر راشي او هيواد کې به مو سوله راشي ، سوکالي به راشي، ارزاني به شي دا به شي او هغه به شي نو خپله رايه نوي ولسمشر ته ورکړي او بيا هم په انتظار،انتظار کې خپل ژوند د تير په څير په بدبختۍ سره تيروي، وروسته پکې خبره د ولسي جرګې راشي او د ولس يواځنۍ هيله همدا وي چې د ولسي جرګې غړي به د خپل ولس د درد دوا شي دغه کسان نو د خپل کمپائن په دوره کې خلکو ته داسې وعدې ورکوي چې پوښتنه يې مه کوئ ، ولس چې د همدغو وعدو د پوره کولو لپاره تږی ،تږی او سرګردانه ، سرګردانه دی د باور رايه ورکړي کله چې نوماند بريالې وګڼل شي نو نه صرف دا چې خپلو وعدو ته د عمل جامه نه ور په غاړه کوي بلکې بيا يې څوک په سترګو هم نه شي ليدلی.
دا دی په افغانستان کې ژمی راغی او په هېواد کې د بې ځايه شويو کورنيو شميره ورځ
تر بلې زياتيږي د دغو کورنيو په لاسونو کې د سړې هوا سره د مبارزې لپاره هېڅ داسې توکي نشته چې د کوټې يو کونج پرې تود کړي لکه تيره ورځ چې د ډېرې سړې هوا له کبله يو تن خپل ژوند د لاسه ورکړ، د ولسي جرګې کوم غړی راغی او پوښتنه يې ورته وکړه؟ او يا داچې د دغو بې وزله خلکو سره لږ تر لږه مرسته وکړي ډيری بې وزله کورنۍ به بيا سره فکر کوي چې خپل کوم ماشوم وپلوري تر څو د روان کړيدلي ژوند د تيرولو لپاره اړين توکي واخلي مخکې له دې چې په داسې کار لاس پورې کړي چا يې پوښتنه کړې ؟ نه بلکل نه ولې چې موړ د وږي له حاله څه خبر.
وايي چې زړه ډير دردمند شې نو د خولې نه زږېروی خيژي په تير کې د دې خبرې شاهدان و چې د کورنيو چارو وزير ولسي جرګې ته راوغوښتل شو او د باور رايه تري واخېستل شوه بېرته هماغه وزير چې ولسې جرګې ترې واک واخيست په هماغه وزارت کې د سرپرست وزير په توګه وټاکل شو چې په قانوني بڼه هېڅ جواز نه لري او بيا ورسته همدغه د کورنيو چارو سرپرست وزير د دفاع وزارت لپاره ولسي جرګې ته پېژندل کيږي او زمونږ ولسي جرګه هم ورته د باور رايه ورکوي او د دفاع وزارت ته ټاکل کيږي اوس نو دا څه معنا لري چې يو ځل له يو چا څخه د باور رايه واخلې او بيا ورته د هغه نه هم لوړ منصب ته رايه ورکړي او يا داچې د اوبو او برېښنا وزير چې
ډېرو وکيلانو يې د استيضاح غوښتنه کوله او راوغوښتل شو نو وروسته همغه وزير د اکثريت په رايو باور تر لاسه کړ حال داچې د خپل وزارت په روان بهير کې يې تر اوسه د کابل وړوکي ښار ته برېښنا راوستې هغه هم بعضې، بعضې سيمو ته او هغه سيمې چې برېښنا لري نو کله وي او کله نه.
د برېښنا وزير ته به دا متل په زړه وي چې وايې پردی کټ تر نيمو شپو وي تر څو به نورو هيوادونو نه برېښنا اخلو او پنډ پنډ ډالر به پرې ورکوو خو چې هر وخت يې خوښه شې راباندې يې بندوي، ولې همدغه ډالر چې نورو هيوادونو ته ځي په خپل هيواد کې ترې کار وانخلو ولې پرې د خپل هيواد د برېښنا بندونه جوړ نه کړو ولې د هيواد روښانه راتلونکی په نظر کې و نه نيسو همدغه بندونه چې ورغول شي نو هيواد به روښانه شي،اقتصاد به پياوړی شي، پانګونه به ډېره شي، کارخانې به جوړې شي ، خلکو ته به د کار زمينه برابره شي او د هيواد زيربناوې به په خپلو خپو ودريږي. تر څو به پرديو ته کچکول په غاړه ولاړ يو او خيرات به ترې غواړو لکه اوس يې چې غواړو، ولې د خپل هيواد په ترقۍ باندې کار و نه کړو تر څو نور خلک مونږ ته احتياج شي ، کله چې دا کارونه نه دي شوي او يا هم نه کيږي نو ولسي جرګې په کوم منطق باندې د اوبو او برېښنا وزير ته د باور رايه ورکړه په دغه څېر کارونو سره سړی فکر کوي چې ضرور د کاسې لاندې نيم کاسه ده، خبره لنډوم خو دومره وايم چې ولس بايد په راتلونکې کې هغه چا ته رايه ورکړي چې د دې هيواد په پرمختګ او بيارغونه کې يې پوره پوره ونډه لرلې وي او بل دا چې هېڅکله بايد د چا په انتظار او تمه خپل ژوند تېر نه کړي خپله دې کار ته مخه کړي يو بل سره دې اتفاق وکړي، ځانونه دې د علم په ګاڼو سمبال کړي او د ژوند ماته کښتۍ دې په خپله د سمندر له طوفاني څپو څخه ساحل ته ورسوي.