د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ د هيواد شهزاده

روئيد همت 01.01.2013 14:15

څو ورځې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې ته يو شخص رابلل شوی و کله چې د جرګې تالار ته راننوت نو داسې مغرور او متکبر را روان و چې تا به ويل ګنې په افغانستان کې انګرېزانو او روسانو ته د ماتې ورکړې وي د نوموړي شخص نوم واخيستل شو او مونږ چې دغه غونډه د تلويزيون له لارې ليده نو پوه شو چې ښاغلی مصطفی ظاهر نوميږي او د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر دی ما مخکې هم د نوموړي نوم اورېدلی و خو څېره مې ورته په لومړي ځل وليدله زړه کې مې ويل چې دا دی د يو بل چارواکي په ليدو خو مشرف شوم، ښاغلی مصطفی ظاهر جرګې ته په دې موخه راغوښتل شوی و چې په خپله دنده کې يې چې څومره تمه کېده هومره پاملرنه او پرمختګ نه دی کړی، په غالب ګومان کوم هېواد کې چې د کومې ادارې چارواکی خپله دنده کې د پام وړ پرمختګ نه وي کړی نو بويه چې د هغه هيواد ولسي جرګې او يا هم د مشرانو جرګې ته ورغوښتل کيږي تر څو د ولس د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي او يا هم د خپل د کار او فعاليت په هکله ورته قناعت ورکړي نو په همدې سلسله کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د ښاغلي مصطفی ظاهر څخه د هغه د کار او فعاليتونو په هکله پوښتنې وکړې تر څو ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي او څومره يې چې د چاپېريال ساتنې په رياست کې لاسته راوړنې درلودې هغه ورته په ډاګه کړي پوښتنې ترې ډېرې وشوې خو د جرګې د ډېرو نيوکو لاندې راغی ټولو په ښکاره ډول په ډاګه کړه چې په دغه اداره کې هيڅ د پام وړ او اړين کارونه نه دي تر سره شوي کله چې د خبرو وار ښاغلي مصطفی ظاهر ته راغی نو نه وړي او نه راوړي او وايي چې زه څه مولۍ خور نه يم زه يو شهزاده يم ما په خپل لاس دومره بوټي کرلي دا مې کړي او هغه مې کړي....
دلته نو زه حېران پاتې شوم چې د شهزاده نه به د ده څه مطلب وي خو چې وروسته بيا پوه شوم نو راته معلومه شوه چې دا خو د افغانستان د پخواني شاه محمد ظاهرشاه لمسی دی خو دا شهزاده ما د دې نه مخکې هېڅ نه و ليدلی زړه کې مې راتېره شوه چې زمونږ شهزاده خو دې هيواد کې په شمار يو څو نيالګي ايښي دي نور خو د هيڅ چا د درد دوا شوی نه دی او خداي شته چې دغه د نيالګيو د ايښودلو خبره خو يې داسې وکړه لکه په دې هيواد يې چې کوم لوی احسان کړی وي اوس نو فکر کوم چې خپل ضمير ته څنګه قناعت ورکړم او دا پرې ومنم چې ښاغلی مصطفی ظاهر زمونږ د هيواد په يوه اداره کې ريښتنی چارواکی او شهزاده دی حال دا چې د ادارې چارې او فعاليت يې تر اوسه چا په سترګو هم نه دی ليدلی د هيواد دردونو او ټپونو ته د شهزاده نوم مرهم نه شي ورکولی او نه ورته کومه اړتيا لري بلکه هيواد مو هغه څه ته اړتيا لري چې نوم يې کار او په اداره کې مثبت فعاليتونه دي.