دافغانستان ملي نجات لپاره په هيوادکي دننه اوبهرکي ټولوليکوالانو، شاعرانو، پوهانواودمختلفوغږيزو، تصويري رسنيوچلوونکو ته وړانديز.
29.10.2012 20:57که چيري دهيوادپنخه زره کلن تاريخ ته په خاصه توګه دري سوه کلن تاريخ اوبيازمونږدسترګوليدلئ د۳۵کالونو عيني تاريخ ته وکتل شي دکش مکشونو،اشغالونوڅخه ډک اوهم ديووالي اتحاداودملي ګټوڅخه دډفاع غني تاريخ لري چه دملي خلکوولسونوملي مشرانودميړاني سرښندنې خدمت اوسالمي رهبرۍ تاريخ پاتي دي چه اوسنئ نسل اوراتلونکي نسلونه به هم ورباندي وياړيږي. اوس راځم اصل مطلب اوزما وړانديزته.
که چيري د۲۰۰۱کال د۱۱سپتامبردنيوېارک دپيښي راپه دي خوادناتواوغيرله ناتو۵۴هيوادونونظامي قوتونه د۱۶۰۰۰۰عسکرواومجهزه نظامي تجهيزاتوسره دتروريزم پرضيد جنګ ،ښه حکومت کولو،مخدره موادوله منځه تللو،ولسواکئ،بشري حقونودکنترول اوښځوته دخپلوحقونوورکولوترنوم لاندي افغانستان ته راغلل اوښاغلئ کرزئ ېې دموقتې ادارې مشربيآانتقالي ورپسې انتخابي جمهوړيس شوچه تراوسه پوري دوولس کاله دوولس مشروخت تيرشول چه يوڅه کارونه وشول.هغه کارچه ډيرمهم دي ونه شواونه ېې اراده موجوده دې .اختلاس ،غصبول ،جنايتونه په خپل قوت روان دي .په نوم اداري داشخاصوافرادودخاصوډلوټپلولپاره جوړي دي دشيردل بروپردل بيا...دشطرنج لوبه دوام لري اهلکاره پرملي ګټومينوکادري بآاحساسه خلکوته دکارهيڅ چانس نشته.ملي پاليسي هيڅ نشته.دهيوادحالات دناسالمي رهبرئ ضعيف سازګاره مديريت له وجي هيواډدتباهۍ پرلوړروان دي.که هرڅومره په دي اړوندخبري اوليکني وکړو،خلا نواقص،کمبودۍ،فساد،غصب اوجنايتونه شته دي.دبلي خواپه زرګونوافغاني نظامي اوملکي کادرونه دهيوادڅخه بهرڅه په هيوادکي دڼنه زاړه شول ډدوي تجربوڅخه دهيوادپه دې حساسوشرايطوکي ګټه اخيستل په کاردي.وولس مشردډوي ته دکارکولودعوت ورکړي.نوذماغوشتنه دادي چه ټولي رسنۍ،ليکوالان،شاعران،څيړونکي،پوهان دپه يوملي سراسري حدف لپاره سره يواومتحدشي،هړرنګه شخصي،قومي،ژبني،ډله ايزتعصوبونه پريږدي دافغانستان دملي ګټودخونديتوب لپاره،ديوواحدمستقل افغانستان لپاره ،ديوي سالمي کادري اوملي اداري درامنځ کولودپاره متحداپه يوخوله اويوسپيڅلي حدف لپاره،په دولت اورهبرۍ کې دمثبت ريفورم لپاره ،ډولت اوحکومت دادارودترمييم لپاره وولس مشرسره په ګډه خبري وکړي.ځکه دوولس کاله تيرشول وخت تيرشو.اوس لژوخت شته چه بايدګټه ورڅخه واخيستل شي.ځکه انتقادونه پردي اوسني دولت هيڅ تاثيرنلري.يوازي ديوملي حدف لپاره دټولورسنيويووالئ اوپيوستون زمونږدکاميابئ ضمانت کوي.بل د۲۰۱۴کال دټاکنودپاره ديوملي کاري بآاحساسه شخصيټ لپاره ګډکارکول دي .دهيواداوسني تراژيدي حالت له مونږداغوښتنه کوي. هيله منديم چه ګران ليکوالان،شاعران،پوهان اودمختلفورسنيوچلوونکي که په هيوادکي دڼنه ،په اروپا ،امريکآويآاسترالياکي کاراوفعاليت کوي ذما ديوهيوادډوست په توګه ذماديووالي،همغږۍ وړانديزقبول کړي يوازي دهيواډملي ګټولپاره کاروکړي .نومونږبه خپل ځان دمسوليت څخه خلاص اوتاريخي وياړبه موپه برخه شي.لوي خداي د مونږته ډي ملي اوسپيڅلي حدف لپاره توان را په برخه کړي .امين يارب العالمين.