په هيواد کې د افغانانو سيمې او نړۍ والو سيالۍ او پايلې
04.05.2011 17:56ليکوال : نيک هدايت
څېړنيزه ليکنه
څنگه چې روښانه ده په 2001 م کال کې د سپتمبر د 11 راپدېخوا افغانستان ته د نړۍ والو 49 هيوادونو په خاصه توگه د ناتو هيوادونو او د هغوی اروپايي او استراليای ملگرو نظامي قوتونه چې د هوايي، ځمکني او بحري قواوې پکې شاملې وې د مجهزو اسلحو سره چې شمېر يې تر اوسه پورې له 150000 څخه زيات دی د تروريزم ، فساد، ښه حکومت دارۍ او القاعدې سره د مبارزې تر عنوان لاندې افغانستان ته راغلل چې په مختلفو ولايتونو کې ځای پر ځای شول او د هغوی زيات شمېر امريکايان او انگرېزان په کندهار او هلمند کې ځای پر ځای شول . دوی عمليات په افغانستان کې شروع کړل چې تر اوسه پورې دوام لري او دهغې مودې راپدې خوا لس کاله تيريږي چې په نتيجه کې زيات شمېر افغان بې وزله او ملکي خلک پکې ووژل شول او يو تعداد په داخل د افغانستان کې او يو شمېر نور د همسايه هيوادونو ته په ډيرو بدو شرايطو کې مهاجر شول . د هغې احصايې له مخکې چې د ملگرو ملتونو دفتر UN خپره کړيده . په 2010 کال کې 2600 ملکي خلک او د 725 تنو څخه زيات د ناتو عسکر مړه او د 600 په شاوخوا کې زخمي شول او هم د 1600 تنو څخه زيات ملکي افغانان زخميان خول چې د تيرو کلونو په نسبت په سلو کې 20% علميات او قتلان زيات شویدي چې 75% خلک په عملياتو کې وژل شوي دي . چې ټول وژل شوي خلک 6215 تنه مړه ، 3800 تنه زخميان دي او يوازې 998 تنه په ماينونو او چاوديدونکو موادو کې وژل شويدي چې تر 2010 کال پايه پورې 919 نظامي علميات او بمبارۍ شوي دي . چې پورتني شمير خلک پکې وژل شوي او زخميان شوي دي. همدارنگه د 2001 کال څخه تر 2010 کال پورې يوازې امريکا د افغانستان هيواد ته 56 مليارده دالره کمک کړی چې 29 مليارده يوازې د اردو د تقويې لپاره او 16 ملياره د دولت د ظرفيتونو د لوړوالي لپاره مصرف شوي دي .
خو نتيجه دا روښانه کوي چې نه جنگ ختم شو ، نه امنيت تامين شو ، نه ملي مقتدر باکيفيته او بااحساسه حکومت جوړ شو او نه فساد له منځه ولاړ . په مليادرونو دالره حيف او ميل شوي دي چې هم نړيوالې موسسې او خلک او هم افغان حکومت او غټ مافيايي خلک ډلې او ټپلې پکې شاملي دي خوړل شويدي. ددغه حقيقت څرگند مثال د امريکا د جمهور رئيس خاص نماينده متقاعد جنرال ارنولد Arnold دی چې ددغه مالي مصرف لپاره ټاکل شوی دی ، وروسته له څه مطالعې ددغه مصرف څخه متاثر او خپله استعفی يې د امريکا متحده ايالاتو ج رئيس ته وړاندې کړيده. له بلې خوا په هيواد کې په سلگونو امنيتي کمپنۍ فعالې شويدي چې دغه کمپنۍ د يوه شمير جگپوړو چارواکو ډلو ټپلو او مافيايي گروپونو څخه نمايندگي کوي چې په دې وختونو کې يو شمېر يې د دولت د حکم په اساس بندې شويدي او يو شمير تر اوسه پورې هم فعالې دي چې د ملگرو ملتونو د سفارتونو او د لويو شرکتونو ساتنه کوي چې ددولت له غټو چارواکو او نړيوالو سره قوي اړيکې لري او د شريکې دي چې تر اوسه پخپل حال پاتې او فعاليت کوي .
په 2010 کال کې د پارلمان لپاره په اصطلاح انتخابات ترسره شول .دغه انتخابات په هغو سيمو کې ترسره شول چيرته چې دولت حاکميت درلود لکه په شمال کي او په جنوب او جنوب - شرقي برخو کې انتخابات ترسره نه شول . د انتخاباتو کميسون به ويل چې هلته امنيت نشته. خو خبره داده چې هلته چې پښتانه اوسيدل د پښتنو په اکثره سيمو کې انتخابات ونه شول چې دغه هم د پښتون قوم په مقابل کې د چارواکو لويه توطيه وه . ځکه د انتخاباتو کميسون په راس کې داسې څوک ولسمشر مقرر کړی وو چې د يوې ډلې چې په هيواد کې ښه تاريخ نه لري نماينده گي کوله .
د رسنيو د خپرونو له مخې 15 ميلونه خلک تقريبآ د رايو وړ خلک په هيواد کې شته چې تقريبآ 3 ميلونو په انتخاباتو کې برخه اخيستې وه . نتيجه دا شوه چې زيات شمير هغه غله او د بد تاريخ درلودونکي چې هميشه دوی ا دفغانستان د تباهۍ لپاره هڅه کړيده کامياب کړل . که سړی د هيواد 1992 څخه تر 1996 کال پورې تاريخ ته ځير شي يوازې د کابل ښار د 70000 ملکي عوامو خلکو د وژلو او تخريباتو يو شمير مسئول همدغه کسان دي . ددوی هدف په هيواد کې د فدراليزم سيستم او صدراتي نظام دی .
که ولس مشر په اول ددوی د 2010 کال نوی پارلمان افتتاح وکړ ي د هغوی نتيجې به پخپله هم وگورئ چې راتلونکې مسئوليت به دولس مشر او ددغه ډلو په غاړه وي . رسنۍ خبر ورکوي چې د انتخاباتو د نتيجو معاملات د کابل په شهزاده سرای او دوبۍ کې ترسره شويدي . قرباني ولس ورکوي ګټه يې نور خلک اخلي . ددغه خلکو اوبي مديريته دولت له وجې له هيواد څخه چې ښه مثال يې کابل بانک دی په 2010 کال کې د چارواکو او غلو له خوا 950 ميلونه ډالر دوبۍ ته انتقال شويدي چې د خلکو په سرمايې يې ښه هوټلونه ، بلډنگونه په دوبۍ کې اخيستي دي . ولس مشر ددغه مشکل د حل لپاره د مالي وزارت د بودجې او د افغانستان بانک څخه د کابل بانک ته پيسې ورکړې چې دغه خلا ډکه کړي .
په دې مسلې کې ککړ خلک د ولس مشر ورور، د هغه مرستيال ورور ، دبانک رهبري هيئت ، د کابينې ځينې غړي، وزيران او قومندانان پکې شامل دي .
رشوت ، فساد، معامله، مصلحت له خپل اوج څخه جگ تللي دي يو قرار داد دوه درې ځله خرڅ شویدی . مثلا د خوست او گرديز ترمنځ د سرک قير او ترميم پروژه په 90 ميلونه دالره اخستل شوي چې په راس کې يې د دولت يو خپل چارواکي دی بيادغه پروژه په بل شرکت په 60 ميلونه دالره خرڅه شويده چې حتمآ به دکار په حجم منفي تاثير کوي او له 2 کالو ددغه سرک کار روان دی چې ډير ورور په مخ ځي همدارنگه په سلگونو نور مثالونه شته.
که دهيواد په هر گوټ او په بهر کې چيرته چې افغانان مهاجر دي زيات شمير خلک د افغانانو په نوم په کوربه هيواد کې د افغان په نوم ځانونه راجستر کوي . د افغان نوم څخه ناوړه گټه اخلي او حتی د چارو مسئولين او د هغوی نمايندگۍ ورته په داخل او بهر کې اصلي هويت تذکرې او پاسپورتونه هم برابروي .
ددې عواقب به څه کيږي؟ کاغذونه جعلي د افغانستان په نوم په کويټه ، پشاور او ايران کې جوړوی ، ځان افغان معرفي کوي چې يوازې په اروپا کې يې شمېر لس هاوو زرو ته رسيږي . همدارنگه په داخل د پارلمان ، دولت او ولايتونو کې دارنگه خلک شته چې هيڅ اصلي هويت افغاني نلري مگر په دولت کې ځای لري او خپل منځ کې ښه اتفاق لري مگر د همسايه وو ملکونو لپاره خدمت کوي . زموږ افغاني مشرانو البته يو تعداد دومره د ايرو کڅوړې euro اخيستې دي چې هيڅ يو افغاني د تيلو ټانکرونو په اړوند هيڅ خبرې نه کوي . لکه چې هيوادوال خبر دي د جدې د مياشتې له 15 او 20 تاريخونو باندې د کابل ښاريانو او سازمانونو په ابتکار د ايران ددغه عمل په وړاندې چې د ټولو همسايه گي، اسلامي ، بشري او نړۍ وال قانون پر خلاف عمل دی مظاهرې وکړې ، خلکو د تيلو تانکرونو د خلاصون او د افغان مهاجرو سره د ايران په سلوک نيولو وژلو باندې اعتراض کاوه چې سبا د ايران سفير په کابل کې خپلو د کڅوړو دوستانو څخه وغوښتل چې چې دغه خلک چې زموږ په ضد يې مظاهرې کړيدي ونيول شي او جزا ورکړی کنه نوموږ به د مهاجرو او نورو تجارتي مسايلو په اړوند له افغانستان سره نوې پاليسي اعلان کړو ....
ډير د شرم ځای دی د افغانستان دولت د رهبرۍ ، پارلمان او نورو د ايران رشوت خورو لپاره . افغانستان يو هيواد دی چې 5000 کلن تاريخ لري زموږ پلرونو نيکونو په تش تلاش د 1919 کال د انګليس استعمار پرضد جګړي بيا د 1987 کال د شوروي په ضد جهاد د يادولو وړ دي . که افغانان نن غريب دي مگر هر څه لري خوښه اتحاد، رهبر او مشرتوب نه لري . ايران غواړي چې تش په نامه انتخابات ددوی د خوښي کانديدان خاصتآ د غزني ولايت څخه چې ټول تعداد يې د 45 څخه پورته نه دی مستقيمآ د ايران خدمتگاران دي . نو افغان ولس بايد بيدار اوسي ددغه ناخوالو په مقابل کې يو او متحد واوسي پرې نږدي چې د هيواد تورمخي خپل شومه هدف ته ورسيږي . زموږ ژبه کلتور حتا مذهب گډ شوی دی او ددغو خلکو تر مستقيم تاثير لاندې راغلی دي.
د هرې ورځې په تيريدو په هيواد کې نوی ستراتيژي راپيدا کيږي ځکه دولت ضعيف دی قدرت، مديريت او احساس نه لري د همسايه وو ملکونو رنگارنگ اسلحې مايونونه راکټونه زموږ هيوا دته راليږل کيږي او د مخاليفينو له خوا زموږ د ملکي وگړو په مقابل کې استعماليږي . ولې د دولت رهبري او پارلمان په دې اړه هيڅ خبرې نه کوي . له بلې خوا په دې ورځو کې د هغه غير انساني او اسلامي عمل چې د يو سخت دريځي کشيش له خوا په امريکا د فلوريدا په ايالت کې وشو چې هغه د قران عظيم الشان بې حرمتي وکړه چې داسلامي هيوادونو د خلکو په خاصه توگه د افغانستان د خلکو له سخت غبرگون سره مخامخ شو چې په هيواد کې په زرگونو خلکو د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کوونکو او خلکو له خوا مظاهرې وشوې چې په رڼا ورځ د UNAMA په دفتر چې په مزار کې دی حمله وشوه چې په نتيجه کې 12 تنه چې 7 تنه خارجيان د UNAMA کارکوونکي او ساتونکي وو ووژل شول. په لس هاوو په قندهار او نورو ښارونو کې ووژل شول . دا د دولت رهبري ده او دهغوی قدرت توانايي او امنيت ساتل ...
په هغه صورت کې چې د يوې ډله ايزي مظاهرې امنيت نه شي نيولی څنگه به ممکنه وي چې د ټول هيواد امنيت افغاني قواوې ونيسي دا به وخت څرگنده کړي خو افسوس چې افغان ولس او ملکي وگړي وژل کيږي او دغه پروسه به لا جريان لري . مگر ددغه کشيش عمل چې د ټولو نړيوالو ، انساني بشري او د عقيدي بيان خلاف يو عمل دی پخپله يو رنگ تروريزم او په مذهب حمله بلل کيدی شي داسې مذهب چې په نړۍ کې ملياردونه مسلمانان موجود دي ددغه عمل غندنه کوي او غوښتنه کوي چې دغه کشيش محاکمې ته وکاږل شي مگر ځينې عناصر له دې عمله بايد غلطه ګټه وانه خلي تاوتريخوالي او قتل ونکړي . ملي گټو ته پام وکړي په افسوس چې نړج کې ډير اسلامي ملکونه شته چې هلته کوم حرکت نه ليدل کيږي يوازې د قتلونو، انتحار او تخريب هيوادورانول يوازې افغانستان کې دي او بس .
د اساسي پروژو په اړوند لکه د بريښنا د تولي دبندونه، د اوبو لګولو بندونه، په معيار سرکونه ، پوهنتونونه، فابريکې او له معدنياتو څخه مثبته ګټه اخيستل هيڅ نه دي شوي . هغه څه چې بايد شوي وای نه امنيت راغی، نه ښه سالم اداره جوړه شوه ، نه هيواد اباد شو، نه ملي يووالی منځته راغی . تراوسه پورې ډلې ټلې تنظيمونه، مافيايي قدرت حاکم دی چې دولت او ولس يرغمل نيولی دی . څېړنې په گوته کوي چې 2010 کال د افغانستان او نړېوالې ټولنې لپاره خونړی کال وو. يوازې د کرښې دواړهو خواو ته 700 کسه ښه مشران چې ټول پښتانه وو وژل شول چې دغه عمل د پښتون قوم پر ضد يو قتل عام دی او توطيه ده .
له بلې خوا داسې ښکاري چې تر 2014 کال پورې نړيوال قوتونه له افغانستان څخه ووځي او لس مشر کرزی هم همدغه خبره په جرات سره کوي چې موږ کولی شو چې خپل امنيت پخپله ونيسو د بهرنيو قوتونو ضرورت نشته. نو که چېرې تير لس کالونو ته وکتل شي د افغانستان دفاعي قوت دومره نه دی زيات شوی چې پخپله د خپل حاکميت او استقلال څخه دفاع وکړي هغه چاچې د 5000 کالونو اردو تجهيزات له منځه وړي دي هغه يې کباړ کړيدي ، هوايي قوت يې له منځه وړی دی ايا دا په 4 کالو کې ممکن دی ؟
په داسې حال کې چې هيواد انجينري، زرهدار، هوايي او دفاعي قوت هيڅ نلري په لس کالو کې څه ونه شول څنګه ممکنه ده چې په 5 کالو کې به وشي ؟ ډير شمير افسران او سربازان هغه څوک دي چې له ډلو ټپلو او تنظيمونو سره اړيکې لري يوازې د معاش لپاره اردو کې وخت تيروي . تنظيمي جنرالان ښۀ ډير دي چې نظامي زده کړ ي او دسپلين نه لري. نو نتيجه به له دوو حالاتو خالي نه وي :
يا يوه معامله د مخالفينو سره – ټول سرحدونه ته په خاصه توگه ايران او پاکستان سره خلاص او بي کنتروله دي ، افراطيت او په لس گونو زره مدرسې فعالې دي .
ياد 1992 او 1996 کالونو ډله ايزې تنظيمې جړ بيا شروع کېدل . څوک ددې امنيت د راتلونکي لپاره ضمانت کولی شي؟ هڅوک نه ... خو مسله دلته ده چې د افغانستان کشاله له افغاني+ سيمه ايز + نړيوال مشکل دی چې د رقابت سياليو حتا اقتصادي سياسي او نظامي سياليو د جنگ ډگر افغانستان دی که جهاد دی همدلته شروع او دوام لري که تروريزم القاعده او ديموکراسي مگر ددولت او پارلمان په جرات احساس پورې اړه لري .که تاريخ وگورو د 1948 کال راپدې خوا کله چي پاکستان جوړ شوی تر اوسه پورې په لس گونو حکومتونه پاکستان کې منځ ته راغلل او هم په افغانستان کې په خاصه توگه د 1978 کال راپدې خوا تر اوسه پورې د پاکستان خارجي پاليسي د افغانستان په مقابل کې په اساسي توگه بدله نه شوه . کله تر يو نوم لاندې کله تر بل نوم لاندې ، کله جهاد، جنگ، چور چپاول، وژل ، ورانول ... دلته دوام لري . ددغه علت يوازې 1829 کال د ډيورنډ کرښه ده او بس . ددولت مخالفينو مشران يرغمل دي، استقلال نه لري.
نه افغان حکوت خپله استقلال اوواک لري که په رښتيا سادقانه وغواړي ترخپلو گټود هيواد گټو ته پام وکړي هر څه ممکن دي .
نو پوښتنه دلته ده چې په داسې حال کې ې 49 نړيوال هيوادونو نظامي قوتونه دلته شته پارلمان شته په اصطلاح دولت شته دغه پوښتنه څوک نه کوي چې دغه تاريخي کشاله چې ددواړو خواو خلکو اسلامي کنفرانس، ملگري ملتونه، انگليس او امريکا هيوادونه او همدرانگه د پاکستان او افغانستان حکومتونه ددغه مسلې په اړوند خبرې نه کوي . ترڅو په دغه مسله فيصله حل نه شي او دواړه خواوې رسمآ اعلان ونه کړي تر هغې به ډيره مشکله وي چې سوله منځته راشي که څه هم چارواکي ، شوراگانې جوړي دي او تگ راتگ کوي ملکي حکومتونو سره گوري مگر اصلآ د پاکستان په تاريخ کې ملکي حکومت دومره قدرت نلري او نه دوام بلکه هر څه د اردو او د ISI سره دي ترڅو چې هغوی موافقه ونه کړي ملکي حکومت داسې تاريخي مسلې نه شي حل کولی . انگريزان پوهيږي چې ډيورنډ يو انگليس وو چې هغه دا کرښه نومولې ده تراوسه پورې په ميلونو خلک افغانان ددې کرښې قرباني شول او کيږي .
که په رښتيا سره امريکا غواړي چې په افغانستان کې نظامي هډي ولري په هغه صورت کې چې دولت يوه روښانه ملي پاليسي ولري چې په هغې کې دافغانستان امنيت، استقلال ، حاکميت، کلتور، مذهب او رسوماتو ته احترام موجود وي. د اوسنيو شرايطو په پام کې نيولو سره ښه عمل دی. ځکه نظامي هډي د امريکا په په سيمه او نړج کې لسگونو ته رسيږي چې هم په اسلامي او غير اسلامي هيوادونو کې شته. بيا هم بايد د هيواد ملي گټو ته پام وکړي . د امريکايي هډو په جوړولو سره به د همسايه وو ملکونو لاس وهنې او تحديدونه کم شي . تر څو چې د هيواد ملي فوځ جوړيږي هغه فوځ چې افغانستان ورته واقعآ ضرورت لري.
دا زموږ د بې مديريته بې جراته او بې احساسه چارواکي دي که مشکل په کشمير کې پيدا شي غچ په افغانستان کې اخلي، که مشکل په منځني ختيځ يا ايران يا هند کې وي نو د مقابلې او غچ اخيستلو ځای یې افغانستان دی چې افغان ولس يې د قربانۍ ښکار دی. ښه مثال د گاز نل ليکې قرارداد چې د ترکمنستان / افغانستان او هند تر منځ امضا شوچې افغانستان ته به په ميلونو ډالرو گټه ورسوي خلک به کار کوي او مستقيم د ولس په ژوند او هيواد په اقتصاد مثبت اثر لري . مگر مقابل کې ايران ليونی شو کله افغانان وژني کله يې اعدام کوي کله د تيلو تانکرونه ې شخصي سرمايه ده او دافغانانو پکې تقريبآ 50 ميلونه دالر لگولي دي تر 2000 ټانکرونو پورې د ايران په سرحد کې بند پاتې دي او ايران اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته داخل شي .
عجيبه دا چې د افغانستان چارواکي په دې اړوند هيڅ خبرې نه کوي . ځکه د اټول د پيسو د کڅوړو اثر دی . وايي چپ شه چاته مه وايه ...
که څه هم د ولس مشر مرستيال قسيم فهيم له يوه دولتي چارواکو گروپ سره ايران ته لاړ او د ايران ج ريس معاون او تجارت وزير سره ملاقات وکړ او دوی اعلان وکړ چې موافقه وشوه دغه ټانکرونه به افغانستان ته د پريښودو اجازه ورکړي مگر وليدل شول چې څه وخت به دغه کار وشي . افغانستان دوستان کم او دوښمنان ډير لري ، اصل رول د يو با احساسه افغان دولت دی چې له خپلو ګټو څخه ملي او د هيواد گټو ته پام وکړي زموږ په ميلونو مکعب متر اوبه د 35 کالو راپدې خوا هم ايران هم پاکستان ته ځي هيڅ قيمت نه لري څوک پوښتنه کوي نو نتيجه دا ده! که ولس مشر غواړي چې تاريخي وياړو وگټي زر د ې لويه جرگه راوغواړي خپل حکومت استعفا دې وړاندې کړي قدرت د 2 يا 3 کالو لپاره موقت حکومت ته وسپاري تر څو هغه په رښتيا سر ه د ټولو ناخوالو ، امنيت، سولې او يو ملي حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي . که دغسې حالت روان وي نو تر 2014 کاله پورې به په زرگونو افغان ملکي خلک نور هم ووژل شي ولي تاريخي مسئوليت به د چارواکو ډلو ټپلو او مافياي غلو او نړيوالو قدرتونو په غاړه وي چې بې له نتيجې افغانستان پريږدي او د افغانستان راتلونکي او گټو ته پام نه کوي چې يوازې د خپلو ستراتيژيکو منطقوي گټو لپاره راغلي دي او بس . پای