د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۸) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 29.07.2012 13:30

د پوښ وړل
په وردګو کې به پخوا پوښ په یوه اوسپنیز صندوق یا ښایسته یخدان کې ځای پر ځای کیده، میوه او نور اړوند څیزونه به په بوجۍ، خورجین یا څټه کې ایښودل کیدل او هغه مهال چې د موټر په څیر نقلیه وسیلې نه وې او یا محدودې وې نو د ۲۰ یا ۳۰ کسانو چې زیاتره به یې نارینه وو او کم تعداد به یې ښځینه ټنګورې وې، د خرو په وسیله به د نجلۍ کلي او کور ته انتقال کیده. البته دا په هغه صورت کې چې د نجلۍ کلی به لرې وو او د ورا د دویم ځلی ورتګ به مشکل وو نو دا ټول کار به په یو ځلې صورت موند او ټنګورې به هم په خرو باندې سپریدلې خو کله چې موټرونه پیدا شول نو دا کار بیا زموږ په ټولنه کې د موټرو په وسیله پيل شو.
د پوښ څرنګوالی اوس په بشپړه توګه بدلون موندلی دی ځکه چې اوس نه یوازې یو اوسپنیز بکس بلکي دوه یا درې چرمي بکسونه د ناوې لپاره اخیستل کیږي. پخوا به د ناوې د جامو شمیر ډیر محدود وو خو اوس مهال د ناوې د جامو شمیر هم ډیر شوی او د شیریني خورۍ د ځانګړو شین رنګو ګنډل شوو جامو په شمول زیات څیزونه ورته اخیستل کیږي. په ګاڼه او داسې نورو څیزونو کې هم پخوا ډیر محدودیت موجود وو خو اوس هڅه کیږي چې پیغلې ته په ډول ډول ګاڼو سربیره یوه اندازه سره زر یا طلا هم واخیستل شي او هغه پوښ ډیر دروند او د یادولو وړ ګڼل کیږي چې د طلا اندازه یې زیاته وي. پخوا به په پوښ کې د ناوې د ټولو خپلوانو لپاره کالي نه اخیستل کیدل او یوازې د هغې د والدینو لپاره به کالي تهیه کیدل خو اوس دغه رواج بدلون موندلی دی او هڅه کیږي چې د پیغلې د کورنۍ ټولو نږدې خپلوانو ته هم جامې پکې ور وړل شي.
د پوښ د وړلو په هکله به هم داسې کیدل چې پوښ به د دوو نارینه او دوو ښځینه وو په ملتیا د ورا د تګ څخه د مخه انتقال شو او د مخکیني توافق له مخې به نور کسان د ستن یا دسمال د وړلو په ټاکلې ورځ د نجلۍ کلي ته ورتلل او پوښ به مخکې له مخکې کتل شوی وو. کله به چې پوښ یوړل شو نو له پوښ سره تللیو ټنګورو به سندرې ویلې، دریاوې به یې وهلې، یا به یې له ځان سره وړي ټیپ ریکارډر ته فیته ور اچولې وه او اتڼ به یې ورته کاوه.
 خلاص کی خلاص کی د اصیل یخدان کلپونه
ځینې را وباسی د پلانکي د لاس پوښونه
په همدې وخت کې به په هوا کې د ټوپکو او په وروستیو وختونو کې د ډول ډول ماشیندارو د ډزو باران جوړ وو او هغه شخص به له نورو څخه زیاتې ډزې کولې چې نوم به یې د ټنګورو له خوا په سندرو کې یاد شوی وو.


مثلا  دغه ډول سندرې:
اوس به د فلفل پاڼې مڼې وکا      اوس به د پلانکي ټوپک شغلې وکا
زموږ ځوانان خیالي دي خیال به وکا       اوس به ماشیندارو ضربې و کا

ستن
په وردګو کې به چې کله د مخکینۍ پریکړې له مخې د شیرنیي خورۍ د محفل پر مهال د پیغلې د کورنۍ له خوا د ستنې د ورکولو پریکړه شوې وه نو ستن به ورکول کیده. ستن له داسې یوه مثلث ډوله تشکیل څخه عبارت ده چې په منځکې یې یوه برابره هینداره په مریو پوښل شوې وي او شاوخوا یې په  ډول ډول ځونډیو پوښل شوې وي. د ستنې ځونډي له وړو او غټو مریو، ګلباتونو، وریښمو، سونډو، زرتارو، بوربوو، بدامچو، سیتارو، خالونو، تخړیتیو، لونګو او داسې نورو څیزونو څخه جوړیږي او د مثلث په سر کې بیا یوه داسې غورغۍ ورته جوړیږي چې د کلپي ستنې په مرسته د یوه شخص په اوږه کې بنده شي. ځینې خلک د ستنې په مثلث کې د لویې هیندارې په شاوخوا کې څو وړې هیندارې هم د مریو په مرسته پوښي او په شاوخوا یې ډول ډول ګلان کوي او د دې ډول کوچنیو هیندارو لږ برخه د ستنې په منځکې د لیدلو وړ وي. دغه ډول ستنې د ښځو په وسیله جوړیږي او زموږ د ټولنې د ښځینه طبقې د لاسي صنایعو زیږنده دي. په ستن کې همدارنګه د غنمو وږی، د مالګې یوه کوچنی ټوټه او د میږې یوه بچه په دې باور ګنډل کیږي چې ناوې د خپل خاوند په کور کې روزي منه او د ښو څارویو خاونده شي.
په ستن کې د ورایځې د شاملو کسانو شمیر د ناستې په تناسب زیات نه وي، لګښتونه یې عادي او د نجلۍ د پلار په غاړه وي. همدارنګه په ستن کې د دواړو لوریو څخه ډیر کسان نه راغوښتل کیږي او په ستن کې هلک یا زوم اجازه نه لري چې له ورا سره د خپلو خسرخیلو کره ولاړ شي او یا د چغل بازۍ زمینه لاسته راوړي.
کله چې د ستنې د راوړلو ورا د نجلۍ کلي ته ورسیږي نو ښځې دریاوې وهي، سندرې بولې، اتڼ کوي او له رسیدو وروسته پوښ ښکاروي او نجلۍ ویني. نارینه بیا د ټوپک څو هوايي ډزې کوي، هغه جومات یا ستر میلمستون ته ځي چې مخکې له مخکې په ښکلیو فرشونو، ټغرو، لمڅیو، توشکو، بالښتونو او تکیو فرش شوی وي. همدارنګه د نجلۍ د کلي ټول مشران او خیښان یې مخې ته را وزي او د ورا له ټولو لویانو نارینه وو سره په غیږ ستړي مه شي یا روغبړ کوي او بیا یې جومات یا هغه لوی میلمستون ته بیايي چې مخکې له مخکې ورته فرش شوی وي. اوس مهال جومات یا لوی میلمستون د ټغرو او لمڅیو په ځای په ډول ډول خارجي موکیت او غالیو فرش کیږي، لومړی ورا ته له شیدو، کوچو، پیروي، مربا، غونډاریو، نینو او داسې نورو څیزونو سره یو ځای چای او بیا وروسته د غرمې ډوډۍ ورکوي چې د پلو، ښوروا او قورمې تر څنګ میوه، مستې، سلاټه او داسې نور څیزونه په ترکیب کې شامل وي.